رفيع الله روشن
يو څه هيله من شوي وو په زړونو کې مو د هېواد د راتلونکې لپاره يو اندازه د سولې او امن غوټۍ و غوړيدلې نارينه او ښځېنه و د خپل ژوند او بدن د خوږو غړو په قيمت د رايه ورکولو صندوقونو ته ځانونه ورسول خپلې قېمتې او سر نوشت ټاکونکې رايې مو استعمال کړې تر ډېره پورې هيلې راته د غوړيدو تر سرحده رسېدلې او
ارمانونه نه مو په پوره کېدو راته ښکاره شول داسې مو وانګېرله چې نور به نو هېڅ افغان د بل افغان په لاس ونه وژل شي، نور به نو هېڅ افغان د پرديو شومو دسيسو ښکار نشي ، نوربه څوک ددې مشاهد پاتې نشې چې په الف يا ب ولايت کې د طالب لخوا د يوه افغان او مسلمان بې ګناه ورور وينه تويه شوې او دا به هم وانه ورېدل شې چې په کوم ځای کې ځان وژونکې حمله شوې او بې ګناه مسلمانان پکې شهيدان شوي،دا انګيرنې او فکرونه مو په دی خاطر کول چې په نويو ولسمشريزو ټاکنو کې د هېواد ټولو اتباعو تر څنګ له ناراضه او مخالفو ورونو هم د خپل کور او دسترخوان ته د راټولېدو غوښتنه شوې وه.
خو زمونږ هغه فکرونه ،اندونه، ژمنې ،هېلې، ارزوګانې او کړنې ټولې بېرته د نا واقيعيت توب او دروغو خواته درومي نن بيا ټول افغانستان په وينو لېت پېت شو تنها پکتيکاوال ندي چې په خپلو وينو يې روژې ماتې کړې د لوی اختر پر ځای يې په کوچني اختر او له هغې هم څو ورځې د مخه د څارويو پر ځای ځانونه قرباني کړل نن له ټاکنو وروسته لومړی ځل دومره لويه او ويرجنه پېښه رامنځته شوه چې د پښتانه زړه يې وچوه نن بيا ډېرې مورګانې بورې شوې ،ډېرې خويندې بې وروڼو شوې ډېر نازولي بچيان د روژې او اختر په مبارکو شپو کې يتيمان شول ډېرې مېرمنې کونډې او سر تورې شوې.
خو وای او افسوس د هغه چا په حال چې دغه شان بې رحمانه او بزدلانه اعمال تر سره کوي دوی څه په لاس راوړي هېڅ هم په لاس نه راوړې، دغه يې لاس ته راوړنه وه چې نن يې سل ځله د نړۍ مسلمانان ټول ووژل کله چې يو بې ګنا ه انسان د چا لخوا قتل شي نو ګويا چې ټول مسلمانان يې وژلي وي که دا لاسته راوړنه وي نو بلکل دايې لاسته راوړي دي، خو حتماُ به يې سزا او مجازات ويني دوی خو جنت په ټېکه اخيستی دی، خو کاش د جنت په تعريف هم پوهيدلې،چې جنت کوم ځای ته ويل کېږي او دکومو خلکو ځای دی او په کومو شرايطو برابر خلک مني، پرون په کابل هم ورته پېښه شوې چې دوه تنه ژورنالېستان پکې وژل شوي او شپږ نور پکې ټپيان دې ،ای کاش دا هر څه داسې نه وای شوي نن په لسګونه کورنېو کې د غمونو ټغرونه اوار دي مګر په حقيقت کې دا دټول افغانستان غم او وير دې.
اوس بايد دولت په دې لوي وير کې د هېواد بيرغ درې ورځې نيم ځوړند پاتې کړي او ملي ماتم اعلان کړي، که چيرې دولت ته ټول اتباع يو شان وې نو بايد دا کار وکړې ځکه افغانستان داسې دی لکه د انسان بدن او ولايت يې د غړيو حيثيت لري او دبدن غړي ټول يو ډول درد او مرګ لرې که سر په درد شې نو زړه مو ورڅخه درد کوي نو دولت هم بايد د ملکي او نظامي تر منځ دحوقو په لحاظ فرق ونکړې که د چارواکې په وژل کېدو ملې ماتم اعلانېږې نو د لسګونو بې ګناه ملکيانو په وژل کېدو هم بايد اعلان شي تر څو د حقوق په مساوي توګه مصداق وشي.