نصرالله احمدزی
شپه هم ښه په خوښیې سره تیره شوه د سهار چاي مو همدلته نوش کړ د پیلان سره سم د کلي ستر جامع مسجد ته مو د ډنډغوری او جویناب مشران راوبلل په ډیر غټ شمیر کې خلک راغلل لومړی مو عمومي فاتحه خواني تر سره کړه ، د خیرات / واده
خوړو د پخولو په شکل ستر ستر د یګونه کتار په اور ایښی وو د حلالیدو لپاره ښه ډیر څاروې کلیوالو داؤطلبانه حاضر کړل ډیر اخلاص موجود وو ، وریځې هم همدا ډول د کلیو خلکو له کورونو راوړئ ، د شمال د خلکو د دستور له مخۍ موږ چی هرۍ حجرۍ ته ورغلي یوو یوه یوه چپن يې پر اوږو راچولی ده ، د ماسپښین تر لمانځه پوری خپله ددغو سیمو د خلکو ترمنځ شته ستونزو باندی بحث وشو ددغه سیمو خلک خاصتآ مشران خپل منځ کې ډیر وران وو او ځیني مشران منصور نادری لخوا پر شا ټپول کیدل او د نورو پرضد يې استعمالول ددغه سیمۍ د مشرانو له جملی مي د یو څو کسانو نومونه می یاد دي چې قومندان ملاعلم ، قومندان ولی ، قومندان سرور ، قومندان پوستک ، قومندان تور ، قومندان حاجی نواب او داسی نور .....
ددوي ترمنځ ژورۍ ګیلی موجودې وې پر یو بل يې په خبرو کې د ملامتې شاجورونه ورتش کړل بس د الله ج مرسته وه ټول حاضر شول چي واک راکړي ورته و مو ویل چي له لمانځه وروسته به فیصله اعلانیږی کله چي له لمونځ فارغ شوو موږ څو کسان د خلکو له ګڼې ګوڼۍ لږ لیري لاړو چي ښاغلی بشیرخان الله ج دي جنت الفردوس کې لوړ مقام ورنصیب کړي او ښاغلی جمعه خان همدرد ته دي الله ج زموږ د یوالي په خاطر اوږد ژوند ورکړي او محترم نهضت یار صیب دي الله ج د حق د مبارزینو په لومړي صف کې حساب کړی ، پریکړه مو وکړه چي د یوه په ځاي ټولو ته د ملامتۍ ګوته نیسو او جرمانه يې دا شوه چي همدا مشران به د راغلو خلکو لپاره خواړه توزیع کوئ ، د مسجد د ننه او د باندی قالینې ، فرشونه ، لیمڅي او ... غوړول شوئ وو ، ډول ډول دسترخوانونه کتار شوي وو موږ هم د خپلي پریکړۍ سره مجلس ته ورستانه شوو یو عالم ددوهم ځل لپاره اوږده دعا وکړه او بیا چي کله د ښاغلی زرداد لخوا ورته فیصله اعلانیده په ساده کلیوالو الفاظو يې ورته وویل دا به د تاسو ټولو لپاره شرم وی چي له دومره ربړو او کړاؤنو زغملو د پاسه بیا هم تاسو عبرت نه وي آخیستئ نو خدای ج دی تاسو ته هدایت وکړی ، موږ دا هم د ځان لپاره شرم ګڼو چي تاسو د پخوانیو خانانو او ملکانو په څیر جرمانه کړو مګر زموږ په جرمانه کې هم د وحدت ، مینه او محبت راز شته انشالله نتیجه به ورکوي.
دعا یې خیر : ټولو لاسونه پورته کړل تاسو ټول ملامته یې دا ولس کې د بی اتفاقی او کمزورتیا وسیله همدا تاسو يې ، د تاسو له لاسه نن دلته د قومونو ترمنځ تعصب او جګړی شته که تاسو ځان ملامت نه ګڼي نو بیا زه او زما ملګري هیت ملامته دي چي دلته راغلي یوو ، ټولو په یو غږ وویل نه نه خدای دی نکړي ، تاسو مشران به نن ورځ ددي ولس خدمت کوئ او ددوي پر وړاندی به دا پاخه شوي خواړه په دسترخوان ږدي او له دۍ د مخه به یو بل ته ور له غاړی کیږی د فیصله د شرایطو له اعلان سره د خندګانو زوږ مجلس کې خور شو واقیعآ ډیره جالبه سزا وټاکل شوه ، ماشالله هغه ساعت ډیر ښایسته وو ، ټولو ژمنه وکړه چي د ولس د یوالی لپاره به مو خبره یوه او متفق به یوو که هر ځاي او هرۍ ډله کې یوو ، مشران ډیر په خوشحالی سره د ولس او کشرانو په خدمت کې ودریدل له یو څه خدمت وروسته بیا ورنه وغوښتل شول چي نور خدمت کشرانو ته پریږدي راځی چي اوس په ګډه دا خواړه وخورو او د مازیګر تر وخته بانډار ته پاي ته ورسیدو د شپۍ له مخۍ د ملاعلم حجري ته لاړو د سهار چاي مو د پلخمری ښار کې له ښاغلی نهضت یار سره نوش کړ او بیا ددوهم ځل لپاره د منصور نادری ځاي ته ورغلو هغه سره مو دغه مشران مخامخ کښینول او نادری هم له ژمني سره سم سباه ورځ د غصب شو ځمکو او جایدادونو د بیرته تسلیمولو وعده تر سره کړه ، د ماښام له مخۍ ګیلګی ته لاړو د شپی بیرته د بشیرخان او مامورغیور ځای ته راغلو د سهار له مخي مو پر پریکړه د دواړو خواؤ ژمني د وروستي ځل لپاره تر نظارت لاندی ونیولئ او چي په عملی کیدو يې بشپړ مطمین شولو نو له ټولو مو د ژورۍ مننې تر څنګ د یوالی مبارکی وویله او نور ترینه رخصت شولو ، د ښاغلی جمعه خان همدرد په موټرو کې د سمنګان ولایت په طرف وخوځیدو هلته د ریس صاحب قاسم خان په نوم د یو مخور شخصیت حجری ته لاړو نوموړی ښه تود هر کلی راته وویل په حجره کې د سیمي ازبک او تاجک وروڼه راټول شوی وو له ستړی مه شی وروسته عمومی فاتحه خوانی واخیستل شوه ، دلته هم د پښتنو ځمکې او شخصی جایدادونه غصب شوی وو د جنبش ملی د مشرتابه د ژمنۍ په اساس ښه همکاری راسره وشوه زموږ له یادونۍ د مخه ریس قاسم خان وویل زه له دي غیر پښتنو وروڼو مننه کوم چي ستاسو د راتګ يې دومره درناوئ وکړ چي بې له کومې جرګه او جنجال يې حق حقدار ته وسپارلو ، په ډیر دوستانه ماحول کې ورځ تیره شوه ښاغلی ریس قاسم خان هم ډیر زحمت کړی وو ټولو میلمنو ته يې ستر قدر ورکړ الله ج دی ورته اخرت کې ستره بدله ورکړي ، د ماښام له مخې د مزار شریف په لور ترینه رخصت شولو .
نور بیا
نصرالله احمدزی