د خواشیني پیغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اروا ښاد ممنون صاحب یو له هغه درنو او قدرمنو سټو څخه و، چې په ټولنیز، سیاسي په تیره بیا  ادبي او فرهنګي ډګرکې یې فعاله ونډه لرله.ده  د خپل هیواد د ملي ګټو، د هیوادوالو د اتحاد او اتفاق او د ملي وحدت په برخه کې نه ستړیکیدونکي او نه هیریدونکي هلې ځلې تر سره کړي دي.


 د ارواښاد ممنون صاحب په خبرو او د محتوا څخه ډکو ویناوو کې د  هیواد او هیوادوالو سره ژوره مینه نغښې او ځلیدله.
خدای بښلی ممنون صاحب  زما ډیر نږدې دوست او ملګری و،  دی زموږ د هیواد  علمي،  ادبي،  فرهنګي ، او د پاک او سپیڅلي اوصافواو اخلاقو خاوند،  زړه سواندئ، صادق او د ټینګ عزم او ارادې شخصیت و.
په ډیر خواشیۍ سره خبر شوم چې ارواښاد ممنون صاحب په کابل کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.
انالله وانا الیه راجعون
زه په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، خپل ګران او قدرمن دوست مواج صاحب  او د ده درنې کورنۍ او دوستانو ته د زغم، صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او د لوی خدای څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.
په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادرمسعود