د عبدالملک پرهیز ژباړه
یوې ښکلې او ځوانې نجلۍ د یو ستر امریکايي شرکت ج. پ مورګان رئیس ته په لاندې مضمون يو لیک لیکلی ؤ: غواړم ووایم هغه څه چې دلته لیکم ټول رښتیا دي. زه ۲۴ کلنه یم. ځوانه او ډېره ښکلې یم، ښکلي اندام لرم، لوړه او ښایسته
ونه لرم، خوږه ژبې یم ، لوړ او اکادمیکه زده کړې لرم او د نړۍ څو ژبې مې زده دي. غواړم د یو داسې چا سره واده وکړم چې په کال کې ۵۰۰ زره ډالره عاید و لري. کېدی شي تاسې ګومان وکړې چې زما غوښتنه ډېره اوچته ده ، په نیویارک کې د منځنۍ طبقه خلک، ۵۰۰ زره څه چې ان یو ملیون عاید لري. زما غوښتنه دومره زیاته نه ده، آیا داسې څوک شته چې ۵۰۰ زره عاید ولري؟ آیا تاسې واده کړی دی؟ زما پوښتنه داده چې څه وکړم لکه ستاسې په شان د یو شتمن سړي سره واده وکړم؟
څو ساده پوښتنې لرم :
۱. د مجرده او شتمنو ځوانانو مرکز چېرته دی؟
۲. د کوم عمر نرینه زما دپاره وړ او مناسب دی؟
۳. د ښځې دپاره ستا معیارونه کوم دي؟
د مورګان د شرکت د رئیس ځواب:
ستاسې لیک مې په زیاتې علاقه مندۍ ولوست. په یاد و لرئ چې ستا په څېر زیاتې نجنکۍ ورته پوښتنې لري . اجازه راکړئ د یو مسلکي پانګ وال په توګه ستاسې حالت و ارزوم:
زما کلنی عاید تر ۵۰۰ زره ډالره اوچت دی او دا ستاسې له شرطونو سره سمون لري، هیله مند یم څوک داسې فکر و نه کړي چې تا ته د ځواب په لیکلو خپل وخت تېروم. د یو سوداګر له نظره تا سره واده یوه تېروتنه ده، او ستونزه هم دلته ده:
تر راتلونکو لس کلونو ستاسې ځواني په پرله پسې ډول کم او له منځه ځي خو زما پيسې ، په عادي حالت کې امکان نه لري له منځه ولاړې شي . په واقعیت کې زما پيسې او عاید د هر کال په تېرېدو نور هم زیانېږي خو ستاسې له ښکلا او ځواني به څه پاتې نه وي . د اقتصاد د علم له پلوه ، زه «د غوړېدو په حال کې یوه پانګه »یم خو تاسې د «منځه تلو په حال کې پانګه »یاست. د وال استریت په خبره ، هره سوداګري یو « دریځ » لري. تاسې سره واده به هم همداسې دریځ ولري . که د سوداګرئ ارزښت ولویېږي نو دا به سمه وي څو له هغې شي او په لومړي فرصت کې بل چا ته يې پرېږدې او تا سره واده به هم همداسې وي. نو ځکه هر څوک چې تر ۵۰۰ زره ډالرو لوړ عاید لري بې عقله نه دی چې تا سره واده وکړي. نو له همدې کبله موږ ستا په شانې کسانو سره یوازې لیدنې کتنې کوو او له تاسې کار اخلو خو هيڅکله هم واده نه کوو.
خو که تاسې د ځوانې او ښکلا سربېره کوم بل څه و لرئ چې زما د پانګې په څېر تل غوړېږي او یا لږ تر لږه ګټه يې له لاسه نه وځي لکه دا ارزښتناکه څيزونه : انسانښت، پاک لمني، شعور، اخلاق، وفاداري، پاملرنه، ګران لرل، مينه او ... » نو په دې حالت کې دغه معامله به ماته هم زیاته ګټوره وي ځکه دا امکان شته چې زه هغه با ارزښته پانګه چې تا ترې یادونه کړې و نه لرم او د هغې د تر لاسه کولو دپاره زیاتې پيسې ولګوم. خو له واده څخه د یوې مودې په تېرېدو سره د ګډ ژوند دپاره به زه د ښکلا ، اندام او ونې پرځای هغه څه ته سخته اړتیا ولرم چې د مخه مې ترې یادونه وکړه. په هر حال تاسې ته وړانديز کوم د شتمنو کسانو شرط هیر کړئ . تاسې په خپله د لږې پوهې او زیار په مرسته کولی شئ د کال ۵۰۰ زره ډالره لاس ته راوړئ او شتمن شئ . په دې ډول به د یو احمقه شتمن د پیدا کولو پرتله ستاسې چانس زیات وي څو په خپله شتمن شئ. هیله ده زما ځواب له تاسې سره مرسته وکړي.
لاسلیک
مورګان