داکتر سیدشرآقا حرکت
سره ددې ،چې ځیني کسان ، اسرائیلیان ډېر ناوړه قوم بولي ،ځکه ما جرئت وکړ ، دغه متل یا مقوله دلته راوړم . زما په عقیده اسرائیلي قوم د نړۍ دمخ ، دخورا با کلتوره ،عالمو او سیاست مداره قومونو څخه وو او دې .پخوا له دې چې په محمد (ص) قرآنکریم نازل شي ، ټوله روحاني نړۍ باالعموم د اسرائیلي پېغمبرانو په
واسطه رهنمایي شوېده او نن هم شک نه شته ،چې مونږ یواځې د اسلام په اکمل دین ایمان لرو ، ورسر په ملایکو، اسماني کتابونو ، ټولو پېغمبرانو ،د قیامت په ورځ ، قضاء او قدر اونورو ټولو الهی احکامو ایمان لرو .زه نه پوهیږ م ،دومره جامع لکمالات ،چې اسرائیلي قوم لرلي دي ، حتما ً به شېطاني غرور ، په زړه کې ورګرځېدلې وي او نور خدای پوهیږي ،چې ولې به لعنتي ګرځېدلي وي ؟ زه د بشري معاشرې او قوانینو له مخې خبرې کوم ، دوۍ چې دومره عالم ،دومره باکلتوره ، دومره شتمن ، ځکه چې دنړۍ ټول اقتصاد د دوۍ په لاس کې دې ، نباید دومره خشن ، د تعصب او کرکې څخه ډک اوسي . ماته دا فکر هغه وخت پېدا شو ،کله چې مې ، په دې ورځوکې د غزې دکرکې او نفرت ډکي صحنې ولیدي . ماته دا سوال پېداکیږي ،سره ددې چې په جنګونو کې به زورول شوي او رټل شوي وي ، څوک نه دې رټل شوې ، دانن مونږ په افغانستان کې کم رټل کېږو ،توهینیږو ، بېګناه وژل کیږو او د ټولو بشري حقوقو څخه ،په حقیقت کې ، محروم ساتل کیږو ، مونږ که لازم تصمیم او او غوره موقف نه شو ساتلې ، دا به زمونږ نیمګړتیاوي او کمبودي وي ، دوۍ څه کمبودي لري ؟ ؟ ؟ او بیا هم خود بخود ،پخپله خپل ځانونه تحقیرول او توهینول غواړي ؟ دا نیم قرن کیږي ،چې پېرس ،نتانیاهو ،بارک او نور ، په اسرائیلو کې واک چلوي . هغوۍ هم په دې خبره نپوهیږي ؟ یا دا، هر څوک چې ، په دې باره کې سالم تصمیم نیسي ، له اسمانه پرې ، لکه چې په اسحق رابین ، یأثر عرفات او نورو سلو او زرو باندې ، رښتیا هم دغه ډول ټکې راپرېوتې دي .دا پوښتنه هم پېدا کیږي ، دا په واک ولاړ اسرائیلي رهبران ،چې دا نیم قرن د ټول بشریت لعنتونه په ځان ځغمي او نورو کسان یي ،چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ، دوۍ پخوا، تر هرچا بهتر ژوند درلو د ، دکوم پاداش په مقابل کې ، ټول عمر به دا لعنتونه (ځغمي ؟ ؟ ؟ یا داچې اوس هم په نړۍ کې داسې قوتونه شته ،چې داسرائیلو پخواني کبرونه ورته د ځغملو وړ نه دي . که داسې وي ، په دې کې د فلسطین د مظلومو خلکو ګناه څه ده چې دا ظلمونه پرې دوام لري؟ که لطفا ً Prof Rolf
Verleger په دې باره کې رڼا واچوي