ع.شريف زاد
نن سبا پر افغانستان باندې همدا چمونه را روان دي دهر چا له خولې څخه د استعمار او ا ستثمار مرده باد وزنده باد اورېدل کيږي چې د ميم او باد باد نرخ ېې ډير را کښته کړئ او په سياسي ډګر کې پاو، چارک، من او خروار ټول يو دي . متفکر ،مترقي، سخته دريزه، شفاف او ناشفا ف ټول وايي چې هى مه پريږدى چې لاړه !
د ژوند په دا بل اړخ کې بيا د هنر مندانو ډلو ټپلو او بې فرهنګه نڅاووڅخه خو يوتيوب هم په تنګ راغلي .دومره اتڼونه دي چې محاسب ېې په حساب نه رسيږي. ستوري او بې ستوري. پنج ستاره او ګل ستاره خو لا څه کوې دا شو د ٢١پېړي شين ټا غي اصلي خبره داده چې وخت ته ګوري اوپه هېواد �
�ې څه حال دى؟ ددې ټولو هوسونو مثال دې پاتې کيږي کله چې نړيوالو ځواکونه دوتلو خبره کوي نو دواره په کابل کې د ارزاني اوازه خپره شې. دا مظلوم ملت هسې د عمر زاخېلوال په شان زړه وره خبره او يا پټکه هم نه شي کولاي چې وايي: برين افغاني بخرين وبه دالر بفروشين. اګر تاوان کدين ، پيسه اش من مېتم!!!! ها ها....... دا مو د مالې وزير او داېې هم پرېکړه.
ګرانو هېوادوالو: لږ شانته سوچ په کار دى ، لږ دې تاريخ او دې پېړۍ ته پاملرنه وکړي. خبره د ملامتي، انتقاد، ګواښ ،او تشدد نه دى بلکې د هراړ خيزې اندېښنې او هغه دا چې د هېواد په اصلي قضيه باندې . څو لسيزو اى اس اى تير ويستلو . دولس کاله د کرزې ادارې او يو څو کاله به ي نوى بې فکره را مينځ ته شي . تر څو پورې به مونږ په زړو باندې خپل بړاسونه پاى ته رسوو؟ او تر څو پورې چې دا اوبه له يوه سطله اخلو او په بل کې به ېې خالي کوو. باور وکړي چې دا ټولې زړې او وړې د هېواد د حل لاره نه ده او نه کوم ځاى ته رسيږي.
سوله يوازېنۍ وسيله ده چې د افغانستان ټول کړ کېچونه ورباندې علاج کيږي ځکه چې د همدې مظلوم ملت ، خلکو، خاورې او ....... او باشهامته قومونو او قبيلود امانت خبره ده. د دې ملت په ضرورت خو هرڅوک ښه پوهيږي ،او دا ولس ډير کړيدلئ دي دلېرې نړۍ انسانا ن خو لاڅه کوي چې نن سبا هر څوک له ښو نه ښه ور باندې پوهيږي چې څه بايد وشي؟.
اوس ددې وخت راغلى دى چې هر ډول کرکې يوې خواته پريږدو او په کورکې د دښمنانو لپاره کلک دريځ غوره کړو. د زاخېلوال پورې بل مطلب راياد شو په طلوع افغان تلوېږن کې چې اصلا طلوع نه دى. ځکه چې د طلوع کلمه زمونږ په فرهنګ کې ستره معنا لري او يواځي د نورو د فرهنګ د پېښو کولو ځاى نه دى او نه ډمان په کې مستقيما کار لري کله چې دې کاپي شوي پروګرام کې چې د ستاره افغان په نامه يادېږي . يو ښايسته ځوان هلکئ د پروګرام برخې ته راغي او ديو څو بې هنره هنرمندانو مخ ته ودريد او هغو ته ېې وويل چې ميخواهم بخانم . دغو بې قضا وته تش په نامه ازموينې اخيستونکو ډمانو په دې ځوانکى م
سخره وکړه او په ځانګړې توګه په دي کتار کې يوه ډمه وه او هغې ورته وويل چې هوهو..ايرا سي کو چه را ميخاني ؟ ځوانکي وويل هې.... دا څوانکۍ اماتور ځوان ددې لپاره مسخره شو بيا هم مورال پيا وړى وه . هغه نسبت سن ته ډير ډنګر وه، معلوميده چې غريب وه، او په چا پورې تړلى غړي نه وه نو ځکه دې ښځې ته د طاهر شباب په شان غوړ نه ښکاريده خو.بېدار ځوان ،احساس لرونکئ ، په سوله او هيله د ستورو په نوم پروګرام ته راغلئ. وه . ورپسې يوه ښځه چې چادري ېې پر سر وه راغله کېداى شي چې دغې چادري اغوستل يو مصنوعي څېره لرله خو په دواړه صورتونوکې ښځې کوښښ کاوه چې سندره وواېې خو پر هغې بان
دې هم د مسخرو توفان راپيل شو او په تيره بيا د همدې شباب له خوا چې څومره شرم اور او له ټولنيز برخورد څخه ډير ليرې ادب .پس کو که رويته ببينم !.ايا دغه کار ديوې ټولنې د فرهنګ سپکاوي نه دى نو چيرته دى زمونږ متعصب ؟د اطلاعاتو او کلتور وزير چې د ژوندون دتلويژن لپاره ېې ملا راتړلې ده؟ چې په ډير شد او مد بيانيه ورکوي. ؛ مګر طلوع تلوېژن نه پوهيږي چې خلک مونږ ويني، هرڅوک زمونږ خبرې اوري، زمونږ د پوهې او شخصيت معيار ډير ژر ټاکلى شي او زمونږ چلو صاف د يوتېوب، انترنټ، دتلويږن په پرده باندې دى نه په غوجل کې. دلته هرڅه په هره ترازو کې محا سبه کيږي. تاسې ېې بيا د �
�ورو مشاورانو ته ېې ګوري چې هغوى بيا څه واېې ؟د يوه لقب خارا او که بخارا دي. خبره داد چې تاسې د تلويژن په سطحه وګورى او ښه سوچ وکړي چې زمونږ ملت کې څومره بد حال دى او د ورځي څومره کسان په دې نوم او هعه نوم وژل کيږي خو زمونږ ستورې بيا له سندرو نه ستړي شول دا څومره خوښي او خوشحالي ده ته به واېې چې د ادې واده ېې دى!!!!
په درناوي