د یوسف هیواددوست لیکنه
باتور زما پخوانی دوست دی ، له هغه سره زما د ملګرتیا ډېر کلونه تېر شول ، هغه وخت چې دی د خپل کلی تنکی ځلمی و .له هماغه وخته نر ننه کله چې سره کېنو او لا خبرې مو پیل کړې نه وي چې دی هماغه تکراري خبره کوي (( موږ ډېر یو دا څوک دي چې پر موږ واک چلوي.))د هغوي د کلي هر زوړ او ځوان ، ښځه او
نارینه ،واړه او زاړه همدا خبره کوي چې (( موږ ډېر یو ...)).په دوي کې داسې کسان هم راپیدا شول چې دوي ته یې د راتلونکې سمه لاره ورښوده ، خو دوي دومره په ځان مغروره او له حالاتو بې خبره ول چې هغوي یې هم خپکۍ کړل .ټول دغه شان مشران یې په دې او هغې نامه له مینځه یووړل او همداسې د چا خبره بې مشره هر څوک یې ځانته ډنګوله . دا یو عجیب کلی و .خلک یې هم عجیب شانته ول .له ټول کلي نه یو ډبرین دېوال راچاپېر شوی و ، د کلي خلکو د دې دېوال نه هاخوا له هیچا سره اړیکې نه ساتلې او نه یې هغوي ځانته نږدي راپرېښودل .بس دوي ځانته داسې یوه دنیاګۍ جوړه کړې وه چې یوازې همدوي په کې ژوند کاوه .د دوي د کلي ودانۍ هماغه د پېړیو پخوا ودانۍ وې چې له پلار نیکه څخه ورته په میراث پاتې وې .په غویانو به یې یوې کولې او په لاسونو به یې لو ، کاوه .یو دول خاصه نڅا یې کوله ډله اېزه بڼه یې درلوده او لکه په تورو جګړې کولو ته ورته نڅا وه .دا نڅا دوي ته له زرګونو کلونو وړاندې په میراث پاتې وه .هر سړی یې وسله وال و ، او په هر کور کې وسله تیاره پرته وه ، آن د دوي ماشومانو له وسلې سره لوبې کولې .څه نا څه د کور او د باندې یو زیات شمېر کارونه یې ښځې ترسره کوي .هغوي هم ماشومان ساتي ، هم د کور راټولول او ورسره څنګ کې یې پخلی او هم د باندې د خوشایو اواو څپیاکو راټولول ،د ځمکو یویې او بیا د حاصلاتو په وخت کې د هغو رېبل او لو ، دا زیاتره همدا ښځې کوي .نارینه یې اوږدې ټوټې پر خپل سر تاو را تاو تړلې او په پای کې به یې یوه جوغه یا شمله ورکوله .ډېر ښایسته کالي دي .همدا شان ښځې او په تېره بیا پېغلې یې له سرو ، شنو ، زرغونو او نورو رنګارنګ ټوکرانو څخه جوړ شوي کالي او جامې ځانته ګنډلې او باور وکړۍ چې هم په جامو او هم په ښایست کې بې جوړې وې .
زه دا ډېر وخت د دوي کلي کې مېلمه یم هغه هم په داسې ځای کې چې دوي ورته جومات وایي .جومات داسې ځای دی چې هلته دوي خپل دینی عبادتونه کوي او د ماشومانو او تنکیو ځلمیانو لپاره په دې کلي کې د دیني زده کړو یوازینی مرکز دی ، چې دوي ورته ( سبق ) وایي .نور د زده کړو بل ډول مرکزونه دلته نشته . د دوي د کلو لارې ډېرې ورانې او ویجاړې دي .په دوي کې داسې روغتیایي څانګې نه شته لکه په دا نوره دنیا کې چې دود لري .دوي بس په هماغه کلیوالي او پخوانیو یوناني لارو چارو خپل داروـ درمل کوي . دا ډېره موده چې زه دلته یم، ګورم چې په دې کلي کې سره له دې چې ټول په یوه ژبه خبرې کوي او یو نسب لري خو په دوي کې د ( قام ) په نوم ډېرې بېلې بېلې ډلې شته چې یو بل ته سر نه ټيټووي .دوي ځانونه په ( قامونو ) پېژني .په دوي کې یوه کوچنۍ ډله ښه مالداره او ماړه ول او هغه د کلي مشران ول چې دوی ورته ( خانان ) وایي او بله دله د دیني چارو ډله وه چې دوي ورته ( پیران) وایي او دریمه ډله یې هماغه د کلي ( سرکار ) و چې دا ټول د هر څه خاوندان دي ، د کلي پاتې خلک ټول هماغه زیارکښه خلک ول چې د همدغو ( خانانو ) او ( پیرانو ) پر ځمکو به یې لکه مزدورانو کار کاوه .په کلي کې دننه او شا او خوا ته یو څو نورې ډلې هم وې ، چې په نورو ژبو یې خبرې کولې خو د همدې جغرافیا خلک ول .دوي سره له دې چې د شمېر له پلوه لږه کي ول خو همدا کسان زیاتره د دوي د کلي د میرزایۍ او کتابت چارې په لاس کې لرلې .دا کسان ډېر هوښیار او د غټو ککریو خاوندان دي او د ډېرې لرې راتلونکې لپاره له همدا اوسه کار کوي ، خو د کلي اصلي اوسېدونکو به چې ځان له دوي نه (( ډېر )) ګڼلو ، خپل راتلونکي ته کوم ځانګړی فکر نه درلود .دوي اوس هم هوداسې دي .اوس په دوي کې شخړې او جنګونه هم راپیل شوي .اوس دوي سره له دې چې (( ډېر)) دي ، خو د (( ډېرو )) او (( واکدارانو )) نخرې نور نه شي .دوي په خپلو کې په ( تربګنیو ) او ( دښمنیو ) اخته دي دوي د خپلو دوه ورونو اولاده ته ( تربور ) وایي او د تربور مانا ( دښمن ) دی .دا ډېره موده وشوه چې په دوي کې مړي کیږي .د دوي ژوند تریخ شوی، واک یې د بل چا په لاس کې دی خو دوي لکه زما ملګري باتور به چې ویل ، اوس هم هسې دا وایي چې (( موږ ډېر یو ... )).
پای