یوه غملړلې کیسه لیکوال : هنري کوماتسوـ د یوسف هېواددوست ژباړه
0000000000
(( دا د اوښکو تمځای هم څومره د رازونو دمه ځای دی ))
کوچنی شازده
ډالۍ ...
دا کتاب د یو غمجن کوچني په باب دی
خو که رښتیا ووایم هیڅ نه پوهیږم چې ...
چا ته یې ډالۍ کړم.
غم باید هغه چا ته ډالۍ شي چې زغم یې ولري.
هغه چا ته چې نا مهربانه نه وي .
دا کتاب وزېږې ډ پرته له دې چې چا ته ډالۍ شي ...
تر هغې چې یوه ورځ یو کوچنی له یو غملړلي زړه سره
راغلی چې راسره خبرې وکړي .
او غوښتل یې دا کیسه ولولي .
ومې منله .
هغه ډېر ژر دا کتاب ولوست او راته یې وویل :
« دا غملړلې کیسه د چا لپاره ده ؟!»
ـ « هیچا ته »
ـ «ولې »
ـ « غم داسې څه نه دی چې چا ته یې ډالۍ کړم »
هلک یو څه سوچ وکړ او ویې ویل :
« هر غم له ځان سره یوه خوښي لري »
ومې پوښتل :« یعنې څه ؟!»
ـ « څنګه ستاسو ورته پام نه کیږي !
د غمونو شا ته
خوښۍ پټې شوي. »
له دغو خبرو ـ اترو وروسته
وپوهېدم چې
دا کتاب باید
چا ته ډالۍ کړم!
زه به دا کتاب
یوه ورځ هغه چا ته وړاندې کړم چې
فر صت یې ولري
خو چې د چا احساساتو ته زیان ون رسوي .
زه به دا کتاب یوه ورځ
یو هغه هلک یا هغې نجلۍ ته ډالۍ کړم چې
وکولای شي یو زیان منونکیماشوم مسخره کړي
خو دا کار و نه کړي
او له هغه لري شي .
دا کتاب
باید هغو کسانو ته ډالۍ شي
چې کولای شي وتاکي
چې د نورو په زړونو کې څه وکري:
وژونکی غم
یا ژوند بښونکې وږمه.
دا کتاب د یو غملړلي
ماشوم په هکله دی .
ښه ورته ځير شه
ښایي د دې کتاب د غمونو تر شا
د خوښیو نښې ومومې.
دا یو تش ( انډل چو ) دی
خو که ورته ځیر شې
نو هلته به دوه کوچنیان وګورۍ
چې پر انډل چو سپاره دي
او ښکته ـ پورته کیږي .
( انډل چو)
یا
غملړلې کیسه
یوه څاکې اوښکه
په ویاله کې ولوېده
هغه څاڅکی
د باران نه و چې
له اسمانه
ورېدلی وي.
هغه ورخ و په هسک کې وریځې نه وې
د اوښکو یو څاڅکی د پله له پاسه
په ویاله کې ولوېد
د هغه کوچني له سترګې
د اوښکې کوچنی څاڅکی
ولوېد
چې خپل انځور یې
په اوبو کې لید .
هغه
کوچنی
څاڅکی،
اوښکه وه
له غمونو اوښکه
...
هلک د پله پر سر ژړلې.
ژړل یې ځکه چې
کولای یې شول په اوبو کې
وویني چې غوږونه یې څومره غټ دي .
هلک فکر کاوه چې
دا نورو ته ځکه ګران نه دی چې
د ده غوږونه غټ دي .
&
د هغه ور یادېدل چې
دا نور هلکان
د هغه په غوږونو خاندي
یوازې هغه چا چې نه خندل
همدا هلک و
ځکه د نورو د خندا لاامل
د هغه غټ غوږونه ول.
&
د اوبو یو کوچنی څاڅکی
په ویاله کې ولوېد.
کوچنی څاڅکی تریو و .
کوچنی حاڅکی ، اوښکه وه .
د غمونو اوښکه
&
هلکي ، یوازې د پله پر سر
ژړل.
یو ناڅاپه دوه غوږونه
په ویاله کې ولوېدل.
هغه د هلکي غوږونه ول
اوس نو هغه د اوبو پر سر
په خپل انځور باندې
خندل .
اوس نو هغه د دوو غوږونو پر ځای ،
د خپل سر پر دواړو خواوو
دوه سوري درلودل
نورو نو چا
نشوای کولای
د هغه پر غوږونو خندا وکړي .
هلکی مسکی شو
هغه خپل غوږونه
غوڅ کړي و.
هم ټولګیان یې
د پله له څنګه تېرېدل
هلکان زیان رسوونکي نه دي
یوازې داسې و انګېره چې نړۍ نه پېژني
هغوي د بې غوږونو هلکي په لیدو
د سر د دواړو خواوو سوریو ته
اشاره وکړه او ویې خندل
اشاره یې وکړه
ویې خندل
او لاړل .
هلک
چا ته اشاره و نه کړه
نه یې پر چا وخندل
یوازی دی و چې
د پله پر سر پاتې وږ
په ویاله کې د اوبو یو کوچنی څاڅکی ولوېد .
د غم اوښکه
&
ویالې .
د بې غوږونو هلک انځور ښود
هلکي ژړل .
خکه نه پوهېد چې دا هلکانو ته دی
له غوږونو سره ګران دی یا بې غوږونو ...
ولې پر ده ، وخندل ؟
هغه خو نور هغه غټ غوږونه نه درلودل !
هغه په دې سوچ کې وو چې
په ویاله کې د خپلو غوږونو د اچولو نه یې څه ګټه ترلاسه کړه ؟!
بې غوږه هلک ، یو ناڅاپه ویالې ته ورټوپ کړ
ویالې د هغه له زړورتیا ، حیرانتیا وښوده
او ویې پوښتل :
« څه کوې ؟»
هلکي ځواب ورنه کړ .
ـ « په غوږونو پسې دې ګرځې ؟ »
ـ ځواب یې ورکړ « نه! »
ـ « نو څه غواړې ؟»
ـ « اوښکې مې .»
ـ « ستا اوښکې له ما سره نشته
دلته په اوښکو پسې دې مه ګرځه. »
« هغه یوازې درې کوچني څاڅکي ول »
اوښکې !
د انسانانو د روح
څرګندوې دي
او له همدې امله ده چې
هغه نشې موندلی
…
ستا اوښکې
له ما سره وې ، خو بل چېرې لاړې
له دې نه یو بل غټ ځای ته
ـ « غواړي هلته ورپسې وګرځې ؟ »
هلکي ومنله او ویالې ، هغه سیند ته یووړ .
ـ « سیند هماغه ځای دی چې
ټولې اوښکې هلته ورتویږي.
ته کولای شې وګورې د سیند اوبه څومره تروې دي ... »
سیند ته په کتو
وپوهېد چې روح یې څومره غټ شوی .
ویالې یې غوږونه بېرته ورکړل
او هلکي په مسکا سره مننه وکړه .
هغه پوهېدلی و چې څومره غټ روح لري ،
ډېر له غوږونو یې غټ .
یو کوچنی څاڅکی په سیند کې ولوېد
د اوښکو یو کوچنی څاڅکی .
د خوښیو اوښکه