دا ټاکنې به د تاريخ يوه برخه وګرځي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رفيع الله روشن
که د تاريخ تعريف ته تم شو نو وايي چې دتېرې زمانې کړه وړه ،لوړې او ژورې بيانوي دې تعريف ته په کتلو سره به نننۍ زمانه  هم يو وخت تېره زمانه وي او معلومه ده چې د افغانستان د ۱۳۹۳کال جمهوري رياست دوهم پړاو ټاکنې به هم د تاريخ يوه برخه وګرځي،واقعاً چې د ۱۳۹۳کال

دغبرګولي په ۲۴مه نېټه افغانانو داخبره په عمل کې ثابته کړه چې دوی له خپل ګران هېواد سره څومره مينه لري، دوی دا روښانه کړه چې يواځې په خوله نه وايي چې په هېواد کې سوله او امنيت غواړي  بلکې د يوې پايدارې سولې او امنيت لپآره په عمل کې هم پورته   او لاس په کار کېږي او ژوندۍ بېلګه يې  په دې کال دوهم پړاو ټاکنې دي چې ښځينه او نارينه و پکې  په پوره شهامت او مېړانه په پراخه پيمانه ګډون وکړ او خپله قېمتي رايه يې د خپلې خوښې وړ نوماند لپاره وکاروله.
کله چې افغانانو د لومړي پړاو پايلې بې نتيجې وليدلې نو دې با غيوره او په وطن مينو خلکو وپتېيله چې اوس به د سر اوژوند په بدل هم خپل راتلونکی ز عيم ټاکي او همداسې يې وکړل،که څه هم   د لومړي پړاو په پرتله د رايې ورکولو محلونو او سايتونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی و او تمه کېده چې ډېر خلک به په ټاکنو کې برخه وانخلي، خو برعکس او دټاکنو د خپلواک کمېسيون د تمې خلاف په دومره لويه اندازه اشتراک وشو او خلکو خپله رايه وکاروله چې  ټول حيران و، حتی د سهار په نهو بجو په محلونو کې رايه پاڼې خلاصې شوې،خلک منتظر پاتې شول،شکايتونه وشول آن دکابل په شمول په ډېرو ولاياتوکې لاريونونه تر سره شول او د انتخاباتو مستقل کمېسيون په ضد يې شعارونه ورکول چې ولې دومره ژر رايه پاڼې خلاصې شوې او ډېری خلک بې له رايه ورکولو پاتې شو،ديوه ټلوېزيون خبريال له يوه لاريون کوونکي سره خبرې کولې لاريون کوونکي وويل چې زموږ په سيمه لس زره تنه د رايه ورکولو په شرايطو برابر دي او کارتونه هم لري،خو دلته يواخې ۶۰۰ رايه پاڼې را وړل شوې دي اوهغه هم تنها ښځينه وو ته د رايه ورکولو حق ورکړل شوی دی ،لاريونکونکي ويل داځکه چې ښځې ډېرې ژر تېراېستل کېږي او په دې سيمه کې ټول چارواکي د يوه نوماند په ګټه کار کوي.
خلکو ځانونه د مرګ تر پولې ورسول،ځانونه يې تر روغتونونو ورسول ،د بدن غړي يې له لاسه ورکړل  خو رايه يې استعمال کړه دهېواد دکورنيو چارو وزير په وينا چې ۱۵۰ بريدونه وشول ، اتلس تنه ملکي وګړي او پوليس ووژل شول او تر شپېتو زيات مخالفين له منځه ولاړل خو دا رقم ډېر کم وښودل شو دټاکنو په سبا معلومه شوه چې په ټول هېواد کې ۵۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده،ددفاع وزارت وياند ظاهر عظيمی وويل چې ۳۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۳ ټپيان دي،عظيمی وويل دټاکنو په ورځ ۱۷۶ترهګر دملي اردو لخوا وژل شوي  ۹۳ ټپيان او ۱۰ نور ژوندي نيول شوي دی ،هغه  زياته کړه په همدې ورځ دهېواد په بېلابېلو ولاياتوکې ۲۷۳ بريدونه د مخالفينو لخوا ترسره شوي دي، خو طالبانو دټاکنو په سبا په خپله اعلاميه کې چې د پژواک خبري اژانس ته يې استولې وه ويلي و چې دوی په دې ورځ ۸۶۸ بريدونه کړي چې ددولت لسګونه کسان يې پکې وژلي دي.
نو سره له دومره لويو ننګونو او جدي ګواښونو بيا هم مېړنيو او باتورو افغانانو نارينه اوښځينه وو،داهرڅه په ځان ومنل خو دخپل زعيم له ټاکلو څخه لاس په سر نشول اوپه همدې مرګونو شېبوکې يې بيا هم له ۷ ميليونه څخه ډېره رايه استعمال کړه، چې هېڅ فکر نده کېده .
که سترګې ورڅخه پټې نشي او حقايق وويل شي نو پرته له ځينو څخه نور امنيتي مسؤولينو اوپوليسو هم ښه په ايماندارۍ سره خپل مسؤوليتونه ادا کړل او تر ډېره بريده يې ځانونه بې طرفه وساتل،دټاکنو خپلواک کمېسيون هم تر دېره بريده په خپلو کارونوکې بريالی و که څه هم ځينې مشکلات يې لرل لکه د رايه پآڼو کمبود،په وخت نه رسيدل چې دا ستونزې دوی پخپله هم ومنلې.
خو افسوس په دې راغی چې ځيو دولتي چارواکيو په دې خاطر چې ديوه ځانګړي نوماند په نفه کار وکړي په ځينو اشخاصو يې دهغوی دبدنامولو په موخه تورونه ولګول  چې دبېلګې په توګه د ټاکنو دخپلواک کمېسيون ددارالانشاء د ريس ضياء الحق امرخېل يادونه کوم چې  د کابل د امنيه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر ورباندې دټاکنو په ورځ تور پور کړې او يوه ځانګړې نوماند په ګټه يې د کارتونو دانتقال ادعا ورباندې وکړه، حال داچې د ملګرو ملتو نو لخوا له داوړو کانديدانو غوښتنه کړې وه چې دټاکنو په ورځ دې دټاکنو خپلواک کميسيون مسؤلو چارواکوته اجازه ورکړي ترڅو څېړنی وکړي او دخلکو مشکلاتوته رسيده ګي وکړای شی  ويل کېده چې ضياء الحق امرخيل په دې ورځ د کابل سروبي ولسوالۍ ته دکمبود په صورت کې مواد انتقالول چې دغه چارواکي يې مخه ونيوله او هماغه و چې دجمهوري رياست نوماندډاکټر عبدالله عبدالله  يې له ولسمشر کرزي څخه د دندې ځنډول يا له دندې د ګوښه کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې ښآغلی امرخيل لاس په لاس ددرغلۍ په مهال نيول شوی دی، خو ښاغلي امرخېل وويل چې جنرال ظاهر قانون ته سپکاوی کړی دی او د قضيې د تحقيق غوښتونکی شو.
  پوښتنه دلته پيداکېږي چې  ولې ځينې خلک خپله ګناه نه وينی متل دی چې وايي خپل عيب د ولو منځ کې وي چاته نه ښکاری اوياهم د څراغ لاندې تيآره وی،يو نوماند چې په اړه يې لسګونه ويډيوګانې،انځورونه اوکره شواهد شته او په تصويري،غږيزو او انلاين رسنيوکې وړاندې کړای شول چې تقلب او فساد کوي ،پلويان يې دټاکنو په ورځ خلک ګواښي،په زور ونه کارتونه اخلی اوخپل نوماند ته رايه ورکوي،دمخالفت په صورت کې کارتونه شلوي،خلک په ډزو سره ولي،سايټونه تړي،صندوقونه پخپله ډکوي،په لکنو جعلي کارتونه يې د پوليسو لخوا نيول کېږي اودې ته ورته لس قسمه درغلۍ يې روښانه کېږی خو دی يې نه مني او بيا د ټاکنو په ماذيګر ترټولو لوي او بې مسؤليته کار   کوي هغه داچې دخپلې دروغجنې بريا اعلان هم درسنيو په وړاندې کوي،چې دا اصلاً په ده پور کوم تړاو نه لري اونه هم دومره ژر دی پرېکړه کولی شی اونه دده کار دی،دقانون له مخې له ټاکنو ۱۷ ورځې وروسته يعنې د سرطان په ۱۱مه لومړنۍ پايلې دټاکنو دخپلواک کمېسيون لخوا اعلانېږي او وروستۍ پايلې د سرطان په ۳۱شمه بايد اعلان شي خو داښاغلی دټاکنو څخه ۳ ساعته وروسته خپله بريا اعلانوي ،د تعجب ځای دی چې څنګه دخلکوپه سترګوکې خاورې ورشيندي،متل دی چې وايي څوک يې په کلي کې نه پرېږدي او دی وايي چې امسا مې دملک کور کې کېدئ.