عبدالحق افغان
تیره ورځ د ننګرهار ولایت د امیر شهید بڼ سیمه کې د ډاکټر عبدالله
عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې د ملاتړ غونډې پر مهال د اړوندې سیمې
متقاعد ډګروال عبدالغفار هغه وخت د افسر خان په نامه د اصلاحاتو اوو
همپالنې د ټیم ولایتي غړي له خوا په بوکس پنجه ووهل شو چې د کمپاین لپاره
د په پور وړل شویو مشروباتو پیسې یې ترې وغوښتې. بریدګر نه دا چې د
متقاعد ډګروال دوکاندار قرض نه دی ورکړی، بلکه له جیب څخه یې بوکس پنجه
راوېستې او د سینې او مخ په برخه کې یې پرې وهلی، چې د سیمې د اوسېدونکو
او تیریدونکو خلکو په منځګړیتوب ډګروال له نورو ژوبلولو څخه ژغول شوی.
دوکاندار د ځایي خلکو په مرسته د ننګرهار عامې روغتیا عاجل خونې ته
ورساوه چې د مخ په ساحه کې شلېدلی ټپ یې شپږ کوکه وخوړل.
ډګروال عبدالغفار وروسته د خپل عزت د اعادی لپاره د لومړۍ امنیتي سمت
ماموریت ته ولاړ چې خپل عرض د پولیسو سرمامور ته ورسوي. د اړوند ماموریت
آمر سملاسي ټپي شوي ډګروال د عدلي پوښتنې لپاره استعلام ورکړ ترڅو له
روغتون څخه د هغه کره معلومات ترلاسه کړي، چې د نورو امنیتي چارو پرمخ
بیولو کې ترې ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې د ننګرهار
ولایتي دفتر څخه د پولیسو ماموریت ته دا ګوتڅنډنه وشوه چې څنګه یې د
همپالنې د ملاتړي مسلمیار تر سرلیک لاندې د عارض عرضپاڼه منلې.
پاتې دې نه وي چې د افسر خان نومی د چپرهار اوسېدونکی او عبد رب الرسول
سیاف تر مشرۍ د دعوت اسلامي د ننګرهار ولایت مرکزي دفتر کارمند او د
مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسملیار کورنی حاضرباش دی.
د سیمې اوسېدونکي د ننګرهار مدني ټولنو او رسنیو ته د خپلو ستونزو په
شریکولو سره دا عمل یو نه زغمل کېدونکی عمل وباله او په غوسه توګه یې له
اصلاحاتو او همپالنې ټیم او د هغوي له ملاتړو څخه خپله کرکه او نفرت
څرګند کړ چې دا لا بریالي نه دي چې د عام ولس دا حال دی، که دوی چېرې
بریالي شي نو د بې وزله ولس به څه بد حال وي.
د یادونې ده چې ټپي شوی ډګروال تر تېر شمسي کال پورې د پچیر او اګام په
څېر د سختې نا امنه ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو مدیر په
توګه په ښه صادقانه توګه دنده ترسره کړې، مګر اوس د یو ځایي نا مسؤله
وسله وال له خوا تر وسله وال برید لاندې راغی.
نوموړي د ننګرهار له درانه والي مولوي عطاء الله لودین او هم د اړوند
ولایت له امنیه قومندان ښاغلی شیرزاد څخه د خپل حق او تیری کوونکي ته د
سزا غوښتونکی شو.
عبدالحق افغان
خپلواک ژورنالیست او د مدني ټولنې غړی