نصرالله احمدزی
جنرال شاهنواز تڼی د داکتر نجیب الله په مشرتابه د رژیم د دفاع وزیر و له نجیب سره يې اړیکې ډیرې خرابې شوې وې پدې وخت کې حزب اسلامي د رژیم د ننه په کارکولو بوخت و ترڅو رژیم ته له داخیله یا سقوط او یا یوه قوئ ضربه ورکړي حزب اسلامي او دۍ ګوند سره همکار
پوځی افسران هم همداسي فرصت ته انتظار ول چې اوبه خړې کړه او ماهیان ونیسه ، د رژیم مشر او استخبارتي دستګاه د جنرال تڼی په څارنه بوخت ول او جنرال تڼی هم د پناهګاه یو بدیل درلود چې هغه اسلام اباد ؤ دا چې نجیب الله خپله د خاد ریس تیر شوئ و نو پوهیدو چې باید وار ړومبې کړي ، جنرال تڼی او طرفداران يې د نجیب الله د وفادارو ځواکونو تر سخت برید لاندي راغلل له همدي فرصت په ګټې آخیستو سره چې غالب ګمان کیږی پوره امادګي يې هم نه درلوده حزب اسلامي د یوۍ حیرانونکې اعلامیه په ترڅ کې له خپلو قومندانانو وغوښتل چې د هغو ځواکونو مرسته وکړئ چې د رژیم خلاف راپورته شوئ دي په همدې سره هغه پوځي افسرانو مجبورآ د رژیم ضد راپاڅیدل چې له حزب اسلامي سره په ګډ کار کولو راضي ول ، له یو څه مقاؤمت او جګړې وروسته ځینې يې نجیب الله ته د وفادارو ځواکونو لخوا ووژل شول ، لکه جنرال اصف شور ،جعفر سرتیر او جنرال کبیر او یو تعداد يې ونیول شول ، ځینې يې د حزب اسلامی مراکزو ته پناه وروړه او خپله جنرال تڼی پاکستان ته سلامي شو او د یو هلیکوپتر او ان۱۲ ډوله الوتکۍ په واسطحه جمروډ او پاړاچنار ته ورسیدل د دوي د الوتکو د استقامت څخه څرګندیږي چې خپل منځ کې هم سره بې ارتباته ول ، تڼی تر ۲۰۰۱ کال د پاکستان د دولت لخوا ساتل کیدو او د طالبانو تر سقوط وروسته په پیښور کې د خپلو پلویانو یوۍ غونډې کې را څرګند شو وینا يې ورته واوروله او له اوږده ځنډ وروسته کابل ته لاړو ، شاهنواز تڼی او انجنیر حکمتیار پدې څو کلونو کې ویل کیږي چې یوځل يې سره لیدلی دي ، د طالبانو له تحریک شره د شهنواز تڼی د ملګرو لخوا په نظامي برخه کې د مرسته او همکاري خبرونه هم وخت ناوخت خپریدل خو تر اوسه یو طرف هم د دي څرګند تاید نده کړۍ .
زه له هغه نظریه سره موافق نه یم چې وايې حزب اسلامي له شاهنواز تڼی سره ایتلاف کړی و ځکه چې ایتلافونه هر وخت د هیواد په سطحه د سیاسی ګوندونو او رهبرانو ترمنځ تر سره کیږي او یا په سیمه ایزه توګه د هیوادونو ترمنځ په نړیوالو منازعاتو او کشالو کې د دولتونو ترمنځ کیږي نه د کوم تنظیم او جنرال ترمنځ ، نه د کوم رهبر او یو دولتي مامور ترمنځ .
مثلآ : افغانستان کې د داود خان او ا خ د ګ(خلق او پرچم) ترمنځ ایتلاف او په ظاهرشاه سپینه کودتا .
ورپسي د (خلق او پرچم) ترمنځ ایتلاف او په داودخان خونړۍ کودتا.
د جبل السراج ایتلاف چې له ناستو او مشورو وروسته يې مسیر او هدف ثابت وټاکلو او په داکتر نجبیب الله ئي کودتا وکړه .
په پیښور کې د جهادی ګوندونو ترمنځ ایتلافونه مثلآ ایتلاف سه ګانه(حرکت،محاذ او جبهه ملی) .
دحزب اسلامی ( حکمتیار) په مقابل کې د بیښور د شپږو جهادی ګوندونو او د ایران میشتو اهل تشیعه او جنبش ملي ایتلاف چې څو میاشتې يې ښاغلی مجددی مشر او بیا ښاغلی استاد ربانی .
د شورای هماهنګي په نوم د حزب اسلامي ، جنبش ملي ، حزب وحدت او جبهه نجات ملي ایتلاف .
د استاد ربانی په خوا کې د استاد سیاف ،محسني ، اکبری ، اسلامی حزب (خالص بابا) حرکت انقلاب (مولوی محمدنبی) په شمول د نورو جهادی ګوندونو ایتلاف د شورای هماهنګي په مقابل کې .
د طالبانو ، شورای نظار+ جمعیت اسلامي ، اتحاد اسلامی استاد سیاف ترمنځ ایتلاف د حزب اسلامي په ضد (له کندهار تر چهاراسیاب) .
د طالبانو د تحریک او د جنرال دوستم ترمنځ ایتلاف او تفاهم چې په یو او بل د نه تعرض تعهد او لازمې همکاری باندۍ هوکړه شوئ وه د جنرال دوستم لخوا کندهار ته د الوتکو او نورو يوځی وسایلو د ترمیم لپاره انجنران ورلیږل او په جګړه کې د اسمعیل خان سنګرونه د طالبانو په ګټه د شبرغان له هواي ډګر تر هواي بریدونو( بمبارد) لاندی نیول ..
شاهنواز تــڼی سره د حزب ایتلاف ؟
په اسلام اباد کې د طالبانو د تحریک ،حزب اسلامي او د مشرقی د شورای ترمنځ ایتلاف ویل کیږي چې په کابل باندې د ګډو عملیاتو لپاره د ژغورنۍ په نوم عملیاتو باندی هوکړه هم کړۍ وه خو د طالبانو تحریک پدې ایتلاف له اعتراف او اعلان کولو ډډه کوله نو د حزب اسلامي او مشرقی شورای له اعلان او د ایتلاف جزیات ولس ته له څرګندولو پرته حاضر نشول چې وې ئي مني .
د ماهیپر تړون له مخۍ د حزب اسلامي ، جمعیت اسلامي ،شورای نظار ، اتحاد اسلامي او حرکت اسلامی (محسنی او اکبری) تر منځ ایتلاف.
د حرکت انقلاب اسلامي ( مولوی محمدنبی) د اسلامی حزب( مولوی خالص ) او طالبانو ترمنځ ایتلاف .
د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته سالنګ- خنجانو کې د ملې جنبش ، جمعیت ، شورای نظار،حزب وحدت ، اتحاد اسلامي استاد سیاف او منصور نادری په مشرۍ د اسمعلیه ګوند ، ترمنځ ایتلاف د جنرال دوستم په ریاست چې د افغانستان د دفاع عالی شورا ونومول شوه .
د هزارګانو د حرکت اسلامي ګوند د اکبری په مشری د طالبانو له تحریک سره یو ځای کیدل .
د جنرال مالک او د طالبانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته په یو لړ تعهداتو هوکړه کول او جنرال مالک د جنبش ملی او د صفحات شمال د قوتونو د مشر به حیث منل او ملا محمد عمر لخوا د طالبانو د تحریک د بهرنیو چارو وزارت د معین په حیث يې ټاکل .
د طالبانو په ضد د شورای نظار ، حزب وحدت ، اسلامی اتحاد ، جمعیت اسلامي او د جنرال مالک په مشری د ملي جنبش ترمنځ ایتلاف چې په نتیجه کې ئي طالبان له شمال څخه له درندو تلفاتو ګاللو سره مل شاته ټیل وهل شول .
د جنرال دوستم بیرته راتګ او د جنرال مالک تیښته ، او فاریاب ولایت کې د جنبش د مشرتابه تاج بیرته د دوستم به سر کیښودل او له دې روسته په شمال کې د متحدۍ جبهه په نوم د طالبانو ضد د ملی جنبش ، جمعیت ، شورای نظار، اتحاد اسلامی ، منصور نادری او حزب وحدت تر منځ ایتلاف کول .
د شورای نظار ، جمعیت ،د محقیق د ګوند او د ارغندیوال د حزب ترمنځ ایتلاف .
د زلمی رسول ، د حزبونو متحده شورا( سباوون ،قاضی امین او د ولسمشر کرزی نا اعلان شوئ ګوند غړي ترمنځ د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو لومړئ پړاؤ کې ایتلافی بڼه .
د اشرف غنی احمدزی ، جنبش ملی د عبدالرشید دوستم په مشری ،حزب وحدت د خلیلی په مشري چې استازی يې سرور دانش دی ، محاذ ملی د ګیلانی په مشری چې د نفوس له مخۍ د ګوندونو له کتار وتلي ښکاري ، جبهه نجات ملي د مجددی په مشری چې د ملاتړو له شمیره د حساب وړ نده خو په مذهبی توګه د کار پرزه شمیرل کیږي چې ترینه ګټه واخیستل شي.
د افغان ملت ګوند یوه څانګه د انور الحق احدی په مشري ، حق او عدالت د آتمر په مشري ، د اسمعلیانو ګوند د منصور نادری په مشري ، د حرکت انقلاب اسلامي ګوند چې د ملاتړو قلمرو ئي تر میدان وردک ولایت را محدود دی د قومندان موسی په مشری ، د افغانستان اسلامي حزب د حاجی دین محمد په مشري ، انجنیر قطب الدین هلال د ریاست جمهوری ناکام کاندید چې د ٪ له مخۍ له ځیني کاندیانو مخکښ و، ښاغلی ایوبی په مشرۍ ګوند ، د حزب اسلامی د شوراګانو اتحاد ښاغلی جمعه خان همدرد ،قاضی امین وقاد، وحیدالله سباوون او داسی نور خو د دوي په ډله کې جمعه خان همدرد د حساب او نفوس وړ شخصیت شمیرل کیږي .
په نړیواله سطحه : په لومړی او دوهم نړیوال جنګ کې د هیوادونو ترمنځ ایتلافونه .
په افغانستان باندی د شوروی اتحاد د یرغل په مهال د اروپا،عربی نړی او امریکا ترمنځ د روسانو ضد ایتلاف او ګډ دریځ د مجاهدینو هر اړخیز ملاتړ او بیا په نیمه لار کې مخ اړول .
په افغانستان کې د ثور ۷ کودتا څخه شوروی اتحاد، شمالی کوریا ، کیوبیا،هندوستان ، او د نړۍ پر مخ مختلفو کمونیزم پلوو ګوندونو لخوا د ملاتړ ایتلاف چې مخامخ پوځي یرغل او هر اړخیز سیاسی،نظامی ، فرهنګی او اقتصادی مرستې پکې تر سره کیدې او په اخر کې يې ټول افغانی ملګري او رفیقان د مرګ په پوله پریښودل ، همغه څه يې ورسره وکړل لکه له مجاهدینو سره چې خپلو بهرنیو ملاتړو وکړل .نوټ : زه خوښ یم چې دواړو سره يې همداسي وکړل .
، د صدام حسین ضد د خلیج لومړی جنګ کې د امریکا، عربو او اروپا ایتلاف .
په افغانستان نړیوال یرغل او د ترهګری او القاعده په ضد د مبارزی تر عنوان لاندې د امریکا ، اروپا ، عربی نړۍ ، مسکو ، چین ، ایران او پاکستان ترمنځ ګډ دریځ چې ورته نړیوال ایتلاف هم ویل کیږي ، لږ شیبه د مخه د خیبر تلویزون هم وویل چې رپورټونه وايې پاکستان ته کولیشن فنډ راورسیدو .
لیبیا کې د قذافی ضد نړیوال ایتلاف چې عرب هیوادونه،امریکا او اروپا پکې راځئ .
د سوریه مسله کې دوه نړیوال ایتلافونه د مسکو او واشنګټن په مشری ، د اوکراین مسله کې دوه ایتلافونه ( د مسکو په مشرۍ او د واشنګټن په مشرۍ) د تیر ساړه جنګ په دور کې ناټو او وارساپکت (امریکا او مسکو) پلوي ایتلافونه او داسی نور.......
پاکستان ته د شاهنواز تڼی له راتښتیدو وروسته نوموړي د پاکستان د استخباراتو او پوځ تر څارنۍ لاندی اوسیده داسي ویل کیدل چې د یو څه وخت لپاره پیښور کې او بیا وروسته راولپنډی او اسلام اباد کې مستقر کړل شو او ویل کیږي چي دغه وخت کي ایله بیله یوځل له ښاغلی حکمتیار سره لیدلي و ، د دي نه علاؤه شاهنواز تڼي د حزب اسلامي په هیڅ جبهه کې ونه لیدل شو ،نه په حزب کې کوم تشکیل ورکړل شو او نه د دواړو خواو ترمنځ د قدرت د ویش په سر کوم توافق او معاهده شوې وه ، نه په پاکستان کې د حزب اسلامی په دفترونو کې د ده کوم څرک ولیدل شو.
خپله انجنیر حکمتیار د پټی څیری او بربنډی طوطي کتاب ۶۵ صفحه کې لیکئ (( ای اس ائ شهنواز تڼی د خپلو ملګرو سره ، په همغه حساسو شیبو کي چي جګړه را وانه وه ، په اسلام اباد کي ، په مخفي ځاي کي ، تر نظارت لاندي وساتو او د ده رابطه ئي له مونږ سره قطع کړه ، چي اقدام کاملآ شنډ شو ،جګړه پاي ته ورسیده او نجیب په اوضاع مسلط شو، هغه ته ئي اجازه ورکړه چي له ما سره وګوري !!))
بیا لیکي د حزب اجراء شورا ته وخت په وخت لازم معلومات ورکړی شوی او پدی ارتباط ګن شمیر تفصیلي غونډی او بحثونه شوی وو ، ټول بلااستثناء خوشحال او له اقدام سره موفق وو .... یو هم داسي نه وو چي له اقدام نه د مخه یا د اقدام په جریان کي ئي څه مخالفت کړي وي ،یائۍ کومه ملاحظه وړاندي کړي وي ، او لیکي چې زمونږ اړیکه له جنرال اصف شور سره وه نه له شهنواز تڼی سره ، له دې څرګندیږي چې حزب په کمین کې ؤ چې د نجیب او تڼی له مخامخ آخ او ډب ګټه پورته کړی او حالت يې په دقت څارل ،ښاغلی حکمتیار دا هم لیکلې چې مونږ غوښتل د تبلیغاتی جګړۍ لپاره یو قوی رادیو سټیشن هم افغانستان کې فعال کړو په جرمنی کې مو خریداري کړ خو چې پاکستان ته مو را ورسولو حکومت ایسار کړو او دلیل يې دا ؤ چې حزب اسلامی ددغه پیلان له پاکستان پټ ؤ نو د سزا او پیلان د ناکامئ پخاطر يې سټیشن تر هغې ایسار کړ ترڅو داکتر نجیب الله مکمل پر وضعیت مسلط شو .
د نجیب الله او تڼی ترمنځ آخ او ډب کې د نجیب د مخالفو ځواکونو څخه د حزب اسلامي د ملاتړ اعلان د دواړو خواؤ ترمنځ نه ایتلاف ګڼلئ شو او نه ایتلاف و. د شاهنواز تڼی او د حزب د استازو ترمنځ هیڅ ډول خبرې او هوکړه نه وه شوۍ او نه شاهنواز تڼی د کوم سیاسی ګوند مشر و ، د طرفینو ترمنځ د ایتلاف مثالونه د لیکنې پاسنۍ برخه کې وړاندي کړل شول .
په احترام
نصرالله احمدزی
۲۹/۰۶/۲۰۱۴