دملي اردو دهغو شهيدانو روح ته چې تېره شپه يې په کونړ ولايت کې په خپلو وينو د وطن لمنه خړوبه کړه
رفيع الله روشن
نن بيا شل ميندو وژړل ، ای! تاسويې ولې بابېزه ګڼۍ نن بيا ډېرو ميندو په سترو سترګو ښه ډېر وژړل ،تاسو هم څومره لا بې پروا ياست لکه هېڅ چې مور نه لرئ اودهغې د زړه هغه نارې چې تاته يې وهي نه اورئ؟
ای د خوږ وطن او خوږې مور دښمنه! څومره زليل يې ،څومره بدبخته او له زړونو لوېدلی يې،هو بلکل همداسې ده ،ته کله هم دخپلې مور دزړه نارې نه اورې،داسمه ده چې ته ورته اهميت نه ورکوې، خوګوره دادې په ياد وي چې ددې مور له زړه څخه که د درد څړيکه او د سوز اواز را ووځي نو عرش،کرسي،ځمکه،اسمان ،کائنات او ټول کهکشانونه لړزوي،شيشې ماتوي،دښتې اور اخلي،سيندونه وچوي اوجنت پر دوزخ بدلوي.
ای هغه څوکه ! چې د خپل يوه مسلمان ورور وينه په دې خاطر تويوې چې هغه د خپلې مور او له خپلې موره زېږېدلو اولادونو ساتنه کوي،وګوره ته هم له موره زېږېدلی يې او هغه هم ،ستا مور هم په تا سر تړلی او دهغه مور هم ،ستا او دهغه په ميندوکې هېڅ فرق نشته،ستا دمور نوم هم له درې (م ،و،ر) حرفو جوړ دی او دهغه هم،ستا مور هم ستا په درد درېدلې او په غم دې ژړېدلې او دهغه مور هم ،نو معلومه شوه چې کوم فرق ورکې پيدانشو،پوهېږې چې دا ولې؟داځکه چې هغه دواړه ميندې دي،مګر فرق په تا،کثيف،بدبخته او پردي تالي سټي اوهغه رېښتوني،اتل،مبارز،غازي ،شهيد اوداسلام دساتونکيو لپاره د تورو شپو بل مشال کې دی،تاسو دواړو کې ډېر زيات فرق دی،دومره فرق چې اندازه يې نشته،فرق مو دادی چې که چېرې دشهادت او شهيد په تعريف پوه شې نو هغه چې پرون يې تا دخواږه خوب پر مهال له سينې دخپل بدرنګ او ناځوانه ټوپک مرمۍ ، وويستې د قيامت په ورځ به دخپلو دوستانو او همدو هېوادوالو چې نن يې خپل روح دهغوی په ساتنه کې قربان کړ د ۷۰ تنو شفاعت وکړي او له دوزخه به يې د جنت لورته را وګرځوي ،خوته به څه وکړې،ته کله هم خوشحاله نه شي چې تا ځواني کړې، نرتوب دې کړی دی، غازي شوی يې،نه! داهېڅ هم ندي او ځانته به د ورېځو اوښان نه جوړوي،کله چې يو بې ګناه مسلمان ووژنې نو داسې ده لکه دټولې نړۍ مسلمانان چې ووژنې،مګر نن تا ټوله نړۍ نه بلکې د نړۍ شل پشته دې ووژل،نو ستالپاره هېڅ مکافات نشته،مګر مجازات دې په قران،شريعت او قانون کې ثابت دي.
ناځوانه ! نن تا هغه کونډه مور هم وژړوله چې خپل د ژوند ملګری او همبستر يې هم دهمدې وطن په مينه قرباني کړی و اونن هغه يواځينی ځوی چې خاوند دخپل مرګ په بدل کې ورته ډالۍ کړ،دا ځوی ددې کونډې مور،د زړه څراغ،د سترګو اوښکه،دلاس امسا،دکور ښکلا اودژوند هره اړتياوه،تا نن له هغه څخه هم بې برخې کړه،اخخخخ څومره نامرده يې،نن دامور ډېرې چيغې وهي،ګرېوان شکوي،ويښتان اوباسي ،خو ګوره فکر ونکړې چې دا دخپل ځوی له لاسه ورکولوپه خاطر داسې کوي، ای پرنګيه،دا مور خدای پاک ته ګيلې کوي چې ولې دې نور اولادونه ندي راکړي چې نن هغوی هم ددې يوه ځوی پشان له خپل وطنه صدقه کړم،نن مخکې له دې چې ددې ځوی جنازه دهديرې په لور ولېږم ،کاش بل ځوی مې لرلای چې هغه مې د هېواد او هېواد والو دساتنې لپاره د لوړو غرونوسرونو،سرحدونو اوخپل قلمرو د دفاع په خاطر دريشي په تن خپلو فرضو اداء کولو لپاره لېږلی و،دا مور وايي ای خدايه! ما همدا اوس بېرته ځوانه کړې،په ماکې بېرته د ځوانۍ انرژي وټوکوي،چې په اوسنۍ جذبې سره زه هم دوطن د دفاع په خاطر دخپل خوږ بيرغ څخه لوپټه جوړه او په سر يې کړم!
نمک حرامه! ته ولې له ځانسره فکر نه کوې، پوهېږې نن تا خپل وروڼه ولې ووژل،د چاپه لمسون دې ووژل،دهمدې لپاره چې ته پردي پال ثابت شي او دهغه چالپاره دې ووژل چې سبا ترټولو دمخه همدا تا دخپل ټوپک د ګولۍ ښکار ګرځوي،خوته نه پوهېږي احمق يې.