سمش شومه دم
یو ملت هغه وخت د دوو پیښو او واقیعتونو تر منځ توپیر کولای شي چې هغه واقیعتونه او پیښې د زمان په پاڼو کې ولسي ارزونې ته وړاندې شي، ولس یې وڅیړي او له ریښتیني ارزوینې وروسته يې په ګانده کې د یو ایډیال او معیار په توګه وټاکي، څو له همدې لارې خپله راتلوونکې ښیرازه کړي نو بیا هغه زموږ د دري ژبې متل شي چې (دیر اید درست اید).
د نوموړې ارزونې په درشل کې هر نسل ته په ژوند کې یو ځل د نیکمرغۍ او پرمختګ چانس په مخه ورځي، دا چانس هغه دراک او خلاق توکم ته، چې متفکر، لید لوری یې پراخ، د وینا پر ځای يې د کړنو بهیر ګړندی، د ارمانونو پر ځای د برنامې خاوند، د ګیلو او ناندریو پر ځای د غوڅ دریځ څښتن، د ځاني هوساینې پر ځای ملي ګټو ته متعهد، او په خپله ګانده باندې په بشپړه توګه ډاډمن وي، لاس ور کوي. غواړم چې په همدې ستومانه بنسټ یوه کوچنۍ دمه کښیږدم؛ د ژوند ددې مهال لاروی هغه نسل دی چې د اوږدې جګړې په بټۍ کې پوخ شوی دی، د ولسونو دردونه، ستونزې، بې عدالتۍ او ناخوالې یې په خپل بدن زغملی او حس کړي دي، د روان ستغ بهیر لاروي هغه ژوندی تاریخ دی چې تر مخی یې د شاهی حکومته نیولی، ملی دموکراتیک، چپی دموکراتیک تند لاری، اسلامی تند لاری، طالبی تند لاری، بیا اسلامی تند لاری، د تش په نامه دموکراتیک چلند او له فساده ډکه اداره چې هیواد يې پرځای ددې چې د اقتصادی، ټولنیزې، ملي، او متوازنې ودې په لور هڅولی وائی، په ژبنیو، مذهبی، سمتی،ګروپي افراطي او مشارکتي ټوټو وویشه، شاهد دی.
وايي (که کور وسوزیده، دیوالونه یې پاخه شول) ولسونه او خلک مو په دې ستر ناورین کې پاخه او زعامتونه او چارواکي یې وآزمویل. له بله پلوه د کرزي صیب دې کور ودان وي !، په خپله دوره کې یې یوه لاره روښانه کړه؛ په دې چلند کې یې داسې تګلاره غوره کړه چې په پایله کې ملت ته یوه ځوانه فاسده اداره په میراث پریښوده، خو ښیګڼه یې په دې کې ده چې ملت په ډیره زیرکتیا سره دا توپير وموند؛ چې روغ او نا روغ خلک یو له بله سره بیل کړي، اوس جوته شوه چې غل، لوټمار او یرغلګر څوک او د کار، عقیدې، سپیڅلتیا او د ملي او سرلوړي افغانستان زړه سواند څوک دي. له ناندریو، ژمنو، خیالونو او خوبونو خلک ستړي دي، له نیکه مرغه نه یوازې دا چې واقیعتونه او پیښې زموږ ولس ارزولي دي، بلکه د سیاسی او مدني بنسټونو تر څنګ يې شخصیتونه هم د څیړنې او ارزونې لاندې نیولی دي او دې ته چمتو دي چې نور نو ټولنې ته د پاکو او کاري لاسونو سخصیتونه وړاندې کړي. ملت په دې ټکي قانع دی چې یو ملت او هیواد یې هغه وخت پرمختګ کولای شي چې دولتی او حکومتي چارو واکي یې پوه، زړه سواندو، سپیڅلو او په اسلام او هیواد مینو خلکو ته وسپارل شي. د همدې ستومانه او اوږدې ازموینې په درشل کې یې د زعامت ټاکنې پراخه تجربې تر لاسه کړې، اوس ملت د یو سوکاله ژوند په خاطر یوه موقته او شخصي ګټه نه خوښوي، ملت د د دقیق فکر په بهیر کې د هیواد له پاره د یوې دایمي ګټې په فکر کې دي، ددې ګټې د تر لاسه کولو له پاره یو بریالی زعامت په پام کې لري، چې د یاد زعامت د ټاکنې واک او اختیار د ملت په لاس کې دی.
روان بهیر ددې پیښې شاهد دی چې څنګه ډلې او څنګه متعهدې ټولنې منځ ته راځي، ډلې د ګټو د پای ته رسیدو په صورت کې ورو، ورو له منځه ځي او متعهدې ټولنې د خپلو اوږدو مبارزو په درشل کې خپل لارښود ټاکي او د ټولنې د سیاسي زعیم په توګه یې د یوه رسالتمند او ژمن شخصیت په ډول وړاندې کوي. دهمدې لامل له مخې جوته شوه چې ملت او ملي مدني ټولنو د پورتني بنسټ په پام کې نیولو سره په هیواد کې د ملي یو والی، لوږې او فقر ته د پای د ټکي د ایښودلو، د پایه دارې سولې د منځ ته راتللو، د متوازن پرمختګ، د امن د تامین، په سیمه ییز امنیت غور او په دې بهیر کې افغانستان د روان کړکیچ د پای له پاره د اسلامي هیوادونو د پام راګرځول، په تیره بیا د سعودي عربو، منځنۍ اسیا او نورو شاملو اړخونو د پام را اړولو، د لویدیزې نړۍ د مرستو جذبول او په پای کې د یو پیاوړي او په نړۍ واله کچه سیال افغانستان له پاره محترم ډاکټر اشرف غني احمدزی په پام کې نیولی او د یو سرلوړي او سمسور افغانستان له پاره یې ټاکنه پر ځای بولي او تر څنګ يې ټول هیوادوال دې ټکي ته رابولي چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره خپل راتلوونکي نظام، ټولنه او ځوان نسل ډاکټر غني د زعامت په شتون سره له بدمرغیو وژغوري.
د ډاکټر غنی غونډې، کمپایني نه، بلکه د ملت له پاره د علمي او عملی سیمینارونو او کنفرانسونو محتوا او حیثیت درلود او لري يې، د غني په کمپاینونو، ګردیو میزونو، مخامخ غونډو، د مخورو او علماو سره په ناستو کي، ملت ته هغه تګلارې روښانه شوې چې ملت ځپل راتلوونکې په ډیره اسانۍ سره ټاکلی شي، د احمدزي په تګلارو کې د ټولنې هر وګړی او هر قشر ځان موندلی شي، هره وینا یې د ملت د سرنوشت او له روانو بدمرغیو څخه د ژغورلو یوه ځانګړې تګلاره ده چې په پلي کیدو سره به یې په لږ زماني واټن کې د هیواد په ټولنیز، افتصادي، فرهنګي او سیاسي حال کې مثبت بدلون منځ ته راشي چې ددې ادعا سپیناوی د هغه هیوادونو تګلارې دي چې د اقتصادي ودې لوری یې ډاکټر احمدزي ټاکلی دي. د ملت د دقیق تفکر او د ډاکټر صیب د ټاکنې په درشل کې به هیواد نورو پرګرامونو ترڅنګ لاندیني ویاړونه په تدبیر او چټکتیا سره تر لاسه کړي:
• د نافذه قوانينو د حاکمیت تامین.
• په علمی او عملي توګه د ملي تفکر منځته راتلل.
• په هیواد کې د دوامدار امنیت تامین، د هیواد د پولو استحکام او جګړې ته د پای د ټکي ایښودل.
• د جګړې د ورانو ویجاړو پاتې شونو بیا رغونه.
• په ځان د یو متکی هیواد جوړول او په نړۍ واله کچه د افغانی متمدن هویت را ژوندي کول.
• د لوږې او فقر د کمښت او د خوړو د تامین له پاره د تګلارو هر اړخیز پلي کیدل.
• د ښه مدیریت په در شل کې د سیاسی او مالی فساد د هستې له منځه وړل.
• د پراخو فرهنګي، ټولنیزو او اقتصادي پروګرامونو په هستونې سره د ملت بدمرغیو ته د پای د ټکي ايښودل.
• د فرهنګي ارزښتونو ساتل او وده.
• د علمي او جوړوونکي تفکر پر بنسټ، نړۍ والې لوی کورنۍ ته د ملت او زموږ د جګړې ځپلي هیواد د غوښتنو دغږ رسول.
• د ښوونیزو او تحصیلی پیاوړو پروګرامونو په طرح او عملي کیدو سره د ځوانو کادرنو روزل، د نا پوهۍ سره په پرله پسې توګه جهاد او د بهرنیو افغانانو را جلبول.
• د افغاني سوداګرو او پانګه والو له پاره په نړۍ وال مارکیټ کې د ښو شرایط برابرول.
• په ټولنه کې د ښځې د مقام پیاوړتیا او ښځینه ځوان نسل له پاره د ښآرونو تر څنګ د هیواد د لیرو محلي ارګانونو په کچه د ښو زده کړو او ښوونو د شرایطو برابرول.
• د ټولو عوايدو راټولول، د نړۍ والو مرستو جذبول، د نړۍ والو پانګه والو رابلل او د هغوي پانګه دهیواد د ودې له پاره په یوه منظم چلند سره د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې شاملول.
• په متوازنه توګه د کورنیو او بهرنیو مرستو په مټه د هیواد د ټولو شتمنیو په کار اچول.
• د وسله وال پوځ پیاوړي کول.
• د ملي یووالی پیاوړتیا.
• په پای کې د یو پایه دار، غښتلي او پر خپلو پښو ولاړ د نړۍ والو سره سیال افغانستان منځ ته راتلل.
سمش شومه دم