د برمنګهم غونډه خپلواکو وروڼو جوړه کړۍ وه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دوهمه برخه
غونډه په خپل وخت پیل شوه ډیره منظمه او ښه راوانه وه تقریبآ ۲۲ کسان  ځوانانو ته ځانګړی واسکټونه ور آغوستل شوي وو چې هغوي د نظم چارې پرمخ بیولې لومړی تلاؤت وشو او ورپسې د پرانستې وینا او بیا ملی سرود و غږول شو حاضرین يې د دروناوی لپاره ودریدل او اخر کې په

چک چکو او نعری تکبیر بدرګه شوه او بیا په نمبر سره د هریو ښار نماینده سټیج ته راغوښتل کیدو او له بدلون او دوام ټیم يې ملاتړ څرګنداؤ او په منځ کې يې شعرونو ته هم ځای ورکړل شوی و ، ویناوال ډاکتر امین الله ، عبید خلیل، مجاهد صیب ، لطیفی صیب ، ضیاء صیب د حزب وحدت نماینده ، حاجی اسمعیل ازبک ، نصرالله احمدزی ، علی بخت ، سلطان محمد شینواری ، نجیب الله احمدزی ، جان محمد شینواری، غرزی صیب  او د لسو ښارونو استازو خبرې وکړې .
د ګډونوالو نیوکه د غرزی صیب د خبرو په یوه برخه وه ، د لطیفی صیب د خبرو یوه برخه په نورو نیوکه ، او د مجاهد صیب خبرې له حده ډیرې شوې چې دوه ځله اخطار نامه ورته مخ کې کیښودل شوه خو بیا هم لګیا و حتی یو ځل د نظم ساتلو ګروپ پریکړه وکړه چې مایک پرې بند کړی خو د سپینۍ ږیری خاطر يې وشو،د نصر الله احمدزی د خبرو پیل د غونډې د نظم ساتلو توصیه او ویناوالو ته خبردارې چې د غونډۍ له آجنډا سره سم وغږیږی او په سیاسی احزابو او مشرانو نیوکې مکوئ ټول زور په ملی یوالی او ملی وحدت متمرکز کړئ له دوه انتخابونو د غوره ټیم تحول او تداوم انتخاب وکړئ او د داکتر عبدالله په ټیم يې نیوکې وکړې ، عبید خلیل په ملی وحدت خبرې وکړی خو یو ځاي کې لږ وښویدو خو بیرته يې ځان راټینګ کړ، د محمودخان د ګوند کوم کس ته وخت ورکړ شو هغه بلکل تک شین و په خبرو کې يې ویل لوی افغانستان غواړم بیا یې ویل لوي پښتونستان غواړو اخر کې يې وویل ازاد پښتونستان غواړو ، اشرف غنی به په جهلم کې بیرغ اوچتوې ؟ خو ددغه کس خبری هم خلاصی شوي.
په نطاقانو کې نصیر احمد شونډې وچې او سپیره معلومیدو ، د جابر جبار خیل په نوم  ورخطا شو او کوم کس یې شعر او خبرو ته راغوښتلو نه ده وویل اوس به تاسو ته ښایسته ایتونه ووايې د خلکو ترمنځ ګنګوسی شو چې شعر ته ایتونه وايې .
هغه خلک چې غونده يې جوړه کړی وه ښه فعال ګروپ و خو د دوي ۲۱ کسانو څخه ګلاب جبار خیل ، نجیب الله احمدزی ،مومین نیازی، نصرالله احمدزی ، سلطان محمد شینواری ، جمعه الدین زمانخیل او علی بخت زمانخیل ملی جامي په تن درلودې خو نورو ټولو دریشی کړي وې له همدغه ګروپ دری(۳) کسان د غونډۍ له جوړیدو د مخه د قومندان زرداد لیدو ته ورغلل چې هم یې وویني او هم د ټولنیزو رسنیو هغه راپورونه ورسره شریک کړی چې ویل کیږی داکتر عبدالله ترینه غوښتي چې کمپاین کې ورسره مرسته وکړی دا څومره حقیقت ده د زرداد ځواب ورته داسی و :
نه عبدالله راسره تماس نیولی ، نه ورته کمپاین کوم ، نه چا ته دا مشوره ورکوم چې عبدالله ته کمپاین وکړی ، زه د افغانستان د خلکو بندی نه یم زه یو سیاسی بندی یم ، ما سره د داکتر عبدالله ټولو هغه مکتوبونو کاپی شته چې کله  وزیر خارجه و او د بریتانیا له سفارت يې رسمآ زما دمحاکمۍ غوښتنه کړۍ وه او د هر راز همکاری ډاډ يې ورکړی و ، د عبدالله  خپل ویاند فضل الرحمن اوریا ته يې وظیفه ورکړې وه چې ځان تیار کړی او بریتانیا ته راشي زما خلاف په درواغو شهادت ورکړی ، زما بندی کول شمال ټلوالې ته یو سیاسی رشوت او امتیاز و ، زما او د کیوبیا د بندیانو کوم فرق نشته زه په یو شکل او هغوي په بل شکل بند ساتل شوی دی ، اوس راته وايې چې ته افغانستان کې ډیر نفوس لری تاسو یوه قوي قبیله يې ته او اشرف غنی یو قوم يې هغه ریس جمهور کیږی او ته پدې کې څه نظر لری؟ ما ورته وویل استاد ربانی او انجنیر صیب حکمتیار ما سره جوړل کړل د هغه وخت د حزب استازي لا ژوندی دي ، سباوون، جریر او ارغندیوال دا زما برکت و چې دواړه خواي مي سره پخلا کړی او اخر کې بروجردی او قاضی حسین احمد هم راپیدا شول ، او اوس که ښاغلی اشرف غنی ولسمشر شی او زه ازاد شم نو زه به حکمتیار صیب او اشرف غنی سره روغ کړم انشاالله  دا د افغانستان لپاره ، د افغانستان د خلکو لپاره اخر کې يې وویل ما ټول هغه کراي شاهدان بښلي چې په بیع اخیستل شوی او ګمارل شوی ول چې زما خلاف شهادت ته حاضر شی .
یاددونه : کوم ګروپ چې د غنی د کمپاین لپاره برمنګهم غونډه جوړه کړی وه همدغه ګروپ دزرداد د خلاصون لپاره هم کمپاین کوی تر اوسه يې د بریتانیا د پارلمیان ډیرو مهمو وکیلانو سره لیدنې کړی او یو غوښتنلیک چې تقریبآ دری زره کسانو لاسلیک کړی د بریتانیا له حکومت يې غوښتي چې زرداد ازاد کړی او ددغه غوښتنلیک نکلونه د پارلیمان وکیلانو ، د زرداد مدافع ټیم او د افغانستان سفارت ته سپارل شوي دي .
خو له ځینې نیمګړتیاؤ سره  سره  غونډه ډیره بیساری ، د میلمنو لپاره بوتلی اوبه ، شیدو چاي ،بسکټ او کیک ورکړل شول او اخر کې شه مست اتڼ .
پاي