ډاکټر شیر آقا حرکت
دا کومه پټه خبره نه ده ،د امریکا او انګرېزپه مشرۍ چې نن د ټولې نړۍ پوځي او غېر پوځي قوتونه راټول او په افغانستان کې مستقیم او غیر مستقیم حضور لري ، افغانانو نه دي رابللي ،افغانان د دوۍ هغه وخت په
کار او د ویاړ او مباهاتو سزاوار ګڼل کېدل ،چې د روس سره یي په ګرمو سنګرونو کې جنګول غوښتل ،او د روس په تاریخي ماتې خوړلوسره یي بیا په اصطلاح نور نه غوښتل د افغانانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او په ډېره بې شرمۍ ، خړو سترګواو مهیلیت سره یي دغه قهرمان اولس ، څوتنوداخلي بېګانه پرستانواو نژدې ګاونډیانو ته لاس او پښې تړلې پرېښود ، چې د تل لپاره یي له پښو وغورځوي ،دتېرو بدو خاطرو انتقام ترې واخلي او خوایخې پرې وکړي .نن هم دوۍ نابللي مېلمانه دي اوپرته له کوم ملي ، بېن امللي دوه اړخیز او څو اړخیزه تفاهم ، قرارداد ، معاهدې او مقنع دلیل څخه،بې سنده ، بې پاسپورته د غلچکیانو په څېر د افغانستان په مقدس حریم راننوتي دي . تاریخ ددې ګواه او شاهد دې ، چې افغانانو هېڅکله داسې نا بللي مېلمانه ، نه دي منلي اوتل یي له خپلې خاورې څخه مختوري شړلي دي . د همدغه شواهدو په بنیاد ددغه خاینانه هجوم پایلې مونږ په لومړۍ ورځ همدغه ډول ارزولې وې او ددوۍ د شکست وړاند وینه مو کړې وه ، چې نن سبا په حقیقت بد لېدونکې ده .دوۍ سره ددې ،چې له ټو لې نړۍ څخه ټول پدر ازاره ، مادر ازاره ، دسیسه جو او دسیسه کاران د افغانستان جنګي تیاتر ته رابللي ، چې که وکولې شي د ټولې نړۍ په زور افغان اولس د خپلې قمچیني او تحکم لاندې راولي . دوۍ همداسې فرصت طلبه مرتجع افغان بېګانه پرستان او هغه سست عنصره او زنګ وهلې کړۍ ، چې اصلا ً یي د دې سیالو اولسونوسره د غېږ په غېږ او مټ په مټ دګډ ورورګلویز سیال ژوند جوګه نه وو او تل یي د ګونګیانو او خفاشانو په څېر په تورتمۍ سمڅو کې دبل د وزر لاندې ټول عمر غلچکۍ شپې سبا کړي هم لکه دشغالانو او ټپوسانو په خپلو مردارو راټول کړي او غواړي د غرو زمریان اود سردرو بازان پرې ښکار او اصیل افغاني ارزشونه او دودونه پرې بې ارزشه او بې پته ګړۍ ؟ هر چا چې دغه ډول ناوړه او ناروا هڅه کړې خپل ځانونه یي بې پته کړي او په ډېره نا امېدۍ یي دغه ارمانونه له ځانه سره ګور ته وړي دي . که رښتیا نامرده نه اوسۍ او حتا یو کرت مو په خپل ژوند یو مردانه عمل کړې اوسي ، نو څه ډول دادېرش کاله چې افغانان درسره په مردۍ ولاړ دي او یو نامردانه عمل به هم تاسې ترې نه وي لیدلې ، خو تاسې همېشه په نامردۍ شا وراړولې ده . دمخه تر دې ،چې تاسې په افغانستان نامردانه یرغل وکړي او په مکر او فرېب سره دغه غیور اولس وغولوۍ ،یو کرت خو به مو د خپلو نیکونو خاطرات او وصیت نامې لوستې وې او په دې تاریخي حقیقت به مو ځانونه پوه کړي وې،چې « افغانانو هېڅکله اجنبي قوت په خپل ملک کې په خپل سر او صلاحیت نه دې منلې او ورسته له دې یي هم نه شي منلې » .افغانان دسیالې لوبې او معاملې جوګه اولس دې او یواځې په سیاله خبره پوهېږي .داچې تاسې دا دیرش کاله دخپلو خدمتګارانو په لکۍ وهلو ، غلطو وعدواو چټلو معاملو ځانونه غولوۍ او چې لا هېڅ پېښه نه وی شوې ، دوۍد حفظ ما تقدم په خاطر ، د ناکاره ښځو په څېر زمان و مکان په چیغو لړزوي او بیا یي هم تاسې نازونه په ځان منۍ او حتا یو ځل یي هم داصل او نسب پوښتنه نه کوۍ، چې څوک دي ؟ معنا داچې تاسې خپل ځانونه پخپله غولوۍ . د پاکستان سره هم ستاسې معامله په همدې ډول ده . تاسې د دوۍ په خاطر د ملګرو ملتونو د پنځه فقرئیز پلان ،چې په افغانستان کې د یوه ملي دولت د جوړېدو په خاطر طرحه شوې وو ،کودتا وکړه او د دوۍ په خاطر مو د ټول افغان اولس ټولې ارزوګانې خاورې ایري کړې .تاسې دوۍ ته د روسانو سره د دوه اړخیزي معاملې مو قع مساعده کړه ، چې د کودتا له لارې واک خپل کړي او دچور او چپاول او تورو پېسو په چاپولو سره عامه ملي او شخصي دارایي ګانې غصب کړي . تاسې د دوۍ دا شل کلنه پادشاهي او حاکمیت پایداره او خلل نا پزیره ګرځولې او چې لانور به ترکومه دوام کوي . ستاسې په زور او پلمو دو ۍ وکولې شول په زرګونو انسانان په کانتینرونو کې خفه او یا ژوندي د لیلې په دشته کې د شګو لاندې کړي .د دوۍ په خاطر ،تاسې ، د پاکستان په قصور او دافغانستانانو په بې ګناهۍ ، په افغانستان راکټي حمله وکړه او دبن د تش په نامه بې بنیاده کنفرانس په پلمه موپه یوه ورځ کې ټول طالبان له ملکه وشړل او پنځه کسه مو د ټول افغانستان واکدار اوهر کاره جوړ کړل . زه ستاسې توجه د پښتو دغه شعر ته په اړولو سره، چې : بحر ډک له ملغلرو چپ روان وې *** د نا اهله خلکو خوی لکه د چړ دي غواړم ووایم هو ! تاسې نه یواځې په افغانستان کې د ټولو دموکراتیکو اصولو او معیارونو ، اخلاقي او مدني بشري حقوقواو ارزشونو په پایمالولو سره نه یواځې د افغان اولس منلي ملي او بېن ا لمللي ټول حقه حقوق پایمال کړي ، نه یواځې د بین المللي قوتونو او اتباعو ،چې په افغانستان کې حضور لري ټول حقوق مو په خپلو خود سریو او بې بندو باریو سره د پښو لاندې کوۍ ، بلکه تاسې عملا ً د ټولو خپلو اولسونو او بلکه د ټولو نړیوالو د حقه حقوقو په پایمالولو سره مقابل طرف واقع یاست او العیاذبالله په خپل دغه عمل سره ټولو ته د حماقت نسبت کوۍ . زما په عقیده دهر منل شوي ټولنیز قانون څخه سر غړونه او نه منل پرته له دې بله معنا او مفهوم نه لري او په بله معنا همدغه دې ستاسې د زوال د جبر او استلزام حکم . تاسې دخپل وجدان قاضي حاضر وګڼۍ او دې پوښتنو ته ځواب ووایي . تاسې ټول مترقي ، دموکرات ، دبشر د حقوقو د حراست علم بردار او مدني بشري ټولنو په نمایندګۍ افغانستان ته د امن د تأمین ، نظام جوړونې او بیا ابادونې په خاطر راغلي یاست . ۱ ــ که په رښتیا هم ستاسې هدف په افغانستان کې د امن تأمین اوسي ، نو ددې کار لپاره تر هرڅه دمخه امنیتي ارګانونه ، ادارې ،مسلکي روزل شوي کسان ، وسلې ، تأسیسات ،وسایط او نور پکار دي ، خو تاسې تر هر څه دمخه د همدغه عمده فاکتورونو په له منځه وړلو سره د بې امنۍ په کلي مفهوم په ملک کې داسې بې امني رامنځته کړه ، چې نن پخپله بېن المللي قوتونه د خپلو وضع الجېشونو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي دي . ۲ ــ کوم کسان ، چې تاسې د نظام د جوړولو په خاطر ګمارلي دي ، تاسې پخپله هغوۍ د بشر دحقوقو ناقضین ، جنګي جانیان ،مفسدین ، اختلاسګر ، د مخدره موادو قاچاقبران او په دغه ډول نورو بدو اعمالو ککړ کسان بولۍ .ایا تاسې باور لرۍ ،چې دغه کسان به وغواړي داسې یو نظام جوړ کړي ، چې تر هر چا دمخه په کې پخپله د خپلو بدو اعمالو په سخته سزا ورسیږي ؟ که داسې نه وي ، ستاسې هدف له دې کار څخه څه دې ؟ ۳ ــ هر څوک چې په رښتیا د یوه ملک ابادول غواړي ، بنیادي او اساسي اهدافو ته لاس غزوي . تاسې تر اوسه یوې بنیادي پروژې ته لاس نه دې اوږد کړې او که کوم کارمو پېل شوې هم دې ،د پروژې د تعمیر له پروسې څخه د تخریب د پروسې سرعت چټک دې یعنې چې په اوبو کې لوټه ږدۍ او دم ګړۍ پرې تېرېږۍ او په هر صورت ستاسې له وتلو وروسته به یو وران ،ویجاړ افغانستان پاتې وي . ۴ ــ که تاسې په رښتیا افغانستان ته د یوه پرمختللي ټو لنیز نظام د جوړولو په خاطر راغلي یاست ، نو دا د هرې ګروه او ګاونډي ملکونو سره د افغانستان د تجزیي په پلانونود څه په خاطر خبرې کیږي ؟ او د څه په خاطر ستا سې د سیاسي مسئولینو له خوا د تجزیي ډول ډول طرحې وړاندې کیږي اود څه په خاطر مو ځيني معلوم الحاله تجزیه طلب ، سیاسي مریضان او سیاسي لنډ فکره افغانان د برلین غونډې ته رابللي وو ؟ ددغه ډول پوښتنو شمېره هر څومره چې وغواړو اوږدېدلې شي . حقیقت دادې تاسې خپل تاریخي ایدیال وضع الجېش « د افغانستان بالاحصار »په دې ستراتیژیکه منطقه کې اشغال کړې او په دې لسو کلونو کې مو د افغانانو عنعنوي شدید تضاد او مقاومت عملا ً وازمایه . نه ستاسې خیرن نیتونه له چا څخه پټ پاتې دي او نه دافغانانو عزم او تصمیم مو بدل کړې شو . دې بې شمېره رسنیو ، سیاسي مبصرینو او مفسرینو که هرڅه حقایق او واقعیتونه تحریف کړل ، د هغې رنګ او بڼه یي بدله نه کړې شوه او نه، ستاسې په اصطلاح ستاسو ککړې خدمتګزارې بې ګانه پرستې ډلې ټپلې ځان لپاره او یا تاسې ته څه ګټه ورسولې شوه .خبره په هر لوري د حقایقو تر پولې رسېدلې ده . پکار دادي په حقایقو او واقعیتونو اتکاء وشي . دا قضیه په دې ډول د حل وړ نه ده .تاسې دخپلو اولسونو،او افغان اولس دخپل تېر تاریخ او دود و دستور سره مشکل لري ،داسې بریښي ، ګوندې دخلاصون چاره دټولو له واک او قبضې څخه وتلې ده . زما په عقیده چاره یواځې حقایقو ته مراجعه کول دي او هغه ، داچې د ټولو صلاحیتونو بنیاد اولس دې ، طاقت اولس دې ، واک اولس دې او دهر عزم ،تصمیم ، ارادې او حرکت عامل او پلې کوونکې اول خدای او بیا د خدای خلف طاقت اولس دې . څه ډول څو نا اهله او نا خلفه کسان د خپلو بې بنیاده ، واهي ګټواو ځان غوښتنې په نوم په ټوله نړۍ کې ټول اولسونه د ظلم او ناروا د زنګون لاندې ساتي او اولسونه ، چې « زور یي رښتیا هم د خدای زور دې » ، نه شي کولې ، تش په خپل تصمیم او تړون سره ټول واک په لاس کې ونیسي او په ټوله نړۍ کې رښتینې الاهي عدالت ، انصاف او قانون تأمین کړي ؟ تاسې به تر څو پورې د خپلو ملي او بین المللي منل شوو قوانینو څخه سر غړونه کوۍ او دمافیایي ډلو په لجاجت به نړیوال په ناروا د خپل حاکمیت لاندې ساتۍ ؟ تاسې ډېرې هڅې وکړې او هر ډول قومي،ژبني ،سمتي ،مذهبي او نورو تعاصباتو او تضادونو ته مو لمن ووهله چې په افغانستان کې هم یو نا بکاره پارازیت نظام په پښو ودروي ، افغانستان یواځینې هیواد نه دې ، چې ورونه قومونه په کې پېړۍ پېړۍ ګډ سولئیز ژوندکوي ، تاریخي افتخارات او دغم ودرد شریکي شېبې او خاطرې لري ، چې په مجموع کې د افغان اولس د ویاړه ډک تاریخ جوړوي . زما په عقیده یواځې بې هویته او ناکسه احمقان کولې شي دغه ډول د ویاړه ډکه ماضي او ستر تاریخي افتخارات تش د ناچله پېسو او ابدي تاریخي لعنت په بدل کې له لاسه ورکولې شي . خو افغان اولس د دا ډول پرېکړو واک په نهایت کې تل په خپل واک کې ساتي او د هغه طاقت او استعداد له مخې ،چې لري یي ، دهرې نا بکاره ډلې لاسونه شاته تړ ي او د خپل ملک پاکه ورشو ددغه نجسو له نجاست څخه د تل لپاره پاکه ساتې . پښتنو ته که د اکثریت په حېث دملک دفاع او د ورونو قومونو تر منځ په ذات البېني مناسباتو کې د حوصلې ، صبر او ګذشت مسایل د یوه تاریخي رسالت او جبر په توګه په میراث پاتې دي او باید یي په پام کې وساتي ، نو تاجک ، هزاره ، اذبک ، ترکمن ، بلوڅ ، نورستاني ، پشیي او نورو اقلیتي قومي ورونو هم دغه مشترک ملي رسالت او دین د شعوري درک او احساس له مخې پر ځان منلې او هېڅ یوپه داغ سنګرونو کې له پښتنو څخه پاتې نه دي راغلي او خپل هېواد یي تل په مشترکه مساعي سره اباد او ازاد ساتلې دې او ځکه خو په داسې وړو او بې بنیاده مسایلوستاسې محاسبې هم په ځای نه بریښي . که په رښتیا په دغه ملي جوړښت کې کومه ضعیفه کړۍ موجوده وې ، لا دمخه به د دښمنانو له خوا تشخیص او کارول شوې وای . دسلیم عقل او وجدان خاوندان په دې ښه پوهیږي چې افغانستان ، یواځینې هیواد نه دې ، په کوم کې چې اکثریت او اقلیتونه وجود لري . په افغانستان کې خو د لاسونو دګوتو په شمېر قومونه اوسیږي ، په نورو ملکونو ،لکه امریکا ، روسیه ، چین ، هند او ځیني نورو کې دغه شمېره له سلو هم اوړي او هغسې ،چې په افغانستان کې د اقلیت او اکثریت مسئله واضح ده او هغومره چې په افغانستان کې د اقلیتونو حقوق په پام کې نیول کیږي ،او حتا د امتیاز په شکل اقلیت ورونو قومونو ته ورکول کیږي ،په بل هېڅ ملک کې ورته دومره توجه نه ده شوې او نه به وشي . د بلې خوا د اکثریت او اقلیتونو د متقابلو حقوقو او وجایبو مسئله هم په نړیواله او هم په ملي کچه د مسئولو ارګانونو له خواډېره ژوره څېړل شوې او ارزول شوې او حدوداو متقابل حقوق او وجایب یي ټاکل شویدي . په افغانستان کې ټول اقلیتونه او پښتانه چې قاطع اکثریت جوړوي ،پرته له تبعیضه سولئیز ګډ ژوند لري او دټولو ژبو څخه د تفاهم د وسیلې په حېث کار اخلي ، تاریخي ارزشونو او زیرمو ته یي د قدر په سترګو ګوري او دمتقابل ارګانیک دیالکتیکي پرمختیا او پراختیا لپاره یي خپلې بې شائیبه هڅې هېڅکله نه دي سپمولي . ټول په دې خوښ دي ، چې دري ژبې په دې لویه سیمه ،افغانستان ، هند ،ایران ، تاجکستان او نورو ملکونو کې رواج او برلاسې پېداکړې اوسید جمال الدین افغان ، اقبال لاهوري، بیدل ،حافظ او نور په دري ژبه شعرونه او نثرونه لیکلي او حتا د ایران فارسي او دتاجکستان تاجکي ورسره په سیالۍ کې پاتې راغلي او ټول ورته د حسادت په سترګو ګوري . دا د ټولو افغانانو لپاره یو شان ویاړ او مباهات ګڼل کیږي او ټول پرې یوشان باید وویاړي . همداسې که مونږ د پښتو ژبي بې مثاله او بې بدیله شعري ترکیبونو او ډول ډول غږیز اهنګونو او کمپوزونو ته ، چې په بله ژبه کې هېڅکله نه شي په سترګو کېد لې ، وګورو ، چې د ورونو قومونو او حتاخارجي هنر مندان یي په ډېره خوښۍ سره زمزمه کوي ، لکه چې په اخرو وختونو کې به روسانو دا سندره ویله ( ای د ازادۍ خاورې تاته مو سلام دې )،د حجرې او دېرې د ټنګ ټکور څخه نیولې ، د ځوانانو او پېِغلو د عاشقانه لنډیو ،غږونو ،اوازونو ، سروکو ، سوال او ځواب ، د ودونو او اتڼونو دګډا ، د وطن د ازادۍ په ګرمو سنګرونو کې ،لکه چې د ملالۍ : « که په مېوند کې شهید نه شوې خدایګو لا لیه بې ننګۍ ته دې ساتینه » په دغه پښتني یوې چیغي سره د مېوند په جنګي ډګر کې ، د غازیانو غورځنګ ، چې شمېر یي د انګریزانو د لښکرو د شمېر او وسلې یي د وسلو د کمیت او کېفیت سره هېڅ د مقایسې وړ نه وو ، بې مثاله دینامیزم پېدا کوي او د انګریزانو لښکرې تار مار کیږي ،د پښتو ژبې ګرامري صرفي او نحوي جوړښتونه اوهر اړخیزه غږیزه «وۍ پوهنه »د ایستلې پړقنده تورې په څېر پرېکنده افاده او غږیز رول لوبولې شي ،د خود ګردانه ټولنیز نظام ،د جرګو مرکو بحثونه او پرېکړې ، حقوقي ، جنایي دعوې دنګلې ،د رقیب ،غلیم او تر بور سره سیال او ترخه بحثونه او مناقشې او دا ډول ډېر نور مسایل ، علمي او ادبي بحثونه او مناقشې ، فکر کوم تر هرې بلې ژبې ، یواځې په پښتو ژبه ډېر ښه افاده او تر سره کېدلې شي او دا هم باید دټولو افغانانو لپاره یو شان د ویاړ او افتخار وړ اوسي . همغسې چې افغاني ټولنیز ارګانیک ترکیب په هر سنګر کې دافغانانو د بري او افتخاراتو ضامن وو د افغاني لویو او وړو قومونو ژبنیز ارګانیک ترکیب او حتا ساده کانګلمرات (مخلوط ) ښکلې شکلي او ماهیوي ژبنۍ صرف او نحو جوړېدلې شي . اصیل افغانان نه خاین دي ، نه خائف او نه خفاش ، چې په تاریکۍ او سوړو کې پټ شي . دوۍ نن هم په جیګو سترګو د خپل ملي وحدت ، ملي نظام او ملي تړونونو څخه په کلکه دفاع کوي . دوۍ د تاریخ په اوږدو کې مشترک درد وغم ، خوښي او افتخارات درلودل او لري یي او فکر نه کوم یو له بله څخه په دې کار کې کمې او زیاتې ولري . اولسي خلک په خپلو منځونو کې قومي تبعیض اوتعصب سره نه لري . دا یواځې هغه کرغېړن ، متعصب اوله حسادتونو څخه ډک ځان غوښتونکي روشنفکران دي ،چې د کینې په اور سوځي ، خو له بده مرغه استعداد نه لري ،چې په ملي کچه شخصیت جوړ شي ، هڅه کوي خپل دغه ارمان د بېګا نه پرستۍ او پستۍ له لاري ترلاسه کړي ،خو بېګانګان دا ډول نا بکاره څیزونه تر هغه وخته په ځان پسې راکاږي ، چې ګټې یي په کې نغښتې وي او وروسته یي په داسې کثیف ډېران غورځوي ، چې ټول عمر د غم ، حسادت ، حسرت او بدنامۍڅخه نه مري او نه خلاصون لرلې شي . کومې ټولنې ، چې د ملي تشکل څخه برخمنې اوسي ، د ډېرو ملي ارزشونو لکه ملي وحدت ، ملي اېدیولوژي ،ملي ګوند ،ملي جبهه ،ملي سازمان ،ملي ترمنولوژي ،ملي تړون ،د هېواد د ملي دفاع وزارت ، ملي پولیس ، د ملي امنیت وزارت ،لوی ریاست ، . . . ، دملي سرمایدارانو ، ملي تجارانو . ملي ډاکټرانو ، انجنرانو او ډېرو نورو ملي جوړښتونو او تعهداتي سازمانونو څخه برخمن او برخورداره اوسي .په دې معنا چې دا هره دولتي اداره ، ملي جوړښت او سازمان په خپلو خپلو برخو کې دملي امنیت ، ملي شتمنیو ، ملي ګټو او ټولو نورو تعهداتو ساتنه کوي . د مثال په ډول ، دملي دفاع وزارت او ملي امنیت لوی ریاست دافغانستان دسرحداتو د بېرون څخه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت دسراسري امنیت څخه دفاع په غاړه لري او هره توطئه او دسیسه باید د افغانستان له پولو دباندې خنثا کړي ، نه دا لکه د ثور د اتمې نېټې د جشن په ورځ ،چې دښمنان د جمهور رئیس په لوژ وروختل او له چپنې څخه یي راکشاوه او چې ولې یي ونه واژه ، د تعجب خبره ده ، ځکه ډیر کسان په کې مړه او زخمیان شول . د ملي دفاع وزیر د درې منه نشانونو او مدالونو سره د ځان د خلاصون چاره نه لیدله اودملي امنیت لوی رئیس به البته د قبلي اګاهۍ له مخې خپله لاره چاره لټولې وه. خو په سبا یي څو بېګناه انسانان په وندر کې راکشول ، چې که ګوندې د پولې بېرون یي ونه نیولې شول ، بېګاه د شپې یي د خپل ریاست د دروازي مخې ته ونیول او لاس تړلي یې راوستي دي . همداسې د کورنیو چارو وزیر او نور وزیران او داړونده ادارو مسئولین خپل خپل ملي او وظیفوي صلاحیتونه او مسئو لیتونه لري او هغه باید د ملي او اداري مسئول په حېث سرته ورسوي . ملکونه او هیوادونه د ملي قهرمانانو ،ملي اشخاصو ،ملي سرمایدارانو ، ملي وطنپرستانو ، ملي روشنفکرانو او ډول ډول نورو قشري ملي فدا کارانو په واسطه د ملي ارزشونو د پالنې او حراست له لارې ساتل کېدلې شي . یو متل دې ، چې « څوک ځان ساتي او څوک جهان ساتي » او یا خوشال خان خټک لیکي : چې دستار تړي هزار دي *** د دستار سړي په شمار دي زما په عقیده ، دا ځیني کسان خو رښتیا هم د خپلې کورنۍ ،دخپل کور د حریم او حتا د خپل ځان دساتنې له عهدې څخه نه شي وتلې ، نو ځکه حق لري هر ډول اوتې بوتې ووایي او له خپل سیوري څخه هم وډار شي . په یوه ټولنه کې ډېر رواني او عصبي ناروغان هم وجود لري ، چې له هر حرکت او هرې پدیدي څخه ،چې هېڅ خطر ورڅخه متصور نه ګڼل کیږي ، ډاریږي او ډېرې یي له همدغه ډاره ځانونه وژني .د دغه ډول کسانوشمېر خصوصا ً په اوسنیو شرایطو کې ، چې د خارجي او داخلي غدارانو او جبارانود خاینانه سازشکارانه تباني په نتیجه کې ،طاقت فرسا ډار او فشار په افغان بې وزله اولس زیات شوېدې اوځیني سیاسي مداریان د اولس ددغه رواني او عصبي کمزورتیاوواو نیمګړتیا وو په بنیاد خپلې منترې ، جنترې او دسحر او جادوټوټکې پخوي اودخپلې جادوګرۍ او زور واکۍ دامونه او جالونه غوړوي ، خو له نېکه مرغه ، ملي ارزشونه ، ملي محیط او ملي افقونه د هر کس او ناکس او مغرض د تعرض او اسیب څخه مبرااوپه خاص ډول دافغان اولس د ټولواجتماعي قشرونو او حتا فردي اعضاوو لپاره تل د تقدس حېثیت او مقام درلوداو په قرمزي ممنوع العبور او غېر قابل انقطاع کرښه محاط ګرځېدلي دي . سره ددې هر یرغلګر ،چې دتاریخ په اوږدو کې ، د افغانستان په مقدس حریم یرغل کړې ، اولین هدف یي، د دوۍ په آند ،افغاني ټولنیز تاریخي او سیاسي ارزشونو او افتخاراتو او ملي ،مذهبي مقدساتو ، بلا تشبیه ، بې ارزشه کول وو . په دې تېرو نژدې دیرشو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو تېرې او جفا ء او ورپسې دټولې نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان په خاوره دټولو اولسونو مستقیم او غیر مستقیم نظامي او شبه نظامي هجوم او افغانان د هر ډول ناوړه سزاوو ،سزاوار ګڼل، د ډېرو ځان غوښتونکو ، فرصت طلبه ، ضعیف النفسه ، مال او مقام غوښتونکو مرتجعینو وجدانونه او ایمانونه ورسست او دکعبې توبې او قسمونه یي ور مات کړیدي . ملي مسایلو ته نه پاملرنه ، سهل انګاري او شا اړول ،ملي خیانت ګڼل کیږي اولکه څرنګه چې په الاهي قانون ، الاهي کلام او الاهي احکامو کې د نیک او بدو په مقابل کې د نېک او بد پاداش وعده ورکړل شوې ده ، په بشري قوانینو کې د ملي خیانت سزا په ټولو ټولنو او ټولو نظامونو کې اشد مجازات ، یعنې اعدام ټاکل شوې دې . دولتونه ، حکومتونه او ادارې ددې لپاره جوړیږي ،چې نه یواځې دافرادو ،اشخاصو او ادارو نیک او بد اظهارات ،بلکه نیتونه هم معلوم اوتشخیص کړي ،چې د هغې مطابق نېک او بد پاداش او سزا ووېني . نه داسې ، لکه چې کله ددفاع وزیر څخه خبر نګار د پارلمان په وړاندې د رای اخیستنې په وخت کې پوښتنه وکړه ، چې رښتیا، ته د آی اس آی جاسوس یي ، هغه مخ وکیلانو ته واړوه او ویي ویل : ( او برادرا ! کدام ما وشما نیستیم ؟ همګی ما وشما ،خو همونجا می رفتیم ) او ددې پرځای ، چې لاسونه یي پرې تړلي وای او ددې خبرې د سپیناوي لپاره اړونده ادارې ته معرفي شوې وای ، پوره رای یي هم ترلاسه او تر نن ورځې پورې هم د ملي دفاع وزیر دې او مونږ له هغه څخه د افغانستان د پولو د امن طمع هم لرو . یا کله چې دکورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رئیس چې له خپلو دندوڅخه ګوښه ګړې شول اندکترین تشویش او تأثر یي په څېرو کې نه معلومیده ، چې ګوندې څوک به ترې پوښتنه وکړي ، په اولین فرصت کې امریکې ته ورسېدل او لا درسېدو دمخه یي په ګواښ ، لاف و پټاک پېل کړې وو او هلته ، چې البته چا به په شا ډبولي وو او وطن ته په راستنېدو په هر واده ورئیز او غم ښادۍ او خود ساخته انار شیزم کې پورته پورته غورځي او هر مقام او اداره د خپل سر ،مال او لښکرپه فدا کولو تهدیدوي . پنځه ورځې دمخه خو دغه ټول مسېولیتونه ستاسې په غاړه وو او هره ورځ به د جامو سره د حامد کرزي په سترګو ورننولۍ او چې وخت یي راغې ، نو دښکاري سپو په وسیله هم راګیر نه شوۍ . سیاست ، زما په عقیده ، تر هرڅه دمخه ، ملي او بین المللي سیالې لوبې او ارزش ته ویل کیږي . هغه کسان چې ددغه ډول ارزشونو څښتن کیږي او سیاسي صفات او ماهیت پېداکوي ، ټول عمر سیاستمدار پاتې کیږي ، یعنې چې شخصي ژوند او شتمني یي هم ټولنیز ، یا په بل عبارت سیاسي ارزش پېداکوي او په سیاسي مسایلو کې تل باید سیاسي ، یعنې د ملي ګټو په کچه او سویه دریز ولري ،چې له بده مرغه داسې کس مې نه دې په سترګو شوې . په دې وروستیو ورځوکې د امریکې د سنا د مجلس ځیني غړو د افغانستان د پارلمان غړي ، د احزابو مشران ، د حکومت او دولت اوسني او پخواني ځیني مشران ، دجمهور رئیس اوسنې او پخوانې مرستیالان او یا په بل عبارت د امریکایانو په لاړو لامده او یا د هغوۍ په اصطلاح ، ځیني بې ګناه مجرمان یعنې ټول غټ سیاسي اشخاص د هغوۍ د استغاثو او معروضو په اساس د برلین غونډې ته بلل شوي وو.له بده مرغه هیچا خپل سیاسي موقف او پوزیشن اختیار نه کړ او دبرلین په شور بازار کې هم امریکایانو او هم زمونږ «لویو سیاست مدارانو » داسې اوتې بوتې وویلې چې هم یي خپله او هم یي د نورو آبرو له مخونو پرېمینځله . ددغه جملې څخه یو هم د بلخ والي « استاد » عطامحمد خان نور وو ، چې د سږ کال د جنوري د میاشتې په ۱۶ نېټه یي د اریانا تلویزون د « افغانستان در محراق حوادث » په پروګرام کې ډیره « عالمانه »مرکه وکړه . نوموړي د ډیورنډ د تش په نامه کرښې په هکله د یوه پوښتونکي په ځواب کې وویل : زما سیاست پټ نه دي . زه بربنډې خبرې کوم . پاکستان د افغانستان په نسب څو برابره قوي طاقت دې .اتمي او نورې ډېرې مدرنه وسلې لري . څوک یي زور لري ؟ که څوک یي لري ، راشۍ چې سبا پرې حمله وکړو . د والي صاحب په آند ، افغانستان یي زور نه لري ،نو باید د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژندل شي . رښتیا، چې والي صاحب لویي سیاسي خبرې وکړې . خو دې خبرې ته متوجه نه شو، چې افغانانو په کوم طاقت روس مات کړ ، افغانانو په کوم طاقت او وسلو درې وارې انګلیس ته ماتې ور کړه او دکوم طاقت او وسلو په زور یي نن د نړۍ ټول قوتونه وتلو ته مجبور کړي دي ؟ دبلې خوا محترم والي صاحب په دې باره کې هم فکر ونه کړ ،چې د افغانستان ددومره فراخه ستراتیژيکي منطقې او لسګونوملیونونو انسانانو سرنوشت پنجابیانو ته د سپارلو صلاحیت ،چا والي صاحب ته سپارلې دې ؟تراوسه پورې یوه امیر ،یوه شاه او یوه جمهور رئیس دغه ډول جرئت اوصلاحیت پېدا نه کړې شو او داچې والي صاحب په اصطلاح د خپل بربنډ سیاست ، بې باکانه قاطعیت او یا د نیمګړي عقلانیت په بنیاد دا ډول پریکړه کوي ، البته چې صلاحیت به لري او یا کوم د کوم پټ راز جبر دغه ډول بې مسئولیته اظهاراتو مجبور کړېدې ! په دې ډول ډیر نور کسان هم دډیورنډ د مسئلې ددغه ډول پرېکړې سخت علاقمند دي . غلام محمد محمدي او ډېر نور کسان ،چې په خپل سر سیمینارونوکې راټول شوي اوددغه ډول پریکړو سره یي کلکه علاقمندي ښودلې ده .هحترم والي صاحب په خپله وېناکې داهم وویل ،چې د لوی سیاست ، لوی پلان او لویي ستراتېژۍ دعوه جلب دې ، نپوهېږم ، والي صاحب به په داسې ضعیف مورال سره دا دومره لویه ستراتیژي څه ډول پر مخ بوځي ؟