محمد آصف خواتي
لومړی مې دلیکنې سرلیک « څوک درواغ وایي » غوره کړ خوڅرنګه چې دبحث لاندې موضوع دهیواددمشرانودڅرګندونوپه اړه ده اوددې لپاره چې دهغوی درناوی شوی وي نوپورتنی سرلیک مې لیکنې ته غوره کړ۰
دروان کال له شرمه ډکوټاکنو اوسل ورځنیوجنجالونووروسته چې دټاکنو خپلواک کمیسیون!؟ رئیس ښاغلی اشرف غني احمدزی دولسمشراو ښاغلی عبدالله عبدالله د اجرائیه رئیس په توګه اعلان کړل ۰هغوی داعلان وروسته پخپلولومړیوویناوواومرکوکې دملي یووالي د حکومت په اړه متضادې څرګندونې وکړې ۰ دابیا ښيي چې نوموړي حتی د ملي یووالي د حکومت په هکله دنظر یووالی نلري اودابیا افغان مظلوم ولس ته داپیغام لري چې په راتلونکي حکومت کې به دوروستیو میاشتوپه څیرد دواړ ټیمونوشخړې ، ناندرې اومخامختیا دوام ومومي ۰ بیله شکه داډول یوحالت ددولتي چاروپه سمبالتیا ،دټولنیزو اوامنیتي ستونزوپه حل اواقتصادې ودي خپل منفي اغیزپریږدي ۰ له بلې خوا به په داسې یوه چاپیریال کې نه یوازې په دواړوټیمونوکې بلکې دهغه نه بهر فرصت غوښتونکي ، فاسد او غوړه مالان ګټه پورته کړي ، هغوی به لوړمقامونه ترلاسه کړي اونظام به لانورهم د فساد لوړو مدارجو ته ورسیږي۰
اوس راځم دملي یووالي د حکومت په هکله ددواړو مشرانوڅرګندونو ته چې کوم یو يې رښتیا وایي ؟ احمدزی : « حکومت به ددندو اوواک دویش پربنسټ نه بلکې دمسؤلیتونودویش په اساس جوړیږي ۰» بی بی سی پښتوویب پاڼه ، سپتمبر ۲۲ ۰ عبدالله : «لدې پرته چې واک ونه ویشل شي بله لاره نه وه ۰» تاند ویب پاڼه ، سپتمبر ۲۳ ۰ که چیرې دټاکنوددویم پړاو وروسته ددواړوټیمونوجنجالونواوناندروته وکتل شي چې کله ناکله یې دماشومانو دلوبو ( پخلاینې او مرورتوب ) بڼه نیوله څرګندیږي چې په دواړوټیمونوکې داسې فرصت غوښتونکي اوماجراجویان لږ نه وو چې غوښتل یې هیوادیوه ناتارته سوق کړي اویا داچې اوسني پردیوورکړي دریځونه، امکانات اوشته امتیازات له لاسه ورنکړي۰ خوکله چې دامریکا دبهرنیوچارودوزیردمداخلې اوفشاروروسته ددواړوټیمونودمشرانوترمنځ داسې یوه موافقه لاسلیک شوه چې دهغې پربنسټ دولتي واک ددواړوټیمونوترمنځ په مساوي توګه ویشل کیږي ټاکنیز جنجال هم ختم شو۰ ددې ټاکنیزجنجال په هکله دملانصرالدین دچپنې کیسه بشپړسر خوري ۰ وایي یوه ورځ دملا دکور مخې ته شورماشوجوړشو ۰ میرمنې یې ورته وویل وګوره څه خبره ده۰ ملا له کوره ووت اوڅوشیبې وروسته بیرته راغی۰ میرمنې یې ترې وپوښتل څخه خبره وه۰ ملا په ځواب کې وویل ۰ زما په چپنه جګړه وه۰ هو! دټاکنو ددویم پړاو وروسته سل ورځني جنجالونه ، د سمون اوهمپالنې دټیم له لوري دپراخه مهندسې شویودرغلیوادعاوې ، پرله پسې بیشماره غوښتنې ، وړاندیزونه ، مانورې اوناندرې پدې موخه وې چې دې ټیم ته په حکومت کې مساوي برخه ورکړل شي۰ داځکه چې ددویم پړاو دټاکنودختمیدوسره سم نوموړي ټیم ته څرګنده شوه چې دجهادمنترونه یې دوخت دتیر درمل په څیر اغیزندی کړی ،ولس لږرایې ورکړې اوټاکنې یې بایللې دي۰ کله چې د سمون اوهمپالنې ټیم دموافقې په لاسلیک سره د ملانصرالین د لعنتي چپنې د ترلاسه کولوزیری ولید جنجالونه، ددرغلیوادعاوې ،ګواښونه اوتهدیدونه یې هم پای ته ورسیدل۰ دابیا ښيي چې دا سل ورځني جنجالونه اوګواښونه چې په ټولنه کې یې دتیرې پیړۍ دوروستۍ لسیزې خونړۍ پیښې اوزړه بوګنونکي خاطرې راژوندي کړې ، په ټولنه کې یې ویره اوډار خپور کړ اواقتصادیې په ټپه ودراوه پدې موخه وو چې په ټاکنوکې بایلونکي ټیم ته په واک کې برخه ورکړل شي۰ دپورتنیوڅرګندونو نه دانتیجه ترلاسه کیږي چې ښاغلی عبدالله رښتیا وایي چې دملي یووالي حکومت دواک ویش د ۍ نه دمسؤلیتونوویش۰ داچې ښاغلی عبدالله رښتیا وایي لامل یې دادې چې هغه اودهغه ټیم دیوه منظم پلان اوسناریوله مخې پدې موخه ټاکنیزجنجالونه، ناندرې اوګواښونه پیل کړل ترڅوپه راتلونکې حکومت کې مساوي برخه ورکړل شي چې دموافقې پربنسټ هغه ورکول کیږي۰ دده دارښتیا ویل پدې موخه وچې خپل ټیم اوپلویانو ته ډاډ ورکړي چې ددوی سل ورځنیوناندرو، مانورواو ګواښونواړینه پایله لرله ترڅودده ټیم په واکمنۍ کې نه یوازې خپل اوسنۍ دریځ وساتي بلکې لا نورهم پیاوړی شي۰ پر بل اړخ ښاغلی اشرف غني لدې امله نشي کولی دملي یووالي دحکومت په اړه رښتیا ووایي چې هغه دجان کیرې لخوا پرې تحمیل شوی دۍ ۰ ښاغلی غني دملي یووالي حکومت ته د غاړه ایښودلو له امله هغو دریو یا څلورو میلیونو وطنوالوته چې ده ته یې پدې تمه رایه ورکړه چې اوسنۍ واکمنه فاسده اداره دشراوفساد دعاملینو څخه چې ډیری یې د سمون او همپالنې اړونده ټیم پورې تړاولري پاکه اویوه سالمه اداره جوړه کړي دویلو څه نلري۰ له دې کبله هڅه کوي چې دښکلوجملو اومفاهیمو په کارولوسره هغوی تیرباسي چې داناشونې ده ۰ که چیرې ښاغلي غني دخپل ټاکنیز کمپاین پرمهال هغه ژمنې اووعدې چې خلکوته ورکړې وې اود میلیونونووطنوالوباوریې ترلاسه کړاوده ته یې په خوراګواښمنواو ستونزمنو شرایطوکې رایې ورکړلې ژمن اوهوډمن پاتې وي اودخلکورایو اوارادې ته درناوی کوي معقوله داده چې په پوره میړانې سره ولس ته دلوړې دترسره کولوپه ورځ اعلان کړي چې پرده باندې دده دخوښې خلاف دملي یووالي په نامه حکومت چې د ښاغلي کرزي دحکومت په شان به یو مصلحتي ناکام ائتلافي حکومت وي دجان کیري لخوا تحمیل شوی دۍ اوده پرته لدې چې هغه ومني بله لاره نه لرله اودخپلو ژمنودپلې کولو وس نلري یا داچې پخپله خوښه دواک څخه لاس په سرشي۰ ددې قلم خاوند پدې ښه پوهیږي چې ددې ډول دریځ او وړاندیزله کبله به لوستونکي لیکوال ته آرمانګرایا ساده ،ناپوه، بنسټپال ، دسیاست څخه بیخبره اولیوني ووایي۰ داځکه چې په افغانستان کې لوړمقامونه دشتمنیودټولولو، خپلوخپلوانواوسازماني ملګروته دلوړوڅوکیو اونورو امتیازونو د ورکولوښه وسیله ده چې څوک هغه په خپله خوښه نه پریږدي ۰ خوپه متمدنو ټولنوکې ډیرلیدل شوي دي چې یوشمیرسیاستوالواولوړپوړوچارواکوکوموچې پخپلو دندوکې بریاوې نلرلې ،یا دمقام څخه دناوړه ګټې اخیستنې تورونه پرې لګیدلي اویایې په اړونده اداره کې نیمګړتیاوې لیدل شوې دي په پوره میړانې اودمسولیت داحساس له مخې دخپلومقامونوڅخه استعفی ورکړې ده ۰ دا د بااحساسه، ژمنو اوباپرنسیبه سیاستوالوځانګړتیاوې دي ۰ که چیرې په دموکراتیکو ټولنوکې چارواکي موضوعه قوانین اوپه تیره اساسي قانون ترپښولاندې کړي دقانون دڅارنې اوتطبیق دبنسټونوله لوري به ترعدلي څارنې لاندې ونیول شي ۰ خوموږوینو چې په هیوادکې مود قانون ماتونکي دهیوادپه برخلیک واکمنیږي۰ دادعجایباتو دټاټوبي ، افغانستان دعجایبویوه نمونه اوبیلګه ده۰
دروان کال ټاکنواودهغې وروسته بهیر وښودل چې دحکومت ، دټاکنودکمیسیونونو او نوماندانو له لوري په پوره بې تفاوتۍ او سپین سترګۍ سره د هیوادنافذه قوانین ترپښولاندې شول اودخلکو ارادې اورایو ته بربنډ سپکاوی وشو ۰ داجرائیه پوست جوړول، دسیالو نوماندانو دټاکنو د پایلودسلنې نه اعلانول، په ټاکنوکې دبایلونکی اړخ نه شتون ، دخلکورایوته سپکاوی ،دملي حکومت په نامه دسیالو نوماندانو دګډ حکومت جوړول، دټاکنودکمیسیون له لوري دټاکنودپایلې داعلان پرمهال داجرائيه رئیس نومول ، دهیواد داتباعو د ټیلیفوني اړیکوڅارل ، خلک زورزیاتي او ددولتي واک دنیولولپاره هڅول هغه موارد دي چې دهیواد دنافذه قوانینوڅخه سرغړونه اودخلکوپه مدني حقونوتیری ښيي۰
انتون پاولویچ چخوف روسي لیکوال لیکي « بې تفاوتي دروح فلجوونکې اودوخت نه مخکې مرګ دۍ » خووینوچې دهیواد هغه درجن درجن ګوندونو او دمدنې ټولنې بنسټونو پدې اړه بې تفاوتې غوره کړي او داعتراض غږیې پورته نکړ۰ کله چې دیوه هیوادسیاسي ګوندونه اودمدني ټولنې بنسټونه دهیواداساسي قانون څخه دسرغړونې اودخلکورایوته دنه پاملرنې اوسپکاوي له امله غبرګون نه ښيي اوبې تفاوته پاتې کیږي په هیوادکې باید دځنګل قانون واکمن وي ۰قانون ماتونکي ،زورواکان اودپردیوګوډاګیان باید دهیوادزعامت ته ورسیږي۰
پای