بسم الله الرحمن الرحیم
مونږ د زړه له تله د افغانستان نجیب ملت ته د۱۳۹۳ کال د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوهم پړاؤ د غوڅ او قاطع اکثریت د ترلاسه کولو په وجه مبارکی وایوو ، زمونږ جګړه ځپلیه ملته دا فتح د هر وګړئ ده ، د
بدلون او دوام ټیم مشران باید ستاسو د قربانیو او سرښندنې درناوئ وکړی او پخپلو ژمنو کې صادق ثابت شي ، اي غیور ولسه نن تاسو ټول ولس ته نجات ورکړ اومید ده چې دغه د نجات کښتي ته ناست جالوان او د هغې د مراندو او تنابونو مسؤلین د ملت دغه امانت په پوره ایماندارئ سره له طوفانی ساحل بلۍ غاړې ته ورسوئ .
دردمندو افغانانو نن مونږ باید د رحمن رب شکر اداء کړو چې افغانستان کې مافیاء ګروپ څخه د ژغورنې هوډ څرګندوو انشاالله راتلونئ ته خوشبین یوو اومید دۍ چې دا بهیر لا ځواکمن شي او مونږ ددې بهیر همسفر،مونږ تحمیلی جګړو ځپلې یوو باید په ډیر جراءت سره ووایو چې هیڅ افغان ترهګر نده ، غلیم مو په تورو او سپینو ټاپو لګولو سره له یو او بل جدا کوي ، وګورئ څه د پاسه درې لسیزۍ کیږی مونږ د بهرنیو به وسلو او دسیسو په واسطحه وژل کیږو اومید دی چې نور ددغو مداخیلګرو کرغیړن لاسونه ورلنډ کړو د یو واحد ملت په حیث ژوند وکړو او خپل هیواد اباد کړو .
د اصلاح او همپالنې ټیم له مشرتابه غواړو چې د ملت پریکړۍ ته احترام ولره ستاسو ټولو انسانی او مدنی حقوق له نوئ دولت سره خوندي دی ولس نور ستاسو د اوباشئ په وړاندې د ودریدو فیصله کړی ، له خپلو رایؤ انشاالله د دفاع توان لري. د مهاجرو افغانانو دغه خوځښت له ټولو هغو افغانانو مننه اداء کوي چې د بدلون او دوام لپاره يې هلې ځلې کړی .
د ټولنیزې میډیا له لارې خبریږو چې د حزب اسلامی اجرایه شورای د هیواد د نوۍ مشرتابه او راتلونکي په آړه په لوړه سطحه مشورې پیل کړی له خپلمنځي پریکړې روسته به د شورای فیصله د حزب اسلامی محترم امیر حکمتیار صاحب ته د تاید لپاره لیږل کیږي پدۍ اړوند د افغان ولس توقع او هیله دا دې چې د حزب شورای د ملې ګټو ، ملی یوالی ، د بحران د حل معقوله او منونکۍ طرح ، له سیاسی او اقتصادی طرف غنی مشوره او د افغان ولس او هیواد ته د ورپیښو چیلنجونو په فکر کې نیولو سره مناسب او د و خت د اړتیا سره سمه مشوره د حزب اسلامی امیر ته ورکړئ .
د طالبانو د تحریک له بادرده مشرانو په جدی توګه هیله کوو چې د افغانستان د ولس د پریکړې درناوئ وکړئ او د افغانانو سره خپل مشکل د مذاکرۍ او خبرو له لارې حل کړي ، مونږ باور لرو چې له امریکایانو سره د پټو مذاکراتو له لارې په ځینې مسایلو کې تفاهم ته رسیدلائ شئ نو بې له شکه له خپلو افغانانو سره هم تفاهم کولائ شئ ، راوانه جګړه او د بهرنیو قوتونو شتون د تحریک او د نورو سیاسی ګوندونو د ناسمو سیاستونو او ځان غوښتنې ثمره ده اومید ده چې نور خپلو غلطیو ته جدی پاملرنه وکړو ، طالبان هم د افغانی ټولنې برخه ده او حکومت هم او په مجموعه کې بیا ټول یو ملت یوو .
له ملګرو ملتونو ، اروپاي ټولنې ، ناټو او د امریکا له حکومت په کلکه غواړو چې د افغانستان د خلکو رایوو ته درناوئ وکړئ او په سوله او ثبات کې له افغان ولس سره ریښتوني و اوسیږئ د ټاکنو د بهیر او شمیرلو پروسه کې له مداخیلې ډډه وکړئ ترڅو دا افغانی بهیر خپل منزل ته ورسیږي .
د بدلون او دوام ټیم له مشرانو غوښتنه کوو چې د ملی وحدت او سوله لپاره له حزب اسلامی او طالبانو سره د خبرو او مذاکرو نوی باب پرانیزئ د افغانستان ولس او مونږ ټول درسره د همکاری ژمنه کوو .
ومن الله التوفیق
د خوځښت د فرهنګې څانګې د کمیسون لخوا
انګلستان
افغان مهاجرین
دوشنبه د جولای ۷ نیټه
مرګ په تعصبګرو
مرګ د افغانستان په پټو او بربنډو غلیمانو
ژوندی دې وی زمونږ ملی وحدت
یادونه : انشاالله د ملی روحیه د لوړولو او افغانستان د مافیاء د ډلګۍ له منګولو د ژغورولو په مناسبت د افغانستان له ولس نه د مننۍ په ویاړ د دې ستر بدلون د راتلو پخاطر مونږ له روژۍ نه روسته انګلستان د برمنګهم ښار کې د جشن په ترسره کولو لپاره اراده لرو که خدای ج موفق کړو نو د تولنیزو رسنیو له لارې به درسره تماس کې شو.