د یوسف هیواددوست ژباړه
لاټو ( چورلاټو ) او توپ د المارۍ په ره وک کې د لوبو له نورو سامانونو سره پراته وو .چورلاټو ، توپ ته وویل : کېدای شي سره ملګري شو ،هسې خو هم دواړه په دې ، ره وک کې پراته یو ، خو چرمي توپ ته خپل ځان ډېر سپېڅلی ښکاره
شو او خبره یې بې ځوابه پرېښوده .په بله ورځ د لوبو خاوند، ماشوم هلک راغی اود چورلاټو ته یې سور او ژیړ رنګ وکړ او پر سر یې یو میخ ورته وټمبه ،جورلاټو چې کله په ځان تاوېده نو ډېر ښایسته ښکارېده او ویې ویل : ما ته وګوره ! اوس نو څه وایې ؟څنګه ؟کېدای شي اوس سره ملګري شو ؟،موږ یو بل سره ښه جوړیږو،ته به ټوپونه وهې او زه به چورلم او تر ټولو نیکمرغه به یو. توپ ورته وویل : ځه ځه دا ستا فکرونه دي !.ته نه پوهیږي چې زه د یوې چرمي کورنۍ څخه یم او په ژوند کې مې تل پر سر یو سرپوخ دی . چورلاټو ورته وویل : سمه ده خو زه هم د ماهون له ، ونې څخه جوړ یم ، او خپله ښاروال زه وڅرخولم او دا هغه ته یو ویاړ و.هغه زه په خپلې قمچینې څرخولم .توپ ورڅخه پوښتنه وکړه : آیا ستا په خبرو باور وکړم ؟ چور لاټو ورته وویل : که زه درواغ وایم نو هېڅکله دې بیا ما ته د قمچینې ټس رانکړي ،زه رښتیا وایم.توپ ورته وویل چې : د خپلې خبرې ښه ننګه کوې .توپ ورته وویل چې: زه لکه تا په شان د ځان په هکله خبرې نشم کولای ، ځکه چې زه تقریبا له یوې توتکۍ سره نیمه نامزاد یم ، هر ځل چې زه الوزم توتکۍ له خپلې ځالې سر رااوچتوي او راته وایي (( ته غواړې ، ته غواړې ؟)) او ما ورته اوس زړه نا زړه ویلي چې : هو ! او دا داسې ده لکه نیمه کوژده .خو درسره ژمنه کوم چې هیڅکله به هم تا هیر نه کړم .چورلاټو وویل : هو ! دا به راسره ډېره مرسته وکړي . له دې وروسته دوي دواړو هېڅکله هم سره خبرې و نکړې. په سبا یې ماشوم توپ را اخلي .چورلاټو یې ګوري چې څنګه دا توپ هوا ته لکه مرغۍ الوزي ، داسې چې په پای کې په سترګو نه ښکاري .هر ځل چې به توپ بېرته راغی نو په ځمکه به له لګېدو سره سم بېرته هوا ته به یې یو لوړ ټوپ وکړ او بېرته به له شوقه دېخوا او هاخوا په ځمکه ولګېد او یا به ښایي دا د هغه سرپوښ یا، وال، وي چې دېخوا او ها خوا یې غورځوي . په نهم ځل توپ چې والوت بېرته راکوز نه شو او ماشوم چې دغه توپ هر څومره ولټوو ، هغه یې و نه موند .چورلاټو په افسوس سره وویل : زه پوهیږم چې توپ چېرې دی؟ هغه د توتکۍ ځالې ته ورغلی او دوي سره واده کړی . چورلاټو چې څومره د توپ په هکله فکر کاوه ، هماغومره یې ذهن ورته متوجه کېده .هغې چې توپ نشوای ترلاسه کولای ، نو، نور یې هم مینه پرې زیاتېدله . او دا چې توپ بل څوک ځانته ټاکلی نو دا ورته ډېره ناببره خبره مالومه شوه . چورلاټو هم ګډېده او هم تاوېده او توپ یې تل په ذهن کې وو.
.