ازادي!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اثر :د رابيند رانات تاګور د هند نامتو فيلسوف او شاعر
ژباړڼ : ع. شريف زاد
چېرې چې د انسان افکار او اندېښنې له ويرې خالي اوسرېې په اوچت ځاى کې دي،
چيرې چې دانش ازاد وي،


چيرې چې نړۍ په سا ختګي ديوالونو او په وړو ټوټو وېشل شوې نه ده،
چيرې چې رښتينئ کلام د حقيقت له پلوشو او رښتيولي څخه راپورته کيږي،
چيرې چې نه ستړې کيدونکي کوښښونه خپل غړي او اعضا دکمال برخې ته وړي،
چيرې چې د عقل ،پوهې اودليل د ويالو خوږې اوبه دريګ په منځ کې له زوره څخه خپله لاره نه ده ورکه کړې،
چيرې چې انساني افکار ستا په لاس د اندېښنې او ښه کردار په لوري لارښونه وشي،
په هغه جنت د ازادي کې، اى مهربانه پلاره! اى زما خداىه ! پريږده هېواد مې چې له خوبه راپاڅي.
په درناوي