اشرف غني هم خلک پسونه شمیري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتي
کله چې دروان کال دټاکنو په دویم پړاوکې دښاغلي عبدالله عبدالله څارونکوته څرګنده شوه چې دهغه  سیال ښاغلي اشرف غني احمدزي زیاتې رایې ګټلي دي ددرغلیومساله یې راپورته کړه اوپه ځانګړې توګه د خپل سیال دوه میلیونه زیاتې رایې یې دضیاالحق امیرخیل دپسونورا یې

ونومولې چې ګواکې  دښاغلي امیرخیل دارادې اوهڅوله امله دوه میلیونه ناپاکې رایي دښاغلي غني په ګټه صندوقونو ته اچول شوې دي۰ کله مې چې دعبدالله دپلویانودا ډول پرله پسې تبلیغات اونارې سورې اوریدلې دببرک کارمل دواکمنی پرمهال دارواښاد جنرال محمدآصف شور یوه خبره رایادیده چې یادول یې دلته اړین بریښي۰ هغه مهال جنرال شور ددریمې سرحدي قوا قوماندان وچې قرارګاه یې دکندهارپه سپین بولدک کې وه ۰ په سیمه کې دنوموړي داغیزله امله دوسله والو مخالفینویو سترځواک  چې واکمني ورته اشرارویل چمتو شوی وچې دحکومت په وړاندې د وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي۰  ناببره قوماندان تبدیلیږي ۰ دقوماندان دتبدیلیدو وروسته نوموړې وسله واله ډله هم له خپل هوډڅخه اوړي اودپخوا په څیر دواکمنۍ خلاف خپل وسلوال مخالفت ( جهاد) ته ادامه ورکوي۰ دې وضعیت ته په کتوسره دوخت دفاع وزیرجنرال شور ور غواړي اوورته وایي چې نوموړې  ډله دده دلمسون له کبله  دخپل هوډ څخه اوښتې ده ۰  جنرال شورچې حاضرځواب اودجدي ځانګړتیاوو خاوند وپه ځواب کې  ورته ویلي و۰ که ستاسو له انده زه دمخالفو وسله والو ډلو له باورنه برخمن یم ما ته دصدارت مقام  راکړۍ ترڅو په هیوادکې ټول مخالف وسله وال ځواکونه او ډلې وسله پرځمکه کیږدي اوپدې توګه به هیوادته سوله راشي۰  پورتنی خبرې ته په کتوسره که دعبدالله له انده ښاغلي امرخیل دهیوادپه کچه دومره اغیزمن شخصیت دۍ غوره  داده چې ښاغلي عبدالله  له ولسمشرۍ تیرشي اوخپل سیال هم وهڅوي چې دده لاره غوره کړي اوښاغلی امرخیل دهیواددولسمشرپه توګه ومني ترڅو داویشل شوی ولس پرې راټول شي اوپدې توګه به له یوې خوادروانوټاکنوجنجالي کړکیچ ختم شي اوله بله پلوه به په هیوادکې شخړو ،جګړواوافغان وژنې ته دپای ټکی کیښودل شي۰
اوس راځم دپسونوموضوع ته چې ښاغلی غني هم دښاغلي عبدالله په څیرخلکو ته دپسونوپه سترګه ګوري۰ ښاغلي عبدالله حق درلودچې هغو خلکوته پسونه ووایي چې غني ته یې رایه ورکړې ده ۰ داځکه چې عبدالله جهاد کړی اود مقاومت ویاړلري او غني دهغو څخه بې برخې دۍ۰ دعبدالله اودهغه دټیم له انده  دهیواددزعیم یوازینی معیارجهاد اومقاومت دۍ۰ زه دعبدالله دجهادپه اړه دویلوڅه نلرم داځکه چې دهغه دجهادي شهکاریواوکارنامو په هکله چې څومره ښوونځي ، پلونه ، سړکونه ، دټلفون اوبریښنا مزي یې له منځه وړي معلومات نلرم۰ خودده شهکارۍ  دتنظیمي خونړیوجګړوپرمهال چې دی ددفاع وزارت ویاندوټولو ته څرګندې دي چې څه ډول یې دنظارشورا دجنګیالیوله لوري دخپلو جهادي مخالفینو اومؤتلفینواوپه هغوکې دحزب اسلامي اووحدت اسلامي اړونده کسانودځپلواو وژنو اودهغوی دسیمودورانولو خبرونه په ویاړ سره درسنیوسره شریکول ۰د مقاومت په اړه یې ویلی شم چې دامقاومت لدې امله په ویاړنه ارزي چې دا دمقاومت اتلان ؟! ددې پرځای چې دطالبانوپه وړاندې مقاومت وکړي دګیدړو په شان دپنجشیراوبدخشان دغرونوپه سمڅواوغارونوورننوتل اویا خپلوتاجکي ،ایراني اونورو بادارانوته پناه یوړله۰ عبدالله دغني پلویان لدې امله پسونه ګڼي چې دې خلکو دجهاد اومقاومت اتلانو؟! ته  شاه کړه اودده اودده دټیم په وینا دپسونوپه شان دغني دتبلیغاتو او ژمنوتراغیز لاندې راغلل او غني ته رایې ورکړې۰ هو! عبدالله پدې دلیل سره دافغان ولس یوه برخه  پسونه ګڼي خوغني بیا دیوه اکادمیک شخصیت په توګه په بله ژبه افغانانوته د پسونوپه سترګه ګوري۰ هغه داګست په دیارلسمه بهرنیو خبریالانوته په یوه کنفرانس کې  وایي: «  د ملي یووالي حکومت لپاره یې د امریکا په منځګړیتوب له عبدالله عبدالله سره د لاسلیک کړې موافقې هدف دا نه دی، چې ګټونکی به له ماتې خوړونکي سره واک شریکوي۰»  ښاغلي غني په نوموړي کنفرانس کې دخپل پورتني تقریر د سموالي داثبات لپاره داساسي قانون پربنسټ د ولسمشرد۲۰ مستقیمو واکونو او۲۱ نورو صلاحیتونو یادونه وکړه چې ولسمشربه دهغوځواب ویونکی وي۰ هو! اشرف غني دا خبره وکړه اوخلکوهم دپسونوپه څیربیله دې چې دهغې په اړه فکراوسوچ وکړي هغه ومنله ۰کله چې دګټونکي اوبایلونکي نوماندانو ترمنځ دملي یووالي په نامه دګډ حکومت دجوړولو خبره کیږي مانا یې دخپل سیال سره د واک شریکول دي ۰ پخپله ښاغلی غني هم پوهیږي چې دجان کیري له لوري پرهغه دلاسلیک  شوې موافقې محتوادده اوعبدالله ترمنځ دواک شریکول اودافغانستان داساسي قانون خلاف داجرائیه شورا درئيس دڅوکۍ رامنځته کول دي۰میلیونوخلکوپدې موخه غني ته رایه ورکړه چې هغه به دولتي ادارې دشر، فساداوځان پالې شمال ټلوالې څخه پاکې کړي نه داچې بیا ورسره دشر اوفساد ګډ حکومت جوړکړي۰
ښاغلی غني ! خلک پوهیږي چې د ستا له لوري لاسلیک شوې موافقه دښاغلي عبدالله دټیم سره دواک شریکول دي ۰ خلک پدې هم پوهیږي چې دا موافقه دافغانستان دننيواصلي واکدارانو( امریکایانو)له لوري تهیه ،تا اوستا سیال لاسلیک کړې ده اوپدې هم پوهیږي چې تا سې، ستا سیال اوننی بل هرافغان چارواکی  داواک  نلري چې د امریکایانودارادې اوغوښتنو په وړاندې ودریږۍ۰ ستا له لوري د اصلاحاتواوهمپالنې د ټیم سره دملي یووالي دحکومت په نامه دائتلافي یاستاسو دپخوانیو څرګندونو( سهامي شرکت) دجوړولو دناکامې پروژې په اړه غوره داده چې په میړانې  سره ولس ته ووایۍ چې ته دنوروافغان چارواکوپه شان یو بېوسه اوبیواکه سیاستوال یې چې دټاکنومصنوعي کړکیچ ستا د ارادې خلاف دستا دسیال په خوښه او دپردیودارادې له مخې حلیږي اوتاسې یې یومعمولي پلې کونکی یاست۰ دملي یووالي دحکومت دجوړولو دطرحې وروسته زیات شمیرلیکوالوکوموچې دامریکایي سیاسي نندارې په نامه دټاکنوڅخه  ملاتړ کاوه ددې معاملې سره مخالفت څرګندکړی دۍ اوستاسو یوه محترم طرفدار اوغیررسمي کمپاینر( ښاغلي محمداسمعیل یون) په  دې هکله په ځینو ویب پاڼوکې یوه مفصله لیکنه خپره کړې ده اوتاسوته یولړ وړاندیزونه لري چې ښاغلي یون هغه  دملت دژغورنې دحل لارې ګڼي۰  خوزما عاجزذهن بیا داراته وایي چې داشغال ترسیورې لاندې هیڅ یوحکومت چې مشري یې جامع الکمالات هم ولري ددې جوګه نه دۍ چې دهیوادروان کړکیچ حل کړي اوهیوادته سوله اوټیکاو راولي۰ دهیواددکړکیچ لاره نه ټاکنې دي ، نه دملي یووالي دحکومت جوړول دي اونه بل کوم سیاسي تدبیر۰ دهیواددکړکیچ دحل یوازینۍ لاره  داده چې نیواکګرځواکونه دې ته لاره هواره کړي چې دوسله والو اوغیروسله والو مخالفینو سره رښتیني عملي خبرې اترې پیل شي اوپدې توګه په   پخپله افغانان دهیواد دکړکیچ اوشته ستونزودحل لارې چارې ولټوي۰
پای