د افغانستان د خلاصون لارې د شورا خبرتیا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

درنو او قدرمنو هیوادوالو  اسلام علیکم ورحکمت الله وبرکاته!
قدرمنو د افغانستان د خلاصون  لار  چې  یو خپلواک ملی خوځښت ده او د یوی شورا له لوری رهبری کیږی دغه شورا په خپل منځ کی په سپیڅلو اصولو سره تعهد او ژمنه کړی ترڅو له دغه خوځښت نه لکه د نورو په څیر شخصی او ځانګړی غرضی ګټه وانخیستل شی او افغان

مسلمان ملت د مادیاتو او قدرت د لاسته راوړلو وسیله ونه ګرځول شی او د شورا د مشر توب له پاره یی سیداکبراغا چې یو پخوانی مجاهد ده او شورا ته ئې تعهد سپارلی وه چې د شورا ټولو اصولو ته به ژمن وی  او دغه خوځښت به له هغه یو لوریو او مشکوکو جریانو  نه لری ساتی ولی له بده مرغه نوموړی څو واری سرغوړنی ترسره کړی اود شورا له لوری خپلو اشتباهاتو ته متوجه کړل شو  سره له دی چې هرځل یی د خلاف کړنو د نه تکراریدو ژمنه وکړه خو په خپل قول باندی ثابت پاتی نشو لنډه داچې د رهبری شورا تصمیم ونیوه ترڅو    ۱۳۹۲/۱۲/۲۲ نيټی له غونډی روسته نوموړی د یاد ملی خوځښت له مشر تابه نه لری کړی .
همدارنګه د افغانستان د خلاصون لار هڅه او هاند کوی ترڅو داسی کسان په دغه ملی ځوخښت کی شامل کړی چې افغانی ښکیلو لورو سره کومه ستونزه و نلری ، د یادولو وړ ده چې ښاغلی اغا صاحب د طالبانو اسلامی تحریک سره ډیره زیاته ستونزه لری او کومی خبری چې نوموړی د طالبانو د تحریک په استازیتوب کړی هغه بی بنیاده دی  او طالبان نوموړی ته دشک په سترګه ګور، همدارنګه د اوسنی نظام ځنی چارواکو په ده باندی له دی امله خطاشوی چې ګوندی نوموړی به په طالبانو نفوذ ولری او په همدی طمعه ئې ډیر خطا ویستی دی، نوموړی کوشش وکړ ترڅو ددغه خوځښت په نوم له مختلفو مشکوکو لوریو (معتصم اغاجان،عبدالستار سیرت ،ایران ....)پیسی ترلاسه کړی. هم دغه لامل وه چې د افغانستان دخلاصون د لاری شورا نوموړی له خپل خوځښت نه ایستلی  ده .
نور له ده سره په دغه ادرس خبره کول کومه ګټه نلری.
په درناوی