نصر الله احمدزی
سباه سهار د لسو بجو وخت به ؤ چي د چهاراسیاب غنډ تعلیمی ساحه کې دحزب د امیر دفتر ته ورغلو نن يې میلمانه هم ډیر درلودل ګڼه ګوڼه وه دماسپښین له لمونځ وروسته مو ډوډي همدلته وخوړه ،ښاغلی حکمتیار په غذا خوړلو کې رنګینتوب نه خوښولو هغه ډیر ساده خوراک
درلود،هغه څه چي دده ساتونکو او ددفتر مامورینو ته پخلنځی کې تیاریدل همغه دده او د کورنۍ د غړو خوراک يې هم و او د تل په څیر نن هم لوبیا او وریځې دغرمه ناری لپاره پخۍ وې له ډوډی خوړلو وروسته راته نوبت ورسیدو مرحوم عبدالصبور پسي راوان شوو او چي د ملاقات سالون ته ورننوتو د سالون په بر سر کې له بلی دروازۍانجنیر صاحب حکمتیار سالون ته راننوت موږ سره يې غیږ په غیږ روغبړ وکړ دلاس په اشاره يې د کیناستو راته وویل او زه دده ترڅنګ چوکۍ باندی کښیناستم داچي زه يې په نوم هم ښه پیژندم او زما والد صیب او هم يې زما له خسر شهید وکیل بسم الله سره له نږدی شناخت درلود که څه هم زما والد صیب دجهاد په دور کې د حرکت انقلاب اسلامی مرحوم مولوی صیب (محمدی) تنظیم کې و او خسر می داسلامی اتحاد په تنظیم کې له ښاغلی استادسیاف سره و مګر داچي یو څه قومی مخ او رسوخ يې درلود نو محترم حکمتیار صیب په شمول ډیر مشران هغوي ته په ځانګړی احترام قایل وو او ددي وجه دا وه چې زما محترم والد صیب او وکیل بسم الله شهید د لوګر ولایت د هغو مشرانو له جملی څخه وو چې ددی ولایت له ازره ولسوالی څخه يې د کمونستی رژیم په ضد یې پدی ولایت-ولسوالی کې له نورو مشرانو سره یو ځای دولسی ملاتړ او دالله ج په مرسته يې په دودیزو وسلواوامکاناتو یې پاڅون پیل کړ،خدای ج دی دوي ټولو ته اجر ورکړئ چې زموږ د مشرانو درناوئ يې کړئ.
دحزب امیر په دویم ځل له ټولو سره په تفصیل بیا ستړې مه شۍ وکړه او د کورنیو د حال او احوال پوښتنه يې له ټولو سره وکړه له ماڅخه يې زما د والد صاحب د حال پوښتنه هم وکړه او اخر کې وویل چي ملیمانه هم ډیر لرو مصروفیات زیات دی اوس به ستاسو د سفر د تیاری په هکله وغږیږو ویل يې :ارغندیوال صیب دسهار له مخې راغلی و هغه سره می خبرې وشوې ستاسو د سفر په هکله مو مصارف سنجولئ دي بیا يې سیکرتر ته وویل وطنداره هغه اطاق کې د لمیز په سره بکس راواخله هغه هم له امر سره سم لاړو بکس يې راوړو د خلاصیدو يې ورته وویل نوموړی هم له ټک ټوک سره بکس خلاص کړ نور يې د حکمتیار صیب تر څنګ په هغه لمیز کیښودچي دحزب اسلامی دبیرغ په شمول دافغانستان ملی بیرغ هم پرې درول شوي و.
بکس څخه يې پنځه بنډله ډالر راواخیستل په لمیز يې کيښودل بکس يې بند کړ نمبر يې ورته بدل نکړ سیکرتر ته وویل دا بیرته هملته یوسه هغه د بکس د بندیدو شمیره سره ښکته او پورته کړه نور راوان شو . ښاغلی حکمتیار صیب موږ ته مخ کړ په مسکا سره يې وویل هلته خو مو ډوډې په پیسو نده انشالله کوم تشویش به نه وی موږ يې هم خبرۍ ته وخندل خو څه مو ونه ویل ،پنځوس زره ډالر يې راکړل ویل يې اصراف به نکوئ لس زره ستاسو د سفر مصارف او داڅلویښت زره ډالر به له هغې خوا افغانې درسره راوړي او یوځانګړی لیک يې شمال کې د حزب اسلامی قومندانانو ته لیکلی واو بل لیک يې د جنبش ملی مسؤلینو ته خو دغه لیک کې هیڅ سیاسی ،نظامی الفاظ او لارښوونۍ نه وې لیکل شوې یوازې د جنبش ملی مشر او مسؤلینو ته یوه سپارښتنه او هغه هم په شمال کې د پیستو دځنګلو په اړوند تشویش اوسپارښتنه وه ،حکمتیار هغه لیک کې ورته لیکلی و چي موږ داسی اطلاع تر لاسه کړی چي دافغانستان دښمنانو ځینی تجارډوله کسان ګمارلی دي چي دپیستو دونوو دبیخ وولئ(ریښې) په لوړ قیمت اخلی بیا د ځنګلونو دپریکولو په مؤخه کلیوال ګمارل کیږی تر څو د ونوو ریښې کټ کړی او دقاچاق په ډول يې ګاونډیو هیوادونو ته انتقال کړی او یا يې شاید یوازی هدف دا وي چي دپیستو ځنګلات له منځه یوسي ما د مخابیری او لیکونو له لاری خپلو قومندانانو ته هم لارښونه کړي چي ددي کار مخه ونیسي او تاسو هم تر خپل واک لاندې سیمو کې مسؤلینو ته پدي اړوند د جدی پاملرني هدایت وکړی ترڅو ددی کار مخنیوئ وکړو، او په شمال کې د قومی تبعیض او د ستونزو د حل غوښتنه پکې شوی وه.
موږ ته يې وویل چي په دی سفر کې زرداد هم درسره ملګری دی او د هغه دلاس عملیات هم هلته تر سره کیږی او زیات وخت نه نیسی له تداوی وروسته په شمال کې د قومونو ترمنځ راولاړې شوې ستونزو دحل او فصل مسله به زرداد تعقیب کړی او هغه ددي کار لپاره مناسب شخص دی ځکه چي هلته هم د حزب قومندانان ورسره مرسته کولی شي او هم هلته په غټ شمیر احمدزي ژوند کوئ او زرداد هم څو ځله ماته یادونه کړې چي له بغلان ولایت ورته ډیر لیکونه اوپیغامونه راغلي چي دپښتنواوغیر پښتنو ترمنځ د ستونزو حل دهماهنګی شورای له جوړیدو سره ممکن ده باید حزب اسلامی پدی اړوند یو څه وکړی،او د جنبش ملی مسؤلین هم له زرداد سره پدی مسله کې همکاری کولو ته خوشبین معلومیږی او موږ هم رسمآ د جنبش له چارواکو غوښتنه کړی چې د قومی تبعیض دځمکودغصب ،دپښتنو د کډوالۍ او له خپلو مینو د شړلو لړۍ باید متوقف شی او څه چې شوي باید د حل لار ورته ولټول شی .
نوټ : په نهمه برخه کې قوس(...........)معنی دا چي دارغندیوال صیب یوه د راز خبره نغښتۍ ده نو له لیکلو می ډده وکړه)
نور بیا
نصر الله احمدزی