لیکونکې : سارا پینسکر
ژباړونکی : یوسف هېواددوست
کله چې ودرېد ، چې سپی یې لږه دمه وکړي ، نود خپلې منډې د پښو د خاپونو پر ځای کې یې لمدې پاڼې د ځمکې پر مخ انځور شوې ولیدې . په لویدیځه ویرجینیا کې د مارچ میاشت د کال ترټولو بده او توره میاشت ده او ناخوښه ترټولو ژمی و چې د واورو بړستنو ، څنګلونه
خپکۍ کړي و.د مارچ وروستۍ او د اپریل د پیل وختونه په ځنډ تیریږي ترڅو چې پسرلی د تودوخې له تېرېدو او د واورو له ویلې کېدو او د ځمکې پر سر د لمدو پاڼو له ورستېدو وروسته چې ټول شیان یو رنګ اخلي او طبعیت مخ پر زوال ښیي ، راورسیږي . براوو،اوږود وغزېد او خېټه یې له ساه وېستلو نه ښکته او پورته کېده .خېټه او منګولې یې تل سپینې وې ، خو اوس ، خاورینې نصواري رنګه وې .په لاره کې د خټو شتون د دې لاامل ګرځېدلی و چې د براوو د ځان خاپونه ونه لیدل شي . یوازې اوربوز او اوږده ژبه یې پاکه پاتې او تر سترګو کېده . دا ډول ستړي کېدل او استراحت ته د هغه اړتیا پخوا نه وه ، پخوا به دوي له کوره تر ژور ډنډ، د ځنګله په مینځ کې منډې وهلې .اوس چې دلته ولاړ ول ، نو آلتُا څو شېبې خپلې شا او خوا ته وکتل .ټول ځایونه له غټو توږل شویو تیږو ډک ول، آن همدلته د دوي تر پښو پورې نږدې .
آلتُا یوې تیږې خوا ته ورغی چې د خپلو بوټونو تلي په یوې تیږې له موښلو وروسته پاک کړي .تیږې یوه اواره او بله زیږه څنډه درلوده .لنډه شېبه تېره شوه او پام یې شو چې هغه خپل له خټو ډک بوټونه د یو مات قبر پر شناخته پاک کړي .ډېرې هغه تیږې چې ده عادي تیږې ګڼلې ، هغه ټولې د وړو قبرونو تیږې وې چې کمرنګه شوې او دننه په خاورو کې پټې وې .هڅه یې وکړه د لومړنۍ تیږې لیک ولولي ، هماغه تیږه چې هغه پرې خپل بوټونه پاک کړل ، خو د تیږې پر مخ توري ډېر کمرنګه شوي او د لوستلو وړ نه و.تیږه هم ډېره نړېدلې وه .یوه بله تیږه یې ولیده، وړه تیږه وه ، دا ځل یې په نور درناوي سره هم د تیږې له مخې خټې لرې کړې . لکه د هغو ماشومانو په څېر چې نوی لوستل زده کوي ، ګوته یې د تورو لاندې تېره کړه.د تیږې پر مخ یې ولوستل .التا...پر ځان یې تبه راغله ، ( آلتًا) نه و،دا د هغه نوم و . التا شوماخر ۱۸۵۴ـ۱۸۵۱.نهه میاشتې او نهه ورځې .یوازې د زېږېدو او مړینې نېټې لیکل شوې وې .څنګ ته یې بله تیږه له خټو پاکه کړه .کالیب شوماخرد۱۸۵۳ د دسامبر ۲ـ۱۸۵۴دجون۲.ورپسې تیږه دوه ټوټې شوې وه او په خپل ځان راپرېوتې وه .ویې نشو کولای پر مخ یې لیکل شوی نوم ولولي ، خو د تورو له ډول نه د هغه کورنی نوم شوماخر مالومېده او د مړینې کال یې ۱۸۸۰ و.یوه بله تیږه چې ډېره غټه تیږه وه اولږ زیان یې لیدلی و د ویلیام شوماخر وه .د۱۸۴۳د مارچ ۹ـ د۱۸۵۳ دسامبر ۲۴.دوه کاله له نیکي څخه مشر .هغه د ښار پاکې او جوړې هدیرې ته فکر وکړ ، مرتب کتارونه ، چمنونه او ګلان یې .په ټولیزه توګه ۷ تنه بچیان د شوماخر په نومونو.هغه تیږې خو یې حساب نه کړې چې ویې نشو کولای ویې لولي .پرته له ۱۰ کلن ویلیام څخه نور بچیان ټول په ۱۸۵۴ کې مړه شوي ول .له دا نورو لږ ، ها خوا لږ لرې یو بل ویلیام ، ښایي د کورنۍ پلار.د قبر پر شناخته یې داسې لیکل شوي و :د۱۸۲۰ دفبروري ۲۱ـ مړینه ۱۸۶۴ د میاشتې او نيټې نه پرته . براوو د التُا په فکر کې نه و، د لارې مینځ کې پړاخ پروت و . پخوا کلونه به د لارې په مینځ کې دوي لوبې کولې او چاپېریال کې بې یې نفسک واهه ، خو اوس التُا یوازې روان دی او د قبرونو شناختې پاکوي .کله چې د کورنۍ په مور پسې ګرځېده ، نو هڅه یې وکړه چې لږ شانتې آرامه وي .باید مور هم پیدا کړي .کېدای شي یو نالوستی قبر به د هغې وي ، او یا کېدای شي د مېړه له مړینې وروسته ، یو ځل بیا یې واده کړی او بل چېرې تللې وي . یالتُا دې فکرونو چې مور دغو رنځونو ځورولې او بیا خپله هم ورکه شوې ، ډېر رنځاو.هغه ډېرو نورو نومونو او نېټو ته اړتیا درلوده چې وکولای شي د خپلو اطلاعاتو ترمینځ اړیکه ټینګه کړي .غوښتل یې وپوهیږي څنګه هغې مېرمنې د ۷ بچیانو مړینه زغملې؟ په داسې حال کې چې د یو ماشوم مړینه د آلتُا او د هغه د مېرمنې مارک د بېلتون لاامل وګرځېده .ملامتیا ، غم او رنځونو د هغوي ملا ورماته کړه او داسې یې وځپل چې لکه د یو قبر هغه ورسته تیږه چې تمه لري څوک یې ولولي .آیا د شوماخر کورنۍ هم لکه د ده کورنۍ له یوې ژنتیکي ناروغۍ سره مخامخ شوې او یا کومې ساري ناروغۍ او یا یو سوړ ژمي هغوي له پښو راغورځولي ؟ هغوي دلته په یوازیتوب کې اوسېدل ؟ او یا که دلته شا اوخوا یې دوستان هم لرل ؟ نور بچیان یې هم درلودل چې ژوندي پاتې شوي وي ؟ هغه او براوو پوره ۱۱ کاله دلته دې ځنګل کې منډې وهلي او هېڅکله هم د یو کور او آن د یوې هدیرې پاتې شونو ته یې پام نه دی شوی .آیا دې کورنۍ هم لکه د ده په شان دې لارې سره سم مخامخ په لویدیځه ویاله کې لامبو کوله ؟ آیا خپل ژوي یې د پلي ګرځېدواو یا دځنګل په مینځ کې پروت ډنډ خوا ته چې د ده او د براوو تل مدام لاره او موخه وه ، د څرلو لپاره وړل کنه؟ یوه شېبه یې احساس وکړ چې د هغوي روح ګوري ،کټ مټ د هغه لپاره د اشنا ارواح په شان.هغه ،پلار ویلیام ځانته انځور کړ چې د کریسمیس په ورځ کنګل وهلې ځمکه کیني چې خپل مشر ځوی خاورو ته وسپاري ، هغه ځوی چې ده ته یې ورته نوم درلود .بیا یې ویلیام خپل ذهن کې انځور کړ . ګوري چې له نوي کال څخه وروسته د خپل نوي زېږېدلي ماشوم لپاره یو کوچنی قبر د هغه له زېږېدو یوه میاشت وروسته ، جوړوي .او د ورځو، اوونیو ، میاشتو له تېرېدو وروسته پنځه تنه نور هم . یو ناڅاپه له یو درد سره مخامخ شو ، هغه درد چې کله کله ورته راځي لکه د ماتو ښیښو د څپو په شان د هغه د ذهن د ،تراشلو او ټپي کولو لپاره .نیکي.آلتُا براوو ته شپیلاق وکړ او پرته له دې چې سپي ته تم شي دا ځای یې پرېښود .براوو به خپله ورپسې راشي .آلتُا منډه کړه .لکه تل چې منډې وهي .بې پروا یې منډه کړه ښایي ستړیا د هغه غم او رنځ لږ کړي .ډنډ ته ورسېد .له دې نه ډېر ځورېده چې لا تر اوسه هم نشي کولای د ویلیام د مېرمني انځور په خپل ذهن کې جوړ کړي .بې نومه مور .فکر یې وکړ چې ښایي هغې ښځې هم لکه خپله د آلتًا په شان د ماشوم له مړینې وروسته بې پروا او په پټو سترګو د ډنډ خوا ته منډه کړي وي .فکر یې وکړ چې ښځې د ډنډ پر مخ کنګل ته کتلي او خپل انځور یې د ډنډ د اوبو لاندېپه دام کې بندي لیدلی چې اجازه ورکوي د مړه زړه دروندوالی یې هغه د ډنډ تل ته کاږي .فکر یې وکړ چې هغه مېرمنه هم لکه ده د اوبو غاړې ته درېدلې او هوډ یې کړی یو وار بیا ساه واخلي ، یوه ساه ، یوه بله ، تر هغه ځایه چې احساس وکړي چې ساه اخیستل له ډوبېدلو آسانه ده.ښایي د پسرلي وخت به و ، ښایسته وخت .