پخې خبرې / دوست او دوستۍ په هکله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له الماني ژباړه : اشرف جاوید

 ژوند کې تر دوستۍ بل څه اړېن نه شته  
« ارسطو »
دوستي دوه تنو کې یوه اروا ده  
« ارسطو »
یواځینۍ لاره چې دوستان ولرې، خپله دوست اوسه  
«ارسطو»
   د پیسو دوستي ډیره ارزانه ده  


« کونو کلا بوشکه »
مخکې له دې چې دوستان پیدا کړې، لومړی یې ولټوه  
« هاروی مادلې »
 نا پوه دوست ترهوښیار دوښمن ښه دی  
« نا پېژاند »
هوښیار دوښمنه مه ډارېږه، ناپوه دوسته وډارېږه  
« روسي »
 دوښمن تربخیلتوب د دوست غمشرېکې ښه ده  
« تا بور »
ډاډ مند دوست په نا ډاډ مند حالت کې پېژندل کېږې  
  «لوکاس اناوس څانېکا »
دوستي د ارواوو واده دی  
« ولټایر »
ظاهري دوستان تل غلي دوښمنان دي  
« کنفیسوس »
رښتېنی دوښمن تر درواغجن دوست ښه دی  
« کلوس کلاګیس »
دوست چوپتیا کې ازمایه او ښکاره یې ستایه  
« سېروس »
               ځان به هر یو دوست درپېژني، خویواځې ټوکي سړی به پرې باورکوي  
« جان دلا فونټا ین »
څوک چې یوارې دوښمن شوې نه وي، دوست کېدلی نه شې  
 « الفرېد لورټا نسون »
دوستي بې وزره مېنه ده  
«  جورج ګوډرون لورډ بایرون»
ترزرګونو بد مرغه دوښمنانو دې  یو رښتېنی دوست  ډیر نېکمرغه کولې شې  
« مارې فون ایشنباخ »
د دوښمن تر یرغله د دوست په غوړه مالۍ ډ یر وډارېږه  
« جنرال اوبریګون »
دوستان ځې راځې، خو دوښمنان ډیرېږې  
« توماس یونیس »
 ښکاره دوښمن تر ورځچاری دوست ډیر ښه دی  
« جان ګیراوډوکس »
  دوستۍکې د دوو ترمېنځ، یوباید د ډیرزغم څښتن اوسې  
« لیتوا نیا »
دوستي تل خپلو کې ګډونوالی دی  
« ایروپېدس »
څوک چې دوست لرې، هیندارې ته اړتیا نه نشته  
« هندي »
دوستانه خبرې تر دوستۍ  ډیرې اسانه دي  
« تاهېتي »
دوستان باید رښتېنی اوسې، دوښمنان خو دي دي  
« ارتور شوپنها ور »
دوستي ګټوربوټی نه، خوښکلی بوټی دی  
« الفرېد پولګارد »
 دوست هېڅکله رښتیا نه پټوي  
«ولـټـایر »
  دوستان هغه خپلوان دي چې باید ولټول شې  
« پتر سیلرز »
 دوستان په پیسو نه پیرودل کېږې، خودوښمنان پرې ډیرېږې  
« سپاک میلېګان »
څوک چې خپل دوښمن غیږ کې نېسې، په خوځښت یې راولې  
« جاپا ني »
چینجی کب ته ترماهېګر ډیره مزه ورکوي  
«هلموت توماس »
لنډې لېدنې دوستي غځوي  
« ګراف فېتو »
اخبرو کې اړېن هغه څه ته غوږ شې، چې نه ویل کېږې  
« پ.ایف.ډونکر »
مه پریږ دۍ چې یوه وړه ګواښنه، یوه لویه دوستي ړنګه کړې  
« دالا یلا ما »
 دوست هغه دی ، چې د ګهېځ په څلورو بجو یې له خوبه ویښوې  
« مارلېنه ډیتریښ »
دوستي روپۍ نه دي، چې اسانه په لاس راشې او وساتل شې  
« سامویل با ټلر »
  لوی زړه( سخا و ت ) د هرې د وستۍ  جوهر  دی  
« اوسکار وېلډه »
              څوک یې څنګه نه ګورې، خوڅنګه ښکارې یې هر یو ګورې  
« نېکولاې ماخیا وېلې »
 یودوست تر طبیب ډیرې نا روغۍ درملولې شې  
« ولفګنګ بادر »
دوستي دعقل سره مېنه ده  
« جرمني »
دوستی دیودوست لخوا د یودوست د کمزورتیا وو رغونه ده  
« ویلیام شکسپیر »
 دوستي یواځینۍ لاره ده ، چې سړی پرې رښتېنې انسان پېژندلې شې  
« ویلیام شکسپېر »
دوستۍ سخت بل څېز نشته، ځکه ترروستۍ ورځې دوام پېداکوي  
« مارکوس تولیوس سیسرو »
دوست څوک دی؟هغه بل زه ;  په یوه تنه کې د وه ارواوې  
« مارکوس تولیوس سیسرو »
څوک چې د ژوند څخه دوستي شړې، لکه د نړۍ څخه چې لمر لرې کوي
« مارکوس تولیوس سیسرو »
دوست هغه دی چې په وړاندې یې خپل اند ښکاره بڼه څرګند کړی شې  
« رالپ والدوایمرسون »
دوستي له ډیرو چینو بهېږې، خو روڼوالې یې متقا بل درناوي ټاکې  
« دانیل دیفوې »
رښتېنې دوستي یوبوټی دی چې ورو ورو نموکوي  
« جورج واشنګټن »
مرغه ته ځا له، غڼې ته جا ل او انسان ته دوستي  
« ویلیام بلیک »
پای  
05/08/2014 ،المان