ع.شريف زاد
لومړئ به مونږ په دې بې سرو او بې پښو خپرونو او تلويزنو باندې وګړيږو کوم چې دوې د ټولنې په ټولو ابعادو کې نه يوازې شاته پاتې دي بلکې د کار په راس کې ېو اهل کار چې نسبي پوهه هم ولري نه شته نوله همدې امله د زده کړې، مهارتونو،تجربې اوهر اړخيزه کاري برخې ېې هم
ډيرې کمزورې او له واکه وتلې ريشخند برېښي. زه نه پوهېږم څه شي ته مونږ " لاس ته راوړنه "وايووګوري د ملي تلويزيون څمڅۍ او کاسې ته! هغه څه ته چې د چارواکي له خوا اشاره کيږي زه فکر نه وم چې په اګاهانه، عالمانه او زمونږ د ټولنې د غوښتنو او ضرورت پر اساس مينځ ته راغلي وي چې دغه کمبود په هېواد کې د کړکېچ له و
خته راپه دې خوا په ډاګه ښکاري او په ډيرو اوچتو لاپوهغه کسان چې په تشو لاسو ېې ددې خاورې لپاره قرباني ورکړې له ياده باسو خو بيا بل له غوږ کلک نيسو او لکه ړانده چې يوځل مو ورته مخه شوه بيا په مياشتو او کلونو ډنډورې وهو. مونږ دا هېواد بيوزلئ ، خوار ، غريب او د نړۍ د هېوادو د کاروان مو کلونو شاته واچوه. داده چې زمونږ ټولنه ېې په سترو نارغيو اخته کړي او ډير ناوړه پروګرامونو سره مخامخ شوې ده.دلته په ټولنه کې يوازې د سلګونو تلويږنو مينځ ته راتلل يا د هغو خپرونو کار چې له ټولنې سره ېې هېڅ تړاو نه شته د پرمختګ خبره نده بلکې د يوه ستر بحران خبره ده چې زمونږ نوى
نسل بلې خواته را څخه بيايي اود پردي فرهنګ پېښې مو په تلويزيون کې پيل کړي او مونږ ورته ګورو. په ځانګړې توګه په عمراني او عرفاني برخو کې. کله چې د وينا د ازادي خبره مينځ ته راځي نو ازادي په کوم ډول؟ کومه ازادي او د چا لپاره ؟او د ازادي تر شا بيا څه ډول ټولنيزه تګلارئ؟ دلته چې د ملت لپاره د ژوندانه سکون نه ليدل کيږي، دلته چې زمونږ د امنيت برخه د نورو په واسطه تامينږي. دلته چې خوار يتيم د خپل ژوند لورئ نه پېژني. دلته چې د هوسونو نيلي په خپلو چمونو کې اخته دي او دلته چې د هر ډول فساد لپاره زمينه شته نه پوهيږو چې مونږ د بهرنۍ رسنئ په کچه بيا بيا دکوم اصول،ارز
ښت، او طريقې خبره کوو چيرې چې بيا د رسنيو لپاره د پام نيولوپيغام را برسيره کيږي او په کلونو مو دغه چيغې او نارې کړي؟
ايا داخبره رښتيا ده چې مونږ ملي يووالي ته درناوى کوو؟ د ملي يووالي ارزښت مونږ کله هم په نظر کې نيولئ . ملي يو والئ پيژنو او که هسې لاپې دي. اوس مو چې ټولنه له پښو وغورځوله ټول هېواد مو په کاسه او کپړي بدل کړ. انساني کرامت مو په بشپړه تو ګه له ټولنې وشاړه. څومره د بهرنۍ رسنۍ لپاره په اوچتو لاپو ګړيږو. يو وګړئ سړي هم اوس د سولې خبرې کوي.
سوله
يو فاسد نظام کې چې له دوه غوږو پورې په اختناق او بد بخيو کې پټ دى هم وايي چې د" اسلام د سپېڅلئ دين له حکمونو څخه د پيروي اصل او جمهوري نظام نه تعديليږي"
د اساسي قانون ۱۴۹ ماده
ولي دلته ډير ې نورې خبرې شته مخکې له دې چې په اسلام او د سپېڅلي دين په برخه کې سپيڅلي شيانو ته ګوته ونيسو. مونږ له بده مرغه په کاغذ يو شي ليکو او په عمل کې بيا بل څه کوو.مونږ په هر وخت د اسلام په نوم ډير غلط کارونه کړي دي خو کله چې بيا خبره د رښتيا راشى بياپه ډيره اسانۍ اسلام ملامت کوو چې دا کار ډير اسانه دى او هر څوک کولاى شي په دې نوم ځان خلاص کړي.مونږ ستا انديښنې او پوهې ته حيران پاتې يو چه تا د خاورې، خلکو، کونډو رنډو، يتيمانو بيوزلو لپاره څه کړى دى. دا خيانتونه او جنايتونه به څنګه پټ شي دا خو په کاڼو او بوسو کې هم نه پټيږي .فکر نه کوم چې تيره زمانه
اوس په چل او فرېب جبران شي.دغه ولس خو تا ډير وکړاوه په تيره بيا پښتانه. هغه پښتانه چې بهرني ېې هم هويت او تاريخ پيژني چې څوک دي؟
ټاکنې
زمونږ د ټا کنو موقف،موقعيت، تګلاري د يو ويشتمې پېړۍ کړو وړو ته نه پاتې کيږي نه تيرو پېړيوته. زمونږ ولس دومره ناراميو، جګړو، خود خواهيو ، زور ازمايلو وټکاوه چې نور د ټاکنو صبر او حوصله هم نه لري. له بلې خوا دومره بې وخته له ډول ډول تګلارو سره مخامخ شو چې د اصل او کم اصل، د ښه او بد، د سپين او تور، د ډم او چميار ، د نداف او دوړ توپير يو د بل سره نه کيږي.
کله چې اوبه له سره خړې وى نو بيا د ټاکنو لپاره کوم ډول ټولنيزه کلک ثبات شته چې مونږ ېې د يوه هېواد په توګه وګڼلئ شو. دغه غيرتي ولس ډير زيات محروم ، بې هيلې او له هرڅه بې خبره پاتې شوى او د تاريخ په اوږدو ډيرو مسولو کسانو ورسره خيانت کړى که نه يوه ټولنه په ټا کنو اباده، ښايسته، او هر اړ خيزه بريښي او خلک ېې د پرمختګ او پياوړتيا سره مخامخ کيږي چې نه ګيلو، نه کنايو ، نه نيوکو او نورو شکايتونو ته وخت پاتې کيږي. زمونږ ولس هېڅ وخت د ټا کنو په برخه کې د يوه ښه ملي زعيم په هکله د خاورې ضرورت په نظر کې نيولى نه دى او په ډيره عادي توګه اويا په بله پلمه تير شوى. زمو�
�ږ ملت او ولس ډيره خواخوږي سره لري خو له بده مرغه بيا مو خپلې پښې په خپله غوڅې کړي.
په درناوي