محمدآصف خواتی
په ولسواکو ټولنوکې ټاکنې دسیاسي واک دلیږد یومنل شوی اصل دۍ۰خوسالم عقل دانه مني چې دافغانستان په شان په یوه اشغال شوي هیوادکې دې رڼې اودموکراتیکې ټاکنې ترسره شي۰په تیره چې ددې ټاکنولارښوونه ديوه فاسداودجګړه مارواوپه پردیو پورې تړلوسیاستوالوڅخه
جوړشوي حکومت له لوري ترسره شي ۰ځکه چې داډول حکومت به هیڅکله هم دې ته لاره هواره نکړي چې یوه ملي واکمني چې دروان څلویښت کلن ناورین لوبغاړي، جنګي جنایتکاران، دبشري حقوقو سرغړونکي او لوټماران ولسي محکمې ته ودروي، واک ته ورسیږي۰ له همدې امله دي چې یوشمیرواقعبینه اوملي ګټوته ژمن افغانان دټاکنوسره مخالفت څرګندکړی دۍ اوهغه دافغانستان د بیساره ستونزواوپه هغوکې دافغان وژنې دجګړې دپای ته رسیدودحل لاره نه ګڼي۰ داډله افغانان دهیواد د روان ناتاردپای ته رسیدو یوازینۍ چاره دوسله والومخالفینوسره په خبرو اتروکې ویني چې له بده مرغه پدې اړوند تردې مهاله دننیو واکمنواودهغودبهرنیوحامیانولیوالتیا نه لیدل کیږي اوټولې هڅې یې دې ته راګرزولې دي چې وسله وال مخالفین دځپلوله لارې دې ته اړباسي چې وسله پرمځکه کیږدي اوننی واکمنې ومني۰ دابیا ددې مانا لري چې هغوی دپردیو په لاس کینولي حکومت ته دتعظیم سرټیټ کړي۰پدې وروستیو دیارلسوکلونوکې دوه ځله دولسمشرۍ ټاکنې ترسره شوې۰ داچې په تیرودووټاکنوکې څومره درغلۍ وشوې هغه ټولوته دلمرپه شان څرګندې دي۰ دروان کال دوري دشپاړلسمې نیټې دټاکنو دڅرنګوالي په اړه ددوو مخکښو نوماندانوله لوري دټاکنو اوشکایتونود کمیسیونونواوحکومتي چارواکو په پته ددرغلیوتورونه اود ټاکنوپه اصطلاح خپلواک کمیسیون له خوا ددرغلیو له امله دخپلوزرګونو کارکونکوګوښه کول دروان کال په ټاکنوکې ددرغلیوبیساره کچه ښيي ۰ دابیا ددې واقعیت څرګندوی دۍ چې داشغال ترسیوري لاندې هیوادکې درڼواودموکراتیکو ټاکنوترسره کیدل دخوب اوخیال پرته بل څه ندي۰ د۲۰۰۹ کال کې دولسمشرۍ دټاکنونه څه دپاسه پنځه کاله تیرشول خو وینوچې پدې پنځوکلونوکې جګړې او تاوتریخوالي دلسګونوزرو افغانانوسرونه واخیستل اوکه داځل عبدالله عبدالله یا اشرف غني احمدزی بریالی شي بیله شکه پنځه کاله نوربه هم دادافغان وژنې لعنتي جګړه دوام ومومي اوزرګونه نور افغانان به د خپلوعزیزانودویرپه ټغرکښیني۰ داځکه چې وسله وال مخالفین ټاکنې نه مني اوهغه د امریکایانوله لوري یوه سیاسي ننداره بولي۰ پردې بنسټ دغبرګولي ددویم پړاو ټاکنې اودهغې په پایله کې بریالی نوماندکه هرڅوک وي په دوودلیلونوسره هیوادته دسولې اوټیکاو دراوستلوجوګه نشي کیدای۰ یوداچې وسله والو مخالفینو پتییلې ده چې ترهغوبه خپل جهادته ادامه ورکوي چې بهرنۍ لښکرې له هیوادڅخه نه وي وتلې۰ دواړو نوماندانوپه پوره ویاړسره اعلان کړی که په ټاکنو کې بریالي شي هغوی به دامریکې سره هغه تړون لاسلیکوي چې دهغه له مخې به امریکاپه افغانستان کې پوځي اډې ولري۰ په هیوادکې دپوځي اډوشتون دجګړې ددوام مانا لري۰ دویم داچې افغانستان یونیول شوی هیواددۍ چې دهیواداصلي واکمن دکابل په ارګ کې نه بلکې د واشنګتن په سپینه ماڼۍ کې ناست دۍ۰په ارګ کې ناست ولسمشر داواک نلري چې دهیواددملي مسئلواوپه هغوکې دمخالفینوسره دسولې په اړه خبرې وکړي۰ ولسمشرکرزي په کراتوویلي دي چې دسولې واک دامریکایانوسره دۍ ۰ داددې مانا لري چې حامد کرزی یې دتمثیل کینولی دۍ اوارګ ته په لاره نومانددخوارکرزي په څیر برخلیک لري۰ ددې خبرې ښه ثبوت لاندې ویډیوده ۰ http://www.bing.com/videos/search?q=%D8%AD%D8%A7%D8%AC%DB%8C+%D9%81%D8%B1%DB%8C%D8%AF&qpvt=%D8%AD%D8%A7%D8%AC%DB%8C+%D9%81%D8%B1%DB%8C%D8%AF&FORM=VDRE#view=detail&mid=15D1EBFBFEC32BC0CCC115D1EBFBFEC32BC0CCC1
ښايي یوشمیردوستان دټاکنواو دوومخکښونوماندانوپه اړه زما دڅرګندونوخلاف خپل قضاوتونه اواخیستنې ولري اوپه نوموړونوماندانو کې داسې استعدادونه اوظرفیتونه وویني چې دکرزي خلاف دهیوادد چارودلارښوونې نوښت ترلاسه کړي اودهیواددستونزو اوپه هغوکې دجګړې ستونزه حل اوهیوادته سوله اوټیکاوراوړي۰ خوخبره یوازې په ولسمشرکې نه بلکې دهغه په کاري ټیم اود هغه دحکومت په غړو پورې تړاولري۰ څه ښه یې ویلي چې په یوه ګل نه پسرلی کیږي۰ که چیرې ددواړو نوماندانومرستیالانواودکاري ټیمونوترکیب ته وکتل شي هغه دافغانستان دروانې غمیزې دمرکزي لوبغاړو اوپه تیره دکرزي دناکامې اوفاسدې ادارې دجهادي اوغیرجهادي لوټمارانواومعامله ګرویوه ټولیزه ده ۰ دالوټماره ،معامله ګره خوهوښیاره ټولیزه چې دادیارلس کاله په افغانانوواکمنه کړې شوې ده داځل یې په پوره هوښیارۍ سره په دواړومخکښوټیمونوکې ځای نیولی دۍ اویا داچې مخکښو نوماندانوورسره ګډه ژبه پیداکړې ده ۰ ددې ګډې ژبې دموندلو یو خو اصلی لامل دادۍ چې هغوی پدې دیارلسوکلونوکې په واکمن نظام کې یوځای کارکړی دۍ ګډ ې ګټې اوګډنظري اوعملي وجوهات لري۰ داواکمنه ډله په هيڅ صورت چمتونده چې دپردیو دپیرزوینۍ له برکته ترلاسه کړی واک له لاسه ورکړي۰ لدې امله یې داحتمالي دووبریالیونوماندانو په ټیمونوکې خپل استازي ورداخل کړي دي چې دهریوه نوماندپه بریالیتوب سره په واک کې پاتې کیږي۰ دبیلګې په توګه دحاجي قدیر دکورنۍ یوغړی داحمدزي اوبل دعبدالله دټیم غړی دۍ۰ دګیلاني د کورنۍ غړي ورته حالت لري ۰ داحمدشاه مسعوددنظاردشورایوغړی عبدالله یوې خواته ولاړدۍ او وروریې احمدضیآ مسعود احمدزي ته دهمکارۍ لاس ورکړی دۍ۰ دعبدالعلي مزاري اړونده پخوانی جهادي ملګری حاجی محمد محقق دعبدالله لومړی مرستیال اودمزاري بل ملګری اودکریم خلیلي انډیوال سروردانش بیا داحمدزي دویم مرستیال دۍ۰ که دکرزي دادارې کلیدي څیرو ته ګوته ونیسوپه دواړو ټیمونوکې ځای لري اوداددې واقعیت څرګندوی دۍ که هریوعبدالله یا احمدزی په دویموټاکنوکې بریالي شي همدا دکرزي دفاسدې ادارې لوټماران، معامله ګر اومذهبي- قومي ټیکه داران به واکمن وي اوددري ژبوپه خبره په راتلونکي دولت اوټولنه کې به ( همین خرک وهمین درک) ادامه ولري ۰
هغه څه چې زه اړایستم پدې اړه دالیکنه ولیکم دټاکنوموضوع نه ،بلکې دروان کال د ټاکنو دپایلو داعلان وروسته هغه راپاروونکي قومي بحثونه دي چې ځینې ژورنالستانو، لیکوالواو په اصطلاح دنظرخاوندانو پیل کړي دي۰ ددې بحثونوڅخه داسې بریښي هڅه روانه ده چې ټاکنو ته قومي بڼه ورکړي اود پښتون اوغیرپښتون نوماندپه نامه قومي اوژبنیوناباوریو، مخامختیا اودښمنیوته لمن ووهي ، دایوپه بل کې ننوتي وروڼه قومونه سره وویشي اودښکیلاکګروهغه ټولوته معلوم فورمول چې بیل یې کړه اوایل یې کړه پلی کړي۰ کله چې زه ټلویزیوني بحثونه ګورم اویاپه افغاني ویب پاڼوکې خپرې شوې لیکنې لولم وینم چې دسترګووړبرخه یې قومي اوتوکمیزه محتوا لري۰ یوپدې لګیا دۍ چې دځانګړي نوماندیا مطرح سیاسي شخصیت قومي تړاومعلوم کړي چې هغه پښتون دۍ یا غیرپښتون، بل بیا پدې هکله لیکي چې پلاني پښتون سیاستوال ولې دتاجک توکمه نوماندسره یوځای شو یا برعکس۰ داخولاپریږده خبره لادې ته رسیدلې ده چې دیوې ټلویزیوني خپرونې پرمخ وړونکی دیوه پښتون توکمه افغان څخه داپوښتنه کوي چې تاسو ددري ژبې سره تعصب لرۍ داځکه چې هیڅکله په مرکوکې په دري ژبه نه ګړیږۍ ۰ آیا دیوه ژورنالست له لوري ددا ډول مضحکې پوښتنې طرحه دپښتواوپښتنوسره دښمني نه ښيي؟ یا یو لیکوال دروان کال دټاکنو دپایلوداعلان وروسته داسي لیکي: « در کل نتائج دور از انتظار انتخابات، یک باره هراس سرتاسری را در میان پشتون ها برپا کرد. پشتون ها که زیر تأثیر صحبت های آگاهان نشنلیست خود رفته بودند و ادعای 60 تا 70 فیصد نفوس افغانستان را می کردند، با پیشی گرفتن عبدالله عبدالله از اشرف غنی، سخت دست و پاچه شدند زیرا داشتن ولسمشر پشتون یگانه اصلی است که دلالت بر اکثریت بودن ایشان می کند و نمی گذارد تا افکار گوناگون در نظام سیاسی کشور حکمفرما شود۰ » ددې لیکوال په لیکنه کې دې ته ورته نورې پښتنې ضدڅرګندونې لږ ندي۰ دالیکوال دټاکنودپایلوداعلان په اړه دپښتنودسرتاسري ویرې خبره دخپل باطني پښتنې ضداحساس بربنسټ کوي چې ده ته دې پایلودخوښۍ احساس ورکړی دۍ اوفکرکوي چې پښتانه به خفه شوي وي۰ که چیرې دپښتنودویرې خبره کیږي نوبیا ولې پښتون توکمه مخورو(ګل آقا شیرزي، زلمي رسول او کرزيانو ) دپښتون احمدزي په وړاندې دتاجک توکمه عبدالله ملاتړوکړاوخان محمدخوبیا دمخکې دعبدالله مرستیالي منلې ده۰ کله چې زه پورتني کسان دپښتون اوغیرپښتون په نامه دموضوع دوضاحت په موخه بیلوم دناآرامۍ احساس کوم خولیدل کیږي چې ځینې لیکوالان اوسیاستوال په پوره سپین سترګۍ سره قومي اوژبنیو مسئلو ته لمن وهي اوددې هیواددوروڼوقومونوترمنځ دبې باوریو اودښمنیوتخمونه کري ۰ په ننیوکړکیچنو اوحساسو شرایطو کې هغه ډله افغان لیکوال چې دخپل وطن دآبادې اودخپلوخلکودسوکالۍ په فکراوخیال کې دي ، ټاکنې دهیواددستونزودحل لاره شمیري ، داحمدزي یا عبدالله پلویان دي اودهغوی په ګټه تبلیغات کوي دوی ته ښایي چې دنوموړو تګلارې او مثبتې ځانګړتیاوې په ګوته کړي اویا دمقابل لوري دتګلارو نیمګړتیاوې، غیرعملي ژمنې اووعدې اودپرونیواوننیومنفي کړنوپه هکله خپل نظرڅرګندکړي پدې شرط چې دقلم عفت په پام کې ونیسي نه داچې دپښتون اویا تاجک له دریځه ددې یاهغه نوماند څخه ملاتړوکړي اویا په مخالفت کې ودریږي۰ دپښتون اویاتاجک اویا دبل کوم قوم له دریځه نوماند اود هغه کړنوته ګوته نیونه دړندو قومي متعصبینوکاردۍ چې ګټه یې دیوموټي افغانستان دښمنانوته رسیږي۰ که له یوې خواقومي اوژبنی تعصب دمتمدنوانسانانو سره نه ښایي پربل اړخ بیا دهغوپردی پالواو دړندوقومي متعصبینو دافغاني ضدڅرګندونواو پارونکوتبلیغاتوپه وړاندې بې تفاوتي اوخاموشي هم دژمنوروڼ اندوسره نه ښايي۰ ړانده قومي متعصبین چې دیوې ځانګړې سناریواوځانګړي پلان له امله قومي دښمنیوته لمن وهي اوپدې لاره کې پخه تجربه لري کله چې کوم وطنپال افغان دهغوی دملي ضدڅرګندونوپه وړاندې غبرګون وښيي پرهغه دقبیله ګرا،عظمت غوښتونکي ناسیونالست اوحتی فاشیست توراوټاپه لګوي اوپدې ډول دحق اوحقیقت خوله تړي۰ ددې تورونواوټاپولګولونه ویره او ډاربیا هم دژمنواوددې وطن دريښتینوبچیانودشان سره نه ښايي۰ داوطن دټولوافغانانوکه پښتون دۍ یاغیرپښتون، سني دۍ که شیعه ، هندودۍ که سک ، ګډکوردۍ۰ هیڅ یوقوم دبل قوم نه برتري نلري اوهیڅوک حق نلري چې ددې وروڼوقومونوترمنځ بې باوریو اودښمنیوته لمن ووهي۰ پدې هیله چې ددې خاورې هراوسیدونکی خپل هیواد ته دیوه افغان له دریځه وګوري، دپردي پالو دزهرجنو، لمسونکووناسموتبلیغاتوپه وړاندې ودریږي، هغه افشاه اوشنډکړي ، ملي فکروکړي اودقوم ، ژبې اومذهب اسیرپاتې نشي۰
پای