«د افغاني ټولنپېژاندنې ځنې مسالو کتاب ته د محترم عبدالغفور لېوال یوه کتنه »

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

څیړندوی عبدالغفور لیوال                                               

سمې پریکړې هغه دي ، چې دبشپړو معلوماتو په رڼا کې تر سره کیږي . زموږ یوه پخوانۍ ستونزه داده چې لږې پریکړې  دبشپړو معلوماتو په مټ تر سره کوو، په دې ستونزه کې بنیادي نیمګړتیا داده ،چې  په

سیستماتیک ، پرلپسې او نوې کېدونکې  ډول دمعلوماتو زیرمه شوې پانګه نه لرو او له تیوریو ، تجربو او مباحثو څخه ګټه نه اخلو.
په سیاستونو او اصلاحي خوځښتونو کې مو دټولنپوهنې ـ په تېره بیا دافغاني هغې ـ څرک کمزوری دی او ښایي له همدې کبله ډېر زیات ښوییږو.
دتېرو لسیزو دسیاستونو یوه لویه تشه داوه چې د افغاني ټولنې غوښتنو ، هیلو ، اړتیاوو، وړتیاوو ، ارزښتونو ، حساسیتونو او نورو بشري ځانګړنو له پېژندلو او په پام کې نیولو پرته  پرېکړې اوعمل کېده او پایله یې هم ماته ( شکست) ، ښو یېدنه ، تېروتنه، افراط او تفریط وو.  چپ او ښي ، ملتپال او پردي پال ، تقریبا ً،  هریوه په خپلو سیاستونو کې دافغاني ټولنې حساسیتونه ، لومړیتوبونه او ارزښتونه په پام کې ونه نیول ، په دې توګه هم خپله پریوتل او هم یې افغانستان وران کړ.   
له دې څخه ښکاري ، چې موږ دافغاني ټولنپوهنې پربنسټ دپریکړو دترسره کولو عصر ته اړتیا لرو ، خو تر هغه مخکې ښايي دټولنپوهنې د علمي اساساتو پربنا دافغاني ټولنپوهنې بحثونه رامنځته شي ، او بیا یې دټولنیزو کړنو پرمهال په پام کې دساتلو سپارښتنه وشي . زموږ ښاغلي لیکوال پوهنیار بشیر موء من  همداسې یوه هڅه ،ددې کتاب په لیکلو سره ، راپیل کړې ده ، چې موږ ټولو ته دې مبارک وي .
که څه هم ،له تاریخي پلوه ، دټولنپوهنې ترټولو په زړه پورې بحثونه د ابوزید عبدالرحمن بن محمد بن خلدون په کتاب کې موندلای شو ، هغه دنړۍ دتاریخ ، تاریخي پړاونو ، او داچې څنګه اقتصادي او فرهنګي وضعیت دټولنې برخلیک ټاکي ، په تېره بیا په خپله نامتو مقدمه کې ‌‌ډیر نوي تېزسونه راپېژندلي دي ، خو بیا هم ټولنپوهنه یوه نسبتا ً ځوانه پوهنه ګڼل کیږي  ، چې په نوې بڼه په   نولسمه پیړۍ کې رامنځته شوې ده او له تاریخي پلوه یې خپل اساسات  له نورو بشري پوهنو څخه رغولي دي . فکر کیږي ، چې دلومړي ځل لپاره دټولنپوهنې Sociology   اصطلاح  د فرانسوي اګوست کنت  له خوا وکارول شوه ، نوموړی پخپله ټولنپوه نه و ، خو دانظر یې رامنځته کړ ،چې ټولنیزو مناسباتو ته هم یو شمېر علمي روشونه (تګلوري ) ټاکل کېدای شي . دغه په زړه پورې بحث  له ۱۸۸۰ څخه تر ۱۸۹۰ پورې پوهنتونونو ته ورسېده او ورو ورو یې دیوې پوهنتوني پوهنې په توګه سر راپورته کړ، امېل دورکیم یې دلومړني مکتب اساسات معرفي کړل اووروسته داقتصاد او بشري علومو نورو پوهانو پسې پراختیا ورکړه .
دټولنپوهنې له ټولیزو بنسټونو ، تیوریو او نظریو سره سره  ـ   په تېره بیا په شلمه پیړۍ کې ـ  پر دې بحثونه راوپارېدل چې څنګه داقتصادي وضعیت ، فرهنګي او بشري تاریخي بهیر او جغرافیايي اهمیت له مخې دبېلابېلو ټولنو ځانګړنې سره توپیر مومي او له دې نظره دهرې ټولنې ټولنپوهنیز ارونه هم بدلیدای شي ، له همدې امله دټولنپوهنې دڅانګیز وېش یو ډول ځانګړونه ( تخصص)  د بېلابېلو ټولنیزو پولو په دننه کې سره بېلیږي .  
  راځئ بېلګه وګورو :
افغاني ټولنه دخپل تاریخي بهیر له کبله ترټولو ډیره ځانګړې ټولنه ده، دګاونډیوټولنو په تناسب پر افغاني هغې  دتاریخ ترټولو ډیر تاړاکونه راغلي دي ، دهند دطلايي مرغۍ د لوی انګړ په توګه ، دمرکزي اسیا دګاونډیتوب او له منځني ختیځ سره دسوق الجیشي ارزښت له مخې ، دتاریخي مدنیتونو ، فرهنګونو او ادیانو دتلاقي او اغږون له امله ، دګڼپرګنیز هMulti Inhabitancy   ، ګڼتوکمه Multi Ethnicity ، ګڼژبنیز Multi Languages   او ګڼ فرهنګهMulti Cultural   جوړښت له کبله بیخي ځانګړی ټولنیز پېژاند لري ،اقتصادي جوړښت او سرچینې یې جوت توپیر لري ، چې ښايي دافغانستان پېژندنې پرمهال په کلکه په پام کې وساتل شي.  دا یو بیخي ځانګړی بحث غواړي ، چې څنګه دغو بېلابېلو تاریخي پېښو ، که له یوې خوادې هېوادته فرهنګي بډایینه راوړې ده ، خو تر څنګ یې زموږ دنننیو ناخوالو ریښې هم همدغو تاړاکونو او شخړو ته وررسیږي . ښايي د برما ، یا دبېلګې په توګه بوتان او په افریقا کې سوډان او  ګیني بیخي له موږ څخه دټولنیز جوړښت بېل بنسټونه او عوامل ولري . ټولنپوهنه له تاریخي او فرهنګي بشر پېژندنې   (Anthropology    ) ،  تاریخ ، اقتصاد ، سیاست  ، ټولیزې ارواپوهنې ، بشري جغرافیې ، حقوقواو نورو پوهنو سره ګډې پولې لري ، له همدې امله دنننیو سیاست جوړوونو او سیاسي اړیکو په ټاکلو کې ټولنپوهنه  خورا مهم ځای لري، چې که په پام کې ونه ساتل شي نو له سیاست څخه سیاستلوبه جوړیږي او سیاسي پریکړې  پر لوټه دلور تېره کولو ته  ورته هڅه ګڼل کیږي .
زه غواړم ووایم چې دښاغلي بشیر مومن او یوشمېرنورو لیکوالو نومهالې لیکنې موږ ته ددغې تشې دډکولو هڅه راپه یادوي ، چې ښايی زموږ سیاستوال او کلانکاران یې په کلکه په پام کې وساتي ، ځکه لویې سیاسي پریکړې دلسګونه میلیونه افغانانو دبرخلیک په اړه پریکړې دي او که له پوهې ،بشپړو معلوماتو او پام څخه لرې ترسره شي ،نو داسې ښوییدنې او تېروتنې بیا  نه شي بښل کیدای .زه دهمدغې یادونې په یادولو سره دښاغلي موء من هڅه ستایم ، مبارکي ورته وایم او ځوان نسل ته ،ددغسې ابتکاري هڅو دغځولو ، پیاوړي کولو اوعامولو سپارښتنه کوم .

ټولو ته ښه غواړم