پاکستان کي د چارواکو تغیرات او ستونزی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ملا مسافر
ویل کیږی چي 2013 کال د پاکستان د جګپوړوچارواکو تغیرات کال وو .د روان کال 2013 د مې په میاشت کي د انتخاباتو په پایلو کي د مسلم لیک ن ګوند مشر ښاغلی میانواز شریف د پاکستان صدراعظم وټاکل شو، د سپتمبر په اتمه آصف علی زرداری خپله دوره پوره کړه د هغه په ځای د پاکستان نوی منتخب جمهور ریس ممنون حسین خپله دنده پیل کړه ، همدارنګه د نومبر په اته ویشتم د پاکستان د فوځ مشر جنرال پرویز اشفاق کیانی متقاعد شو

او دهغه په ځای جنرال راحیل شریف د فوځ مشر وټاکل شو او د 2013 کال د دسمبر میاشتی په دولسمه د پاکستان یو بل لوړ پوړی چارواکی یعنی د ستری محکمی ریس قاضی افتخار محمد چودهری هم متقاعد کیږی د هغه ځای ناستی به  قاضی تصدق حسین ګیلانی وي ،پدغوتغیراتوکي یوه خبره  د ستاینی وړ ده چي هیچاهم د خپلی دوری په پای کي ناغیړي او د پاتی کیدو غیرقانونی لارو باندی سر تمبګي او توطئې جوړي نکړلی اونه ئي هم د خلکود رایو او دقانون خلاف ورزی وکړله .
د2013 کال دمی میاشت په پارلماني انتخاباتو کي د نواز شریف مسلم لیک ګوند په غوڅ اکثریت راېی وګټلی اود حکومت جوړولو واک ېی تر لاسه کړ.دوهم ګوند چي د انتخاباتو کي بریالیتوب ترلاسه کړ هغه تحریک انصاف د  ښاغلی عمران خان ګوند و چي په  کم وخت کي دی مقام ته ورسید . جماعت اسلامي چي په انتخاباتو کي ډیر مصرف کړی و او د ګټلو پوره تمه ېی درلوده برخلاف د توقع ستره ماته ېي وخوړه خوبیاهم په ماته کي قدرت ترلاسه کړ هغه داچي د خیبر پښتونخواه په ایالتي پارلمان کي د خپلو(اته څوکیو ګټلو) په سر د عمران خان سره په ائتلافی حکومت کي شریک شول او دری وزارتونه(مالیی ، تعلیم او ..) يي په خبیر پښتونخواه ایالتي حکومت کي تر لاسه کړل او په قدرت کی راغلل . ښایی د جمعیت علمای اسلام مشر ښاغلی مولانا فضل الرحمن مشورې اوریدلو تاثیر و ، دهغه رایه وه چي دحکومت جلا اومقابل کي ټکر هیڅ ګټه نلري . مولانا فضل الرحمن دجنرال پرویز مشرف حکومت کي پوره برخه درلوده اود پیپل پارټي د آصف علی زرداری په حکومت کي هم شریک او تحفظات ئی محفوظ وو ،د 2013 کال د می میاشت په انتخاباتو کي جمعیت علمای اسلام هم انتخابات کي میدان بایلو او په خیبر بښتون خواه ایالت کي د ائتلافي حکومت جوړولو هڅې هم ناکامه شولې خو په قومي اسمبلې (پارلمان) کي د څومحدود څوکیو په ګټلو سره د صدراعظم نوازشریف ځانګړی ملګرتیا ترلاسه کړه ځکه مولاناصاحب هم د هغه مجبوریت دخپل ځان په ګټه بولي نو په دا حساب ویل کیږي مولانا فضل الرحمن هم په ماته کي بریالی ووت او د نواز شریف قوی مشاور په توګه پداحکومت کي قدرت لري.ددهلي جامع جومات امام بخاری صاحب دمولانا په اړه د یو ی پوښتنی په ځواب کي داسې ویلی وو : «د مولانا فضل الرحمن پلار مفتي محمود صاحب یو عالم وو خو مولانا فضل الرحمن یو سیاست مدار د ی.»
د اګست په میاشت کي د خیبرپښتونخواه په ایالت کي دیوی حلقي لپاره دوباره انتخابات پروسه ترسره کیدله د دغی حلقی کاندید احمد بلور د عوامی نیشنل پارټی غړی وچي د مولانا فضل الرحمن ډلی ملایانو او عوامی نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي لخوا مشترک کاندید اعلان شو په پوسترونو او اشتهاراتو کي د مولانا فضل الرحمن ،اسفندیار ولی او احمد بلور عکسونه په یو پوستر کي یو ځای چاپ اود اتحاد او وحدت سمبول په تو ګه وړاندی کیده، یقینا ملک کي د اتفاق او سیاسي زغم لپاره د مولانا فضل الرحمن د اسی کړنه د افغانستان طالبانو لپاره هم د یو استاذ نمونه کیده شي .    ‎‎
ښاغلی مولانا فضل الرحمن د امریکا سره سیاسي اختلاف ترڅنګ روابط هم ساتي ځکه ځینې کسان داهم د عقیدی یوه برخه بولي چي د اسلام دین ساتنې ضامن الله پاک دی ځان لپاره  به جنجال او مشکلات نه جوړه ووخو داسې تعبیر او کار لپاره هم غټ جراءت په کار دی.
بل خواته امریکا هم دخپل مجبوریت په اساس ترڅو ریښتني مجاهدین موجود وي ځینی د مسلمانانو مشرانو سره په اوسني شرایطو کي علنی دښمني نه څرګنده وي ځکه امریکا مسلمانان درجه بندی کړی دی هرهغه مسلمان چی د امریکا د غیرقانونی ګټو سره په اسلامي ملکونو کي مخالفت او ټکرونلري امریکا هم ورسره څه مشکل نلري بلکی د دوست په سترګه ورته ګوري.
د پاکستان په نوی تغیراتو کي د ښاغلی میا نواز شریف برلاسي د ورایه څرګندیږی په پارلمان کي دصدر ټاکلو لپاره ښاغلی ممنون حسین د میانواز شریف نوماند وو او دفوځ مشری لپاره هم د څوجنرالانو نوماندانو په مینځ کي دښاغلی جنرال راحیل شریف وړاندیز او منظوری هم د میانوازشریف لخوا قبوله شوه  .د پاکستان د ستری محکمي ریاست او اختیارات هم ډیر زیات دي حتی د پاکستان پخوانی مقتدر صدر جنرال پرویز مشرف امر دستری محکمی ریس قاضی افتخار چودهری دبرطرفی په اړه مسترد شو اوس د سترې محکمې نوی ریس قاضی تصدق حسین ګیلانی نوم وړاندیز د نوازشریف لخوا پاکستان جمهور ریس ته وشو او هغه سمدلاسه قبول کړ.په سند ایالت کي د پخوا پشان د پیپل پارټی او ام کیوام حکومت په خپل ځای پاتی دی او د بلوچستان صوبایی حکومت هم ائتلافی دی خو دبلوچستان ګورنر محمدخان اڅکزی د محمود خان اڅکزی وراره  د نوازشریف تر ټاکنی وروسته په قدرت ورسید، کابل ته د ښاغلی نواز شریف سره ښاغلی محمودخان اڅکزی هم د سفر ملګری و.د طالبانو تحریک سره د آل پارټی دعوت په ترڅ کي مشترکه  د روغی جوړی لپاره فیصله وشوه او ښایی مولانا سمیع الحق په وساطت دا پروسه مخته ولاړه شي . خودا پروسه دامریکایی بی پیلوته راکټی حملې په نتیجه کی چي د طالبانو تحریک مشر حکیم الله مسود ووژل شو دهغه شهادت وروسته یو څه په ټپه ودریده چي د امریکا حمله په حکیم الله مسودباندی د پاکستان وزیر داخله چودهری نثارهم  په سختو ټکو وغندله او وویل امریکا پاکستان  کی صلح نه غواړي . د هغی وروسته په خیبر پښتونخواه ایالت کی  د پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي مشرانود ډرون حملو په ضد  د ناتو لپاره د اکمالاتي لاری بندولو فیصله وکړه چي ناتواکمالاتو لپاره دغه لار دشل ورځوراهیسي بنده ده.
په پاکستان کي په دومره لویه کچه تغیرات په آرامه تر سره کیدل فکر نه کیږی چی د ښاغلی نواز شریف کمال وي او نه داسې نښې تراوسه څرګنده شویدی چي پاکستان کي سالمه سیاسي رقابت پرمختګ کړی وي اصلي خبره دا ده چي دپاکستان پخواني حکومتونو د امریکا په خوښه  په یوه ناڅرګنده جګړه کي برخې اخیستلو سره خپل هیواد د ډیرو سختو ستونزو او خطرناک حالت سره مخامخ کړ،د سوات نیولی تر بلوچستان پوری اوبیا د کراچی ناامنه حالت ، دبرق او سوند مواد کمبودی د بی روزګاری اود خوراکی موادو  لوړو بیو او بی امنیتی جنګ جګړی او انفجاراتو هربا احساسه  پاکستانی د پریشانی سره مخامخ کړی دی،نن سبا پاکستان کي د خلکو اساسی غوښتنو کی د امن او امنیت خبره لمړنۍ ده ،دغه پورتنی ستونزو ترڅنګ دامریکا دښمنی د پاکستان مسلمان ولس سره هم تقریبا په ټولو پاکستاني مشرانو باندی خپل اثر غورځولی دی ،د پیپل پارټی د ائتلافي ناکامه پنځه کاله حکومت وروسته په چوپه خوله د حکومت ګوښه کیدل هم د دی څرګنده نښه ده چي پخواني جمهور ریس  آصف علی زرداری په خپله الوداعیه وینا کي وویل : په راتلونکی کي نه ریاست جمهوری ته ځان کاندید وم او نه هم د صدراعظمی څوکۍ ته او نه هم د سیاسۍ غوښتنو لپاره سرکونوته راوځم ، داچي د پیپل پارټی مشرانو داسی څرګندونې د خپل ناکام سیاست او حکومت باندی اعتراف دی یا د پاکستان سره د خواخوږی لپاره؟ دابه راتلونکی کي معلومه شي.
یقینا د بهرنی کړیو لاس وهنه اود امریکا دباو، پاکستان دیو خطرناک ژی په سر درولی دی، بل طرف د پاکستان نوی صدراعظم میانواز شریف هم ترډیرحد ه خاموش سیاست غوره کړی دی داهم معلومه نده چي هنر دی او که مجبوریت ؟دپاکستان ددغه لانجمن اوسرګردانه سیاست په هکله دجماعت اسلامي یو مشرښاغلی سراج الحق پخپله یوه مرکه کي د افغان تلویزون سره وویل :پاکستان ولس ډیر زمریان لري اوپاکستان کي دومره طبیعی زیرمې اونورامکانات شته چی ددغو ستونزونه په آسانه ووځی خود پاکستان حاکم مشران امریکا ته تسلیم دي او امریکا د پاکستان تباهي غواړي،اودامتل ئی تکرار کړ: د زرو ګیدړو مشر یو زمری ښه دی نه د زرو زمریو مشر یو ګیدړ.
یقینی خبره همدا ده چي امریکا دهر اسلامي ملک بربادي لپاره ملاتړلی  ده اود ژغورنی  لمړنۍ ګام دامریکا مقابل کي، جراءت او شجاعت دی چي د اسلامي ملکونو مشرانو ته اوس ضروری دی ځکه امریکا په افغانستان کی ماته خوړلی ده نور د امریکا سیاسي ، اقتصادي او نظامي رعب ختم شوی دی .