نصرالله احمدزی
د انتخاباتو په دوهم دورکې د سر سړیو له ډلې دوه کسان د پاڼ او پړانګ ترمنځ پاتې دي چې یو يې ښاغلی استاد سیاف او بل يې قطب الدین هلال ، دوي کولائ شی چې د قوت او انډول ترازو بدل رابدل کړی دا لا معلومه نده چې دوی به تر اخره همداسي بیطرفه پاتی شی او که به د
موقع او امتیاز لټون او څار کوي او اخر کې به یوې انتخاباتی ټوکری ته ورټوپ کړی هاهاهاهااهه او افرین شاباس چک چکې او ګټه یقیني شوه زنده باد او مرده باد ،ځینې به کوشش کوی چې ټولنیزو رسنیو کې خپلو ښکنځلو ته پرده پوښ ورواغونځي او ځیني به له خپلو صفتونو شرمیږی د ښکنځلو سوراخ به لټوي.
د عبدالله ګروپ د مجاهد له ادرس خبرې کوي او هڅه يې هم همدا ده چې د مجاهد له نوم او ادرس استاد سیاف او هلال ته یا قناعت ورکړی او یا يې دوکه کړی ، ایا دابه حومره د قناعت وړ وی چې اوس دی داکتر عبدالله د مجاهدینو زعیم په حیث ومنل شي ؟ عبدالله عادی مجاهد و چې استاد سیاف د یو جهادی ګوند رهبری کوله او قطب الدین هلال د حزب اسلامی په څیر د یو جهادی ګوند د سیاسی چارو مسؤل و چې رهبر يې د ریګن د قصر په خوا کې د ریګن دعوت او بلنه نه قبلوي او له لیدو انکار کوی خو بارک اوباما زموږ د هیواد ټول حدود ترپښو لاندې کوي نیمه شپه بګرام کې دیسانت کیږی او زموږ ارګ مشر،ملی دفاع وزارت،ملی امنیت،بهرنیو چارو وزارت او امریکا کې زموږ تش په نوم سفارت خبر هم نه يي و نو ایا اوس له استاد سیاف او هلال صیب پوښتنه کوو چې که د مجاهد له ادرس د عبدالله مشرتوب منئ نو ددي به دا معنی نه وي چې تاسو ډیر نااهله ، درواغجن مبارزین او دعوتګر ويئ او يې به ؟ دا به په دۍ معنی وي چې تاسو له حقایقو ډیر ناخبره او له هغو خلکو سره جفاء کوئ چې مجاهدین دي او په تاسو یې باور کړی ، دا څنګه له شورای نظار د مجاهد نقاب لري نشو او تر ځان يې کلک راتاؤ کړی ده ، هم له روس سره پروتوکولونه و هم د امریکا او ناټو د زمینی پوځ په څیر خدمت ، اخر تر کومه دا شرمینده لوبه او شعار ، همدا اوس د هلال د محصلینو د کمپاین مشر د ملی امنیت لخوا نیول شوی نو هلال صیب يې را ازادولې هم نشي ، پوهیږئ چې جرم يې څه شئ ده ؟ له تیرو ټاکنو وروسته شمشتو کې خپل کور ته لاړ و دا يې زموږ ملی امنیت ، دغه خوان تیر کال د پکتیا له بوهنتون فارغ شو اوس کابل کې د نوکرۍ د پیدا کیدو په لټه کې و خو ملی امنیت هلال نه نیسی چې په هرې غونډې کې يې ویل حکمتیار می امیر ده ، د افغانستان هره دره او کلی کې د حزب ملاتړی شته نو دا به نیسی او که له هیواد به شړئ؟ شمشتو خو د زرګونو مهاجرو کور ده دغو مهاجرو د هرې کورنې یو تن افغانستان کې شته نو اوس به خپل کور ته هم نه ځئ ؟ ملی امنیت سره درانده خدمتونه خوند کا نه دا چې غریبان او مظلومان وکړوي یا د طالب په نوم او یا د حزبی په نوم که کوم بم دې ورسره نیولی خو سمه ده محاکمه کړه.
دا يې د پټی سر که دغه ګروپ قدرت ته ورسیږي ایا د هلال په ملاتړو به بندیخانې ډکې نکړی ؟ که دا ګروپ ارګ مشر شو نو بیا به لومړی معاون انجنیر محمد خان دومره ذلیل ژوند ولري چې والله د اوسني وخت ارمان به ورشي ځکه ملت او تاریخ ته به مسؤل وی،حاکم نظام ته به مسؤل وی خو په خله به يې څوک پیاز هم نه خورئ، کابل کې د لوړ منزلو دولتیی چور او تالان شروع و د حامد کرزی لاسلیک شوي امر ۶۰۰۰زره ډالر خرڅیدو او د احمد ضیاء ۱۵۰۰۰زره .
هغه متل شوي چې بر په شونډو کیږی ده ته خو خداي ج پوره یو کیلو متر شونډان ورکړي خو دغه مقام ته د ضرورت وړ ملاتړ نلرې که همدا اوس هم متوجه شي نو باور لرم چې تاریخ کې به يې میړانه ثبت شي.
ښاغلی استاد سیاف به حتمآ د پارلیمان د مشرتابه لپاره تیرې ټاکنې او د عبدالله او یونس قانونی ناځواني یاده وی ، ګرانه استاده د ښاغلی حکمتیار خلاف له همدوي سره ملګري وی ، د طالبانو خلاف له همدوي سره ملګري وی خو ته او ګوند دي د دوي په ګټه له استعمالیدنکۍ پرزۍ پرته نور هیڅ هم نه ويئ .
اشرف غنی سره خو دا دیارلس کاله کیږي چې ګډ حکومت او نظام کې ورسره ملګری يې ، دوستم د همدې نظام برخه وه ، دره پنجشیر کې تاسو او جنرال دوستم د یوې جبهې او ګډ دریځ ملګري ويئ ، د کابل تر نیولو او بیا تر اوسه زه فکر نکوم چې له دغې زاویه د منفی شعارونو ورکړه مو ملت نور قانع کړي ، زه دا هم نه منم چې اشرف غنی په مشرتابه کې به هم صلح راشی او هم به افغانستان له لرې او نږدې نړې سره سیال شي ځکه د افغانستان جغرافیه موقعیت ، د امریکا شتون ، له پاکستان او ایران سره سرحدی کشاله ،د چین،روس،هند، امریکا او همسایګانو سیالي دا سیمه سکون ته نه پریږدي چې حالت او پردي داسې دي نو موږ افغانان باید څه وکړو؟
کله چې دوه انتخابونه مو مخ کې پراته وي باید له عقلانیت کار واخلو هغه انتخاب وکړو چې هم زموږ پکې ګټه وی او هم مو د خلکو او هیواد نو مشوره مي دا دې چې تاسو د ښاغلی اشرف غنی ملاتړ وکړي ځکه :
تعصب نلری ، د کوم سیاسی ګوند رهبر نده ، له نظم او ادارې سره بلد او مینه لري ، علمیت لری، نړیوال اعتماد لري، تګلاره او پیلان يې د مخالف ټیم په نسبت ډیر عالی او ښکلې ده ، زغم او د منښت روحیه لری ، د اقتدار او مشرتابه لپاره نوې څیره ده او باید ترهغې يې ملاتړ وکړو چې په ژمنو کې صادق او وفاء پکې وي او که وفاء نه کوئ له هغې وروسته يې کیسه کې هم نه یوو.
د امریکا شتون: دغه ستونزه هم زما ده ، هم د ستا ده،هم د اشرف غنی ده،هم د حزب اسلامی او د طالبانو د تحریک ده او هم د هر بل افغان او ددې ترڅنګ د همسیګانو هم شریکه ده نو که موږ ملی وحدت ولرو ، سالم نظام ولرو نو ساده ده چې دا ستونزه که ټوله نه وې نو یو څه خو به راکمه شي ، بل طرف ته د حزب اسلامی او طالبانو ترمنځ هم د اسلامی یوالی کوم څرک نه تر سترګو کیږی حتی یو او بل ډیر په بیدردی سره وژني په میدانښار کې د حزب د قومندانانو وژنه يې څرګند ثبوت ده دا هغه څه دی چې ولس ته پیغام ورکوي چې خبره تر شعار را محدوده ده ، نن که بارک اوباما او یا د نړۍ کوم بل چارواکې زموږ د هیواد حدود تر پښو لاندې کوی ،که ایران کې پر افغان ځوانانو جنسی تیرې کیږي، د دې مسولیت موږ ټولو ته راجع ده هیڅوک هم ځان ته براءت نشی ورکولايئ .
پوشتنه : استاد سیاف صیب او هلال صیب عبدالله د مجاهدینو د زعیم په حیث منئ ؟
نصرالله احمدزی
۲۹/۰۵/۲۰۱۴