سمش شومه دم
راويي وايي، په پخوانیو زمانو کې یو ښار ؤ، اریکو نومیده، ښار د خپلې ښکلا تر څنګ د ژوندانه د بهیر د ښه چلند له پاره ټولې اړینې اسانتاوې درلودې. لوږې، تندې، بیوزلۍ، ناارامۍ او بیګاړۍ لکه ددې ښاره چې کډه کړې وي. غرونه يې داسې
سر لوړي ښکاریدل، لکه ښار او ښاریان چې یوې تلپاتې مینې ته رابولي. ځنګلونه یې هسې خپلواک وو لکه ددې ښار اوسیدونکی یې چې زړه ورتیا، سخاوت او امن ته رابلل، لمر او سپوږمۍ لکه د دوي ژبه چې د نړۍ ټولو اوسیدونکو ته ژباړله، په تګ را تګ سره به یې د ښاریانو ارواو ته هوښیاري، زیرکتیا او هوساینه ور بخښله، ژبه یې د خپلوسیندونو اوخوږ اوازو مرغانو د اواز په څیر مهربانه او خوږه وه. همدا لامل و چې فرهنګ یې د خپل چاپیریال د ښیرازۍ له امله شتمن او هوسا و. د ښار ښکلا د نورو ښارونو د اوسیدونکو مخ دې ښار ته را وګرځاوه، ښار ته نابلده لښکرې راغلې، له بده مرغه په نوموړی ښار د ظلم یوه سیلۍ را والوته، سیلۍ ښار په سر واخیست، لکه وبا له یوه سره په ښار خپره شوه، نور نو، هغې ته د روغ او ناروغ توپیر نه و، د روا له پولې واوښته او په نارواو سر شوه. اوس نو داسې مهال و چې تیري او تادا د حق منبر له مزدکه را غورځولی و، د ښاریانو زرغونې هیلې یو مخییزه رژیدلې وی، د مخورو سرونه د شپې په پردو کې د وخت د زوره ورو اسونو د سمانو لاندې شوي وو او د ښار د خبرې سړي واړه لوټل شوي وو، نا انډوله لونډانو د میندو او خویندو پر لمنو داغونه ايښي وو، د وینو په رنګونو مستو، د کوچنیانو کمکۍ او تاندې غړۍ لکه د ساد ناروغانو په څیر زبیښلې وی، غصب داسې پړاو ته رسیدلی و چې نور نو هر سړی د خپل سر د ساتنې په فکر کې ښکیل و. هر څه غصب شوي وو، ځمکی، شتمنۍ، ارزښتونه، چاپیریال او فرهنګ، ډیرې خوارۍ وشوې چې پاتې هر څه غصب شي، همداسې وشول، هر څه لوټ شول او هر څه له خپل محوره ولویدل خو یوازینی هغه څه چې د ښار جابر غصب نه کړای شول، د ښاریانو زړونه او فکرونه وو.
په ښار کې هیڅ شی هوسا پاتې نشو. ځپلسري او خپلواک ځوښ، ښار په سر واخیست، د ښار ماشومانو، ښخو، نارینه وو، څارویو، ونو او د ټولو ژوندیو موجوداتو صبر له بریده واوښت او ځمکی، غرونو، سندونو او اسمان ته ورسید. هرڅه چیغې شول، ته چیغه، زه چیغه، مور چیغه زوی چیغه، مینه چیغه مین چیغه، اروا ګانې او هدیرې فریاد، فریاد له ډيره فریاده اور واخیست او هغه ښار د نارواو له لاسه په چیغو او فریاد کې وسوزیده. وايي چې ښار ایرې شو، خو هغه ښار او ځمکه یې له ډیره فریاده د ځمکې له مخې پناه شول او د بشر په فرهنګ کې تر دې دمه د یوې سترې افسانوي استورې په توګه پاتې شول.
راويي وايي؛ نه مدعی، نه مدعی علیه، نه شاهد او نه قاضي پاتې شول، ښار سره د ښاریانو د ځمکې له مخې له یوه سره ولاړ، زړونه فکرونه او خیالونه ټول د ځمکی لاندې شول. له هغې وروسته یوه پیښه په افسانه بدله شوه، د چا په زړه، فکر او اند کې نه کښیناسته، کله، کله به په یو خیال کښیناسته خو بیا به ژر لکه خیالی دیوان والوته.
زه ونه پوهیدم خو د راويي په خبرو ور غوټه شوم، ورته ومې ویل؛ ما خپله اریکو ولیدله، په لړو او دورو کې ډوبه وه، ورو، ورو د ځمکې په خاورینه خوله کې ننوته. د راوي خبره مې تائید کړه او ور غبرګه مې کړه، هغه اریکو خیال نه و، یوه ریښتنې کیسه وه، همدا اوس ما په خپلو سترګو هماغه اریکو ولیده، زما اریکو د هماغې اریکو ژبه او بیان دی. زما اریکو، لوږه، تنده، زور، زیاتی او د ژوند ټولې نادودې وزغملې. په ډیرې بې وسۍ له خاورو لاندې شوه، کاشکی چې مې نه وی لیدلی، کاشکی زه نه وی او یا زما په مټو کې دومره زور وایی چې هغه اریکو مې ژغورلایی شوای.
زما اریکو زما ارګو، هغه ارګو چې ما د شپیلۍ په سینه کې زما د حماسه هستوونکی هیواد له پامیره تر فرخاره، ترسپین غره، تر چونغره، تر شمشاده، ترهلمندونو او واخانونو په سندرو او ترانو کې ستایلې وه. زما ارګو، زما اب باریک او زما اریکو... د یو ستر مظلومیت بیان دی.
زما د اریکو لاندې د آب باریک ټول وګړي ولاړ دي، یو ژوندی لاریوون دی، په سر کې یې یوه ناوی هیله ولاړه ده، پاس یې لاس را نیولی، چیغې وهي، کابله! زما ورونه، مور او پلار وژغوره، زما د مور په غیږ کې زما کوچنی ورور ژوندی دی، هغه تاته د خلاصون لاسونه در غزولي دي، له تا تمه لري چې خاورې یې له سره واړوئ.
زما دهیواد بیوسه ولس یې سر ته راورسید، د چا یوم، د چا بیلچه او د چا د خپلې وسې بسپنې په لاس کې دي، چاته یې ورکړي؟ د فساد تور ښامار ګردچاپيره د ارګو په لمنه کړۍ وهلې ده. پاتې خلک د ارګو په سینه کې د پروت ولس ذګیروي اوري، کله چې ذګیرویو ته نږدې شي، بیوزله اوښکې وڅڅوي، څوک تر شا شي او څوک بیا ان تر پامیره د اوښکو او زګیرویو مظاهر په سر واخلي. پامیر ته وايي چې ټولې نړۍ ته ووایه چې؛
زما بچیان د تکنالوجۍ په نړۍ کې د خاورې او چونې په دوړو کې لامبو وهي، د همدې دوړو او خاورو له سینې د خپلو لویانو بې توپیرۍ او د نړۍ والو بشري صیله رحمې ته د خاورو لاندې سترګې په لار دي. پاتې بې موره محمود او زهرا خاورو لاندې د خپلې مور نارې او کوکې اوري او ویني چې سترګو ته یې په سره ګردجن مارش تیریږی، یوه اوږده جمله له ځانه سره په قهر او غضب سره تکراره وي؛
زما پاتې عزیزانو! له سره مو د ظلم مطرحی څیرې لیری کړئ. پامیر ته په زنګیدلي اواز وايي؛ بس دی نور ماته داسې خلک مه ستایه، چا چې موږ ژوندیو پسې د مرګ جنازه کړې ده. پاتې نسلونه مو له دې پردیو پالوله اوږده ستر ناورینه وژغورئ!
هغه لاندې ژوره کې چې اوس هواره ده، وینم چې زما مور خپل بچی د لمنې لاندې کړی، یو لاس یې د خپل بچي په سر ایښی چې خاورې یې پیمخې څیره خاورینه نه کړي او بل لاس یې زما خواته را نیولی دی، وايي، خیر دی زویه که پر ما خاورې واوښتې، پروا نه کوي، خپل مټ کوچنی ورور دې وژغوره، هسی خو راته مالومه ده چې ستاورور به ډیره ناشونی وي چې د قلم سړی شي خولکه پلاريې چې ستا د سرلارۍ له پاره له تاسره ټوپک په غاړه ګرځاوه، دی به هم ستا ساتونکی او ستا د بچي پهره دار وي، راشه همدا کوچنی ورور دې وژغوره.
زما اریکو د افسانوی اریکو سره څو توپیره لري، ارګو خپل عزت له ځانه سره یوړ، ځپل ویاړ يې وساته او د ظلم له توپانه یې خپله لاره بیله کړه. زما د ارګو د آب باریک د ژوندیو جنازه وشوه، هغوی لا تر دې دمه د مرګ او ژوند سره لاس او ګریوان دي. یوه بوډۍ ځپل زوړ پړونی د خاورو منځ کې ټوټه، ټوټه په ټولو پیغلو يې ویشي چې سرتورې شهیدې نه شي، د خاورو ډیريو ته وايي؛ پر تاسو ولاړو مطرح زورواکانو ته ووایه:
یا مطرح ظالمه! ته له ما پورې مه خانده، زه خپل هیواد ته دومره ګرانه وم چې ستاله ظلمونو یې و ژغورلم، زه نوره ستا مرستې ته اړه نه یم، خپله خور دې چې د خاورو لاندې ده هغه ستا د ورورۍ په تمه ده، نه ستا د ډله ییزو جنازو. هغه ژوندۍ ده، که چیرې دې کلمه په رښتیا ویلي وي نو د ژوندیو پسې جنازې نه کیږي او زه چې شهیده یم ستا جنازو ته اړه نه یم له ما پسې جنازې مه کوئ.
۷/۵/۲۰۱۴