ملت به چا ته رأيه وركړي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالرحمن
د انتخاباتو نتائج به څنگه راووځي؟، له روانو انتخاباتي هڅو، غونډو او په رسنيو كي د هغوى له انعكاس څه انتباه درلودى شو؟! مخكنيو انتخاباتو ته په پام سره د نوماندانو د بريا او عدم بريا په اړه څه قضاوت كولى شو؟

آيا ولس به هغو نوماندانو ته رأيه وركړي چي تر دې وړاندي ئې آزمويلي او د ملت د قضاوت په تلي كي ناموفق ختلي؟ آيا ولس د اوسني نظام، د هغه چارواكي او د اوسني حالت دوام غواړي كه بدلون او نوې څېرې؟! په دې اړه څو خبري كولى شو:
د عبدالله عبدالله د ډلي غونډي د مخكنيو انتخاباتو په پرتله ډېري كمرنگې دي، د كابل په غازي ستوديم كي د دوى غونډه له خپل ټاكلي وخت څو ساعته وروسته دائره شوه، د گډون كوونكو شمېر ډېر لږ وو، د ستوديم ډېري برخي تشي وې، په داسي حال كي چي هغوى غوښتل دا غونډه ئې ډېره ستره وي او ډېر خلك په كي برخه واخلي، ډېر مصارف او ډېر تبليغات ئې ورته كړي او ډېر تيارى ئې ورته نيولى وو، د غونډي بې خونده حالت ته په پام سره د وياندانو په څېرو كي د خفگان نښي له ورايه برېښېدې، غوښتل ئې داسي وښيي چي د يخنۍ له كبله د برخه والو شمېر كم دئ، په ډېر يقين سره ويلى شو چي دا ډله به دومره رأيي هم ترلاسه نه كړي چي په مخكنيو انتخاباتو كي د دوى د رأيي نيمايي ترې جوړ شي. له ده سره اوس نه د ټول جمعيت ملاتړ شته او نه د ټول شوراى نظار، جمعيت او شوراى نظار په گڼ شمېر ډلگيو وېشل شوي، اسمعيل خان له سياف سره، احمد ضياء مسعود له زلمي رسول سره يو ځاى شوي، وحدت په څلورو ډلو وېشل شوى او محقق تر ټولو د وړې ډلي مشري كوي، له شوراى نظار پنځه تش په نامه ډلي جوړي او اوس له بېلو بېلو ائتلافونو سره يو ځاى شوې، په دې ائتلافونو كي شاملي څېرې ئې اشخاص دي نه د گوندونو مشران، عبدالله تر ډېره حده د حزب اسلامي په ملاتړ حساب كولو، داسي ئې انگېرله چي ښايي د ارغنديوال ډله به د حزب ډېرى غړي د ده حمايت ته چمتو كړي، ځكه ئې لومړى معاونيت هغوى ته وركړ، خو كله چي پوه شو دوى د حزب اسلامي استازيتوب نه كوي نو په مكرره توگه ئې له حزب سره د هيئتونو، ټلفون او ليكونو له لاري اړيكي ونيولې او وئې ويل: زه مقصر يم، مقصر يم، مقصر يم، چي د حكمتيار صاحب له توافق پرته مي دا معامله ترسره كړې، ما ته ويل شوي وو چي دوى د حزب اسلامي او حكمتيار صاحب استازيتوب كوي، له هغه وروسته چي حزب اسلامي د هلال ملاتړ اعلان كړ، د حزب اسلامي هيڅ مخلص متعهد غړى به عبدالله يا بل چا ته رأيه ورنه كړي. ښه به وي دلته د مولوي سرفراز د هغه ليك يوه برخه ستاسو مخي ته كښېږدم چي څو اونۍ وړاندي ئې حكمتيار صاحب ته لېږلى وو او په هغه كي ئې ليكلي وو: سباوون او ملگري ئې غواړي د بل چا ملاتړ وكړي، كه دا كار وكړي نو د خپلي كورنۍ غړي به هم له دوى سره ملتيا ونه كړي، څوك چي له حزب اسلامي وځي تش لاس او يوازي به وځي!!
د عبدالله ويناوي ډېري بې مالگي، تكراري او تصنعي دي، هغه د خپلو خبرو محتوى ته دومره اعتناء او دقت نه كوي لكه خپلي دريشي، نيكټايي، مفلر، حركاتو، سكناتو او سينگار ته، كله كله خو داسي راڅرگند شي چي ليدونكى گمان كوى دى به اوس ځان د پاريس په كوم كلپ كي احساسوي نه په افغانستان  او د افغانانو په وړاندي، په دې هم نه پوهېږي چي افغانان خپل ملي لباس خوښوي او د ده له دې لباس او حركاتو سره حساسيت لري، او له مشرانو سره ئې مناسب نه بولي!!
د عبد الله ډلي ته به د مارشال فهيم مړينه هم يو بل ستر گوزار ثابت شي، دې ډلي د مارشال پر مټو ډېر حساب كولو.
زلمى رسول د كرزي تر حمايت لاندي نوماند دئ، غونډي ئې ډېري وړې وړې دي، په ټيم او د هغوى په ويناوو كي هغه جذابيت نشته چي افغانان جلب كړى شي، د ننگرهار غونډه ئې دومره وړه، بې خونده او نامنظمه وه چي مجبور شول ژر ئې ختمه كړي، زلمي رسول د كاعذ له مخ په پښتو خبري كولې، نږدې نږدې هره جمله ئې غلطه وه، وياند د غونډي پاى اعلان كړ، خلك روان شول، له دې وروسته هغه ته په غوږ كي څه وويل شول او ده په منډه منډه دا اعلان وكړ: څو نورو مشرانو هم غوښتل چي خبري وكړي خو د وخت د كموالي له امله موفق نشول!!
د اشرف غني غونډي په تخار، بدخشان، ننگرهار، خوست او كندهار كي د عبدالله په پرتله ستري او څو برابره وې، له غونډو او تبليغاتي مصارفو ئې معلومېږي چي مالي امكانات ئې زيات دي، له تبليغاتي پلوه هم وړاندي دئ، تر عبدالله ئې خبري طبيعي، غيرتصنعي خو له مبالغو ډكي دي، د مثال په توگه وايي: پنځه لكه كورونه به خلكو ته جوړوي، پرته له دې چي ووايي پيسې به ئې له كومه كوي!! په ټيم كي ئې كمونيستان، د دوستم ډله او افغان مليتان فعاله ونډه لري، زياته اتكاء ئې پر جنرال دوستم ده، په هري غونډي كي د هغه نوم په وار وار اخلي، پرچم د مشرتابه له تشي سره مخامخ دئ، جنبش ئې يوه برخه ده چي دا په خپله په پنځو ډلو وېشل شوى او دوستم يوازي د يوې ډلي مشري كوي، وحدت په څلورو ډلو وېشل شوى او كريم خليلي يوازي د يوې ډلي مشري كوي، افغان ملت يوه وړه ډله ده، هغه هم په څو ډلگيو وېشل شوي، يوه برخه ئې د احمدزي ملاتړ كوي، د ده د رأيو شمېر به له شكه پرته تر عبدالله ډېري زياتي وي خو په هيڅ توگه به دومره نه وي چي دى بريالى كړي، د كمونستانو او گلمجمانو ملگرتيا هغه په ولس كي بې اعتباره كړى، د افغانانو غوڅ اكثريت د ده له اوسنيو ملگرو كركه لري، هغه ډېره هڅه وكړه چي د حزب اسلامي حمايت ترلاسه كړي، حزب خپل شرائط ورته تشريح كړل او وئې ويل: زموږ ځيني شرائط اصولي دي، په هيڅ توگه نشو كولى ترې تېر شو. د بهرنيو ځواكونو له شتون او د امنيتي تړون تر نامه لاندي امريكا ته د اډو وركولو له هغي وثيقې سره هيڅكله توافق نشو كولى چي د امريكايي ځواكونو حضور ته مشروعيت وركوي او هغوى ته د افغانانو په ضد په خلاص لاس د نظامي عملياتو حق وركوي، دا پرېكړه مو هم كړې چي په هغه ائتلاف، جبهې او حكومت كي برخه وانه خلو چي كمونستان او جنگي جنايتكاران په كي فعاله ونډه لري.
له پخوانيو جهادي ډلو هيڅوك د ده ملاتړ نه كوي، د مرحوم مولوي خالص له ډلي د هغه معاون حاجي دين محمد او كورنۍ ئې يوازينى وړوكى ټولگى دئ چي د ده حمايت ئې اعلان كړى، خو دا حمايت د دې پر ځاى چي احمدزي ته كومه گټه ورسوي دا ټولگى له خپلو كليوالو هم تجريدوي. له وضعيت معلومېږي چي له بادغيس تر كنر پوري په ټولو پښتون مېشتو سيمو او په پروان او كاپيسا كي به لږ خلك دې ټيم ته رأيه وركړي، د ولس د عدم حمايت اصلي سبب به په دې ټيم كي د هغو ډلو شتون وي چي لاسونه ئې د ډېرو مظلومو افغانانو په وينو سره دي، پرون د شوروي اتحاد په چوپړ كي وو او نن د امريكايانو.
قطب الدين هلال يوازينى نوماند دئ چي څو امتيازي ځانگړتياوي لري: د كابل په مفسد امريكايي حكومت كي ئې كار نه دئ كړى، په فساد او د يرغلگرو په ملاتړ او ملگرتيا نه دئ تورن، له غيراسلامي ډلو او جنگي جنايتكارانو سره ئې ائتلاف نه دئ كړى، د هېواد خپلواكي او آزادي غواړي، د بهرنيو ځواكونو بلاقيد و شرط او بشپړ وتل او په خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت ئې اساسي اهداف دي، نه غواړي له امريكا سره امنيتي تړون لاسليك او افغانستان د امريكا په دائمي نظامي اډې او مستعمرې بدل شي، د هغو نوماندانو په څېر نه دئ چي د بهرنيو ځواكونو د حضور دوام، هغوى ته نظامي اډې وركول، د افغانانو په ضد د عملياتو او د هغوى د نيولو او وژلو حق وركول، د امنيتي تړون فوري او بلاقيد و شرط لاسليك، د امريكايي ځواكونو شپني عمليات او د افغانانو پر كورونو بريدونه ضروري او د افغانانو په گټه گڼي. د جنگي جنايتكارانو د محاكمې غوښتنه كوي... دا ټول هغه څه دي چي زموږ د مؤمن ولس غوڅ اكثريت ئې غواړي، هلال په دې غوښتنو سره د خپل ولس صادقانه او رښتينى استازيتوب كوي، همدا ده ته پر ټولو نورو نوماندانو برلاسى او تفوق وركوي، او همدا به دى په انتخاباتو كي بريالى كوي، كه څه هم د ده مالي امكانات لږ دي، خلك د ده غونډو ته په خپل لگښت درومي، انتخاباتي لگښتونه ئې د خيرو افغانانو له لوري تأمين كېږي، مزدوري رسنۍ هم د ده د غونډو اصلي انځور نه وړاندي كوي، خو حقيقت دا دئ چي د ده حمايت ورځ په ورځ په ملت كي زياتېږي، كه په انتخاباتو كي درغلي او تقلب ونه شي نو د ده بريا يقيني برېښي.
دوه ډلي او د هغوى مواقف به څه ناڅه د دې باعث شي چي ځيني هغه خلك ده ته له رأى وركولو بل لوري ته منحرف شي چي غواړي د يوه مسلمان او اسلام ته ژمن نوماند ملا تړ وكړي، يوه ئې د سياف ډله ده چي شعارونه ئې د مسلمان او عمل ئې د اسلام او مسلمانانو ضد دئ، كه څه هم افغانان پوهېږي چي دى د اشغالگرانو ملگرى دئ، د بهرنيو ځواكونو د مزيد پاته كېدو، له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك كولو او د مجاهدينو په ضد د هغوى د عملياتو د تشديد پلوي دئ، دى په خپلي هري وينا كي د افغان امنيتي ځواكونو  هغه سرپلوري او ايمان پلوري ستايي چي امريكايانو او انگرېزانو روزلي، يونيفورم ئې امريكايي، پر اوږه ئې امريكايي ټوپك، معاش ئې امريكايان وركوي او د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي د خپل ولس د رښتينو بچيانو په ضد جنگېږي، هغوى د اسلام او هېواد مدافعين گڼي او مړي ئې شهيدان، خو مجاهدين باغيان او مباح الدم بولي!! له دې معلومېږي چي هغه اوس د حرماتو له ټولو پولو اوښتو ته تيار دئ، نن هغه مدني ټولني هم تأييدوي چي د اسلام دښمنانو د اسلام په ضد رامنځته كړې دي، په تأسيس، توجيه او تمويل كي ئې حتى اسرائيل هم لوى لاس لري، د اسلام او مسلمانانو په ضد او زموږ د ولس او ځوان نسل د بې لاري كولو په ډگر كي په پراخو گنده فعاليتونو بوختي دي، ده مخكي د مجاهد تر نامه لاندي د جبل السراج خائنانه ائتلاف ملگرتيا كوله، اوس د امريكايانو په گټه او د مجاهدينو په ضد فتوى گاني وركوي، خو متأسفاته داسي افغانان اوس هم شته چي ټگماران ئې غولولى شي، مخصوصاً كه هغوى سپينه جامه پر تن ولري او ظاهر ئې د مسلمان او شعارونه ئې اسلامي وي، په هرات كي د ده يوه غونډه ډېره جالبه وه، دوه درې سوه كسان ئې راغونډ كړي وو، ټولو ته ئې سپيني پگړى پر سرونو ورتړلې وې، په ټول تالار كي بل رنگ پگړۍ نه تر سترگو كېده، غونډه داسي برېښېده چي د كومي مدرسې طالبان د كوم محفل په مناسبت راغونډ شوي، ټولو ته يو رنگ جامه او پگړۍ وركړى شوي، همدغي غونډي ته ئې د هرات د ملايانو د غونډي نوم وركړ او اعلان ئې وكړ چي د هرات علماء په انتخاباتو كي د سياف ملا تړ كوي!! كېدى شي په دې سره په هرات او پغمان كي لږ خلك هلال ته په رأى وركولو كي زړه نازړه شي.
طالبان او خواخوږي ئې د انتخاباتو په اړه په دوو ډلو وېشل شوي، عقلمن او اسلام ته ژمن طالبان به حتماً د هلال ملاتړ كوي، خو په طالبانو كي داسي خلك هم شته چي دريځونه او كړني ئې دښمن ته دومره تاوان نه رسوي لكه اسلام او مسلمانانو ته، همغه چي په جوماتونو كي چاودني او د نومياليو مجاهدو مشرانو او علماءو وژل ورته جائز برېښي، همغه چي نن ئې د امريكا پلوه نوماندانو په گټه د هلال او حزب اسلامي مخالفت ته كلكه ملا تړلې ده، د اشرف غني ملاتړ او ستاينه او د هلال مخالفت كوي، د حزب اسلامي په ضد تبليغات كوي او د خپلو تبليغاتو لړۍ ئې اوس او تر انتخاباتو لږ وړاندي تشديد كړې!! كه طالبانو له عقل كار اخيستى وى او  دا دريځ ئې غوره كړى وى چي افغانان دي د يوه مسلمان او د اشغال ضد نوماند ملا تړ وكړي نو په يقين سره ويلى شو چي هلال به په لومړي دور كي په غوڅ اكثريت سره بريالى شوى وو، اوس بايد انتظار وكړو او وگورو چي سياف او طالبان به څومره افغانان د هلال له حمايت منصرف كړي!!
عبدالرحمن