له دنمارکي نه دمحمدصفرخواريکښ ژباړه
۴۲مه برخه
زموږله اړتيا نه ورځې زياتې دي.
يوه ورځ دبلې ورځې په باب قضاوت کوي،وروستۍ ورځ دټولوورځوپه باب قضاوت کوي.
تېره شپه
دتېرې شپې په کنګل سړی باورنه شي کولی.(ايسليند)
دتېرې شپې ماشوم هم ماشوم دی.
بلبل
کله چې بلبل سندرې وايي ،سړی کارغه ته غوږنه نيسي.(المان)
کوچنی بلبل ،غټ اواز.(روسيه)
طبعيت
طبعيت په نظم په مخ روان دی.(پيدرسيو)
په ډانګي شړل شوی طبعيت ،بېرته راګرځي.(پيدرسيو)
دطبيعي شيانوله امله بايدسړی ونه شرمېږي.(لاتين)
طبعيت له متوسط داکترنه ښه دی.(چين)
نوم
نوم نيم ميراث دی.
نوم څوک نه سړی کوي.(سوېډن)
نوم سړی نه غورځوي، که سړی نوم ونه غورځوي.(فنليند)
ښه نوم له غټې شتمنۍ نه ډېرارزښت لري.(اسپانيا)
ښه نوم غوره ميراث دی.
ښه نوم يوازې يوځل له لاسه ځي.(سوېډن)
دښونومونولرونکي بد(پېسې)ورکونکي (بدمعامله) دي.(سوېډن)
ډېرنوم لري ،خوکم يې وړدي.(ايسليند)
دنوم له پاره زيات دي،خودفاېدې له پاره کم.(دنمارک - يوليند)
له ګټې نه يې نوم زيات دی.(لاتين)
داښه ده چې شيان په خپل وړنوم ونومول شي.
۲۰۶
تورپوټکي
تورپوټکي خپل شېطانان سپين رنګوي.(شوروی اتحاد-اوکراين)
تورپوټکی له سپين پوټکي نه يوه پوښتۍ اويوه پياله وينه زياته لري.(عربي)
يوتورپوټکی انسان نه دی،په دې چې په کليساکې هم کونه کې ګوتې وهي.(کيپ وردي ټاپوګان-پورتګالي)
تورپوټکی ومينځه چې سپين شي.(لرغونی يوناني)
يوه تورپوټکې باثمره ښځه له يوې شنډې سپينې ښځې نه ښه ده.(عربي)
ښکلی
«ښکلی خوځانښودلی نه»،شېطان وويل؛ اولکۍ دسبوغوندې شنه رنګ کړه.
جال
نوی جال زړه مرغۍ نه نيسي.(ايتاليا)
څوک له جال نه، دوزروپه وهلونه ازادېږي.(افريقا-تيمني[ژبه])
نهه
ښځې په يواينچ کې نهه(اوه)ذهنه لري.(پيدرسيو)
دسراشاره
هوښيارته يواشاره کفايت کوي،خواحمق ته سوک.(يهودي)
سيال ته اشاره کمسياله ته کوتک.(افغانستان-پښتو-ژ.)
پېری
پېری مل حرکت کوي.
څيز/شی
څه دي چې دټول په باب شته،خوداټول نه دی چې دڅه شي باره کې شته.(لوليند[ددنمارک څلورم سترټاپو-ژ.])
«له هيڅ نه يوڅيز ښه دی»،لېوه وويل، اوماشی يې تېرکړ.
پوره/کافي
هغه پوره لري چې يوازې وي.
پوره پو ره دي،خوډېرزيات ناسالم دي.
پوره زيات ډولونه لري.(دنمارک-شيليند)
دپوره له پاره بايدزيات وي،اودډېرزيات له پاره نور.(ايسليند)
پوره مناسب ،اوډېرزيات دګنده کېدوله پاره وي.(ايتاليا)
ډېرکسان ډېرزيات لري،خوهيڅوک بوره نه لري.(سوېډن)
«زياتوالي» او«ناخوښي» لاس په لاس ځي.(پاکستان-سيند)
۲۰۷
دشمال باد
دشمال باد داسمان جاروده.(سوېډن)
صفر
يوصفرهيڅ نه دی خويوعددډېرقوی کوي.(پيدرسيو)
اوس اوبيا
له اوس نه وروسته بيا راځي.
پرنجی
څوک چې سخت پرنجېږي،ښه برخليک لري.(پيدرلول)
دا لکه دپرنجي غوندی راغی.
کنجکاو
کنجکاوی مرغۍ په دام نښلوي.
کنجکاوۍ دډېرونجونوپېغلتوب(بکارت) اخيستی دی.(سوېډن)
کنجکاو خلک همېشه دروغ ترلاسه کوي.
کنجکاوی له حسادت نه پېداکېږي.(فرانسه)
نوی،خبر
هيڅ خبرښه خبر نه دی.(ايتاليا)
هرڅه په پېل کې نوي وي.
هميشه نوی څيز، ډېرکم وخت ښه وي.
ټول نوي ښه،اوټول زاړه خراب نه وي.
ټول نوي مناسب ،اوټول زاړه دغورځولونه دي.
خراب خبر هميشه پرډېرخراب خبرسپورراځي.(انګلستان)
نوي هغه چاته نه ورځي چې ناست وي ،هغه چاته ورځي چې سفر کوي.(افريقا-شونا)
له لمرلاندې هيڅ نوي شی نه شته.(بيبل)
سېزونکی(بوټی)
سېزونکی دوست اودوښمن دواړه سېزي.(لاتين)
سېزونکی هم په باران اودلمرپه پلوشووده کوي.(پيدرسيو)
څوک چې سېزونکي اوبه کوي ښايي مخکې وسېزل شي.(پيدرسيو)
نږدې
په نږدې کې ډېر لرې .
۲۰۸
«نږدې شوې نه ده چې زه يوه سوۍ په ګولۍ ولم»،زړې ښځې وويل.
ډېرنږدې/ترټولونږدې
زه خپل ځان ته ډېرنږدې يم.(لاتين)
هرڅوک خپل ځان ته ترټولو نږدې دی.
معشوقه دې ترټولودرته نږدې ده.(ترکيه)
نږدې اوتقريباً
نږدېوالي اوتقريباًهيڅ سړی له اس نه څه شي ويشتلی .
نږدېوالي هيڅ سوۍ نه شي ويشتلی.
په نږدېوالي هيڅ ماشی نه شي وژلی.(المان)
پزه
پزه دبويولو له پاره ده .(افريقا-چينداو)
خپلې مېرمنې ته مه وايه چې غټه پزه دچاده.(روسيه)
څوک ،چې غټه پزه لري ګومان کوی چې ټول يې په هکله ګړېږي.
ددې له پاره خپله پزه مه پرې کوه چې په څېره دې غوسه يې.(دامريکا متحدايالتونه)
هغه دپزې له اوږدوالي اخوا،فکرنه کوي.(سوېډن)
داژردوکه کېږي،لکه پزه چې ايسته شي. (پيدرسيو)
بايدله خپلې پزې وړاندې وويني که څه هم اوږده.(دنمارک- يوليند)
بايدپه خپله پزه پسې لاړشی که څه هم کږه وي.(دنمارک-لوېديز يوليند)
څوک چې په هردېوال کې پزه ننه باسي،زياتره په دام کې ولېږي.(دنمارک-فيون)
سړی په خپله پزه پسې تاوېږي.
هغه په پزه پوټکی نيولی.(فرېزي)
دمنصفه پلاوي غړي
که دمنصفه بلاوي غړووويل،دايوپيشودی،نو پيشو دي.(هند-هندي)
اړتيا
اړتيااوسره پزه په اسانۍ نه پټېږي.(دنمارک-يوليند)
اړتيابربڼدوښځوته څرخه کول زده کوي.(پيدرلول)
اړتيا شل(ګوډ) ته زده کوي چې وځغلي.(شوروي اتحاد-لاتويا)
اړتيا ګوډته زده کوي چې دانګ ووهي.(ناروې)
اړ(محتاج) ته دخونداخيستلوله پاره زړه ښځه رسېږي.(سوېډن)
اړتيا دې چټک کوي.(دامريکا متحدايالتونه)
۲۰۹
اړتيا غلادرزده کوي.(عربي)
اړ قانون ماتوي.
اړهيڅ شرم نه پېژني.(لاتين)
اړتيا له مړينې بدتره ده.(زړه يهودی)
اړتيا دنبوغ مورده.(ايتاليا)
په اړتيا کې ډېرڅيزونه ګټوردي.(دفاروټاپوګان[داتلانتا دسمندرپه شمال کې دسکاتليند،ايسلينداوناروې ترمنځ پراته دي-ژ.)
له اړتيااوبېوزلۍ بل هيڅ ښه ښوونکی نه پېداکېږي.(اسپانيا)
اړتيايېږته زده کوي چې وناڅي.
اړتيا له سړي غمی (ارزښتناکه کاڼی)جوړوي.(جاپان)
کله چې اړتياګړېږی غوښتنې غلې(چوپ)کېږي.(لاتين)
داړتيا په وخت کې ټول دماريا[دعيسی(ع) مورـژ.] نارې وهي،اودخوشالۍ وخت کې هيڅوک نه غواړي دهغې په باب مالومات پېداکړي.(اسپانيا)
چې اړتيازياته يې مرسته نږدې وي.
په اړتياکې بايدخپل ملګری وپېژنئ.
ښه ملګري داړتيا په وخت کې پېژندل کېدای شي.(افغانستان ـ پښتو.ژ.)
چېرته چې اړتيا وي هلته سپږې وي.
دمجبوريت درواغ
دمجبوريت درواغ دومره ښه دي لکه رښتيا.
اړينه پېښه/اړين حالت
په اړين حالت کې شېطان هم ګونګټې خوري.
په اړين حالت کې سړی دلرګي په پښه هم نڅاکوي.(سوېډن)
مجبوريت
مجبوريت هيڅ قانون نه لري.(لاتين)
له مجبوريت نه تېښتېدلی نه شي ،خوپرې بريالی کېدی شی.(لاتين)
مجبوريت دنبوغ مورده.(لاتين)
له مجبوريت نه درناوی کول.
بربنډ/ لوڅ
په بربنډسړي هرشی(لباس)جوړېږي.(ايسليند)
بربنډسړی له جيب وهونکي نه ډارېږي.(بنګله دېش ـ بنګالي)
بربڼدله غلونه ډارېږي.(شوروي اتحاد ـ اوکراين)
۲۱۰