دشمال سفر او د پښتنو ستونزه۲۲ برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزی
د شهادت اخبار او د پیام ازادی راډیو او تلویزون ته د معلوماتو د رسولو لړې هم راته پاتي شوه ځکه سفر په منډو ترړو تیر شو او ددې کار لپاره یوۍ لري واټن مخابیرۍ ته ضرورت ؤ او هغه هم باید تل زموږ په واک کې وايې.


سباه ورځ میلمستون ته موټرې راغلې او د شبرغان له عمومي قمربند چې تیر شوو د عمومي سړک ښیۍ خوا کي په څو لنډو کتارونو کي  ماشین محاربوي ټانکونه ولاړ وو د پاسه پرۍ ترپالونه غوړیدلي ؤ همدلته یو شګلن میدان وو چي دري دانې هلیکوپتر پکې ولاړې وې د ملی جنبش مشر او ځیني جنرال هم همدلته ولاړ ول له موږ سره لاس په لاس روغبړ وکړ او بیا څرخکو ته ورپورته شولو د آندخوۍ ولسوالۍ په طرف لاړو هلته یو ستر میدان ؤ چې په زرګونو خلک راټول ول په سلګونو موټرې او ډله ډله آسونه موجود ول زموږ د سوارلې چورلکې ئې ترڅنک کښیناستلې د سیمې مشرانو او رسول پهلوان چې د فاریاب د ولایت عام او تام واک ترڅنګ په شمال کې له جنرال دوستم راوروسته دوهم ځواکمن فوځي قومندان ګڼل کیدو چي بیا وروسته په یو وسلوال برید کې ووژل شو خو دده کورنۍ نااعلان شوۍ دعوه په جنرال دوستم کوله.
د رسول پهلوان ورور ګل محمد پهلوان د فاریاب نظامی قومندان ؤ د دده بل ناسکه ورور جنرال عبدالمالک د ملي جنبش د بهرنیو چارو د ریاست ریس ؤ ، جنرال مالک د غچ آخیستنې په خاطر له طالبانو سره یو پټ توافق ته ورسیدو د پوځي بغاؤت له مخۍ ئې د طالبانو په مرسته د جنرال دوستم واکمني وننګوله او هغه ئې د هیواد پریښودو ته آړ کړ د توافق له مخۍ د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر او د رهبرې شورای جنرال عبدالمالک د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت معین وټاکلو مګر دغه ملګرتیا ئې ډیره لنډه او د دواړو خواؤ ترمنځ د زرګونو انسانانو د قتل عام سبب شوه.
آندخوۍ ولسوالی کې بزکشي جوړه شوئ وه د روسي تراکتورونو ټریلې کتار درول شوې وې او په ښایسته قالینو،توشکو او بالښتونو فرش وې دغه تختونه د میلمنو د ناستې لپاره تیار شوئ ول ، دلته په ډولونو او ملی آتڼ زموږ هرکلي وشو موږ د میلمنو لپاره تیار شوو ځایونو ته ور وختوو د بزکشي ننداره مو کوله او هم د غیږ نیونې ننداره هم وړاندي شوه هغه مهال ملی جنبش خپلې پیسې نه چاپولې قومندانان ئې هم په اقتصادي لحاظ کمزوري ول او عمومآ شمال کې د خلکو اقتصادي حالت هم دومره ښه نه وو خو بیا وروسته د جنبش ملی لخوا په مستقله توګه د افغانیو چاپ شمال ته بدلون ورکړ ، دغه کار هم د استاد ربانی حکومت وننګاؤ او هم ئې د افغانستان ملي اقتصاد ته خو شخصآ د ملي جنبش  تر واک لاندي ئې آغیز ښه ؤ.
د لوبي د ګرمیدو او خوندور کیدو لپاره به کله پنځوس زره کله یو لک او کله وریښمینه لونګۍ د انعام په ډول لاډسپیکر کې اعلانیدې او د انعام ورکوونکئ او ګټوونکي نوم به هم اعلانیدو،د زرداد لخوا پنځه لکه افغانې د ګټوونکي لپاره جایزه اعلان شوه نو ددې انعام لپاره رسول پهلوان له سټیج ورکوز شو ،رسول پهلوان لوړ دنګ مظبوط انسان ؤ خسکې ئې ترټاکلي ځاي ورسولو د لوبې ګټونکي اعلان شو او انعام ئې تر لاسه کړ او بیرته راغي د جنرال دوستم ترڅنګ کښیناست له دوه دورو لوبو وروسته دوستم یوه میکاروب تومانچه د جایزۍ په حیث اعلان کړه ددې لپاره هم رسول پهلوان ورکوز شو دا ئې هم وګټله او بیرته راغي کښیناستو ، پنځه لکه افغانې ما(احمدزی) ور وړاندې کړې دا جایزه د آندخوې یو سیمه ایز لوبغاړي وګټله همداسی تر اخره دوستم څو میکاروب تومانچې دګتوونکو ته د جایزې په توګه ورکړې او اخرې جایزه یو میلون افغانی د زرداد لخوا اعلان شوې خو د رسول پهلوان ګډون په لوبه کې بیخوندي راوستله ځکه چې د ترفیع،شهرت او ځواک له مخې د سیمې غریبو چپندازانو ورسره د زړه له اخلاصه لوبه نکوله چې یا ډاریدل او یا ئې درناوې کاؤ.
هغه څه چې ډیر د حیرانتیا ؤ هغه د جنرال عبدالچریک او رسول پهلوان ترمنځ ۱۰۰٪ بیباورې له جنرال چریک سره یو باډیګارډ هم نه ؤ خو کله ئې چې په رسول پهلوان سترګې ولږیدې نو ورخطا شو مونږ ته ئې وویل چې اشتباه مي وکړه چې راغلم ویل ئې تاسو یو میل وسله ماته راکړئ زرداد ورته وویل چې که هرڅه مو ترمنځ وي خو دلته درته هیڅ هم نشي ویلي ته له موږ سره ګډ راغلي ئې او پهلوان هم دومره ناځوانه نده چې داسي کوم سپک حرکت به وکړي چې ستا بیعزتي به دلته وکړئ چریک ویل زرداد قومندان دا ډیر کچه سړۍ ده زه پرې باور نلرم ،زرداد ورته وویل ددوستم په موجویت کې هم ؟ ویل ئې هو نو زرداد خپلو ساتوونکو ته مخ کړ تاسو له عبدالچریک نه ساتنه وکړئ خو برعکس رسول پهلوان له چریک سره ډیر صمیمانه او دروند حرکت وکړ موږ هم خوښ شو چې څه خبره نشته خو چریک  خپلۍ میکاروب تومانچه ته مرمي تیره کړې وه او تر آخره ئې د ګفیچې کمیس تر لمنۍ لاندې لاس کې نیولي وه (جنرال چریک سرپل کې د غفار پهلوان څخه فرقه په زور نیولی وه او غفار پهلوان د رسول پهلوان د ډلې او ګروپ سړی وو او چریک ددوستم د ورور قادر دوستم).
لوبه چې ختمه شوه د قلیچ پهلوان په نوم د سیمې یو تن مشر میلمستیا تیاره کړې وه هلته لاړو د غرمي ډوډي مو نوش جان کړه ټولو ته ئې چپنې پر اوګو راواچولې او بیا دوستم ورته وویل دا هیت به دري ورځې ستا میلمانه وئ او قومندان چریک به هم ورسره وي نوره ئې موږ سره مخ ښه وکړه او موږ اندخوې کې پاتي شوو.ډیر زیات قدر ئې زموږ وکړ له ډیرو قدرونو تنګ شولو اخر مو چریک ته وویل چې د موټرو غم راکوه چې شبرغان ته تښتو موږ هم تنګ شو او دوې هم ډیر ځان په زحمت کوئ همغه وو چې موټر دوهمه ورځ مازدیګر راورسیدل او ناڅاپي مو کوربه ته وویل چې ډیره مننه خیر اوسي نور درنه رخصت آخلو او د شبرغان په طرف ترینه وخوزیدو همغه میلمستون ته لاړو.
نور بیا
نصرالله احمدزی