دشمال سفر او دپښتنو ستونزه ۲۵ برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شورای هماهنګي دویمه حصه
اوس  داکتر نجیب ته ځان د یو فاتح  په شکل انځور کیدو خو د ببرک کارمل او د هغه د داخیلي او بهرنیو اشر ګرو  خطرناکه  نقشه  او  شوم   پیلان  د میز په سر غوړیدلې  پرته  وه  او دغه  له تعصب  ډکه  تشه  مسکو او ایران هم حس کړې وه  هغوې د یوۍ همداسي  ورځۍ لپاره  په

کمین کې ناست ول د رژیم ملیشې ځواک په مشرقي ولایاتو کې د مجاهدینو لخوا  وځپل شو  او جبار قهرمان هم داسي حالت کې نه ؤ چې په ډیره بده ورځ کې دي له داکتر نجیب پیاوړې دفاع وکړاي شي ، د کودتا چیانو د قومندې چارې کابل کې له جنرال مجید روزی،اصف دلاور، مزدک ،جنرال بیګي، جنرال عظیمی او ګڼ شمیر کې نورو  پوځي  قومندانانو او د شورای نظارـ جمعیت اسلامی او  منصور نادری له کسانو سره  په ګډه  پرمخ  بیول کیدې  او خپله جنرال دوستم په مزار او شبرغان کې ناست و او هر څه يې له همغه ځایه رهبري کول.
د جنرال دوستم په مشرۍ د جوزجاني  ملیشو قوت حتی د دفاع وزارت له قوتونو هم پیاوړئ ؤ چې اوس  درژیم لپاره اصلآ همدا یو ځواک ورپاتۍ ؤ چې یوه واحده قومندانۍ يې درلوده دغه ځواک د کندهار له جګړو روسته د ګیلم جم  په نوم هم شهرت پیدا کړ او ددي ترڅنګ ورته  افغان  شورویان  هم  ویل  کیدل ، په یو ټیوب کې مي د جنرال دوستم مرکه ولیده چې خپله وايې چې موږ ډیر د مخه پیلان درلود چې د نجیب الله رژیم نسکور کړو او کله به مو چې خپل منځ کې مشوره کوله نو د بزکشۍ د لوبې په بهانه به سره راټولیدو او بحث به مو کاؤ له دې خبرو ثابتیږي چې   ببرک  کارمل او  بانډ  يې  له  ډیر پخوا  په خپلو  پښتنو  پرچمي  رفیقانو   د ورمیږ ماتؤلو  هوډ  درلود ، د افغانستان حالت ورځ تر بلۍ خرابیدل د ملګرو ملتونو استازي بینن سیوان  د کابل او اسلام اباد ترمنځ په منډو او دړدنګو  و  بل طرف ته مسکو،تهران او هند د داکتر نجیب له  واکه  لیرې کیدو  تشه  د  یو غیر پښتون په واسطحه د ډکولو کوشش راوان  کړي ؤ  او بل طرف ته  پیشور کې د جهادي ګوندونو ترمنځ ناندرې چې متاسفآنه د ښاغلی مجددی او پیر ګیلاني  په څیر بیلښکرو مشرانو هم  له هغو ګوندونو سره برابره برخه غوښتله چې ددوي ټول ګوند يې د نفوس له مخي د هغوي د یو قومندان په خیټه کې هم ځایدلو .
د حزب اسلامی ټینګار پدي ؤ چې له داکتر نجیب دې قدرت یو مؤقت حکومت ته انتقال شي  د اقتدار واګئ دې یو کمیسون/ شورای  ته  وسپارل  شي ، د کابل امنیت دې د کابل ولایت مربوط قومندانانو ته وسپارل شي ، عمومي عفوه دې اعلان شي او  د تنظیمونو رهبران دې تر هغې انتظار وکړئ تر څو  عمومي ټاکنې تر سره شي  او هره ډله دۍ د خپلو رایوو  په اساس  حکومت کې شراکت وکړي خو له جمعیت اسلامی پرته نورو تنظیمونو  د انتخاباتو  په ځاي  په ګوندونو د وزارتونو  د  ویش  غوښتنه  کوله او د جمعیت اسلامی  لار او ګودر له ټولو جدا ؤ  ښاغلی استاد ربانی  په پیښور کې له نورو ګوندونو سره په غځوونکو او غولونکو خبرو مصروف ؤ خو داخیل کې د احمد شاه مسعود او تورن اسمعیل خان  په مشرۍ  د ببرک  له پلویانو سره  په  پټه  په ایتلاف کولو  مصروف ول  او نوموړۍ يې نتایجو ته منتظر و ، همغه ؤ چې په نتیجه کې يې زموږ د هیواد  د  تاریخ   په پاڼو کې د جبل السراج کرغیړن ایتلاف راوزیږد او  داکتر نجیب  ته  تر استعفی  او  تښتیدو  غیر  بل  انتخاب نه  ؤ پاتي (وطن یا کفن ، سر ورکوو سنګر نه ورکوو) دا هسي جذباتی شعارونه ول  د پوځ او پولیسو له قوتونو  کوم  پیاوړئ  ځواک  يې  ننګې  ته را ونه دانګل
مجبورآ  د بینن سیوان  په موټرو کې په پټه کښیناستو خپل د ګوتو په شمیر ورپاتې  رفیقان يې په خوب ویده د مرګ په پوله پریښودل او خپله ئې  تر هواي ډګر  منډه  وکړه  خو  خواجه رواش  میدان د ببرک  کارمل  د ملاتړو  پرچمیانو  او د کوتاچیانو (جمعیت ،شورای نظار ،حزب وحدت ،منصور نادری او جنبش ملي) تر واک لاندې راغلۍ ؤ چې په داکتر نجیب يې د پښتون په جرم کودتا وکړه او د رژیم ریس نور د ارګ په خونړۍ ماڼۍ کې د ځان لپاره امن او سکون نه لیدو  نو مجبورآ  د بینن سیوان په موټرو کې د ملګرو ملتونو  تش په نامه کور ته ور وتښتیدو او خپله استعفی  يې اعلان  کړه .
د نجیب الله  د اقتدار وروستې سلګې وې چې  خپله د رژیم  مشر بیوخته او بیځایه حکمونه او فرمانونه صادر کړل جنرال جمعه آڅک شمال  ته  د ټولواک  په  حیث  لیږل  چې دې کار کودتاچیان نور هم  بیدار کړل ، جنرال دوستم ته د خبرو او پخلاینې لپاره هیتونه ورلیږل ، له خپلو ملګرو سره په حسبانیت  او تونده لهجه خبرې  او داسي نور حرکات خو کومه ګټه يې نه درلوده ، د جبل السراج ایتلاف  شعارونه ډیر نامقدس ، مستې  په سر آخیستي  او  ویل به يې چې نور د پښتنو د دوه نیم سوه کلن واک  مزې پرې شول  اوس د محرومو ملتونو  نمبر  شو  دا هغه څه ؤ چې نه د تاجکو  دروند  قوم  ورسره موافق و او نه ازبکان،ترکمنان او هزارګان ، دغه ایتلاف  د افغانستان د تجزیه او بیثباته کیدو په مؤخه  تشکیل شوي ؤ او ماموریت يې  په داسي حال کې د جنګ ادامه وه چې دا خواران  خپله هم  نپوهیدل ، دوي ته دومره  کاذبه طمع ورکړل شوې وه چې  ځانونه ورته  د تعصب او اقتدار پرستې  په هنداره کې آتلان  آتلان ښکاریدل ، د شورای نظار او جمعیت اسلامی وسلوال د الوتکو په ذریعه کابل ته  راوړل کیدل او ښاغلی داکتر عبدالرحمن  د شورای نظار او اسلامی جمعیت  به آستازیتوب کابل کې  له هغو پوځی جنرالانو سره  قرارګان کې د کودتا  د پیلان او په واک د خیټې د آچولو په هلوځلو بوخت و چې د داکتر نجیب الله په ضد يې د جبل السراج ایتلاف تر چتر او مؤخو لاندي  د وروستي اقدام  په حالت کې ول.
ددي ترڅنګ  د ملي جنبش او منصور نادری مسلح قطعات هم  د هوا له لارۍ کابل ته را انتقالول پیل شوي وو تر څو د نجیب الله له بیواکه کیدو وروسته د حزب اسلامي  سرنویشت  هم  وټاکي ، د حزب اسلامی د قوت له برکته د جبل السراج ایتلاف په نورو جهادی ګوندونو او مشرانو ډیر مهربان ؤ ، د هغه وخت ویډیوګانې همدا اوس په یوټیوب کې په آسانې سره کتلي شوو چې  د کودتا جریان عکاسی  شوي دې ،  د دوي ویره او ډار له حزب اسلامی څخه وو ، ښاغلی استاد  سیاف  د حکومت ملاتړئ خو اکثره وخت به هملته پغمان کې ناست و ، مولوی صیب محمد نبی محمدی  د کابل ښار منځ کې  د وطن ګوند په مرکزی ودانۍ کې  د یو آسیر په حیث ژوند کاؤ   کله کله به پلچرخي کې د مولوی صیب صدیق الله قرارګاه کې اوسیدو خو د کابل له هوا سره يې بدن الیرجیک و نو په بیړه به د پیښور چراټ کیمپ ته لاړو ، مولوی صیب محمد یونس خالص به چې کابل ته راغئ نو  اکثره وخت  به  له ښار د باندي د پلچرخي سیمه کې اوسیدو ، پیر سید احمد ګیلانی او ښاغلی مجددی بیا د پیشور د کاندیدانو خبره ازاد اومیدواران  ول  د کابل له څنډو يې منځ کې خوښ ول  هغه د چا خبره  له هندو سره هندو  او له مسلمان سره مسلمان .
  حزب اسلامی د نفوس  او قوت له مخې تر ټولو پیاوړئ حزب ؤ خو د یوې واحدې قومندۍ لپاره يې داسي قومندان نه درلود چې د ښاغلی حکمتیار په غیاب کې داسي یو ابتکار وکړئ لکه څنګه چې احمدشاه مسعود د ښاغلی استاد ربانی  لپاره  کولو ،له نورو رهبرانو سره د ښاغلی حکمتیار ځانګړتیا پدې کې وه چې نوموړی هم په ملکي ،سیاسی،نظامی او هم فرهنګي چارو کې بوخت او تجربه يې درلوده ،  د حزب اسلامی  امیر مجبورآ د دې د سیسې  د شنډولو په نیت د پیښور په غونډو کې له مصروفیت ډډه وکړه او د پاکستان خاوره  يې  ترک  کړه  د پکتیا د سپینۍ شګې  له لارۍ ازره ولسوالي  او له هغه ځایه  د لوګر ولایت سرخاب  سیمۍ ته لاړو  او انجنیر قطب الدین هلال يې د سیاسي چارو  د سمبالښت لپاره پیښور کې  مؤظف کړ ، نورو جهادي مشرانو  په پیښور کې د مجددي په مشرۍ د کمیسون  په ملاتړ کابل کې د واک له  انتقال سره موافقه وکړه  او حزب اسلامی هم ورسره توافق وکړ او ښاغلی مجددی د یو کاروان په ذریعه کابل ته لاړو او د ښاغلی حکمتیار لخوا يې کوم مزاحمت هم ونشو، خو کله چې  ښاغلي مجددي کابل ته ورسیدو د څو هفتو  د قدرت په موده کې يې سر په سر دومره سر غړونې وکړي چې  د نورې نړۍ ولسمشران يې پیړیو  کې هم نکوي .
 د پیښور د پریکړې برخلاف چوکې او وزارتونه  سره وویشل شول  ، جنرال دوستم  او د پیښور میشتو شپږو  جهادي ګوندونو ، حزب وحدت اسلامی او کیان ملیشو مشر منصور نادری ټول د یو متزلزل او بې کفایته حکومت په تشکیل کې داسي سره راټول شول چې د ملګرتیا مؤخه  يې  کومه ملي  بڼه  نه درلوده ، په قصدي ډول  يې  حزب اسلامي  له سیاسي او دولتي  جریان  د باندې  پریښودو ، د جبل السراج  ایتلاف  د چهاراسیاب  په طرف  د ښاغلی حکمتیار  د قوتونو  د ټکولو په مؤخه عسکري  قطعات  ور ولیږل د هغه وخت شواهد داسي  ښیې  چې  د  حزب اسلامی  قوتونه  د انجنیر فیض محمد شهید ، حاجی صیب  کشمیر خان ، تورن امان الله خوږمن ، قومندان  ابو بکر ، انجنیر زلمی مرحوم  ، ظابط  ضیاء ، حضرت محمد ، مدیر سید رحمن  او  شاید نور به هم ؤ خو زه يې له نومونو سره آشنا نه یم په دشت سقاؤه  کې  د ایتلاف قواوي  يې  په شا وتمبولې  او چهاراسیاب يې هم  ترینه  ونیوله  بالاخره  د حزب اسلامي  قوتونه  د کابل ښار یوۍ برخې ته ورننوتل  خو د ایتلاف  لخوا بیرته په شا وتمبول شول او په بیني حصار  پوزه کې يې خپل سنګرونه نیولي ول او  مقاؤمت  يې  کاؤ .
حزب اسلامی د ګیلم جم ملیشو په ضد سختدریزه شعارونه ورکول او له کابل يې ددوي په وتلو ټینګار کولو تر څو چې یوه جوزجانی ملیشه کابل کې وي موږ به کابل ښار ته پداسي حال کې د ننه نشو لکه څنګه چې نور مشران ننوتي دي جنګ جنګ تا ختم ګیلم جم  شعارونه به د محصلینو د تنظیم لخوا  په دیوالونو لیکل شوي ول .
د حزب اسلامي  کللک مقاؤمت د ایران ،مسکو او هند  د هغه خوب تعبیر سرچپه کړ چې غوښتلو يې افغانستان د قومپالنې او تجزیه په طرف سوق کړي ،ایتلاف هم له خپلې بریا نا اومیده شو ، د ښکیلو خواؤ تر منځ  په نړیواله سطحه  په  کاذب ډول د سوله په نوم هیتونه ښکته او پورته  شول لکه څنګه چې همدا  اوس  د  ښاغلی کرزی ، طالبانو، حزب اسلامی او امریکایانو ترمنځ  د خبرو  یوه ډرامه  پیل شي او بیرته سړه  شي ، د اسلامي هیوادونو  ځیني  ډوډې خواره هیتونه راغلل هغوي هم تر شا د خپلو هیوادونو  ملاتړ نه درلود  هسي  د میډیا او ځان شهرت لپاره  یو څه تبلیغاتي مواد برابر کړل او نور بې نتیجۍ راغلل  او  لاړل ، اسلام اباد ، تهران او ریاض هم  د نمایشي مذاکرو  کوربه  ول  خو  ددې غمیزې د پریکولو صادقانه هوډ  له یوه سره هم نه ؤ ، داخیل کې خپله د ځینې  افغاني  شخصیتونو  لخوا  هم  هلې  ځلې  وشوې  خو  دوي  هم  له  یوه  خوا  د استاد ربانی د حکومت جز او برخه  ول  میاشتني  تنظیمي  معاش  يې تر لاسه  کولو او  بل طرف ته  يې  ځانونو  ته  مصلح  او  منځګړي  ویل نو ځکه خو يې هلو ځلو چندیان رنګ را نه ؤړ ، د ځاځیو  په سرګل سیمه کې د ښاغلي مولوی محمدنبی د حرکت انقلاب د ګوند یوه ستره نظامي ډیپو وه چې د نجیب الله د رژیم له سقوط سره سم د نوموړی د ځوي  احمدنبی او..... لخوا  و پلورل شوه او تقریبآ دیارلس زره (۱۳۰۰۰) ګریسبند کلاشینکوفونه  ترینه خرڅ کړل شو.
نور بیا
نصرالله احمدزی