حزب الله همت یار هم شهید شو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حکمران
د میني لمونځ به اوس د چا په آذانونو کوو    خدایه کافرۍ زمانې رانه بلال وړئ دي
یو دوست مي راته فون وکړ ویل ئې چي زموږ استاد ئې هم شهید کړ ، ما ورغبرګه کړه کوم استاد  چا او چیري شهید شو ؟ ویل ولی هیر دۍ شو حزب الله همتیار چې له آختر د مخه د تاسو کور ته مي دروستئ وو  بیا مي هم زړه تسل ونکړ ما ورته وویل هغه ملا ډوله د اوږدو څڼو والا

چې ویل ئې د موټر سیکل تیلو ته می دا میاشت وس ونه شو مکتب ته ددرس ورکولو په خاطر ټوله میاشت مي دواړه خواوې څو کیلومتره پیاده تګ راتګ وکړ ویل هو یاره همغه درته ښیم څومره خاکساریت  ئي  درلود  هغه  د  وژلو  وو  چې  د یوشتم قرن جاهلانو  شهید  کړ د  ځواب  په ځاي مي چپ لاس ګوتې په تندي راکش کړۍ د سر ویښتان مي  نیغ  نیغ  ودریدل  بدن  کې  می  په  تیزۍ  سره  یو ډول یخواله  او  ګرمواله  ښکته  پورته  منډه  کړه  انالله واناالیه راجعون  مي  وویل فون مي بند کړ  بیا زنګ راغئ ځواب مي نکړ نو ښه می وربند کړ .
سمدستی مي بیا چالان کړ ځان سره مي وویل تا خو پرون هم یوه لیکنه کې داخبر ذکر کړ نو ولی دي له یاده وتلی وو چې ټل کې خو زما محترم دروند ورور همت یار صاحب هم شټه دستي مي ټل ته د مظلوم شهید همت یار صاحب نمبر ته زنګ وواهه نو دستګاه ځواب کې  وویل: آبی موصول نهی هی  دا کومه نوۍ خبره ځکه نه وه چي ټل کې مبایل ښه کار نکولو تل همداسی کیدل نو کله به چې محترم همتیار شهید د ټل بازار ته راښکته  شو  نو بیا  به  ئي  یو میسکال  راکړ  نو  ما  به  زنګ  ور وواهه معصوم شهید محترم همت یار صاحب کله هم نیم سلام پر مخاطبانو نه اچولو او نه ئی سلام  ته نیم ځواب ورکاؤ هر وخت به ئي اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته او واعلیکم سلام ورحمة الله وبرکاته ویل . مبایل کې مي د شهادت اخبار پاڼه را خلاصه کړه چې همدا غمجن خبر مي بیا ولوستو نو ومي ویل  خدایه ته د ظالمانو د اصلاح او مجازات  لپاره ظالم لښکر ورته راولیږي دلته د مسلمانانو وینی په ناحقه بهیږي ، دلته په دعوت او تبلیغ اصلاح نه راځئ  په انسانی ټولنۍ د ځنګلیانو او د قدرت د وږو تږو تاړاک  لویدلي ، که دا  دعا هم نه قبلیږی  خدایه ددي  وحشیانو  لپاره د نیکانو ټولګي ژر راولیږه چې زموږ سپیڅلې  ټولنه د خوارجو  له  ظلم او سیتم  په  امان  کړي امین .
بیرته مي خپل دوست ته فون وکړ یو کس مي ورته وښوود له هغه تپوس وکړه هغه له حزب اسلامی سره د محصلینو ډله کې ځڼې غورزوي ممکن د اول لاس معلومات به درکړي  بیا يې ماته ووایه ،۱۵ دقیقې وروسته زنګ راغي ویل يې دعا کې يې هیر نکړي .
مظلوم همتیار شهید ما مخامخ  څلور ځله  لیدلی  وو  ډیر سخت مریض و پیښور کې زمونږ کور ته زما له یو دوست سره راغئ د ګوردو تکلیف ئي درلود د داکتر فیس او د دوا پیسی هم ما  پري  کړي  ډیر خوږ انسان و له  قلمی  مبارزه سره ئي ډیره مینه وه ویل ځکه مي د حزب اسلامی د ځوانانو اسلامی تنظیم کې غړیتوب آخیستی دی دا چې شهادت اخبار دده له نوم سره د قومندان اضافه هم کړۍ خو زه ورسره همنظر نه یم ځکه  شهید همت  یار صاحب  نه  قمندان و ، نه ئی نظامی فعالیت کې ونډه درلوده  هغه یو سوله ایز مبارز  و  جلسې ،مظاهرې ، دعوت  ئې د مبارزي  اصلی  خط  سیر وو نوموړی د کمپیوټر د کورس استاد و او له همدۍ لارې يې خپلۍ  کورنۍ  ته  روزی پیدا  کوله څه وخت د مخه د یونیسیار د ادارئ لخوا د ټل د حوزۍ لپاره د استادۍ ازموینه  آخیستل  کیده  ښاغلی همت یار صاحب دغه آزموینه کې په ښوو نمرو د بریالیو استادانو په ډله کې راغي .
بل اخره د همت یار صاحب د شهادت خبر رښتیا شو نو اوس لږ شانتي دده  په کورنۍ حالت باندی لیکنه کووم او بیا ددي مظلوم مقتول بدرنګه قاتل ته څو لیکې لیکم .
همتیار صاحب نوم هم ماته نه راځئ خو په همت یار مشهور و او د حزب الله په نوم پیژندنۍ سره ئي د شهادت اخبار له  لارۍ خبر او واقف شوم نوموړي سپیڅلی شهید شخصی دښمنی نه درلوده ، کوم قتل يي له لاسه نه و شوئ ، د چا ناموس ته ېی لاس نه و ورغزولاي ، غلا پسی نه ؤ لاړ ، نظامی فعالیت کې يي برخه نه درلوده خو په فرهنګی منډو ترړو کې ډیر مصروف او دغه هلي ځلې يې هم د حزب اسلامی د ځوانانو د تنظیم له لارۍ کولې د ټل سیمه کې يې د افغانستان د تاریخی ورځو په یاد جلسی او غونډې تر سره کولې ، همت یار شهید ډیر خلور او نطاق شخصیت وو په دینی علومو کې ډیر پرمخ لاړ وو ، سینه يي له علم  ډکه وه او نیک عمل او شهرت خاوند وو څو کاله د مخه د خوارجو(طالبانو) لخوا تښتول شوي وو او جرم يي هم همدا وو چې د حزب اسلامی  سره يي فرهنګی برخه کې تر خپل وسه مرسته کوله  خو د حزب اسلامی په مسلسلو هلو ځلو  وروسته راخلاص شو .
مظلوم شهید د خوارجو کوم ځانوژنکی نه وو بلکه رښتیا شهید ده نوموړی د ټل په کیمپ کې د کمپوټر په یو کورس کې استاد او هم يې افغان ماشومانو ته د استاد په حیث  مکتب کې درس ورکولو نوموړي د معلیمي دندې ته ډیر خوښ وو ویل يې اوس به مي کوچنیان لږ ښه خوراک او ګوزاره حال لباس خوند او ښایست  وګورئ ، د نوموړی بیماری هم  دوامداره  وه یو څه وخت مخکې پیښور ته راغی یوه ماشومه لور يې هم ورسره وه د دوايي د تازه کیدو وخت يي پوره وو  دوا هم ما پخپلو پیسو ورته واخیسته ، اي بیرحمه  قاتله ، اي خوارجه ، اي ددین دښمنه ، اي د انسانیت دښمنه ، اي وحشی ، اي د لوط د قوم په لارۍ راوانه چې معصوم ځوان باندي  لومړی جنسی تیری کوئ او بیا ترینه ریکارډ کوئ او ورته وايې چې که ځانوژونکي برید دي ونکړ نو دا ریکارډ دي نشر کوو او بیا دی په همدي ثبوت سره په دارځړو تاسو باید پدی تر اخري حده شرم وکړئ ، اي د یویشتمي ۲۱ صدي جاهلانو جنت ته تلل او شریعت راوستل د لوط د قوم لپاره نه او نه ددوي له شان سره وړ دي ، اي دوزخی قاتله کوم قاضی ، کومي محکمي ، کوم دین او مذهب ،کوم لوچک مفتی د کوم ثبوت په درلودو سره تاته ددي مظلوم مرګ روا کړی وو ؟ اي د ۲۱ پیړۍ فاسد او مرتد انسانه په والله د شهید حزب الله همت یار لورکۍ په پښو چپلکۍ یوه یو ډول او بله بل رنګ وه ، اي قاتله آي خوارجو والله  په دي ماډرن زمانه کې دده معصومي لورکۍ همدا دوه رنګه په پښو چپلکۍ په تارو ګنډل شوي وې ، اي خوارجو ملایان-طالبانو  والله  ددي مبارک ستر شهید د لور په غاړه  لباس له  لسو ډیر  پیوندونه  درلودل .
ګوره اي خوارج مفسد او کرايې قاتله همغه ثانیه اوس دریاده کړه چې همت یار صاحب په موټر سایکل سور او ۶-۸ کلنې همدا دوه لوڼه (لورکېانې) ورسره او د خپل کور  په  طرف  راوان  ول او تاسو  ورته  لار  نیولی  وه  له موټر سایکل مو راګذار کړ لورانې  يې هم  ولویدې او هغوي درته  په معصومو  څیرو ، معصومو خولو  چیغي وهلي  نه  مو د هغو ماشومانو اوښکو ته وکتل نه هغه ماښام ته ، نه په دي ماشام کې ددي دوه صغیرو ماشومانو سرنویشت ته او ددوي تر مخ  مو  پلارکۍ ، پلارجان  ،اي الله ته له خیره په بیړه محشر راولي چې زړه مو یخ  شی  او تاسو نامردو ، غدارانو ،خوارجو ، کراي  قاتلانو، غدر کوونکو د هغوې  پلار  ورته  په شهادت  ورسولو تاسو هغه شپږ ډزه ویشتي وو ، تاسو کې خو غیرت نشته ، بد خنځیر ډیر بیغیرته  ويې  کله  چې کور ته ستانه شوي خپل اولاد مو ښکل کړ ؟ هغوي مو مخۍ ته  درمنډه  کړه  تر پښو  يې  کوچنی او معصومانه  لاسونه  در تاؤ کړل ؟ دا راته  ووایه  چې  رحم  مو  پري راغئ  او که  په  نفرت  سره  مو  په  لغته  ووهل ؟  اي برمته شوو او کرايې خوارجو اوس به تش په نوم امیرالمومنین ته د کابل تخت خوند ورکړئ ؟ ملاعمر خو هډو شته  دي هم  نه تاسو ښه  جاهلان يې  آی اس آی داسی مهار کړي ېې چې د خپلی مور په بستره هم لوڅ ورننوزئ د همت یار شهید دوه صغیرې لورګانې پاتی شوي دا هغه حالت ته ورته دي چې پخوا به عربو جاهلو لورنې ژوندي تر خاورو لاندی کولئ اوس همغه جاهلیت د کویټه شورا ، اتحاد علما آی اس آي ته ورپاتې ده ، د مولوی محمد نبی زوی شریف دی له نغمه سره عشقونه کوئ د جهاد او ملت پیسی دي په عیاشی مصرفوئ تاسو يې دولس کاله وروسته د وسله  پروش پلار جعلی پیغام  خوروئ چې هله د امریکا خلاف يې د جهاد اعلان کړي تر پرون خو يې مشر زوی احمدولی وزیر اکبرخان کې دفتر درلود اوس يې څنګه دولس کاله بعد د پلار په غږ کې جعلی فتوه راوویسته ؟ نغمه  یو چا ته ویلی و چې زه دا ملا شرموم خو دابیچارګکه خپل شرم ته نه ګورئ چې سړکونه  يي  زیړ کړل .
دلاس بنګړي دي په دسمال وتړه شرنګ ونکړي
دښار قاضی د ترنم په ضد فتوا ورکړي .
لا پاتي کري شپه ده  تا  راخیستۍ  ولي  بیړه ؟
لږ پریږده چي دي موړ کړمه جانانه ورو په ورو
اي خوراجو ما ته غوږ شئ :
چې تاته شې محل او په ما ړنګ کړي دیوالونه  / اشنا در سره نور ددې آخوت په لاره نه ځم
ما پریږده ته زبیښه کله شراب او کله وینې /په نوم د تمدن دې د وحشت په لاره نه ځم
سرخیل که شوم د مینې نوته ولې برند راګورې / جنت ته خو به شیخه د نفرت په لاره نه ځم
ګلالۍ او معصوم شهید همت یار صاحب ته يې ډالۍ کووم
نن چې ښکاره د ټول جهان يې له تا زار شم
سترګي زړه د مسلمان يې له تا زار شم

نور آخیستي زما ایمان ستا له ایمانه
داچې ته مي اوس جانان يې له تا  زار شم
د آروپا او امریکا په خیرات خانو کې په لیکه ولاړو لیکولانو ته وایم تاسو چې د خوارجو (طالبانو) په دفاع کې لیکنې کوئ او تصور مو همدا خیال پلو وي چې پښتو ته خدکت کوئ له خدای او پیغمبر سره جګړه کوئ د پښتو بیخ همدي خوارجو(طالبانو) وویستو، که ښاغلی صمد حامد ،روستار ترهکې ،زیرکیار ، هاشمیان ، ممند ،حنان حبیب زی چې د زمری افغان په نوم هم لیکنې کوي ، د حرکتیانو نن آسیا،د مزمل او ذاکر جلالی آذان ویبپاڼه او د اسلام اباد پوهنتون کرايي شوي ځینی لنډغر ټوپکمار لیکولان د طالب په وحشت يې قلم ګونګ او ژبه درنده خدای مو رښتیا په همدي حال آخته کړه  تاسو د آی اس آی په مسیر راوان يې ، مسلمان لیکوال هغه دي چې ظالم ته ظالم ووايې خو دوي بیچارګان د غرب له ازادي ترهګریز بریدونه کوئ او زموږ  پلرونه،زامن او وروڼه راوژني او هر کلی مو له یتیمانو ډک شو .
حزب اسلامی ته مي توصیه دادي چې په فریادونو هیڅ هم نه کیږی تاسو هم د خوارجو تر برید لاندی يې او هم د صلیب سالم سیاست وچلوئ د افغانستان له دولت سره روغه جوړه وکړئ هیواد په ګډه وژغوري پاکستان د هغه چا تر شا دریږی او ولاړ ده چې زمونږ ستر قدرونه وژنی ، ټولګټي تاسیسات مو ورانوي ، نظام ته مو صدمه رسوي ، یوالی مو ځپي ، د پرمختګ مخه مو ډب کوي ، خپل منځ کې مو یو بل سره په خونریزي او دښمنی آخته کوئ نن ولی طالب ته هرڅه ورکوئ ؟ هغوي هغه څه ورته کوي چې ترینه غواړي ېي خو ته حکمتیار ددي د پاسه هم په پاکستان باور کوئ چې هره لیکنه کې په پاکستان داسی نیوکې کوي لکه په ایران او امریکا  زه هم وایم غیرت ته دی سلام  دولس کالو کې مو د طالبانو نه له کوم مشر پر پاکستان نیوکه واوریده او نه يې رسمی ویبسایټ څه ولیکل .
راشه دا خدای درکړي همت او استعداد چې ډیرو کمو انسانانو ته الله ج ور پیرزو کړي له نږدی د نوي نسل سره شریک کړه .
د افغانستان دولت ته وایم اي کمونسته بس ته هم شرم وکړه روس ته تا نڅا وکړه او همغه ډول نڅا دي امریکا ته هم وکړه تا د مجاهد په شک له خلکو نوکان ویستل خو اوس د مجاهد په حکومت کې وزیر يې ، ملی امنیت له تاسو پلیتو ډک دي اوس هم د مسلمان او غیر مسلمان د عقیدي له مخي خلک زوروي ،نفاق مو لا خور ده نور سم شی دا کارونه مه کوئ.
له غرب راغلو ډیموکراټانو ځانونه مو ډیر ستر جنګسالاران  راوپیژندل  باور وکړي ډیر قتلونه مو وکړل ،تور سرې مو بي پته کړي ، په ښکاره جنسی تیري په جونو او هلکانو کیږي ، د خپل اقتدار لپاره مو د امریکا په سپیو خلک وداړل ، پغلې مو پري بي ستره کړي ، د کروز په څیر  وسله مو په دی ملت استعمال کړه ، بی ۵۲ بمباری مو پري وکړه ، په زرګونو انسانان مو تر خاورو لاندی کړل ، څو لوي ښارونه لوچکیو په سر واخیستل ،د فساد له آمله  مو سر  په سر نړیوال  ریکارډ  قایم  کړ د کابل په تخت ناستو غرپالو ډیموکراتانو ، افغان ملتیانو،کمونستانو،مجاهدینو،طالبانو ، دومره چور مو وکړ چې د طالبانو د وخت د پاټکونو له سلسله را وروسته دویم نمبر یاست که د غربیانو مرسته بندي شي شاید تاسو هم چرسو،هیروینو ،آفیمو کار او بار نا اعلان شوي رسمی کړی لکه طالبانو خوارجو چې کړي وو تاسو به هم د شوتلو پټیو سرونو کې پاټکونه واچوي ، کله کله چې کابل کې د تلویزون په پردو اروپا او غرب کې د کابل د حکومت د کورنیو له لوري د جوړ شوو مغازو او ریسټورنټونو اعلانونه ګورم ډیر پري شرمیږم .
افغانستان  او افغانان  وساتي
مرګ په جاسوسانو
حکمران
کویټه
پلوچستان