د حزب اسلامى په خلاف د مزدورو كړيو تبليغات

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بسم الله الرحمن الرحيم
اعلاميه
د سيمي او نړۍ په استخباراتو پوري تړلو مزدورو كړيو دا تبليغات پيل كړي چي حزب اسلامي په كابل كي د دفترپرانيستلو پرېكړه كړې او ورور حكمتيار كابل ته روان دئ، د ځينو د ادعاء له مخي خو د تېري شنبې په ورځ د ورورحكمتيار كاروان د كابل په لور خوځېدو او هغه هم له پېښور!!!

دا تبليغات د هغو له لوري پيل شوي چي نه ايمان لري او نهشرم، په زړه كي ئې د ايمان يو بڅركى نشته او په سترگو كي ئې د شرم يوه قطره اوبه، بس د څو ډالرو لپاره هري بېايمانۍ، دروغ، ايمان پلورنى او هېواد پلورني ته چمتو دي. دا دئ شنبه تېره شوه خو نه حكمتيار صاحب كابل ته ولاړ او نهحزب اسلامي په كابل كي دفتر پرانيستو!!
په داسي حال كي چي نن په كابل كي هيڅ حكومت نشته، د ارگ برخليك لا نامعلوم دئ، لا څرگنده نه ده چي امريكايان به د ارگ پرگدۍ د چا ناسته خوښوي، د سيالانو تر منځ ناندرۍ به د چا په گټه پاى ته رسوي، وزارتونه به څنگه وېشي، دانتخاباتو پايله به څنگه راباسي او د چا په گټه به ئې اعلانوي، افغانانو ته به پارلماني نظام ډالۍ كوي كهرياستي، څوك به د صدراعظم په توگه ټاكي او څوك د جمهور رئيس په توگه او هر يوه ته به څومره صلاحيتونه وركوي.... حزب اسلامي به څنگه په دې حالت كي په كابل كي دفتر پرانيزي او هغه كابل ته به درومي چي معلومه نه ده څو ورځي وروسته څهپرې راځي او له كوم برخليك سره مخامخ كېږي؟!!! كه حزب وغواړي دا كار وكړي نو په څرگنده به ئې كوي نه د نورو په څېرپه پټه، مخامخ به ئې كوي نه د نورو په څېر د پرديو په وساطت، له افغاني لوريو سره به ئې كوي نه د نورو په څېر لهبهرنيو سره، د مذاكراتو پيل به هم اعلانوي او پاى ئې هم.
پوښتنه دا ده چي حزب اسلامي به له چا سره په دې اړه خبري كوي او د هغه خبري به د اعتبار وړ گڼي؟!! كه له كرزي سره ئې داسي توافق كولى نو په تېرو ديارلسو كلونو كي به ئې دا كار كړى وو!! كرزي خو پرون دا كار نشو كولى نن به ئېڅنگه كوي؟!! كه له امريكايانو سره ئې داسي توافق كولى په تېرو كلونو كي به ئې كړى وو، حزب اسلامي ته په كابل ياله هېواد بهر د دفتر پرانيستلو وړانديزونه په وار وار شوي خو هغه ئې نه دي منلي، نه ئې په قطر يا انقره كي دفترپرانيستلى او نه په كابل كي، د هېواد د اشغال په حالت كي ئې د غرونو سنگرونه د پلازمينو تر دفترونو او دگوانتانامو اوسپنين زندان ئې د قطر تر زرين زندان غوره گڼلي.
حقيقت دا دئ چي دا تبليغات د هغو كړيو له لوري مهندسي شوي چي غواړي په دې سره هم طالبان ووېروي او هم شمالي ټلواله،دوى دا كار په وار وار كړى، هر ځل ئې له دې لاري خپلو موخو ته د رسېدو هڅه كړې، هغوى ئې وېرولي او خپل شرائط ئېپرې تپلي.
خپل مؤمن او هوښيار ولس ته وايو: پر دروغجنو باور مه كوئ، په ځانگړې توگه پر هغو دروغجنو چي له مذهبي عباءه او جبهسره دروغ وايي. مطمئن اوسئ چي حزب اسلامي به د تل په څېر يوازي هغه كار كوي چي د اسلام مطابق وي او د ملت او هېوادگټي تضمين كړي، هيڅكله به د كرسيو لپاره معامله گري ونه كړي او خپل ولس به يوازي پرې نږدي.   
حزب اسلامي افغانستان
26 سرطان 1393