ع.شريف زاد
دين او علم يو د بل سره تضاد نه لري ، يو او بل نه تخريبوي، يو اوبل ته په بده سترګه نه ګوري يواو بل د ټولنې په وړاندې شر او فساد، رشوت او خيانت او هغه کارونه چې دټولنې تباهي ورسره ملګرې وي په هېڅ توګه ترجيح نه ورکوي .دين او علم په ا سلامي تمدن کې له ډير پخوانه په يوه ليکه روان وه ، تاريخ لري او فرهنګ او په
ټولنې کې ټول هغه ابعاد چې د انسان په ضرر، ورکيدو، فرعونتوب، زور او قدرت باندې په خلکو تحميلږي له دموکراسۍ څخه ډير مخکې په ډيره عاد لانه توګه څيړلي دى او په تمامه معنا ټولو ته روښانه دى.اسلام يوازې اخرت نه دى بلکې دين او دنيا دي په اسلامي دعوت کې قرآن�
� لاره د خالق په ابدا عاتو کې تدبر کول دي تر څو انسان د ايمان لور ته وخوځيږي . دغه خوځېدل صنعي، تقليدي، ابداعي او د خپلې ګېډې خبرې نه دى سوچ دى او فکر، مسوليت دى او رسالت ، پوهه ده او اصالت ، عدالت دى او انصاف.اخلاق دى او شخصيت.
چېرې وه هغه تمدنونه چې دد موکراسۍ په نوم له هغه څخه ډول ډول ګټه اخيستل کيږي او حتي تر دې پورې چې زمونږ تش په نوم پوهاندان ېې په خپله خصوصي پروګرام کې د دموکراسي اسلامي په نوم خلکو ته تبليغ کوي دې قاموس له کومه ځايه سر راپورته کړ؟اوبيا ېې هر څه چې ېې خولې ته راځي پرېکړه ور باندې کوى. او د ځينو مسلمانو خويندو او ورونو ته په تيليفوني پوښتنو کې ډير په غضب کې کيږي او وايي چې يوازينئ فقيه که زما خبره نه مني نو ماته زنګ مه وهي ، ډير ګواښيږي او د پروګرام پر سر کې بيا خپل ځان د تاجکستان، ايران او افغانستان ورونو او خويندو ته ور پېژني .د پروګرام درې برخې ېې په
کرکه او نفرت باندې تيريږي حتي تر دې پورې چې د سوره بقرې نوم په سمه تو ګه نه شي اخستلاې اوخپل هويت هم نفى کوي واېې چې زه نه دا يم او نه هغه ! او ځان نابغه او څېړونکي هم بولي او نور....په پښتو کې متل دى چې واېې: دروغجن دې دروغ وايي عاقل دې قياس کوي.
د الهي احکام ډير معتبر دى دهغه احکام د انساني سياست ، چل، لوبو او فريب نه دومره اوچت چې دى چې د هغه په مخلوقا تو کې ېې سارى نه ليدل کيږي. تاسې وګوري چې بخيل انسان چې نيمه شيبه ځان او نيمه بيا ټولې نړۍ ته غا ښونه چيچي څه واېې؟ لوى خداى (ج) د وحي په لومړنيو کې لوست،فکر د قلم زده کړې او تدوين ته پاملرنه کيده او خداى(ج) د علماوو مرتبې هم اوچتې ښوولې دي. پروردګار عالم فر ماېې:يرفع الله الذين آمنو والذين اوتوا العلم درجات(د مجادلې سورت يولسم ايت) . مونږ وينو چې نن سبا خلک څه واېې؟ خو بيا هم تر يوه حده پورې .که چيرې د تلوېژن معنا او مفهوم په دې هکله وي چې يواز
ې خپلې خود خواهي او شخصي ناندرۍ، دروغ او واهي خبرې په کې منعکس کيږي نو بيا مطلب روښانه دى او پوښتنې ته هېڅ اړه نه شته. ځکه ټول ټولنيز ه اوضاع، اقتصادي شونات، قضاېې او سياسي نظامونه، د افرادو منځګړيتوب او له دولت سره اړيکي سموي اسلامي تشريع د وضعي قوانينو په خلاف د ملت ، فرد يا يوې طبقې حق نه دى .لوى څښتن (ج) فرماېې : افحکم الجاهليه يبغون ومن احسن من الله حکما لقوم يو قنون( د انفال سورت ٦٠ ايت)
په همدې توګه اسلام د علومو په ګڼ شمير ميدانونو کې د پرمختګ عامل وه او علماوود معارف،صنعت پوهو لکه طب، رياضي، فزيک، کيميا، نظام شمس، بيولوژي، نجاري او ترکاڼي او نور ټول هغه مروجه علوم چې انسان ورته اړتيا لري فرض کفاېې وګڼل دا سلسله له دموکراسي څخه په پيړيو اخوا وړا ندې خبره ده.دا کار هغه وخت روان وه چې اروپا په ناپوهي او ظلم کې شپې سبا کولې او د کليسا له بر لاسي څخه وتلي علماېې وژل.
په درناوي