درنې غوښتنې، سپکې لیدنې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدآصف خواتي
دروان کال دغبرګولي په څلورویشتمه دولسمشرۍ لپاره ددویم پړاوټاکنې ترسره شوې خولیدل کیږي چې پدې اړه دښاغلي عبدالله (ګل مرجان) له لوري په ټاکنوکې دمهندسې شویودرغلیوشورماشور او اعتراضي لاریونونه  پیل شوي دي۰ داچې په ټاکنوکې ددواړوسیالو نوماندانوپه ګټه درغلۍ شوې دي په هغې کې هیڅ شک نشته

۰
ځکه چې دافغانستان پردیوکینولې بیواکه او فاسده واکمنې به هیڅکله هم دې ته لاره هواره نکړي چې یو ملي زعامت واک ته ورسیږي ۰ ددویم پړاودټاکنووروسته دګل مرجان اودهغه دسیال له لوري زرګونه  شکایتونه ښيي چې په یوه اشغال شوي هیوادکې رڼې  اودموکراتیکې ټاکنې یو خوب او خیال دۍ۰ دټاکنوپه دویم پړاوکې د ګل مرجان دمحاسبې اوتمې  خلاف دهغه دسیال رایې زیاتې دي لدې امله یې په ټاکنوکې  ددرغلیوپلمې اوشورماشوړجوړ کړ اود ټاکنوهغه کمیسیون یې په درغلیو تورن کړ کوم چې په لومړي پړاوکې یې دی بریالی اعلان کړی واوسیال یي بیا کمیسیون پدې تورناوه چې اته لکه ناپاکه رایې د ګل مرجان په ګټه پاکې اعلان کړې ۰ په دویم پړاوکې ګل مرجان دخپل سیال ددریومیلیونو شاه اوخوا رایوته  د امرخیل د پسونورایې وايي اوهغه نه مني ۰ داچې ښاغلي ضیاالحق امرخیل دټاکنودکمیسیون ددارالانشاه رئیس اویانورو دولتي چارواکو ،سیمه ییزومخورواودواک او ځواک خاوندانوپه ټاکنوکې دسیالو نوماندانو په ګټه درغلی کړې دي یا نه دي کړې ددې لیکنې موخه نه ده ،ځکه چې دناټویي نیواک وروسته په هیوادکې راپیل شوی بهیراوپه هغوکې ټاکنې هیوادته سوله ، امن اوټیکاو نشي راوړی ۰ ټاکنې شته کړکیچ  لاپراخوي ، ژوروي اواوږدمهاله ستونزې رازیږوي چې دټاکنو وروسته کړکیچ او په تیره دګل مرجان پلمې ،نخرې اومانورې یې څرګندې بیلګې دي ۰
 دیاده ونه باسو چې دنړۍ په هیڅ ګوټ کې په اشغال شوي هیواد کې رڼې ټاکنې ندي ترسره شوې اوبل داچې نیواکګرونورملکونه پدې موخه ندي نیولې چې هغه آباد،هلته دولسي واکمنۍ دټینګښت اوملي زعامت دواک ته رسیدولپاره اړین شرایط برابرکړي۰په افغانستان کې د ټاکنوپه هکله دسیالو نوماندانو بیسارې شکایتونه او اعتراضونه اودافغانستان اوسنی ویجاړ اقتصادي حالت داشغال محصول  اودنیواکګرودافغاني ضدموخوڅرګندوی دي۰  خوناټویي ستر تبلیغاتي ماشین په افغانستان کې دخپل سیاسي اوپوځي شتون لاسته راوړنې اوبریاوې ټاکنې، دموکراتیک اساسي قانون اومدني آزادۍ ګڼي او ځینې افغان لیکوالان بیا هڅه کوي چې داتش په نامه کاذبې ظاهري لاسته راوړنې دمرچو اومسالې په زیاتولوسره لانورې هم خوندورې اوخلکوته دهضم وړوګرزوي ۰ خودافغانستان نني واقعیتونه بیا بل څه بیانوي هغه داچې هرځل ترسره شوې ټاکنې دپراخه درغلیو سره مل وې ، اساسي قانون نه پلی کیږي اومدني آزادۍ هم دڅرګندوګواښونوسره مخامخ دي۰دناټویي اشغال له کبله  چې مافیایي پردی پالې ډلې اولوټماران پرافغان ولس واکمن شوي دي هرکله چې هغوی خپلو ګټو اواقتدارته ګواښ وویني دخپل واک اواقتداردساتلوپه موخه په هرروا اوناروا کړنو لاس پورې کړی اودخلکو د  تیرایستنې په موخه دتیاتردلوبغاړوپه شان لوبې پیل کړې دي۰ یویې دولس په بدمرغیواوښکې تویوي ، بل یې دوطن دپریښودلوګواښونه کوي، بل یې دخپلې طایفې اوقبیلې دزړه دخپلولولپاره خیمې دروي اودادی اوس ګل مرجان دټاکنوپه اړه نوې  پلمې ،نخرې اومانورې پیل کړې دي۰ کله چې ګل مرجان  دروان کال دټاکنوپه دویم پړاوکې دخپلې ناکامۍ نښې  ولیدلې مطبوعاتوته یې داسې ټیلیفوني ثبت شوې غږونه وړاندې کړل چې ښاغلي  امرخیل دګل مرجان دسیال په ګټه هڅې کړې دي اودهغه دلیرې کولوغوښتنه یې وړاندې کړه۰ کله چې امرخیل پخپله خوښه یا دواکمنۍ دفشارله امله له دندې نه استعفي ورکړه نورې پلمې اوشرطونه یې وړاندې کړل اودهغو سربیره یې اعتراضي لاریونونه  سمبال کړل۰ که چیرې دګل مرجان داادعا ومنل شي چې امرخیل خلک هڅولې دي چې ښاغلي احمدزي ته رایه ورکړي اوخلکوهم په غیر شعوري ډول دپسونوپه شان ښاغلي احمدزي ته رایه ورکړې ده ددې ادعا اویا قضاوت پربنسټ هغو شریفو افغانانوچې ښاغلي عبدالله ته هم رایې ورکړي دي هغوی هم دګل مرجان پسونه شمیرل کیږي۰ پدې توګه  هغو اوو میلیونوافغانانوچې په ټاکنوکې ګډون کړی دۍ هغه انسانان نه بلکې پسونه دي۰په تبلیغاتي کمپاین اویا د ټاکنو د پایلوداعلان وروسته کله ناکله پیښیږي چې یونوماند داحساساتوله مخې دخپل سیال په پته  سپکې سپورې ووایي خوندي لیدل شوي چې  خلکوته دپسونو اویا نوروحیواناتوخطاب وشي۰ خوداصلاحاتواوهمپالنې ټیم په سړه سینه زموږهغوهیوادوالوته پسونه وایي کوموچې دتحول اوتداوم ټیم ته  رایه ورکړې ده چې دادیوه ولس بربنډ سپکاوی دۍ۰ خوهغه څه چې دغږیزوکلیپونوپه اړه دتامل وړدي اوهغو ته نه حکومت ، نه ملګري ملتونه اونه ناټویي نیواکګر( نړیواله ټولنه ) پام نه راګرزوي اوهغه دافغانستان داساسي قانون داوه دیرشمې  اودبشردحقوقودنړیوالې اعلامیې ددولسمې مادو څخه بربنډه سرغړونه ده چې هغه دخلکودټیلیفوني خبرواومراسلاتوخونديتوب دۍ۰ خوګل مرجان دولسمشرۍ نومانددهغه څخه سرغړونه کړې ده۰ ولې ملګري ملتونه  دې سرغړونې ته ګوته نه نیسي۰ کله چې ښاغلي امرخیل خپله استعفی اعلان کړه دا خبره یې هم کړې وه چې هغه به دټاکنوپه اړه ډیرڅه افشاه کړي خولیدل کیږي چې هغه دکورنیوچارودوزیرښاغلي علي احمدجلالي په څیرچې په دولت کې به مافیایي کړۍ اودمخدره توکوقاچاقبران بربنډوي هیڅکله هم بربنډنکړل ، پټه خوله پاتې شوی دۍ۰ په دې کې هیڅ شک نشته  چې ښاغلی امرخیل به هم دټاکنوپه اړه هیڅ څه افشاه نکړي۰ دښاغلي امرخيل چوپتیا دری  لاملونه لرلی شي۰ لومړی داچې هغه ټیلیفوني غږونه چې مطبوعاتوته وړاندې شوي دي دده غږدۍ اوویره لري که پدې اړه څه ووایي دقانون منګولوته سپارل کیږي غوره داګڼي چې چوپه خوله پاتې شي۰ دویم داچې افشاګرۍ دده دژوندپه بیه تمامیږي اویا داچې ډاریږی چې دپخواني لوی څارنوال ښاغلي عبدالجبارثابت په شان دخلکوپه منځ کې دنظاردشورا دلنډه غروله لوري ونه ډبول شي۰ دریم داچې هغه ته یوازې دا دنده ورکړل شوې وه چې ټاکنې تنظیم اوسمبال کړي اودهغو پټو جوړجاړيو، درغلیو اوټګیو اوبرګیوپه هکله چې دپردې ترشاه روانې وې دویلو حق نه درلود نولدې امله باید نور څه ونه وایي۰ که چیرې ناټویي نیواکګر( نړیواله ټولنه ) اوملګري ملتونه غواړي دافغان ولس ارادې ته درناوی وکړي اوغواړي پدې هیوادکې په رښتیا سره ولسواکي ټینګه کړي پکارده چې لاندې ګامونه اوچت کړي ۰
لومړی – ملګروملتوته ښایي چې مطبوعاتوته دښاغلي عبدالله له لوري دوړاندې شوي غږیزکلیپ دغږپه تثبیتولوکې تخنیکی مرسته وکړي چې غږد ښاغلي امرخیل دۍ که نه۰ که په رښتیا سره غږدښاغلي امرخیل دۍ هغه ته اونوروچارواکوته چې په ټاکنوکې یې درغلي کړې دي دقانون سره سم سزا ورکړل شي۰ که چیرې غږدښاغلي امرخیل هم وي ښاغلي عبدالله اودهغه همکارانوته چې دیوه حقوقی شخصیت ټیلیفوني خبرې یې دمحکمې دامرپرته  ثبت کړي اودملګروملتودمنشوراودافغانستان داساسی قانون څخه یې سرغړونه کړې ده  دقانون دغوښتنوسره سم چلندوشي۰  
دویم – افغان ولس دګواښونوپه منلوسره په ټاکنوکې ګډون وکړدولس ارادې ته بایددرناوی وشي اودپاکو اوناپاکورایوپه جلاکولوسره دټاکنوپایلې اعلان شي نه داچې ددووسیالونوماندانودجوړجاړي له لارې دخلکوارادې ته سپکاوی وشي۰  دیاده ونه باسوچې د ګل مرجان د پلمو، نخرواومانوروموخه داده چې نړیواله اړباسي چې ددوی ارادې ته غاړه کیږدي ترڅو دنظاردشورا کلیدي مشران په واکمنۍ کې خپل نني دریځونه وساتی اوپه بشپړه توګه له واکمنۍ څخه بې برخې نشي۰
پای