سید منتظرشاه
ډیره موده کیږي چې لږ، لږ د نړۍ وال جال د بريښنايي سیسټم له لیکنو سره اشنا یم، په دې جال کې کله، کله افغاني لیکلي مطالب چې ډیری یې په ملي ژبو لیکي تر څنګ یې ځينې منلی او ملي مطالب هم په سترګو کیږي، په دې جال کې یو لړ هغه لیکنې چې په یوه نړۍ واله
ژبه لیکل شوي وي هم ترنظر تیروم، هسې خو په دې نړۍ کې دخدای له پاره دوستان د ګوتو په شمیر دي، هغي به هم په دې لیکنو کې خپلې مخې لري، بیا هم وینم هغه څه چې په نړۍ واله ژبه کې لیکل کیږي ډير داسې څه په کې شته چې سړی د لږ غور او فکر وروسته یوې سوبمنې لورې ته بیایی، د ژغور لار ورښایی او په سباباندې د بري زیری ورکوي.
موږ چې یو لړ مو په خپلو ملي ژبو اوږدې لیکنې او اوږدې خبرې کوو، ژولي، زاړه، غچ ډوله سیاسي، ژبني، کامي، مذهبی، بيلا بیلی ټولنیزې، انتقادي، خپلواکه او بې واکه لیکنې کوو، چې د حل لارې په کې نه موندل کیږي، خپلو اوږدو لیکنو ته ورته لیکنې خوښو او لولو يې، سره له دې چې داسې لیکنې نه کوم ټولنیز لوري، علمي ښیګنه او عملي چلند لري، خو موږ لګیا یو تبصری پر لیکو، خوښوو يې د بریښنالیک، فیس بوک او اس ام اس له لارې یې نورو دوستانو ته استوو. په همدې ګردان کې مو کلونه واړول او دادی نیمه پیړۍ بشپړیږي چې موږ لا پرهماغه ځای د خپلو اوږدو، بې خونده او بې موخې ناندریو سره یو ځای ولاړ یو.
تاسو باور وکړئ چې ډیرې داسې لیکنې شته چې سړی او په تیره بیا افغان یې په خوښولو او لوستلو ټکنی کیږي، نه غواړم چې هغه ستغ مطالب ستاسو مخ ته کیږدم. خو بیا هم هماغه بیخونده لیکنې چې زموږ د شریک فرهنګ د مرګ بوې ترې راځي خوښوو يې. تل مو داسې لیکنې ډیرې خوښې کړي دي چې یو افغان بل افغان په کې ټکولی او یایې ګواښلی دی، او نورو هغو لوستو وروڼو چې دا ډول لیکنې لوستی دي په یو پلو کې د یو تر څنګ ولاړ دی او پرهغه بله خوایې د تایید ګوزار کړی دی. هیچا، هیچاته د خلاصون لار نه ده ور په ګوته کړې چې پرځای د انتقاد ترڅنګ د حل لاره او د حل فرهنګ منځ ته راوړی وي.
ډیرې داسې لیکنې مې لوستي اولیدلي دي چې څنګه د بريښنا په پاڼه پر لیکه شي نو بیا بې له کوم ارزښت پرته د خوښيدلو تڼۍ کیښکل شوې وي. له نورو چې لا د تاو تریخوالی سبب ګرځي تیریږم یوازې د بیلګې په توګه غواړم چې د تاند د څو اونۍ وړاندې درنې خپرونې څخه تاسو ته یوه بیلګه راوړم، په دې درنې خپرونه کې یوه سرلیک راغلی (د جمناستیک د لوبغاړې سره د پوتین د واده خبرونه بیا تاوده شول) تاسو فکر وکړئ چې تردې دمه چې د خپریدو یې ډیره لږه موده شوې لس کسانو خوښه کړې، زما له انده په لیکنه کې به زموږ له پاره څه پیغام پروت وي چې زموږ افغانان یې خوښه وي، د پوتین د واده یې پر موږ څه، په دې لیکنه کې داسې څه نه را په ګوته کیږي چې زموږ له پاره دی په ټولنیز، اقتصادي اوفرهنګی ډګرکې لوری راکړي، سیاسي میوه یې هم زموږ په پلو کې نه را لویږي که دا د خوښیدو زیری وی نو د خپل سیاسي سیال له پاره به یې وي. یوازي یوه سیاسی تشه بلوا ده چې لا زموږ د وخت تیریدو ته هم نا انډولی وربخښي. بله لیکنه ده چې (دا ځوان په پلاستیک خوړلو روږدی دی) په ناببره توګه اته کسانو خوښه کړې ده، ښه ده زه نه وایم چې لاملونه او علتونه څه دي چې ځوان پلاستیک خوری یوازې د یو خبر په توګه یې منلی شم، خو دا وایم چې په لیکنه کې د خوښولوځای مې پیدا نه کړای شو. چې خوښونه یې پرکوم ځای کې وه او زموږ د ټولنې له پاره یې څه پیغام درلود چې زموږ ورونو په ډیره بیړه خوښ کړی و. البته زما د لیکنې موخه هغه لوستونکي دي چې د لیکنو او موضوعګانو ټاکنه د یو هدف په توګه نه کوي، نه دتاند درنې خپرونې ته، تاند امکان لري چې ټول لوستونکي په پآم کې ونیسي او په دې اړه کیدایشي په ګانده کې لیکوالان او ژبپوهان قضاوت وکړي.
د همدې درنې خپرونې په همدې مخ کې مې یوه بله علمی خبرتیایی لیکنه ولوستله چې له بده مرغه زموږ ډیری لوستي لا دومره ورسره جوړ نه دي، سرلیک یې (د بې پیلوټه الوتکو د ټکر د مخنیوی سیسټم جوړ شو) ترنامه لاندې و، دا علمی خبري لیکنه چې تردې دمه یوازې یو تن خوښه کړې ده او په رښتیا هم چې د خوښولو وړ وه درانه لوستونکي البته په دې ژور فکر کړی و، ځکه نوموړې لیکنه د بشر له پاره د یو اقتصادی، علمی او فرهنګي بدلون یو بری و چې دې وروستۍ لیکنې ته ورته لیکنې په نوره علمی نړۍ کې ډیر مینه وال لري او د ډیرو خلکو د پام وړ وي، داسې او دې ورته مطالبو خوښونې د هغه ټولنې د پوهې د کچې د لوړتیا هنداره ده. هغوي هرڅه په غور، دقت او د یوې بشري ښیګڼې له مخې خوښوي، همدا لاملونه دي چې هغوي يې د پوهی او پرمختګ لوړې کچې ته رسولی دي او د هغوي په منځ کې د مخالفتونو پر ځای د مشروع سیالۍ روحیه لوړه کړې ده چې په پایله کې د همدې تګلارې له مخې د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسیدلي دي. په هیواد کې له ډیرو تصویري رسنیو خو مو دا تمه نشته چې دوي به بي له پردي فرهنګ څخه نور څه زموږ هیواد ته راوړي، یوازې دا هیله مو له بریښنایی خپرونوڅخه ده چې د نورو ټولنیزو موضوګانو تر څنګ روزنیزو او پوهنیزو مسایلو ته خپل پام را وګرځوي او ځوان توکم مو د هیواد د حماسي ویاړلي فرهنګ تر څنګ علمی فرهنګ ته را وبولي چې په دې بلنه کې به یادې رسنۍ لکه د شلمې پیړۍ د اماني دورې د رسنیو رول پر ځای کړي وي. افغانان په روان ټاکوونکي بهیر کې د هیواد د فرهنګ د ژغولو له پاره د هر افغان پر ځای کړنې پر خپلو نسلونو کې ژوندۍ ساتي او له دې ها خوا د څانګیزو اصلونو د ساتلو ترڅنګ ملي، روزنیزه او پوهنیزه روحیه لا لوړه کړي.له درنو لوستونکو څخه هم تمه لرو چې د علمی او فرهنګي لیکنو خواته هم خپل پام راواړوي او په کړنې سره د ټولو رسنیو روان بهیر ته د مطالبو په ټاکنه کې بدلون ور په برخه کړي. کنه هسې خو هم ځینې افغانان د ورانۍ او ویجاړونې په فرهنګ یو له بله د تل له پاره وړاندې دي. راڅئ چې د بیا جوړونې او پرمختګ فرهنګ خپل کړو او په ګډه د ملي نفاق نیالګي وباسو.
په درنښت
سید منتظرشاه