ایا اربکئ ناسم او کرکجن نوم دی ؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزی
اربکیان د افغانستان د تاریخ یوه ویاړمنه برخه ده ،تیر وخت کې چې به کله هم د هیواد ملی حاکمیت او د ولسونو حیاء ،سر او مال تر هرډول بهرنې او داخیلي ګواښ لاندې راغلو د وخت واکمن نظام به دومره کمزوری و چې حتی د خپلو سرحدونو،کلیو او خلکو له دفاع به عاجز پاتې شو

نو  سمدستي به د کلیو او بانډو قومي مشران سره راجرګه شول او پریکړه به ئي  وکړه  چي د هر کلي په سر به مثلآ سل (۱۰۰) اربکیان ( کلیوال ځوانان) به له خپلو شخصي دودیزو وسلو او امکاناتو سره د ننګ او غیرت ډګر ته را ووتل ډوډی  او بستره به ئي هم له خپله کوره وه ، نه چا معاش او تنخوا ورکوله ،نه حاکم دولت څه  ورکول  بس د  خپل  سر او مال په قیمت به ئي  د  هیواد له سرحدونو،کلیو او بانډو ، له تور سرو ، سپین ږیرو ، ماشومانو ، مسجدونو  او  حجرو  به  ئي په میړانه  دفاع  کوله ، پدې اړوند ئي د مسؤلیت  درک  او  احساس  درلود ، د سیمې د  مشرانو په سرونو  به  د غیرت شملې  هسکې  وې ، قول  او عهد  دروند  قیمت  درلود ، همدغه  مشران  پخپل ذات کې د یو  ویاړمن  او غیرتي  جنرال او  قومندان  رول تر سره  کولو ،د هیواد  تیر تاریخ ته چې لږ تم شو نو راته  ثابتیږی  چې  د  اربکیو دغه سپیڅلي  دود  د پښتنو سیمو کې ژورې ریښې لري ، د تاریخ یو زرین باب لری ، کله به چې ددو قومونو ترمنځ د ځنګلونو، بدیو ، دښتو او څړ ځایونو په سر کومه ستونزه راغله او خبره به تر مرګ ژوبلې ورسیده نو دریم کلی او یا قوم به ځوانان(اربکیان) راوویستل او د هغو کلیو او قومونو ترمنځ به يې ځاي په ځای کړل چې یو او بل ته به يې سنګرونه  نیولی  ول تر هغې چې مشرانو او سپین ږیرو به يې ترمنځ روغه جوړه وکړه ، خو وروسته بیا د حکومتونو لخوا یو بل دود او سیستم راپیدا شو چې د نظام په ګټه ئي داسی قومي ملیشی جوړې کړی چې ځیني خلک ورته په ناپوهې سره د اربکیو نوم ورکوي لکه د مثال په ډول : د کمونستانو په وخت کې قومي ملیشې ،غونډونه او کنډکونه تشکیل شول چې هم ئی یونیفورم درلود او هم ئي نه درلود لکه ددوستم ملیشې ،منصور نادری،جبارقهرمان ،مهمند خان او داسي نور ، د طالبانو د تحریک په دور کې هم لوګر، ننګرهار ،پکتیا او خوست کې قومي غونډونه او تشکیلات جوړ شول چې له دغو تشکیلاتو د شمالي او کندوز جګړو کې ګټه پورته کیده ، د اوسني دولت لخوا هم په پراخه ډول دغه شان ځواکونه تشکیل شول چې جدا یو نیفورم لری نه ملې پولیس دی او نه ملې اردو دغه ځواک هم د سیمې له خلکو تشکیل شوي چې اصلآ سیمه ایز پولیس دي نه اربکي یا اربکیان ځکه دوي ته دولت وسلې او وسایل ورکوي ، معاش اخلي اداره ئي له حکومت سره ده خو قومي یا اصلي اربکیو معاش او یونیفورم نه درلود  د سیمې خلکو د سپیڅلو حرکاتو او احساساتو زیږنده او پیداوار و، د ستونزۍ او خطر له منځه تلو سره د اربکیو لمن او ټغر هم ورټولیدو .
په ګاونډي پاکستان کې د جنسیو ملیشې ځواک او د افغانستان موجوده سیمه ایز پولیس کوم خاص فرق نلري ، په اروپا کې هم ځیني هیوادونه دا ډول امنیتی ځواک لری چې ورته کمیونټي سفورټ پولیس  ویل کیږي ، د کار او مسؤلیت ساحه ئي معلومه وي کوڅه په کوڅه ګرځي د خلکو مرسته کوي او جرم کونکو پسې څار کوي  له هر چا سره چې مخ کیږي په ورین تندی ورسره ستړی مه شي او سلام کوي .
په پاکستان کې هم حکومت د افغانستان د سیمه ایزو پولیسو په څیر وسلوال قوت جوړ کړي خو هلته ورته حکومت،خلک او میډیا د امن لښکر نوم کاروي خو همدغه ډول عسکری ځواک ته افغانستان کې اربکیان ویل کیږي خو خپله دغه وسلوال بیا ځان ته اربکي نه وائي بلکه ځان ته سیمه ایز پولیس وائي ، بل طرف ته د دولت وسلوال مخالفین (طالبان او حزب) هم ورته اربکیان وائي چې اصلآ بدل نوم ورته کارول کیږي زه ئی ناسم کار ګڼم ، مونږ باید پدي پوه او قانع و اوسو چې افغانستان تر څږ ډوله تیریو لاندې دی زمونږ تاریخی عنعنات له منځه وړل کیږي ، اربکی ولس او ډلو ته له پامه ور بدوي ، په همدې پلمه زمونږ د سر سړی وژل کیږي چې خلک پري راټول دی سباه ترینه اربکیمشر جوړ نشي ، پدې ډول د ولسی خلکو ترمنځ د یوې ناپایه دشمني بنسټ کیښودل کیږی داسی وحت به راشي چې ددې موجوده  ډلو  او تنظیمونو ځاي به نورو نویو ډلو ته تخلیه شي موجود نسل به سم نیم نه وي خو په ناپوهې سره د همدی حکومتونو او ډلو ترمنځ د ولسې دښمنې اور به غر خداینخواسته تاند وي . زه مطمین یم چې اوسني دولتي ځواک سیمه ایز پولیس دي مګر نه اربکیان ځکه ددوی معاش ،یونیفورم معلوم او شته او ددولت د امر تابع دی د دولت خواړه خوري او د قومندې واک ئي له پوځي جنرالانو سره ده .
په احترام
نصرالله احمدزی
۲۰۰۱۴/۰۴/۳۰