زلمی هېوادوال
دتېرې جمعې په شپه په سرینا هوټل برید وشو، چې په کابل کې له امنیتي پلوه تر ټولو خوندي ځای ګڼل کېږي، برید له درې څلور ساعته جګړې وروسته پای ته ورسېد، کله چې برید پیل شو، ما د طلوع تلویزیون د انتخاباتو په اړه د خبرو اترو پروګرام کتلو، په داسې حال کې چې
بحث ګرم روان و، پروګرام قطع شو، او دتلویزیون له خوا د برید خبر خپور شو، ور پسې خبرې اترې ورو ورو په خپله مخه لاړې، اصلي موضوع د برید شوه.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي چې په سیمه کې و، خبریالانو ته وویل: برید کنترول شوی، برید کوونکي ټول له منځه وړل شوي، او کوم ځاني تلفات نشته، یوازې دوه کسان روغتون ته یوړل شول، هیله ده چې ټپیان وي!
خو سبا ته د ۹ مړو او ۶ ټپیانو خبر خپور شو، چې تر ټولو د پام وړ او دردوونکی خبر پکې د دوو وړو ماشومانو او د هغوی د مور د مرګ خبر و، ځکه د ماشومانو او ښځو وژل نه یوازې دا چې د اسلام مبارک دین منع کړي، بلکې عقل، منطق او انسانیت هم د ماشومانو او ښځو وژل نه مني.
اوس خبره دا ده چې نو دا کار چا وکړ؟ په دې اړه لاندې څو ټکي د پام وړ دي:
۱ – حکومت د تېر په څېر د ماشومانو او ښځو وژل د وسلوالو کسانو کار وګڼلو، خو تر دې دمه یې په دې اړه کوم کره شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي، چې وسلوالو څه ډول؟ ولې او د څه لپاره دا کار وکړ؟ که څه هم چې ځینې ویډیو ګانې او آیډیوګانې خپرې شوې دي، خو په هغو کې داسې کوم مستند شواهد نشته چې وښيي، دا کار چا کړی؟ بلکې ځینې صحنې داسې دي، برید کوونکي له یوې خوا د ځان ژغورلو هڅې کوي، او له بلې خوا په ځینو کسانو چې په ویډيو کې نه ښکاري ډزې کوي! حکومت ادعا کوي او ځينو رسنیو خپاره کړي، چې د سردار احمد مېرمن د برید کوونکو پښو ته ښکته شوې وه چې ماشومان یې ونه وژني! مګر هغوی نه یوازې دا چې ماشومان یې ووژل بلکې دا یې هم ووژله! خو په خپره شوې ویډیو کې داسې څه نه تر سترګو کېږي! که په رښتیا داسې څه پېښ شوي وي، د هوټل کمرو به خامخا عکاسي کړي وي!
۲ – که په عام ډول فکر وشي، هېڅوک د ماشومانو او ښځو وژل نه خوښوي، طالبان چې حکومت یې تل په دې ډول کړنو تورنوي، بار بار په خپلو اعلامیو، څرګندونو او پیغامونو کې ویلي چې دوی نه یوازې د ماشومانو او ښځو وژل سم کار نه بولي، بلکې په عام ډول د عامو خلکو وژل د خپلې عقېدې او پالیسۍ خلاف عمل ګڼي.
۳ – دولس کلنو تجربو ښودلې ده چې د عامو خلکو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو وژل د هېڅ لوري په ګټه نه دي، نه د حکومت او بهرنیو ځواکونو او نه د طالبانو، بلکې په تاوان یې دي، ځکه خو دواړه لوري تل هڅه کوي چې یو او بل د ملکي خلکو په وژلو تورن کړي، دا په دې دلالت کوي چې دواړه لوري پوهېږي چې د ملکي خلکو وژل یې په ګټه نه دي. ځکه چې د ملکي خلکو په وژلو هم نړیواله خواخوږي ور سره کمېږي او هم ولسي، هم یې دښمنان بد ګڼي او هم دوستان.
۴ – که د حکومت دا خبره ومنل شي چې دا کار وسلوالو کړی، پوښتنه دا را مخ ته کېږي چې د څه لپاره یې کولو؟ دا چې دوی سرینا هوټل ته په دومره تکتیک او مهارت ننوتل، یقیني خبره ده چې د یو لوی هدف لپاره به ننوتل، ددې لپاره به یې له ډېر پخوا څخه کار کړی وي، ځکه دا هېڅ امکان نه لري چې په یوه ورځ کې یې دې دا پلان طرح کړی اوعملي کړی وي، د وزارت داخلې له خولې دا کار له هېواد نه بهر پلان شوی و، په دې معنی چې دا برید د میاشتو میاشتو تیاریو او ترتیباتو زېږنده و!
او دا ثابته خبره ده چې هېڅوک په میاشتو میاشتو د یو واړه هدف لپاره تیاری نه نیسي، او هغه هم داسې هدف چې خپله دوی ته یې تاوان تر ګټې زیات وي. د عقل غوښتنه دا ده چې یو څوک هغه که هر څوک وي، که طالبان وي او که بل څوک، داسې نه کوي چې دومره مهم ځای ته ننوزي او هلته بیا داسې څه وکړي چې خپله د دوی لپاره د شرم او خجالت سبب شي.
۵ – په داسې حال کې چې هلته په هوټل کې پرته له ماشومانو او ښځو نور لوړ پوړي بهرني او داخلي کسانو شتون درلود، او وسلوال برید کوونکي چې هلته په دومره تکتیک اومهارت ننوتلي وو، داسې څوک نه وو چې واړه ماشومان ښځې او لوی لوی دولتي چارواکي یې نه پېژندل! یقیني ده چې هغوی به لوی لوی حکومتي او بهرني کسان ویشتل، او داسې څه هم نه و چې د حکومتي او بهرنیو کسانو ویشتل یې سخت کړي وای، ځکه ټولو په یو ځای کې ډوډۍ خوړله.
۶ – هر کله چې خبره داسې ده، نو یقیني ده چې دوی به خپل لوی دښمن په نښه کولو، ددې لپاه د کورنیو چارو وزارت د ویاند خبره چې د پېښې په لومړیو شېبو کې د پېښې ځای ته څېرمه خبریالانو ته کوله، یو ښه دلیل کېدای شي، نوموړي وویل چې وسلوال برید کوونکي ماښام شپږ بجې هوټل ته ننوتلي وو، او د شپې په نهو بجو یې برید پیل کړی و! په دې معنی چې دوی درې ساعته په هوټل کې ګرځېدلي وو! مهم کسان او ځایونه یې مخکې له مخکې نښاني کړي وو! که دوی ښځې او ماشومان وژلی، نوښځې او ماشومان خو بهر په سرکونو او لارو کې په زرهاوو شته دي، دوی کولی شوای ددې پر ځای چې دوه ماشومان او دوه ښځې ووژني، په سلهاوو په لارو او سرکونو کې ووژني!
۷ – دا احتمال شته چې دوی دې دا کار په خلکو کې د ډار او ترهې خپرولو په موخه کړی وي، خو خبره دا ده چې ډار او ترهه خپرول د لارو او سرکونو په سر د خلکو په وژلو تر هغه زیاته خپرېږي چې په هوټل کې څوک ووژل شي، ځکه ټول خلک هوټلونو ته نه ځي، مطلق اکثریت د خلکو په لارو او سرکونو کې وي، که د ډار او ترهې خپرولو خبره وي نو دوی باید دلارو او سرکونو ماشومان او ښځې وژلې وای!
۸ – زما په نظر که دا کار وسلوالو برید کوونکو کړی وي نو په قصدي ډول او لکه څنګه چې حکومت وايي په دې ډول به یې نه وي کړی، چې مخامخ یې واړه ماشومان او ښځې په نښه کړې وي، که یې کوم کس په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي چولي وي، او دهغې په نتیجه کې ماشومان او ښځې وژل شوي وي، احتمال شته، خو په دې صورت کې به نور حکومتي او بهرني کسان په ډېره لوړه کچه وژل شوي وي. خو خبرونه د چاودنې په اړه څه نه وايي! بلکې حکومت وايي چې له بریدکوونکو سره یوازې تمانچې وې، نه ور سره لویه وسله وه، او نه یې چوونکي واسکټونه لرل، نو ددې خبر پر بنسټ دا خبره هم منتفي کېږي چې ماشومان او ښځې دې د چاودنې له وجې وژل شوي وي!
۹ – آخر چا به وژلي وي؟ کېدای شي، او دا تر ډېره امکان لري چې دغه نازولي واړه ماشومان او مور یې د متقابلو ډزو په نتیجه کې وژل شوي وي! ځکه کله چې په بهرنیانو او حکومتي کسانو برید تر سره شي، دوی سمدستي یوې او بلې خوا ته د وضعیت د کنترول او د خپل دښمن د ډارولو په موخه ډزې کوي، او دا نه ګوري چې څوک او په کوم ځای ولګېدل! ددې لپاره ډېر شواهد شته. د بېلګې په توګه څو کاله وړاندې د جلال آباد او تورخم پر لاره د بهرنیانو هغه کړنه د یادولو ده چې په ترڅ کې یې ډېر عام خلک په پټیو کې ووژل شول، هغه داسې چې دبهرنیانو په کاروان برید وشو، هغوی ددې پر ځای چې خپل دښمن په نښه کړي، سمدستي یې د ټوپکو شپيلۍ په سیمه کې په شته کسانو ور واړولې! او دا تربیه یې خپلو ملګرو ته هم ور کړې ده.
۱۰ – دا هم تر یو ځایه د وژونکو د تشخیص په اړه مرسته کولی شي، چې حکومتي او د سرینا هوټل ساتونکي په دې پوهېدل چې د برید پایله تر برید کوونکو پورې تړاو لري، په دې معنی که هر څوک او هر څومره ووژل شي، څوک نه وايي چې دا کسان حکومت او ساتونکو ووژل، بلکې ټول به وايي چې وسلوالو برید کوونکو ووژل! ځکه خو د کوم مسولیت احساس نه کوي، هر لوري ته یې چې زړه شي ډزې کوي!
۱۱ – نه په حکومت او نه هم په بهرنیانو کې داسې کوم عملي قانون شته چې ددې ډول پېښو په اړه پلټنې وکړي او مسولینو ته سزا ور کړي، که دا ډول کوم عملي قانون شتون درلودی، تر ډېره به ددې ډول پېښو پر مهال د بې هدفو ډزو مخینوی کېدای. کومې چې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي.
۱۲ - دولس کلنو پېښو او تجربو ښودلې ده چې عام خلک باید له هغو ځایونو څخه ځانونه وساتي په کومو کې چې د دې ډول پېښو شونتیا ډېره ده، په سرینا هوټل څو کاله وړاندې هم برید شوی و، او ډېری خلک په دې پوهېږي چې دې هوټل ته څه ډول او کوم کسان ورځي! له دې کبله ښه دا ده چې عام خلک له دې ډول ځایونو څخه ځانونه وساتي، تر څو له دې ډول غمیزو نه هم دوی او هم یې کورنۍ وژغورل شي.
د یادونې ده چې دا رنګه ځایونو ته د عامو خلکو په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو ورتګ د هغوی د مرګ جواز نه شي جوړېدی، بلکې یوازې ددې لپاره چې هم خپل سر ساتل شوی وي، او هم خپله کورنۍ له غم او درد نه ژغورل شوې وي، لازمي ده چې له دې ډول ځایونو څخه ځان وژغورل شي. یوه مړۍ بدمرغه ډوډۍ په نورو عامو هوټلونو کې هم پیدا کېږي!
۱۳ – په ځینو خبرونو کې راغلل چې د هوټل ساتونکو د ماشومانو نیا ته کیسه کړې، چې کله برید کوونکو ددې زوم ووژلو، نو لور یې د هغوی په پښو کې ځان واچولو او هغوی ته یې زارۍ کولې چې ماشومان یې ونه وژني، مګر هغوی ونه منله، لومړی یې ماشومان او بیا یې دا ووژله! ډېر د حیرانتیا او د تصور او خیال له کچې لوړ خبر دی!
که حقیقت دا ډول وي، نو ساتونکو چې دا هر څه په خپلو سترګو لیدل! د څه لپاره ورته ولاړ وو؟ ولې یې د ماشومانو او د هغوی د مور د ژغورلو لپاره چې د دوی مسولیت و ګام نه اچتولو؟ که نه دوی فلمبرداري کوله!!؟ دا خو هېڅ امکان نه لري چې وسله به نه وه ور سره، ځکه دوی د هوټل ساتونکي وو، او څو کاله وړاندې په دې هوټل برید هم شوی و، یقیني ده چې وسله به خامخا ور سره وه، نو چې وسله هم ور سره او داسې یو حالت یې په خپلو سترګو لیدلو چې مور د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره د بریدکوونکو په پښو کې ځان اچوي! او دوی یې سیل کوي! که داسې وي، تر هر څه لومړی باید له همدې ساتونکو سره حساب او کتاب وشي!
۱۴ – له معمول سره سم، هر لوری د خپلو تلفاتو کچه تر هغو واقعي تلفاتو کم ښيي، خو په داسې حساسو ځایونو کې چې بریدونه تر سره کېږي، طبیعي ده چې د تلفاتو شمېره به کمه ښودل شوې وي، په ځانګړي ډول د بهرنیانو، او نظامي کسانو، څو کاله وړاندې د خوست په صحرا باغ سیمه کې د امریکایانو په بیس برید تر سره شو، په لومړي سر کې دوی خپل تلفات کم وښودل، خو څو میاشتې وروسته اصلي خبره را برسېره شوه، اوهغه هم د غربي رسنیو له خوا، چې تلفات دهغه څو چنده زیات وو کوم چې په لومړي سر کې خپاره شوي وو!
دلته هم تر اوسه خبره د ۹ او غیر نظامي کسانو ده، الله خبر چې اصلي حال به څه وي؟ همداسې لکه چې ویل کېږي؟ او که به دصحرا باغ د پېښې په څېر حقیقت څو میاشتې وروسته را برسېره شي!
۱۵ - په دې کې شک نشته چې حکومت له نوموړې پېښې نه د طالبانو پر خلاف ډېره لویه تبلیغاتي ګټه پورته کړه، داسې چې دې پېښې ته یې یو ډول نړیوال حیثیت ور کړ، نړیوال، سیمه ایز او کورني ګڼ غبرګونونه یې را وپارول! دوی په حقیقت کې د نوموړې پېښې نظامي، سیاسي او امنیتي پیغامونه چې درلودل یې په تبلیغاتي جګړه تر یو ځایه پیکه غوندې کړل! یا په بله معنی طالبانو ته یې تبلیغاتي ګوزار ور کړ! چې تر ټول څرګند او عملي يې د خبریالانو له خوا د دوه اونیو لپاره د طالبانو د خبرونو نه خپرول ګڼل کېدای شي!
۱۶ – که طالبان اوس هم په دې اړه وضاحت ور نه کړي، د پېښې په اړه خپل دريځ څرګند نه کړي، نه یوازې دا چې سملاسي به تاوان ورته وکړي، بلکې حکومت به تر ډېره پورې له دې پېښې نه د دوی پر خلاف تبلیغاتي استفاده کوي، او په راتلونکي کې هم د طالبانو لپاره په نړیواله او کورنۍ کچه منفي اغېزې درلودی شي.
زلمی هېوادوال