رفيع الله روشن
دملي شوری،ولسي جرګې ،مشرانو جرګې ،پارلمان،دملت انګړ،دا او دېته ورته نورو نومونو سره د ولسمشر کرزې د انتقالې دورې له پېل کېدو سره،زه او زماپشان ډېر نور اشنا شول او يوڅه يې په اړه پوه شولو چې،داڅه دي او دکارکوونکيو يا غړيودندې يې څه، څوک دي اوڅنګه دکومو مکلفيتونو او کومو معيارونو لرونکي شخص کولای شي دغه ځای ته لار ومومي.
په دې پسې دولسي جرګې په هغه وخت کې پيلېدوسره له دې هم خبر شولو چې ويل کېده ددې جرګې يا پارلمان غړيوته دې د سواداموزۍ يا چټکو زده کړو کورسونه جوړ شي،له دې راته جوته شوه چې زمونږ اوستاسوپه اصطلاح وکيل صاحبان مو ډېره برخه بېسواده دي،په هغه وخت کې اړينه وه چې بايد دوی لپاره ددرس داسې زمينه مساعده شي، چې دوی وشي کولای تريوې اندازې خپل خر له خټې وباسي،کنه ددوی په سربه ټول دولت په شرمونو وشرمېږې.
ترڅو دپارلمان پنځه کلنه دوره تېرېده،وکيل صاحبانو مو څو کارونه په عملي او سم ډول ياد کړل چې ځينوته يې د بېلګې په ډول اشاره کول لازم بولم.
۱ـ دشپې لخوا په ويښه پاتې کېدل، په هوټلونو او کورونوکې بنډارونه کول او د ورځې لمخې دپارلمان په پستو او نرمو څوکيو خوبونه کول او دمې جوړل،چې دې کار به په نورېن ټلوېزېون کې د تلک خپرونې لپاره د کلپونو اخستلو زمينه ډېره ښه برابروله.
۲ـ په بوتلونو ويشتل؛ د ملت انګړ ته خود اسلحو ننوتل منع دي،کله چې به دې انګړ ته ننوتل اوپه څه خبره به لکه د ماشومانو وران شول نو د معدنې اوبو بوتلونه چې دهر وکيل مخې ته به ايښي و د يوې زروي سلاح په شکل به ترې استفاده کېده،خوش چانسه به هغه لوری و چې بوتل کې به يې اوبه ډېرې وې او يابه ډېر بوتلونه په لاس ورغلل ،نو هره ورځ به په پارلمان کې په بوتلونو د ويشتلو ،مسابقې او باران و.
۳ـ پارلمان يا دملت انګړ ته سپکاوی کول؛دانوهغه څه ول چې په لومړۍ دوره کې دفراه ولايت يوې ښځينه استازې ،ملالۍ جويا د ملت دې کور ته د غوجلې خطاب وکړ،هغه په پارلمان کې غوصه شوه نو يې ټول وکيلان له څارويو او پارلمان له غوجلې سره تشبه کړل اوپه جهر سره يې وويل چې دا پارلمان نه بلکې يوه طوېله خانه ده،چې بېچاره په دې خبره د ځينو زورورو لخوا له ولسې جرګې ووېستل اوبيا د ورننوتلو اجازه هم ورنکړل شوه، خو هغې ته يې کوم تاوان نه بلکې ډېره ګټه ځکه وکړه چې په هماغه کال په نړۍ کې دنړۍ دزړه ورې ښځې نوم ورکړل شواوپه بين المللي توګه وپېژندل شوه هغه دځينوپه خبره نړېواله شوه،ډېرژر يې داسې انځورونه د نېټ پرڅپو خپاره شول چې ملالۍ جويا له بهرنېو او نامحرمو خلکوسره په غاړه او بغلکشۍ ستړي مشي کوي، پړونی يې د وېښتوپرځای په غاړه کې وليدل شو، داوه ملالۍ جوياته دپارلمان لپاره د غوجلې نوم يادولو اوله پارلمانه دوتلو ګټه، چې ور ويې رسوله،کله کله دغه شان ګستاخی او بدسترګي توب هم د يوچالپاره ښه شي.
۴ـ دنړۍ د زړه ورې ښځې ملالۍ جويا ډاډه خبرو دولسي جرګې دهغه وخت اوبلې دورې نورو ښځينه غړوته هم پوره ډاډ ورکړ چې هغوی هم په دېر کم وخت کې سره په همدې دملت کور کې کمڅۍ په کمڅۍ شوې،دبدخشان وکيله جنراله نظيفه ذکي پورته شوه د کوچيانوپه وکيلې حميدې احمدزۍ يې د بوتلو او بوټونو ګذارونه وکړل،هغې هم دادځان لپاره عار اوشرم وګرځاوه چې عکس العمل ونه ښېې نو يې متقابل عمل ترسره کړ،په همدې ډول فاطمه رضايې هم هغه څوک ده چې په يوه نارېنه وکيل يې ګذار وکړ،نارينه وکيلانوهم د ډېرو لاسونه يودبل ترګرېوانه ورسول،حتي پارلمان ته ددننه ديوبل دګواښلوپه موخه سلاح وېوړل شوه .
داوه هغه څه چې له اوس نه مخکې په دې دملت انګړ کې وشول او لابه هم کېږې خو يوڅه چې لا بې سابقې او بېخې نوي دي،هغه دملت دې کورته د سپيو ننوتل ول،تراوسه لا دې کور کې سپې توس نه و وهلی،نه يې ول پکې غپلې اونه يې پکې چاته لکۍ ښورولې وه،مګر د ۱۳۹۲ل کال د ليندۍ په ۳۰مه ددولت مشر حامدکرزې لومړي مرستيال ښاغلي مارشال قسيم فهيم داکور په سپيانو هم وپلټه،مارشال صاحب داکار ددې په خاطر وکړ چې د ۵ نويو وزيرانو ،ضرار احمد مقبل،محمدعارف نورزي، دين محمد مبارز راشدي،شاکر کارګر او محمداکبر بارکزي ولسي جرګې ته د ورمعرفي کولو په خاطر پارلمان ته تللی وترڅو دوی ته د باور رايې د ورکولو په موښه وکيلانوته واسطه شي ،خو مخکې له دې چې لومړی مرستيال پارلمان ته داخل شي،پلټونکي سپيان راوستل شول او دوکيلانو دناستې څوکۍ او اخوا دېځوا ټول کونجونه يې پرې بوی کړل ترڅو نه وي شوي چې کوم وکيل صاحب له ځانسره د مارشال صاحب د وژلو لپاره کوم څه خطرناک راوړې وي اوياپرې کوم يو انتحاري حمله ونکړي، هغه دافغانستان نور ملت خو پرېږده دملت په استازيو هم دومره بې باوره دی چې ان خپل ځان ورڅخه په خطر کې بولي.
که څه هم د ولسمشر مرستيال دانه مني چې ګواکې دغه سپيان ده اويا دده ساتونکيو راوستي،بلکې نورو امنيتي ارګانونو دا کار کړی دی،خودلته ځکه دا کار يواځې همده ته منسوبېدلای شي چې په تېرو دولسوکلونوکې د لومړي ځل لپآره داکار وشو اوهغه هم په داسې حال کې چې مارشال صاحب پارلمان ته تشرېف وړی و،هغه دځان د ساتنې په خاطر د ټول ملت اودملت داستازيو سپکاوی وکړ،مګر دايې هم ثابته کړه چې څوک بايد په راتلونکې کې ورباندې ديوه توت په اندازه اعتماد هم وکړي،که حقيقت ته نظر وکړل شي اوله فکر څخه کار واخستل شي داد بل چانه، بلکې دخپل ځان سپکاوې يې وکړ،دی خو وايي چې په الله پاک بشپړ باور لري خوفکر کوم داخبره هسې خلکوته په سترګوکې دخاورو شيندل دی،که نه وي،ولې داسې يوکار وشي چې د خلکو د مينې پرځای نفرت ته لاره هواره شي،الله ج وايي چې تاسو يواځې له ما مرسته وغواړئ،نوزه به مو مدد کوم خوکله چې دهغه يو بنده له سپي او يوه نجس شي څخه مرسته غواړي ،څه فکر کوئ چې وبه ژغورل شي،نه هېڅکله هم نه يواځې په الله بايد باور وشي او ځان بايد ورته وسپارل شي اوبس.