سپين لاس: لنډه کيسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 ر فيع الله روشن
د ګرمۍ له زوره مې د ګرېوان ټولې تڼۍ خلاصې کړې وې،په دېره کې درانه سيوري ته تنها ناست وم،يوډول اواز مې ترغوږه شو لکه څوک چې په اوبوکې لاس وهي،يوه شېبه مې سکوت غوره کړ،بيا اواز پورته شو،له دېرې سره څنګ په څنګ له سيند څخه رابېله شوې وياله  له شنو اوبو

ډکه بهيده، د ونې شاته د شړو يوغټ او ګڼ بوټی ولاړو سرمې ورهسک کړ ،څه راته ښکاره نه شول،ورپورته شوم خو ژر بېرته کېناستم،لږه شېبه غلی وم خو ځان رانه حرکت وکړ يوڅه بيا څک شوم نور نو هغې هم  لوی دېګی  چې بېخ يې نغري تور کړی و او لويه ګېډه يې لرله سرته پورته کړ، په دې وخت کې يې ازاد لستونی ان تر تخرګه ور ورسېده او سپين لاس کې يې شنه رګونه لکه په نوې جوړه شوې ودانۍ کې غزېدلی دبرېښنا تارونه  ډېر په زړه پورې ښکاره شول.
نجلۍ په خپله مخه ولاړه،له ماهم ګرمي هېره شوه  يواځې ددې سپين مړوند،څنګل او مټ  روښانه تصوير مې داسې په ذهن او زړه کې پاتې شو لکه استاد چې کوم درس د وهلو په زور په شاګرد ياد کړي او هېڅ يې له ياده نه وځي.
ژېړی مازيګری شوخو ګرمي هماغسې په زور کې وه  له دېرې د کور په لوري وخوځېدم،له سړکه چې واوښتم مخامخ په پراخه توره او سپينه کيږدۍ( خېمه ) مې سترګې ولګېدې،پوه شوم چې کوچيانو کډه اړولې ده ددې حالت په ليدو  بيا هغه سپين لاسې پلونډه نجلۍ راياده شوه، له کېږدۍ څخه په اړخ تېرېدم  خو سترګې مې  ورڅخه نه اړولې چې ناڅاپه له کېږدۍ هماغه نجلۍ د وزي په يوه شوخ بچي پسې په منډه ووتله ،دنجلۍ له خولې مې په کوچيانۍ لهجه دا خبرې واورېدې:
خدای دې تر چړې تېر کړه ،زړه دې راشين کړ،ته وار وکړه چې اوس دې چاره در وکړم.
همداسې يې د پاڼ په غاړه په لويو ګټونوکې ورپسې ځغاستل هيله يې داوه چې ګني راوبه يې نيسي خو کوچنی سېرلي به  کله يوې اوکله بلې تيږې ته ټوپ کړل،ويې نه شو نيولی زما په اند نجلۍ يې ډېره ازار کړې وه هېڅ يې پرېښودو والا نه وله،ماته يې هم دې نندارې ډېر خوند راکاوه او ښه په زيرکۍ سره مې څارله، په منډه کې  يې ځمکې ته لاس ټيټ کړ غوښتل يې تيږه راواخلي او سېرلی ورباندې وولي، خو بخت يې ملتيا ونکړه لمن يې تر کلوشې لاندې شوه او مخامخ ډېره بې درېغه پرېوته،له خولې مې يو (اخ خی) ووتل او ورمنډه مې کړه،زه او له کيږدۍ راوتي څونفره يوځای ورورسيدو خو په را اوچتولوکې زه پرې مخکې شوم.
بې له دې چې محرم او نامحرم ته فکر وکړم لاسونه مې ترې لاندې کړل په بل مخ مې راواړوله،دنجلی تندی پوزه او داوړه شونډې په منځ بېلې شوې وې،په سترګو مې ورته تياره شوه زما ترڅنګ د ولاړو کسانو هم وينه وچه شوه هېڅ ځواک يې نه لاره ترڅو نجلۍ راسره ونيسي ماهم خپل ټول زور راټول او استعمال   کړ چې ايله مې دومره وکولی شول نجلۍ له ځمکې پورته او څلور قدمه وړاندې را وړل شوي کټ کې يې واچوم،دنجلۍ په لستوڼوکې کارېدلې ګاڼه زماپه کميس کې بنده شوه چې لستونی يې ورسره راټول او دنجلۍ لکه د زراغتي ماهي دخېټې پشان سپين لاس ترې بې حرکته  راووت خو اوس هغه سپين لاس کې غرمنۍ ښکلاځکه نه وه پاتې چې دا اوس ديوې مړې نجلۍ لاس و.