دليکوال .شاعر اوسياسي چارو دشنونکي ښاغلي قاضي محمدحسن حقيارپه ګډون دافغانستان پر سياسي حالاتو دبحث غونډه نن دروسي فدراسيون په سانکت پيټرزبورک ښار کې تر سره شوه .
غونډه نن جمعه مازيګر شپږ نيمي بجې دمحترم ډاکټر نجيب الله پيرزاده لخوا دعظيم الشان قرآن دڅومبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه ، ورپسې دغونډې وياند اوچلوونکي اوپه دې ښارکې دافغانانو دادبي ټولنې مشرښاغلي سيد الله تڼي ، محترم عبدالمحمد محبوب ته بلنه ورکړه چې دغونډې اجندا تشريح کړي او دغونډې مېلمه الحاج قاضي محمدحسن حقيار ته هرکلي ووايي.
له اجنداسره سم حقيار صيب دافغانستان دروان کړکيچ څوارلس کلن بهير تشريح اودکړکيچ بهرني او کورني عوامل په تفصيل سره په ګوته کړل.
وروسته دغونډې دګډونوالولخوا له حقيار صيب څخه دافغانستان دسياسي او اقتصادي وضعيت په اړه پوښتنې وشوې چې دده لخوا هم په تفصيل سره ځوابونه ورکړل شول.
په غونډه کې د سانکت پيټرزبورک ميشتو لسګونو افغانانوچې استادان،تکنوکراتان ،روڼ اندي او متخصصين دي سربېره دلرې پښتونخواپښتنومتخصصينو هم ګډون کړي و.
غونډه چې په سانکت پيټرزبورک کې دافغانانو دشوري اوددې ښاردافغانانو دادبي ټولنې لخوارابلل شوې وه ماښام لس بجې د همدي شورا د مشر ښاغلي محمد اخان ساپي په اختتاميه وينا ، ارزوني او دعا پای ته ورسېده .