نصرالله احمدزی
د ۱۳۹۳ کال انتخابات تر سره شول ، ولس په خپل ګډون سره ورته مشروعیت ورکړ خو هغه څه چې ددې مشروعیت په وړاندې خنډ و هغه د بهرنیو قوت او لاسوهنه مګر دا زمونږ په هیواد کې کومه نوې خبره نده خبره له پیړیو اوړي چې نسل په نسل دغه ستونزه په میراث پاتې کیږي خو زمونږ نسل ته راپاتې بدمرغه میراث ډیر
دردوونکئ او له هر آړخه کرغیړن ده بس تقدیرونه به همداسې وې که تیر نسلونه او اوسني سره پرتله کړو اوس علم او پرمختګ هم ډیر ده مګر بل طرف ته بدمرغی هم لکه میراثی ورور بوڅ ناست ده.
زما په څیر شاګردان او ددې ژرندې د زده کړۍ زده کوونکي خو پریږده چې په ځینې لغاتو يې سر نه خلاصیږي بلکه استاد ، روشنفکران ، د یو کیلو مټر اوږد نوم لرونکي ، ډیپلومو ، ارکان حرب او سیاستلحرب او ..... هم تندر وهلي ګیچ او ګول دي ، ما چې فکر وکړ اصلآ له ولس د چا حیاء نه کیږي هغه پدې معنی چې شعار د ملت شموله او ملت ساز او د ولس استازی معرفی کوي خو چې ملت دې په هقله سم قضاؤت وکړي نو بیا يې له یاده وباسي او په بیشرمي سره ورته ښکنځل هم کوی ، زه باور لرم د انتخاباتو بهیر ولس پرمخ بوتلو خو د افغانستان د ملی یوالی او امن دشمن د تل په څیر په کمین کې ناست و او خپلو اجرانو ته يې اشاره ورکړه چې اوس د کابل په کوڅو کې خپله لوچکی ثابته کړه چې زه(امریکا) منځ ته درټوپ کړم ترڅو ستا لپاره نسبتآ د اوړو پوزه جوړه کړم او خپله هغه څه وکړم چې مونږ يې د خپل خبیث عادت له درلودو سره تل د نړۍ په ملتونو کوو .
ګرانو هیوادوالو: زمونږ حق داعیه تل له چیلنجونو سره مخ وي هر بهرنی جابر چې وس يې وشي ارام به مو پرینږدي هغوي زمونږ په لوړ پوړو کې داسی جاسوسان لری چې مخامخ مونږ په موازي حکومت ، بغاؤت ، وینې تویونې ، د ښار برمته کولو ، ترهګریز بریدونو ، قوم او قومونو ته ښکنځل ، بې امنیتی باندې ګواښي له دې پرته بل هنر نلري .
نه امریکا زمونږ ملی وحدت زغملی شي او نه کوم همسایه هیواد خو مونږ باید فکر وکړو چې هغه کومه نقطه ده چې دوي زمونږ له یوالی ډاریږې ، پرمختګ مو نشي زغملی ، سوله او امن مو نه غواړی باید خپل منځ کې پرې بحثونه وکړو د حل په لاره يې سره مشوره وکړو چې ایا مونږ د کوم هیواد په حریم تیرئ کړي د هغوي ګټو ته ګواښ یوو ، خداینخواسته د هغوي ناموس رانه په امن کې نده او که کومه بله بلا ده ؟ له یوې سالمې طرحې سره چې هم پکې منطق او قناعت وي او هم سوک مونږ باید دواړه ولرو ، پیدا يې کړو او وې ساتو .
ځینې د نظر خاوندان وروڼه ادعا کوی چې سعودی عربستان ۱۰۰ لکه او یا سل میلونه ډالر مصارف د افغانستان په انتخاباتو وکړل او هغه هم یوازې د ښاغلی اشرف غنی په مشری د تحول او تداوم ټیم باندې ، دا هغه نظریه ده چې مونږ ورته کوم قانع دلیل نلرو دا له ملت سره ناسم چلند ده ددغې نظرې خاوندان فکر کوی ولس هیڅ هم ندي کړي بس دا سعودی او ایران و چې ښاغلی اشرف غنی او عبدالله يې مطرح کړل ، دا هسي د سریچوک خبرې دي سعودیان دومره دلچسپی نلری چې په دومره اندازه ډالر باد کړی ، د نجیب حکومت له سقوط روسته تر اوسه تاسو د سعودی د داسی سرمایه ګذارې یو ثبوت وښیئ چې لږ تر لږه ۲-۱ میلون ډالر يې پرې لګولې وي ؟ د نړۍ د پیښو په هکله د سعودی سیاست له امریکا او اسرایلو سره برابر ده نو چې امریکا دلته وې د سعودی شاهی نظام خپل انځور او برخه پکې ویني .
ایران : دغه هیواد او سعودی که وس وشي همدا نن هم افغانستان کې د شیعه او سنی جګړه پیلول غواړی خو الحمدالله تر اوسه خو يې کومه نتیجه نده ورکړې ، ایران هم زمونږ د کلچر او فرهنګ غلیم ده ، هم د پرمختګ او یوالې خو د نړۍ پیښو کې اوس له امریکا نه بلکه له سعودی او عربو سره په سیالی بوخت ده خو فرق یې دا ده چې ایران افغانستان کې هم په تخریب بوخت ده او سعودی صرف ننداره کوي حالت څاري .
زمونږ جرګې : د افغانستان ولسی او مشرانو جرګو ته کوم حیثت نده پاتی یوازې چور غلا او دسیسو جوړونو او د بهرنیو سفارتونو لپاره له دلالې او جاسوسي پرته نور کوم کمال نلری البته دواړو جرګو کې ډیر کم تعداد غړې يې پاک او سم خلک دي ، هغه ستونزه چې دوي حل کړې وايې هغه جان کیری حل کړه ، باید اقرار وکړو که دغه ستونزه امریکا نه وايې حل کړې زه ډاده یم چې مونږ افغانانو لسو کلونو کې هم نشوه حل کولائ ، همسایګانو خو راته چکچک کول خو یوازې ډیپوماتیک ژبه يې په احتیاط خوځوله ښه اختر يې وو.
سهامی شرکت او یا ایتلافی حکومت : تر اوسه به ډیره وختی وی چې د فیسبوک او سرچوک اوزې قبولې کړو چې دا کار شوئ ځکه دغه پریکړه واضع الفاظو باندې وايې چې ګټوونکي لری نو چې داسی ده صبر وکړئ ښاغلی اشرف غنی ستاسو په رایوو د ځان په ګټه معمیله نکوی د هغه شخصیت داسی نده، که معمیلګری هم کوی د ولس په ګټه ، د ملی مصلحت له مخې به وي چې د باور رایه مو ورکړه ، اعتبار مو پرې وکړ نو اوس پرې بیځایه انتقادونه هم مکوئ ،د عبدالله په مشرۍ ټیم کې هم د کار خلک شته د هغوي له پوهې او تجربې باید ګټه واخیستل شي دا هر څه د ملت امانت دي ، دا چې د نژاد پالنې ټیم کې د ښه او بد تفکیک ونکړو نو بیا خو اصلآ مونږ خپله افغانستان بحران ته ټیل وهو. د ملی وحدت او ملی مشارکت خبره یوه ده څوک به شپیته وايې او څوک به دریشلې خو حساب برابر ده کوم فرق نلری .
هغه خلک چې غنی ته يې رایه ورکړې او یا يې ملاتړ کړی هغوي دې صبر وکړی او په خپل انتخاب دې نه بیباوره کیږي ، د مخالفینو او یا شریرو کسانو تر آغیز لاندی مه راځئ هغوي میدان بایللي زه باوري یم چې دغه شریر افراد به بیا په هغه قوت مطرح نشي لکه دیارلس کاله چې ښاغلی حامد کرزی ورته جزیه ورکوله ، د اشرف غنی او عبدالله ترمنځ لیدنې زما په نظر یو طبیعی بهیر ده هم به سره ویني او هم به سره بحثونه او نظریات تبادله کوی ، اوس داکتر عبدالله په مشرۍ نژادپاله ټیم د کابل کوڅو ته نشی راوتلائ د دوي په سر جان کیری لاس کیښود آداب يې ور وښود .
نصرالله احمدزی