د و ، ت ، م ، ګ د برتانیا څانګي د ګوندي پراخې غونډي رپوټ :
د ۲۰۱۴ م کال د فبروري د میاشتې په ۲ مه نیټه د و ، ت ، م ، ګ د برتانیا څانګي د ګوند د وحدت د کنګري د پریکړو او فیصلو د پلي کولو په موخه د لندن ښار د له ریزرو هوټل د هرکلیو په تالار کې یوه پراخه غونډه جوړه کړي وه . په غونډه کې د ګوندي غړو ، د افغاني ګوندونو د یو
شمیر استازو او یو لړ خپلواکو سیاسي شخصیتونو ګډون کړی ؤ . غونډه د کلام الله مجید د څو ایاتونو په لوستلو پیل شوه او له هغې وروسته د و ، ت ، م ، ګ د برتانیا څانګي او د ګوند د اروپایي څانګي ریس محترم محمداسماعیل غرنې د غونډي د جوړیدو په اړه لنډي خبري وکړي . په داسې حال کې حې غونډه د نوروهاب څپاند له خوا ادار
ه کېدله ، د غونډي د اجنډا د موضوعاتو په توګه د ګوندي کنګري د فیصلو د پلي کولو او د برتانیا د ګوندي څانګي د ځوانانو د برخې د مسؤل د ټاکلو او د غونډی د جریان د نوټ کولو د ډلي په توګه د محترمو ګل رحمان وفا او د عبدالرحمان صافي د ټاکلو وروسته ، محترم محمد اسماعیل غرنې ته بلنه ورکړل شوه چې د ګوند د وحدت دکنګري د پریکړو په باب د برتانیا د ګوندي څانګې د غړو دندي مشخصي کړي او د کنګري د تصمیمونو څخه د غونډي ګډونوال خبر کړي .
محترم غرنې وویل : دهېواد پخوانیو ګوندونو یاني د افغانستان ملي ګوند او د وطن د ترقۍ ګوند دواړو په وطن کې د دموکراسۍ د تامین ، د جګړي د مخنیوي او د بیا ابادۍ د پیل کولو په نیت د هېواد دسیاست ډګر ته راوځغاستل . دواړو ګوندونو په وطنپالونکي مینه او هاندهڅه وکړه چې د هېوادوالو د سیاسي شعور د لوړولو ، په هېواد کې د سیاسي غورځنګ د پیاوړي کولو ، د نړیوالي ټولني سره د افغانانو د متقابلو ګټورو اړیکو د ټینګولو او پاللو، د افغانستان د هراړخیزي ودي په وړاندي د کورنیو او بهرنیو مافیايي کړیو د افشاکولواو د بهرنۍ لاسوهنې د ابعادو د مخنیوی له پاره عملي هلي ځلي وکړ�
� . دواړو ګوندونو د ګوندي اتحادونو او وحدتونو د ممکن کولو په موخه په څو ګډو جبهو کې ګډون وکړ ، چې له نیکه مرغه له یوه بل څخه د درک د تکمیل پر بنسټ یي د پایداره ګوندي ، سازماني یووالي بریالی دیالوګ پیل کړ . د همدغو جوړونکو هلو ځلو له کبله دا دی اوس موږ د واحد ګوند د جوړیدو جشن کوواو دیووالي د کنګري په ویاړ مو ننني غونډه رابللي ده . اوس موږ د وطن د ترقۍ ملي پیاوړی ګوند لرو .
محترم غرنې زیاته کړه ، د یووالي په برکت له هره پلوه ګوندي ترکیب پیاوړی شوی . ګوند په میړانه د قومي ، ژبني ، سمتي تمایلاتو په وړاندي کلکه مبارزه کوي . ګوند هڅه کوي چې د دموکراسۍ د اساسۍ ستنې په توګه افغاني ټولنه کې د ګوندونو رول پیاوړۍ کړي . زموږ د ګوند کنګري وښودله چې د و ، ت ، م ، ګ د ټاکنو په کمپاینونو کې فعال ګډون کوي ، د مهمو ملي تړونونو په اړه نظر څرګندوي او تري پشتیباني کوي او د افغانستان د خلکو په وړاندي د جنګي جنایتونو د مرتکیبینو د مجازاتولوله پاره د انتقالي عدالت د تطبیق له وړاندیز څخه ملاتړ کوي . له دې کبله موږ د کنګري د فیصلو ملاتړي یو او هغ�
� پلي کوو. د بریاؤ تر څنګ موږ نیمګړتیاوي هم لرو ، ګوند ته جلب او جزب پیاوړی نه دی . د ګوندي برانچ د فعال ساتلو هلي ځلي ورو دي . د ګوندي ملګرو له خوا ګوندي ونډه ښه نه تصفیه کیږي .
په داسې حال کې چې غونډه محترم ډاکټرعمر کارګر مخته بیوله ، هغه د غونډي ګډونوالو په تیره بیا دبیلا بیلو افغاني ګوندونو د بهرنیو څانګو استازو ته بلنه ورکړه چې په بحث کې ګډون وکړي .
د بلني سره سم :
ـ محترم استاذ شهسوار سنګروال چې په لندن کې د یو تاریخپوه ، سیاسي او فرهنګي څیري په توګه پیژندل کیږي وویل : تاسو سیاسي زیاته وده کړي ، تاسو د خپلو مخالفینو د نظریو حوصله پېداکړي ، د خبرو اترو په وسیله ستونزي حلوئ ، دا د چلند نوي ظریقه ده . که تاسو دي چلند ته ادامه ورکړئ زه به تل ستاسو سره په غونډو کې ناست یم .
ـ محترم عارف عرفان چې د افغانستان د خلکو د ګوند استازیتوب یي کاوه وویل : ملګرو تاسو ډیر مهم سیاسي ګام اوچت کړئ . موږ بیله داسې ګامونو پورته کولو بله لاره نه لرو . زه ستاسو د موقف څخه ملاتړ کوم او غواړم چې زموږ د ګوندونو راتلونکی سرنوشت همدا ډول وي .
ـ محترم حبیب الله جانبدار چې د افغانستان د حق او عدالت استازیتوب یي کولو وویل : دا د ډموکراسۍ په لاره ریښتونۍ مزل دی . دا مزل تاسو پیل کړ ، یاني د وطن د ترقۍ ملي ګوند . تاسو د هېواد دامنیتې تړون په اړه او د اشرف غنې احمدزي د نوماندۍ په هکله د صریح دریځ نیولو له امله جسارت وکړ . اصلي سیاست داسې وي چې خلک پري اسانه پوه شي او په هغه سیاست کې خپلي ګټي وګوري .
ـ محترم ولي عبدالله چې د اروپا د تفاهم د نهظت په استازیتوب خبري کولي وویل : موږ د ۲۰۰ زریز ګوند څخه په وړو ټوټو وویشل شولو چې چندانې اغیزمنتیا نه لرو . که څه هم ستاسو یووالی د ارزښت وړ دی اما د جنبش په مقیاس ډیر اغیزمن نه دی . که داسې انګیزه موجوده وي چې بل دي راکې مدغم شي ، لوي ګوند نه شي جوړیدلی .
ـ محترم جاویداخوندزاده چې د عوامي نشنل پارټۍ په نمایندګۍ یي خبري کولي وویل : موږ غوښتل چې د افغانانو سیاسي ډلي په یو میز وګورو ، نن دا هیله تر سره شوه . افغانان نن سبا په ډیر بد موقعیت کې قرار لري . په پښتنو او افغانانو جنګ روان دی ، اما پښتانه هغه ښه نه درک کوي . وګورئ طالبان د خبرو اترو له پاره هغه سیاستوال ټاکې چې د حکومت له خوا ګمارل شوي . دا هغه سیاستوال دي چې د سولي پر ځاي جګړي ته زړه ښه کوي . تر څو متحد نه شو او سیاسي نه شو امن نه شو راوستلی . ستاسو د کنګري دریځ د وروستیو مسایلو په اړه ډیر مهم او وطنپالونکی دریځ دی .
ـ محترم فایق خان د پښتونخوا ملي عوامې پارټۍ په استازیتوب وویل : زه تاسو ته وایم چې بیله سازمانه تاسو نه شي کولی اوسنۍ مشکل حل کړئ . نلسن ماندیلا ځکه د یو قرن جګړه وګټله چې سازمان یي درلود . ستاسو یووالی ډیر اهمیت لري . د امنیتې تړون سره موافقه او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون کول د طالبانو د بیا واکمن کېدو سره د مبارزي په مانا ده . زموږ د ګوند لارښود په سر کې محمود خان اڅکزۍ تاسو ته د اخستل شوي ګامونو په اړه مبارکې درکوي .
ـ محترم خیر محمد سلطاني چې د غونډي یو ګډونوال ؤ ، د ورته غونډو جوړولو اړتیا ته یي ګوته نیوله او وحدت یي وستایه او د مشابه ګامونو د پورته کولو هیله یي څرګنده کړه .
ـ محترم جنرال صاحب سروري چې د خپلواک سیاسي شخصیت په توګه یي خبري کولي ، د تیر ګوندي سیتم او په هغه کې د یولړ لارښوونکو او کادرونو خودخواهیو ته ګوته ونیوله . هغه وویل چې موجودي ناخوالي د یولړ تیرو تیروتنو پایله ده .
ـ محترم حمیدجان کاکړ د و ، ت ، م ، ګ د برتانیا برانچ د ځوانانو په استازیتوب په انګریزۍ ژبه وینا وکړه ، هغه د ګوند د لا پیاوړتیا اړتیا ته او په تیره بیا په ګوند کې د ځوانانو رول ته اشاره وکړه . هغه د ګوند اوسنۍ نسل وهڅاوه چې د کورنیو د ځوانانو او پیغلو د سیاسي کېدو له پاره عملي لاري چاري ولټوي . هغه د ځوانانو له انده په ورستنیو تصمیم نیونو کې د ګوندزړور جلند ته جایزه ورکړه . هغه ټینګار وکړ چې موږ د ورته صریحو ګوندي اقداماتو غوښتونکي یو . ژمنه یي وکړه چې د ځوانانو جلب او جزب ته به پاملرنه کوي .
ـ محترم نوروهاب څپاند د ګډونوالو یو لړ سوالونو ته د ځواب ورکولو په ترځ کې وویل : چې د ګوند د وحدت کنګره د یو لړ مشخصو تصمیمونو د نیولو له امله مهمه وه . یاني دي کنګري ګوندي یووالی یقیني کړ ، د امنیتي تړون اړتیا یي تایید کړه ، د ولسمشرۍ ټاکنو د یو نوماند د ټیم په ملاتړ یي رایه ورکړه ، د انتقالي عدالت د تطبیق په اړتیا یي ټینګار وکړ ، د ګوندي مشرتوب د ارګانونو په ترکیب کې یي بدلونونه راوستل او یو لړ نوي ارګانونه جوړ شول ، په اساسنامه او برنامه کې تعدیلات وارد شول او نور . زموږ ګوند نه له کوم سازمان څخه په خپلو لیکو کې د ادغام بلنه کړي او نه په کوم بل سازما
ن کې د ادغامیدو تکل کوي . دا ګوند د یو جوړونکي دیالوګ او اصولي لاري وحدتونو او اتحادونو ته ژمن ګوند دی . د نړیوالي ټولني سره دوستانه او ګټور اړیکي زموږ د خلکو په ګټه دي او ګوند دا ډول اړیکي نیول او پالل تشویقوي .
دغونډي د اجندا د دویمې موضوع د څیړلو په ترځ کې د غونډي ګډونوالو په یوه اواز محترم حمید جان کاکړ د برتانیا د سازمان د ځوانانو د برخې د مسؤل او دهغه سازمان د شورا د غړي په توګه ومانه .
په پاي کې د غونډي د پریکړه لیک مسوده د محترم عبدالرحمان صافي له خوا ولوستل شوه او د ګډونوالو له خوا ومنله شوه .
غونډه دسیاسي فرهنګي خپلواک شخصیت همایون تاچ ارزیابي کړه . هغه وویل چې اوس هر څه نړیوال شوي . لکه اقتصاد ، اړیکي ، تروریسم او نور . که موږ نړیوال چلند ونه کړو ډیرو غوښتنو ته ځواب نه شو ویلاي . موږ باید هیڅ ډول تعصب ونه لرو یوازي د خپلو ملي ګټو د ساتلو په ترځ کې تعصب وکړو او بس . هغه د وطن د ترقۍ ملي ګوند د فعالیت بیلا بیل اړخونه ، په ځانګړي توګه د وروستیو فعالیتونواړخونه وستایل . هغه یو لړ کمښتونو ته هم ګوته ونیوله چې باید رفع شي .
غونډه د ۳ ساعته جریان وروسته د محترم اسماعیل غرني له خواد کور ودانۍ په ویلو پاي ته ورسیده .
دغونډي ګډون کوونکو په هغه عصریه کې ګډون وکړ چې د ګوندي برانچ د غړو له خوا برابره شوي وه.
د و ، ت ، م ، ګ د برتانیا څانګه