نصرالله احمدزی
داسي اوازې دي چي ښاغلی سیرت صاحب افغانستان ته د یو نوې ارادې سره رسیدلي چې هم ډار او هم هیله هیله. منم چې د افغانستان د تجزیه لپاره له تیرو دري لسیزو راپدیخوا ډیر کار وشو خو الحمدالله کومه نتیجه ئي نده ورکړې لومړی وار د روسانو د یرغل په مهال ، دوهم ځل
د نجیب الله رژیم له سقوط سره سم د جبل السراج د ایتلاف په بطن کي او اخری ځل د امریکا او ناټو په شتون کې خو د الله ج په مرسته هر یوه دسیسه شنډه شوې او عاملین ئي هم پښیمانه او رسوا او یا ئي پخپله خپه لمن په سر اړولې او ځینو ئي د پښیمانۍ او ندامت اوښکې توې کړي دي .
خبر شوم چي ښاغلی سیرت صاحب په ډیر حساس وخت کي افغانستان ته ځان رسولئ دي او ویلي ئی دي چي د ټاکنو د پروسي له ګډوډ کیدو وروسته ممکن افغانستان د تجزیه په لور لاړ شي او زه راغلی یم چي مخه ئي ونیسم او کولائي شم ډیر مفید کار وکړم نو ایا ددې خبرو معنی به څه وي ؟
ممکن د سیرت صاحب وړاندیوینه دا وي چي اکثریت وړونکي کاندیدان به دوهم دور کې سره وران شي نو د روغۍ او جوړ جاړي لپاره به په ما لاس کیږدي .
ممکن کوم کاندید ورته شین څراغ ورکړي چي وزارت درکووم .
دا هم ویل کیږي چی سیرت صاحب د نوې سیاسي ګوند د جوړیدو اراده لري ، که کوم نوئ ګوند جوړیږی دا به یو بل زخم وی، یره سیرت صاحب ګوندونو ته افغانستان احتیاج نلرئ مونږ ولیدل ځیني ګوندونه په لسګونو پلویان لری کله چي ئي د رهبرې شورا غونډه وی نو دیارلس کسان تر لمیزونو شا او خوا ناست وي ، موږ ګوندونو ته ضرورت لرو خو داسي ګوندونه نه چي هر چا خیمه درولي او چیغې وهي ګوند یم غونډو ته خلک د کنسرتونو او نڅا په مرسته راټولوئ .
پوښتنه کوو : ښاغلی سیرت صاحب دا د افغانستان د تجزیه چا درته ویلئ او تاه څنګه منلې ده ؟ سیرت صاحب دغه ډول اوازې خورول ډیر نامناسب او له افغانستان سره بربنډ غلیمانه حرکت کول دی هیله ده چي ولسونو ته هیله او د خیر پیغام ورکړو نه دا چي نژادپرستې او سمت پرستې ته ئي پام واړو ، د افغانستان ولسي او جغرافیه جوړښت داسي ده چي د چا پلار ئي هم انشاالله نشي تجزیه کولائي . زه له تاسو او هر هغه چا پوښتم چي داسي اوازې خوروي ، مني ئي او پیلان ئي لري چي د تجزیه ویره شته او یا ئي شرایط برابر دي : دا ممکن ده چي شمال کي تاجک ،ازبک،هزاره او ترکمن دي بیل حکومت جوړ کړي ؟ بامیان او دایکندی چیری موقعیت لری؟ شمال کي میشت پښتانه به ټول له تیغه تیروئ او که شرق،غرب او جنوب ته به ئي کډوال کوئ ؟ له سالنګ نه دۍ طرف تاجګ او هزاره به څه کوي ایا دوی به کډوال کیږي او که ټول به له تیغ تیرو ؟ ایا د پښتنو په څیر تاجک ،ازبک،هزاره او ترکمن بیل بیل قوم نده ، هر یو ئي د جدا دود او رواج څښتنان ندي ، هغوی به خپل منځ کي څنګه سره جوړیږی چي ما پښتون نشی منلي ؟ هلته به د محاکمو پریکړې د شیعه فقهه له مخۍ کیږی او که حنفی ؟ د روسانو د یرغ په وخت کي ازبک،ترکمن،پښتون،تاجک او هزاره مجاهد د تاجک،ازبک،پښتون ،ترکمن او هزاره کمونست خلاف ونه جنګیدو ؟ همدا اوس یوزې پښتون حکمتیار او ملاعمر د دولت او بهرنیو خلاف جنګیږي که له هغوي سره غیر پشتانه هم شته ؟ د افغان ملي پوځ کي کي د ټولو قومونو وګړي شته چي د پښتون ملاعمر او حکمتیار خلاف جګړه کوي . که خداینخواسته د ستا خوف په حقیقت بدل شو نو دا راته ووایه شمال کي د تجزیه له مخۍ جوړ شوی نوي حکومت به څنګه ژغورل کیږي او د دوي بقا به څنګه تضمین کیږي ؟ دوي به د ایران بړیڅي کوي او که د تاجکستان ،ازبکستان،ترکمنستان او که د ترکیه ؟ په نړیوال سیاست کې به د مسکو ،ایران او امریکا ګټو کي د چا غوړه مالي او ساتنه کوئ ؟
دا درې لسیزې خو سم قیامت تیر شو چي دا زموږ د کار خلکو ولې ترحم نه درلود ؟ دا دولس کاله څه ونشول نه پوهیږم د سیرت صاحب په څیر شخصیتونه چي د تجزیه مخه هم ډب کولائي شی ولې نه ورتلل ؟ فکر کوم د افغانستان وضعیت د یو موقت حکومت تجربه تکراروي او که څنګه او شاید سیرت صیب د نوي حکومت د کابینې نوې وزیر وي .
هیله ده چي نور له ولس سره صداقت وشي .
په احترام
نصرالله احمدزی
۲۰۱۴/۰۴/۱۲