نهمه (۹)برخه
د سفر لپاره د تیار اوسیدو حکم وشو او تقریبآ اتلس (۱۸)کسان په لیست کې ونیول شول په دی لیست کې شپږ کسان مسلح وو چي د زرداد له ساتونکو څخه انتخاب شوی وو او نور کسان له مختلفو ادارو څخه ټاکل شوی وو او د هرچا خپل مسؤلیت او کاری سفر و، خو په عمومی ډول د سفر هدفونه دری(۳) انتخاب شوی وو.
۱:دشمال ولایتونو په هغو سیموو کې چې دپښتنو او نورو قومونو ترمنځ کشمکش او خونړئ لانجې موجودی وې او له اوږدۍ مودۍ راپدیخوادولسی خلکو،قومی مشرانو او قومندانانو د قتل او له خپلو پلرنیو کلیواو بانډو د کډوالې او تبعید سبب شوې وې نو ددغو ستونزو د حل لپاره د یو مناسب حل موندل و.
۲:دهماهنګی شورای دغړو تنظیمونو تر منځ د باوراواعتماد فضاءاو په ولسونو کې د شورای هماهنګی دجوړیدو په هکله یو مثبت انځور خورول و چي دافغانستان دمختلفو قومونو ترمنځ د ملی یوالی په خاطر تشکیل شوۍ وه نو عملآ داسی یو حرکت ته ضرورت و چي له ځان سره د یوالی ،جوړ جاړی او د وروڼو قومونو لپاره یو مثبت او څرګند پیغام او زیری له ځان سره ولری او ددی کار لپاره په شمال کې د هیواد تر بلۍ سیمۍ ډیره اړتیا وه .
۳:د زرداد دلاس عملیات (آپریشن) چي د روسانو د یرغل په وخت کې ننګرهار کې زخمی شوی واو له همغه وخت يې داوسپنۍ سیخان لا په مټ کې موجود وو کوم چې په پیښور کې د تداوی په وخت کې پکې ایښودل شوې وواواوس یې دردونه کول هغه یې د شبرغان روغتون کې بیرته ترینه لری کول.
دسفر د مصارفو لپاره د حزب امیر په مالی ریاست احکام لیکلی و اوله ورځ د مسؤلینو د نه موجودیت له امله دغه پیسی دسفر هیت ته ونه سپارل شوې په دویمه ورځ دچهاراسیاب تر شا د ذخیرو په نوم ځاي ته موږ څو کسان په ګډه ورغلو ترڅو پیسې راواخلو دغه وخت کې ښاغلی عبدالهادی ارغندیوال د حزب د مالی ریس و هغه سره مو ولیدل د حکمتیار صاحب خط مو ورکړ موږ ته يې چاي کیښود خپله بلی کوټۍ ته لاړو لږ روسته راغی ویل يې سفر کې خو لا دوه ورځې شته که او راته يې وویل (( )) تاسو سبا راشی انشالله کار به مو وشی،موږ ترینه رخصت شولو په موټر کی یو ملګری وویل چي زه خو پوهه نشوم د حکمتیار صیب قاطع امر په لاس او بیا هم ارغندیوال صیب پلمه وکړه او هم يې خبره ډیره ګډه وډه دا څه چل ده ؟ موږ ته يې هم شک راواچولو نو فیصله مو وکړه چي چهاراسیاب کې د حکمتیار صاحب دفتر ته ورځو له هغه سره ګورو، هلته چي ورسیدو دغنډ محافظ عمومی دروازه کې يې زموږ ګاډی ودراؤ ویل يې اوس خو مازیګر قضاء ده او دا وخت خو مشر صیب هم دفتر کې نه وی او نور مامورین هم رخصت وي نو د ننه تلو به څه ګټه وی ؟ ،موږ ورته وویل چي سیکرټریټ کې هر وخت تر ناوخته کتل شوې عریضې ایښی وي هلته یو مسؤل کس ناست وی ترڅو خلکو ته خپلې عریضې تسلیم کړئ نو شاید زموږ امضاءکړی عریضې به هم هلته پرتې وی همغه راخلو، بیا يې اجازه راکړه چي دوهمۍ دروازی ته ورسیدو موټر مو د باندی ودراؤ او موږ ددفتر حویلی طرف ته وروخوځیدو پیره دارانو ښه په عزت سره ستړې مه شی وکړه او نور يې دننه د تلواجازه راکړه چي د مشر صیب ددفتر ودانی ته ورورسیدو دي وخت کې عبدالصبور چي دښاغلی حکمتیار دفترکې د ملاقات یادداښتونه او وخت به يې لیکلو،عریضې به يې مشر ته وروړلی او داسی نور کارونه به يې کول راسره مخ شو خدای ج دی جنتونه ورکړی اوس وفات شوی دی ښه انسان و ما به ورسره ډیرې ټوکې هم کولې دخپل عادت سره سم يې راته په ډکه خوله په خندا سره وویل وکافره لږ می ارام ته پریږدی بیا يې غیږ پرانسته ښه تودروغبړ يې راسره وکړ پوښتنه يې وکړه خیرت خو ده؟ نو بیا مو ټول جریان ورته وویل چي داسی څه شک راولویده نوځکه دلته راغلو غواړو چي حکمتیار صاحب سره ووینو ،مسکی شو په ټوکه يې وویل په ارغندیوال صیب عریضه کوئ؟ بیا يې ویل لږ صبر وکړي زه يې ګورم چي کور ته تللی او که دفتر کې ده ،په بیړه بیرته راغی ویل يې چي کورته روان و له تاسو می خبر کړ ویل يې رايوله دملاقات سالون ته وردننه شو پکول يې په سر ؤ د سالون نیماي ته راغی ټولو سره يې روغبړ وکړ د کښیناستو يې راته وویل بیايې ویل وطندارانو انشالله خیریت خو ده ؟ زموږ له ملګرو یو ورور ورته ټول جریان وویل صبور ته يې مخ کړ وطنداره مخابیری مسؤل ته ووایه چي ارغندیوال صاحب ته احوال ورکړی چي سباه دفتر ته راشی او موږ ته يې وویل تاسو هم سباه سهار راشی،بیرته دخپل کاری میز سر ته ورغی څلور کتابونه يې راواخیستل هغه يې راباندی وویشل چي دا مطالعه کړی ،اوس می له یاد وتلی خووړوکي جیبی کتابونه وو ددینی مسایلو په هکله لیکل شوې وو او بیا يې خپله تومانچه راواخیسته تر ملا يې کلکه وتړله ددفتر تر حویلی مو لار یوه وه نور مو مخه ښه وکړه او ترینه رخصت شو .
نصرالله احمدزی