د فکر یا اند ځواک ستاسې ژوند ته بدلون ورکوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دریمه برخه

ژباړه عبدالملک پرهیز

۱.د ځان پوهاوی : لاس مو پر پیاله ولګېد او پیاله چپه شوه ، چای پر ځمکه توی شو ، په دې وخت کې تاسې د قهر او شرم احساس کوئ ، په دې شېبه کې ستاسې په ذهن کې څه تېرېږي؟ کېدی شي له ځانه سره مو ویلي وي: اوه ، دا چای

يې بیا ولې دلته ایښي ؤ او بیا مو فکر ته راځي : زه ورته څه ووایم ؟ د لاسه يې بېخي ستړی شوی یم ، هيڅکله پام نه ساتي او تل بې توپیره وي، دې ته هم وايي چانس ؟ رښتیا هم بد مرغه یم . او اوس هم د هغې د لاسه په سختۍ  پر هغې غصه کېږې، کېدی شي د هغې هیڅ ګناه نه وي . اوس که خپل پوهاوی و لرئ او پوه شئ چې دا یو پرله پسې بهیر دی او څومره چې  ورته دوام ورکړې لا سخت او له منطقه لرې کېږي ، نو کولی شئ چې د هغې دې زیانمنه اغېزو مخه ونیسئ او ستاسې خفګان او غصه یوازې د چای پر چپه کېدو او د ځای په لوندېدو پورې محدود پاتې کېږي چې دومره به زیات نه وي . نو کله چې پوه شو چې زموږ په ذهن کې څه تېرېږي بې له دې چې په اړوند يې څه زیات وکړو د هغې اغېزې په خپله کمېږي نو همدغه پوهېدنه په ذات کې یو ډېر لوی کار دی.

۲. د اتوماتیکه فکرونو لړی په هماغه لومړي سر کې غوڅه کړئ :
دا به لویه مرسته وي کله چې د پېښې په اړوند د فکرونو لړۍ پيل کېږي په هماغه پيل کې له ځان سره د فکري جنجال دغه لړۍ غوڅه کړو . د یو دوست سره رسټورانټ ته ځې او یوازې خپلې بیسې ورکوې، ستاسې دوست خپه او غصه کېږي چې د هغه پيسې دې نه دي ورکړي! موږ هم د هغه د دغه نیوکې او غصې تر اغېز لاندې راځو او له ځانه سره وایو : عجب بې عقله سړی دی! غواړي ځان پر ما و تپي ! دی تل بې ځایه هيلې او غوښتنې لري! دی هيڅکله  زما پيسې نه ورکوي خو تل تمه لري چې د هغه پیسې ورکړم ، څومره سپین سترګی دی تل د پيسو د ورکولو په وخت کې ځان تېروي ! دی په مفتو بلد شوی ! موږ هم کار کوو زحمت باسو .... دا په دې اړه لري چې تاسې په څومره غصه او تر څه وخته دې فکرونو ته دوام ورکوئ، کېدی شي دومره قهره او غصه شئ چې د تل دپاره خپلې اړیکې له هغه سره وشلوئ ( البته په همدغه شېبه کې ) . خو که د نیوکې په پیل کې مو د فکرونو دغه لړۍ شلولی وای شاید دومره قهر او غصه پیدا شوې نه وای.


۳. هغه منفي اوتومات فکرونه چې د ورځې په اوږدو کې تاسې ته پیدا کېږي له ځان سره و لیکۍ:
خپل  اوتومات منفي فکرونه چې د ورځې په اوږدو  کې راپيدا شوي له ځان سره ولیکئ شاید پوښتنه وکړئ ولې ؟ همدا چې پوهېږم  زما په مغزو کې څه تېرېږي کافي ده. باید پوه شئ هغه څېړنې چې په دې برخه کې شوي لیکل زموږ پر عصبي سیستم خورا زیات او ژوره اغېزه لري . د اوتومات فکرونو لیکل د دې سبب کېږي څو ډېر کوچني او پټ فکرونه چې زموږ په مغزو کې  لکه د برېښنا  چټک تېرېږي  ، پيدا او څرګند کړو. واقعیت دادی چې اوتومات فکرونه دومره چټک دي چې د پېښې په شېبه کې د هغو پیدا کول ډېر ستونزمن کار دی . او باید په یوه مناسبه شېبه کې د بېلګې په توګه هره شپه خپلې سترګې په آرامۍ سره پټې کړئ او هغه پېښه لکه ستاسې په نسبت د دوستانو بې علاقه ګي یا له آزموینې ډار او یا له ګاونډي سره شخړه په خپل ذهن کې وګرځوئ او و وينئ چې په هغه شېبه کې مو ځانته څه وویل؟ څه تصور تاسې ته پیدا شو ؟ او کوم فکر مو په سر کې وګرځېدل؟ او دغه شېبې ټولې یو په بل پسې ولیکئ . شاید کېدی شي په دې برخه کې شل او یا تر هغې زیات منفي فکرونه ولیکئ . ما کله کله د داسې فکرو نه دوه پاڼې ډکې کړي دي ، کله چې دا کار کوئ د هر فکر مخې ته تش ځای پرېږدئ څو وروسته د هغې مخې ته یو مثبت فکر چې د هغې ځای ونیسي ولیکئ .

۴. د یو مدافع وکیل په شان اوسئ:
اوس د هر منفي فکر مخې ته یو مثبت فکر ولیکئ ، فکر وکړئ چې مدافع وکیل یاست او د یو چا نه ( چې تاسې په خپله یاست ) دفاع کوئ . د بېلګې په توګه  د یو منفي فکر تر وړاندې چې وایي : « عجب بې تمیزه سړی » و وايې : « ماته ښکاري چې یو څه عصبي دی ، ممکن دې مسالې پرېشانه کړی . په هر حال ما لیدلی چې څومره  خپل چلند ته پام ساتي » او یا و وايئ « چلند يې لږ څه بې تمیزه دی خو دومره زیات هم نه دی»