محمدآصف خواتي
دروان کال دټاکنواوږده امریکایي – افغاني سیاسي ننداره دوږي په دیرشمه نیټه پای ته ورسیده اوښاغلی اشرف غني احمدزی دهیواددولسمشرپه توګه اعلان شو۰ معمولآ کله چې دټاکنوپایلې اعلانیږي په ټاکنو کې
دسیالونوماندانودرایو فیصدي هم اعلانیږي خودعجایباتوپه ټاټوبي افغانستان کې دافیصدي اعلان نه شوه ۰ داسې بریښي چې دنوماندانو درایو دفیصدۍ نه اعلان دښاغلي عبدالله دغوښتنې پربنسټ چې د «منصفانه رایو پرځای مساویانه» رایې اعلان شي ترسره شو ترڅو ولس اوپه تیره خپل پلویان پدې ډاډمن کړي چې دملي یووالي حکومت( سهامي شرکت ) دجوړولو په نامه دده ټیم ته نیمایي برخه دده دغوښتنې اوهیلې اودپردیو دلوریینې له امله نه بلکې دخلکوله لوري ده ته داچول شوو رایو پربنسټ ورکړل شوې ده۰ عجیبه داده چې دواړوسیالو نوماندانو دلومړي پړاود ټاکنو وروسته دنورو څرګندونو او ژمنوسربیره پدې ټینګا ر کاوه چې دخپل سیال سره به هیڅکله هم ائتلافي حکومت جوړنه کړي اوغني په تمسخرسره ائتلافي حکومت ته سهامي شرکت وایه ۰ عبدالله خولا داویل چې ټوټې ټوټې به شم خو تقلبي حکومت به دیوې ورځې لپاره هم ونه منم خونن پخپله دده په خبره په تقلبي حکومت کې دوزیرانو دشورا مشري مني ۰ زه دیوه افغان په توګه چې دخپلو خلکو دسوکالۍ اودهیوادآبادۍ لیوال یم داچې دټاکنودااوږده سیاسي مضحکه ډرامه پای ته ورسیده ،هیواد دناڅرګنداومبهم حالت څخه ووت اوهغه اندیښنې چې په هیوادکې دموازي حکومت منځته راتګ چې کورنۍ جګړې اود هیوادټوټې ټوټې کیدو ته یې لاره هواروله ، دمعلوم الحاله په پردیو پورې تړلو افغان دښمنه جګړه مارانوله لوري دنارنجې ځوځښتونودپیل ګواښونواوپه ټپه ولاړ اقتصادي حالت ته دپای ټکی کیښودل شو اوددواړو سیالو نوماندانوله لوري دګډ حکومت دجوړولوهوکړې ته پدې ګواښمن حالت کې جبرآ هرکلی وایم که څه هم دافغانستان په څیرنیول شوي هیوادکې داحکومت (ملي یووالي حکومت) ، یا دبریالي نوماند له لوري دخپل حکومت جوړونه ، نشي کولی هیوادته سوله او ټیکاو راوړي اود یوه آباداوپرمختللي افغانستان جوړولو ته لاره پرانیزي داځکه چې د هیواد برخلیک امریکایان ټاکي ۰ څرګنده بیلګه یې ددواړونوماندانوله لوري د ملي یووالي دحکومت دموافقې لاسلیک دۍ چې هغه دجان کیرې په منځګړیتوب اویا په دقیقه توګه دهغه ددستور له مخې پلې شوه ۰ له بله پلوه لومړی ځل په رسنیو کې داموافقتنامه په انګریزي ژبه خپره شوه چې مانا یې داده چې هغه ددواړونوماندانوله لوري نه بلکې په واشنګتن یا په کابل کې دامریکې په سفارت کې ترتیب شوې اوپردواړونوماندانوتحمیل شوه۰ پدې اړه ددې خبرې یادول اړین بریښي چې داډول راتلونکی تحمیلي حکومت چې ګټونکي یې بنسټپاله مذهبي جګړه ماران اوبایلونکي یې افغان ځوریدلی ولس اودسولې اودموکراسۍ پلوي روڼ اندي دي له بده مرغه هیواددنویوننګونوسره مخامخوي۰ زه پدې لیکنه کې چې څرنګه پرافغان ولس له بهرڅخه تپل شوې امریکایي ولسواکۍ ته شاه وګرزول شوه ، داساسي قانون څخه سرغړونه وشوه ، دخلکو رایواوارادې ته سپکاوی وشو اوپه ټاکنوکې دامریکې او ملګرو ملتونوپه منفي رول بحث نه کوم دا ځکه چې په هیواد کې د۲۰۰۱ کال د اکتوبرراهیسې پیل شوی بهیراوپه هغوکې دټاکنوغولونکې سیاسي نندارې دافغانانو دارادې اوګټو خلاف د نیواکګرو دارادې اوګټو پرمحورڅرخیږي بلکې غواړم دټاکنوپدې سیاسي نندارې کې چې سناریویې پردیوبرابره کړې وه دهغه دمرکزي لوبغاړو( عبدالله - غني ) اودافغان ځوریدلي ولس هیلواونني دریځ په هکله په لنډوڅو کرښوکې خپلې اخیستنې ددرنو لوستونکوسره شریکې کړم ۰
دټاکنوپه ډرامه کې عبدالله ته دډرامې دبریالي لوبغاړي رول ورکړل شوی و چې هغه دارول په ښه توګه ولوباوه ۰دعبدالله سیاسي نازونه اونخرې، تکتیکي ویرونکې مانورې ، دنظار شورا له لوري دګواښونواو تهدیدونو ډکو صحنو ښودنه،دپردیوسره دنوموړي څرګندې اوپټې لیدنې کتنې ، دویدیویي کلیپونواوټیلیفوني غږونو برابرونه ،په مناسبوفرصتونو کې دغونډو،میټینګونو، لاریونونو رابلنه اود خیمو درونه د هغه د هنر وړتیا اوځلیدونکی استعدادښيي چې دشاه باش اوآفرین وړدۍ اوزه دلیرې څخه عبدالله دې ملي اوسیاسي معتدل شخصیت !؟ ته سلام وړاندې کوم ۰ ښاغلي غني ته چې دهیواد دمشرتابه خوبونه یې دپخوا لیدل اویوځل یې دبن په کنفرانس کې د صدراعظم دڅوکۍ لپاره خپله ګوته اوغږهم پورته کړی و چې هغه مهال دبن دکنفرانس رابلونکي( امریکا) دغني دا غوښتنه بیوخته وګڼله خو پدې وروستۍ ډرامه کې دګډون له امله دده دزعامت خوبونه په واقعیت واوښتل مبارکي وایم اوپه عین وخت کې په تبلیغاتي کمپاین کې دده له لوري ولس ته د ورکړل شوو ژمنودناکامۍ مبارکي هم وړاندې کوم چې دنړۍ دویم متفکر!؟ په راتلونکي حکومت کې په هیڅ صورت نشي کولی دخپلو ژمنویوه کوچنۍ برخه پلې کړي اوددې امکان هم لیدل کیږي چې دی به دولسمشرۍ پنځه کلنه موده هم ترپایه ونه رسوي۰
داسې لیدل کیږي چې ټاکنودامریکایي سیاسي ننداري مرکزي لوبغاړي( غني – عبدالله ) اودهغوی ټیمونه ( تداوم اوهمپالنه) خپلو موخوته چې واک ته رسیدل اویا دقیقآ دواک ساتل وو ورسیدل خوولس چې دمثبت بدلون اودشراوفساددادارې څخه دخلاصیدوپه موخه دمرګ اودخپلوګوتواوغوږونودپرې کیدود ګواښونوسره سره ټاکنیزومرکزونو ته ولاړل اوخپلې رایې یې وکارولې ۰ خوولیدل شول چې ددوی رایواوارادې ته چا درناوی ونکړاوداسې یوه اداره پرې تحمیل شوه چې داوسنۍ واکمنې ادارې څخه به فاسده ، کمزورې اوپاشلې وې ۰ له بده مرغه جنګ جګړه به دوام ومومي اوداجګړه به دزرګونو نورووطنوالوسرونه واخلي ، شتمن به لاشتمن اوخواران به لاخواراوبیوزلي شي۰ لدې امله خپلو کړیدلو خلکوته لانورزغم غواړم او مخکې له مخکې ددوی دعزیزانو د قربانیدوله امله تسلیت وړاندې کوم۰په ډیره خواشینۍ سره باید داتریخ حقیقت ومنوچې په راتلونکوپنځوکلونوکې دغني- عبدالله تر مشرۍ لاندې دملي یووالي حکومت ددې جوګه نه دۍ چې هیوادته سوله اوټیکاوراستون کړي۰هیوادته دسولې اوټیکاودنه راستنیدو له امله به بې امنیتي ،زورواکي اوجګړې دنوروزرګونو وطنوالو سرونه واخلي اوزرګونه کورنۍ به دویراوماتم په ټغرکینوي۰ خدای تعالي دې وکړي چې زما دا وړاندوینې ناسمې اوغلطې راووزي۰
پای